لیکوال: عبیدالله نیمروزي


علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دیرلسمه برخه)

 د ترکیې په لاره کې:
 د دې مُبارکې خاورې هر قدم، امام ندوي ته د اسلامي تاریخ د ډېرو سترو شخصیتونو یادونه وکړه.
داسې ښکارېده چې دا خاوره او منظره د دې ستر سیاح لپاره د لرغونې زمانې د ویاړ، پت او خپل پخوانی او ویاړلي تاریخ انځوروي.
مولانا ندوي په دې خاوره کې له اسلام څخه د لرې کېدو او د لوېديځ تمدن له نفوذ نه سترګې پټې کړې؛ هغه د خپل حق غوښتونکي تخیل او اند له نظره د نامتو شخصیتونو، د اسلام او مسلمانانو د ویاړ او عظمت تاریخ ته کتل؛  مګر آیا دا ممکنه ده چې تل د خیال په نړۍ کې پاتې شي یا د ښکاره حقیقت څخه انکار وکړي؟
مولانا ندوي« انقرې» ته ورسېد او بیا قسطنطنیه (استانبول) ته ولاړ؛ خو هغه څه چې دردناک وو د ښځو د حجاب نشتوالی او د غربي کلتور اغیز و چې د دوی ژوند یې په بشپړه توګه پوښلی دی.  استانبول ته له رسېدو وروسته مولانا ندوي یوه ورځ په سرګردانۍ او نا اشنایۍ کې تېره کړه، تر دې چې له ډېرې هڅې او ستړیا وروسته یې له خپلو ملګرو او دوستانو سره وکتل، د سفر او زیارت په لومړۍ ورځ کې د ګران رسول صلی الله علیه وسلم لومړی مېلمه ابو ایوب انصاري رضی الله عنه مقبرې ته ولاړ او د نوموړي له هوډ، ایمان، استقامت او زغم څخه یې یادونه وکړه او د قربانۍ او سرښندنې درس یې زده کړ، همدارنګه په «ایا صوفیا» جومات کې یې د مصطفی کمال اتاترک له منع کولو سره سره دوه رکعته لمونځ ادا کړ؛ بیا د ګلخانې پارک ته ولاړ او هلته یې د نارینه او ښځو او بې حجابه کسانو د اختلاطاتو په لیدلو سره ولیکل: په دې ځای کې انسان دا هیروي چې د یوه اسلامي هېواد په بڼ کې دی؛ بلکه دا ګمان کوي چې د انګلستان په هاید بڼ کې دی.
د ځوانانو او لوستو خلکو لپاره وینا:
 په دې غونډه کې چې د ترکي ځوانانو په هلو ځلو جوړه شوې وه، مولانا ندوي لومړی د حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه ارمان څرګند کړ او ويې ويل: کاش چې دا کور له داسې سړيو ډک وي لکه: خالد او ابو عبيده، چې زه به هغوی د خدای جا جلاله په لاره کې د خدمت لپاره ولېږم او ښارونه به فتح کړم؛  بیا یې هیله څرګنده کړه چې له تاسو ځوانانو څخه هیله کوم چې په دې ښارونو کې د اسلامي بیدارۍ او دعوت او نوي اسلامي پاڅون لپاره ودریږئ او له خدای جل جلاله څخه هیله لرم چې که داسې وکړئ او دا ارزښتناکه دنده ترسره کړئ نو یوازې تاسو کولی شئ په هغه کې انقلاب رامنځته کړۍ؛  البته دا پاڅون دوه شیانو ته اړتیا لري:
۱. د هغه ځواکونو او وړتیاوو پیژندل چې خدای جل جلاله ستاسو په فطرت کې زېرمه کړي او بل د ارزښت پېژندنه او ساتنه یې.
۲. ټینګه او ثابته د زړه اراده:
 بيا يې د دې وينا لپاره د محمد بن قاسم ثقفي، محمد فاتح (د قسطنطيني فاتح) او شيخ احمد سرهندي مثالونه وړاندې کړل او ويې ويل: نن ورځ نړۍ هغه څه ته اړتيا لري چې موږ د ايمان ځواک او د اوسنۍ زمانې د تمدن وسایل او د هغه ځواک سره یوځای کړو او د ژوند لپاره سم او مناسب پلان ولرو.
مولانا د دغه سفر په ترڅ کې د استانبول کتابتونونو ته لاړ، د پخوانیو واکمنانو او پاچاهانو پاتې ماڼیو او محلونو ته لاړ چې د اوسني وخت په ژبه د خپلو مالکینو په ماتمونو بوخت وو.
«كَمْ تَرَكُوا مِنْ جَنَّاتٍ وَ عُيُونٍ «25» وَ زُرُوعٍ وَ مَقامٍ كَرِيمٍ «26» وَ نَعْمَةٍ كانُوا فِيها فاكِهِينَ «27»(الآیه).
هان ای دل عبرت بین از دیده نظر کن ایوان مداین را آئینه عبرت دان[د خاقاني له مشهورې قصېدې څخه یو بیت].
 مولانا ندوي ويلي دي چې په عربي ژبه د آذان د بنديز له دورې وروسته کله چې حکومت په عربي ژبه د آذان اجازه ورکړه، نو خلک ډېر خوشاله شول او حتی په کوڅو او سړکونو کې يې په سجدو ژړل او د نذر په ډول او د هغه د خوښۍ او خوشالۍ له امله علامه ندوي د دغه یادګاري سفر په وروستیو شېبو کې د پیر رومي مولانا جلال الدین صاحب سره وکتل او د اقبال دا شعر د هغه کلام و:
                                      «پیر رومی مرشد روشن ضمیر
                                       کاروان عشق و مستی را امیر»
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version