لیکوال: ابو جریر


اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (دوه ویشتمه برخه)

څلوېښت حدیثونه:
۱- پوښتنه: کوم ډول مسلمان غوره(بهتر) دی؟
ځواب: “الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالْمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ‏” (بخاري او مُسلم).
ژباړه: حقیقي مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان یې د ژبې او لاس له شر څخه په امان کې وي او حقیقي مهاجر هغه څوک دی چې له هغه څه چې الله جل جلاله منع کړي وي ځان وساتي.
۲-  تر کوم حده باید چاته مؤمن ووایو؟
ځواب: “مَنْ صَلَّى صَلاتَنَا، وَاسْتَقْبَلَ قِبْلَتَنَا، وَأَكَلَ ذَبِيحَتَنَا، فَذَلِكَ الْمُسْلِمُ الَّذِي لَهُ ذِمَّةُ الله وَذِمَّةُ رَسُولِهِ، فَلا تُخْفِرُوا الله فِي ذِمَّتِه” (بخاري).
ژباړه: هر څوک چې د اسلام په طریقه لمونځ وکړي، مخ قبلې ته واړوي او د مسلمانانو له ذبیحه(حلال) وخوري، الله تعالیٰ جل جلاله او رسول ﷺ یې هغه په خپله پناه او حمایت کې ساتي له همدې امله د الله ﷻ  ذمه مه ماتوئ او د داسې مسلمانانو حقوق محفوظ کړئ.
۳- پوښتنه: د ایمان یو اساس بیان کړئ؟
ځواب: من اصل الایمان الکف عمن قال “لا اله الا الله” ولا تکفره بذنب ولا تخرجه من الاسلام بعمل الجهاد ماض منذ بعثني الله الی ان یقاتل آخر امتي الدجال لایبطله جور جائز ولاعدل عادل ولایمان بالاقدار.
ژباړه: د ایمان له اساسو څخه یو دا دی چې د یو کس د زورولو څخه اجتناب وکړي چې د زړه له صدق یې د توحید کلمه ویلي وي او هغه ته د ګناه په ارتګاب کافر مه وایه، جهاد د حضرت محمد ﷺ له وخت څخه تر هغه وخت چې د محمدي اُمت آخرین ټولۍ له دجال سره مقاتله کوي دوام لري او د ظالم حاکم یا د عادل عدل هغه له مینځه نشي وړای، همدا ډول ایمان لرل په الهي مقدراتو هم د ایمان اصل او اساس دی.
۴- پوښتنه: څو مهلک اعمال بیان کړئ؟
ځواب: ‏”‏اجتنبوا السبع الموبقات‏”‏ قالوا‏:‏ يا رسول الله وما هن‏؟‏ قال‏:‏ ‏”‏الشرك بالله، والسحر وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق، وأكل الربا، وأكل مال اليتيم، والتولي يوم الزحف، وقذف المحصنات المؤمنات الغافلات‏”.
ژباړه: له اوه شیانو (اعمالو) چې د هلاکت لامل ګرځي ډډه وکړئ: له پیغمبر ﷺ یې وپوښتل هغه کوم دي؟
ويې فرمایل: د الله ﷻ  په الوهیت کې شرک کول، په ناحقه قتل نفس، د یتیم مال خوړل، سود خوړل، د جهاد له ډګره په سخته ورځ کې تېښته کول او په پاکو مسلمانو ښځو تهمت لګول.
۵-  پوښتنه: د مؤمن شخص څو اوصاف بیان کړئ؟
ځواب:ليس المُؤمِنُ بالطَّعَّانِ ولا اللَّعَّانِ ولا الفاحشِ ولا البَذيءِ. (ترمذي او بیهقي).
ژباړه: د مؤمن له اوصافو نده چې عادت یې طعنې(پېغور) ورکول او لعن ویل وي او نه باید مؤمن فحش ویونکی فحش کونکی او بد ژبی وي.
۶- پوښتنه: څو هغه اعمال چې موږ یې په سبب جنت ته ځو بیان کړئ؟
ځواب:«اتَّقُوا الله، وصَلُّوا خَمسَكُم، وصُومُوا شَهرَكُم، وأَدُّوا زَكَاة أَموَالِكُم، وأَطِيعُوا أُمَرَاءَكُم تَدخُلُوا جَنَّة رَبِّكُم».
ژباړه: پنځه وخته لمونځ اداء کړئ او د رمضان د میاشتې روژه ونیسئ، د خپل مال زکات ورکړئ او د خپل امیر د امر اطاعت وکړئ، تر څو د خپل رب جنت ته داخل شی. (هغه امیر چې شریعت او اسلام تطبیق کړي، جمهور رئیسان امیران نه دي بلکه خاینان دي چې د اسلامي اُمت په سرنوښت یې معاملې کړي او کوي یې.)
۷- پوښتنه: خپل ماشومان د څو کلنۍ نه په اسلامي احکامو عادت کړو او په څو کلنۍ کې جدي امر ورته وکړو؟
ځواب: “مُرُوا أولادَكُم بالصلاةِ وهُم أبناءُ سبعِ سنينَ ، واضرِبُوهُم عليهَا وهُمْ أبْنَاءُ عَشْرٍ وفرِّقُوا بينِهِم في المَضَاجِعِ” (ترمذي).
ژباړه: خپلو اولادونه مو په اوه کلنۍ کې په لمونځ عادت کړئ، او هغوی په لس کلنۍ کې د لمونځ د ترک کولو په صورت کې تادیب کړي او د خوب بستر یې جدا کړئ (د ورور او خور تر مینځ).
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version