لیکوال: ابو عائشه


معتزله (شپاړسمه برخه)

سريزه: د انسان ژوند دوه اړخونه لري:
۱· دنياوي اړخ
۲· اخروي اړخ
ټول هغه عملونه چې انسان په دې نړۍ کې یې کوي، پایله او نتيجه یې يا په دې نړۍ کې ویني او یا د آخرت لپاره پاتې کېږي.
د کبیره ګناه کوونکی په مسئله کې همدا دوه حکمونه دي. په تيره موضوع کې مو د دنياوي حکم له دلايلو سره بيان کړ او په دې بحث کې غواړو د اخرت حکم د نظريو له مخې بيان کړو. د مقالې په دې برخه کې تر ټولو مهمه موضوع د اهل سنت و الجماعت نظر او همدارنګه د معتزله نظر او د دوی دلایل دي.
په آخرت کې د لویې ګناه کوونکي حُکم:
د کبیرې ګناه د مرتکب حُکم په اړه نظرونه ډېر دي او دا مسئله یو له هغو مهمو مسلو څخه ده چې اسلامي افکار يې ګډوډ کړي دي او د دې لپاره چې پوه شو، دا مسئله د ډلو او مذهبونو په منځ کې څه حکم لري: آیا د لویې ګناه مرتکب به د تل لپاره په دوزخ کې وي او یا جنت ته ننوځي؟
د مسئلې د لا روښانه کولو او د دوی دریځ د واضح کولو لپاره، په دې برخه کې هڅه کوو چې له معتزله پرته د نورو ډلو نظرونه هم څرګند کړو.
د مرجئه ډلې نظر:
د دې مسئلې په اړه د مرجئه ډلې نظر په څیړلو سره معلومه شوه چې دوی د لویو ګناهونو مرتکبین د جزا او عذاب باندې يقين لري. «آمدی» په دې مطلب کې د خپل نظر د وړاندې کولو په ترڅ کې دا مسئله داسې بیانوي: «ځینې مرجئه په دې باور دي چې مؤمن د خپلې سرغړونې په خاطر د هېڅ ډول سزا مستحق نه دی، که دا سزا او عذاب سمدستي وي او یا په ځنډ سره، لکه څنګه چې د خدای تعالی حل جلاله سره په شریک کولو باندې او د اطاعت او عبادت په کولو سره هېڅوک د ثواب او اجر مستحق نه کېږي، نو د ایمان په درلودلو او د ګناه په کولو سره د جزا او عذاب مستحق نه دی.
ځینې ​​مرجئه وايي: چې هغه ته به په آخرت کې د خپلو تیروتنو سزا نه ورکول کېږي. بلکې هغه ته به دې نړۍ کې په دردونو، تکليفونو، مصيبتونو او مالي زيانونو، سزا ورکول کېږي.
د خوارج ډلې نظر:
خوارج په دې مسئله کې ډېر سخت دي او ګناهګار يې کافر او د تل لپاره د دوزخ مستحق ګڼي. ځکه چې د دوی لپاره هره ګناه لویه ده او مرتکب به د تل لپاره په جهنم کې وي او د کافرانو په شان به ورته عذاب رسیږي او دا هغه رايه او نظر دی چې علماوو له خوارجو روایت کړی دی.
علامه بزدوي په دې اړه ليکي: خوارج وايي: «کله چې د کوچنيو او لويو ګناهونو مرتکب له توبې پرته له دې نړۍ څخه لاړ شي، د تل لپاره به په جهنم کې وي او د کفارو په شان به عذاب ويني. کله چې يو کس کومه ګناه وکړي، که هغه کوچنۍ وي او يا لویه، هغه کافر کېږي.»
امام رازي رحمه الله وايي: «د خوارجو نورې ډلې په دې متفق دي چې بنده د ګناه په کولو سره کافر کېږي او حضرت عثمان او حضرت علي رضی الله عنهما هم کافران ګڼي.» البته دا خبره د ايمان په اړه د دوی د نظر له مخې ده، د خوارج له جملې څخه د اباضيه په خلاف، چې د لویې ګناه مرتکب کفر ګڼي.
د معتزله نظر:
د معتزله مذهب ته په اشارې سره موږ ته دا څرکندېږي چې د معتزله ټولې ډلې – د بصري او کوفي معتزله ډلو په شمول – د لویو ګناهونو مرتکبین ته د سزا ورکولو په وجوب باندې متفق دي او دا سزا یوازې د دوو شیانو په واسطه ليرې کیدای شي؛ په توبه کولو یا د طاعت او عبادت په کولو سره چې له ګناه څخه ډېر وي.
 قاضي عبدالجبار په دې اړه ليکي: «د پښيمانۍ يوه نمونه د بخښنې په شاهدې کې ده. دا خبره معلومه ده، که له موږ څخه یو څوک د بل چا سره بد وکړي او بیا یې په سمه توګه بخښنه وغواړي، په دې کار سره هغه، هغه غندنه لرې کړه چې هغه یې مستحق و.
دوهمه مسئله دا ده چې د لوی ګناه د مرتکب اطاعت او عبادت باید د هغه له ګناهونو څخه اضافه او ډېر وي. قاضي عبدالجبار په دې اړه ليکي: هغه اطاعت چې له ګناه څخه اضافه وي د مجازاتو په لرې کولو کې اغېزمن دى، ځکه چې په دې حالت کې د هغه سړي حالت ته ورته دی چې د بل چا سره بد کوي او بیا په بدل کې هغه ته ډېر مال ورکوي، نو په دې حالت کې دا سړی د دې جرم څخه د خلاصېدو مستحق دی. نو دا مسئله زموږ سره یو شان ده او دا دواړه ډولونه د جزا او مجازاتو په له منځه وړلو کې اغیزمن دي. لکه څنګه چې دوی هم په ثواب کې تأثیر لري.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version