ليکوال: ابو عائشه


معتزله (دیرلسمه برخه)

معتزله دلایل
دوی د خپلو ټولو خبرو سره سره له دې قرآني آیت څخه هم استدلال کوي: «أَفَمَن كَانَ مُؤۡمِنٗا كَمَن كَانَ فَاسِقٗاۚ لَّا يَسۡتَوُۥنَ.18»؛ (آیا هغه څوک چې مؤمن وي د هغه چا په څېر دي چې فاسق وي [هیڅکله به سره برابر نه شي]).
له دې آيت څخه د استدلال طريقه دا ده چې فاسق مؤمن نه دی. ځکه چې خدای تعالی جل جلاله د دواړو ترمنځ توپیر کړی دی؛ هغه د مؤمنانو لپاره جنت او د ګناهکارانو لپاره دوزخ غوره کړی دی.
په دې اړه دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې حدیث څخه هم استدلال کوي چې: زناکار د زنا په وخت کې مؤمن نه دی او شراب څښوونکي هغه وخت مؤمن نه دی چې شراب وڅښي او غل هغه وخت مؤمن نه وي، کله چې غلا کوي او څوک چې د خلکو مالونه په داسې ډول لوټوي چې خلک ورته ګوري، په دې حالت کې هغه لوټونکی مؤمن نه دی.»
له دې حدیث څخه د استدلال طریقه دا ده چې په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لویې ګناه له مرتکب څخه ایمان لرې کړی دی، سره له دې هم هغه ته کافر نه ویل کېږي؛ ځکه دلایل په مکرر ډول ثابت شوي چې اُمت په دوی باندي د کفارو احکام نه دي پلي کړي او نه هم د مرتدانو احکام پلي کوي.
واصل بن عطاء وايي: د کفر په اړه احکام چې په قرآن کې راغلي او متفق علیه دي، په داسې ډول موندل شوي چې ټول له لویې ګناه څخه مستثنیٰ دي، نو لازمه ده چې له هغه څخه د کفر حُکم په ليرې کولو سره له هغه څخه د کفر نوم حذف شي؛ ځکه چې حکم د اسم تابع دی لکه څنګه چې اسم د فعل تابع دی او د کفارو په اړه احکام چې اجماع پرې شوې په دوه ډوله دي:
د اهل کتابو حُکم؛ لکه څنګه چې خدای تعالی جل جلاله په دې باره کې فرمایلي دي: «قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّىٰ يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ (29)»؛ (د هغو اهل کتابو سره جنګ وکړئ چې په خدای جل جلاله او د قیامت په ورځ ایمان نه لري او هغه څه حرام نه ګڼي چې خدای جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم حرام کړي دي او د حق دین پیروي نه کوي، تر څو چې دوی په خپل لاسونو سره جزیه ورکړي. دا د الله سبحانه وتعالی حکم دی، دا د اهل کتابو په اړه دی چې په دې حکم کې هغه څوک شامل نه دی چې لویه ګناه کړې وي.
د عربو مشرکانو په اړه د الله تعالی جل جلاله  فرمان؛ لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي: «فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّىٰ إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّىٰ تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا…»؛ نو کله چې تاسو له کفارو سره مخامخ شئ، نو د هغوی سرونه ووهئ، تر څو چې تاسو [ډېری] هغوی ووژل، تاسو [د بندیانو] بنده ټینګه ونیسئ، بیا وروسته د احسان یا فدیې په توګه خوشې کړئ. تر څو [د جګړې خلک] خپلې وسلې په ځمکه کېږدي.) دا د الله سبحانه وتعالی حکم دی چې د عربو مشرکانو او د هر کافر په باره کې چې اهل کتاب نه وي. دا حکم د کبيره ګناه د مرتکب لپاره نه دی، د متفق علیه په احاديثو کې هم راغلي دي چې کافران يو له بل څخه ميراث نه وړي او د مسلمانانو په هديرو کي نه ښخېږي او دا کارونه د لوي ګناه له مرتکب سره نه کيږي.
د منافق په اړه د الله تعالی جل جلاله حُکم دا دی که چېرې هغه خپل منافقت پوښلی وي او ظاهرا مسلمان نو د احکامو له مخې د مسلمانانو په شان دی او که منافقت يې ښکاره کړ نو له هغه څخه د توبې غوښتنه وشي، که توبه ونکړي. هغه به ووژل شي، په دې حکم کې هغه څوک شامل نه دی چې لویه ګناه کړې وی.
خو د مؤمنانو په اړه د الله تعالی حکم مينه، دوستي او د جنت وعده ده. خدای تعالی دغه موارد په څو آیتونو کې فرمایلي دي: «الله ولي الذین آمنوا»؛ (خدای د مؤمنانو مرسته کوونکی دی.) په بل ځای کې فرمایي: «وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُم مِنَ اللَّهِ فَضْلًا كَبِيرًا»؛ «او مؤمنانو ته زیری ورکړه چې پر دوی د خدای جل جلاله لوی فضل دی» او داسې نور…
نو معلومه شوه چې د سترې ګناه مرتکب مؤمن نه دی. ځکه چې د الله تعالی جل جلاله په کتاب کې د مؤمنانو احکام له هغه څخه حذف شوي او دا هم څرګنده شوې چې هغه کافر نه دی. ځکه چې د کفارو په احکامو کې د هغه حالت شامل نه دی او دا ثابته شوه چې هغه منافق نه دی. ځکه د منافقینو احکام چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې راغلي دي له هغه څخه لیرې دی. نو هغه فاسق دی. ځکه چې الله تعالی جل جلاله په دې نوم نومولی دی، نو هغه فاسق دی چې تل د جهنم په اور کې وي او دا هغه څه دي چې خدای ورسره وعده کړې او ګواښلی دی، بې له شکه د هغه عذاب د کافر له عذاب څخه لږ دی.
معتزله ته د اهل سنتو ځواب:
موږ له تاسو سره موافق یو کله چې تاسو وایئ چې د لویې ګناه مرتکب ته کافر ویل ممکن نه دي او هغه خبره چې تاسو کوئ چې هغه منافق نه دی بیا هم موافق يو. ځکه د هغه ستره ګناه موږ ته د دې لامل نه ګرځي چې له هغه څخه د توبې غوښتنه وکړو که توبه وکړي، نو هغه به ووژل شي، لکه څنګه چې د منافق سره څه کېږي که هغه خپل منافقت ښکاره کړي، مګر که هغه خپل منافقت ښکاره نه کړ، نو معلومه نه ده، چې هغه منافق دی او که نه، په دې صورت کې، د منافق سره د یو مسلمان په څېر چلند کېږي. خو ستاسو دا خبره چې هغه مؤمن نه دی، موږ ستاسو له دې خبرې سره بالکل موافق نه یو؛ بلکې موږ باور لرو چې هغه مومن دی. خو په عقیده کې د لویې ګناه له امله نیمګړتیا ده. هغه په ​​خپل ایمان سره مؤمن دی او په لویه ګناه سره فاسق او ګناهګار دی، نو تاسو هغه ته بل نوم نه شئ ورکولی او تاسو د هغه د ایمان څخه انکار نشي کولی.
د هغو دلائلو له جملې څخه چې ثابتوي چې فاسق د لویې ګناه په کولو، له ایمان څخه نه وځي په لاندې ډول دي:
لومړی: هغه احادیث او اياتونه چې دا بيانوي چې د ایمان کلمه په ګناهګار باندې اطلاق کوي؛ لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمايي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى ۖ الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنثَىٰ بِالْأُنثَىٰ ۚ فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ ۗ ذَٰلِكَ تَخْفِيفٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ ۗ فَمَنِ اعْتَدَىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ»؛ (اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړى، پر تاسو باندې د مقتول بدله (قصاص) فيصله شوې ده، آزاد په آزاد، غلام په غلام او ښځه په ښځه [قصاص ورکول کېږي] بیا که یو چا ته د هغه د ورور له وینې څخه یو څه پرې ښوده،[د هغه حُکم] د نیکۍ پیروي کول او د هغه [د وینې قیمت] په ښه مهربانې سره ورکول دي.) په دې آیت کې ، الله تعالی جل جلاله قاتل د مقتول ورور بللی دی دا آيت پخپله د دې خبرې ثبوت دی چې دلته د سترې ګناه مرتکب (قتل) له ايمان څخه نه دی وتلی او تر دې وړاندې يې ټولو ته د ايمان په کلمه خطاب کړی، په داسې حال کې چې په دوی کې قاتل هم شته، هغه قضیه چې دا په ګوته کوي چې لویه ګناه مرتکب له ایمان څخه نه ليرې کوي.
الله جل جلاله په بل ځای کې فرمایي: «وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّىٰ تَفِيءَ إِلَىٰ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ. (9)»؛ (که د مؤمنانو دوه ډلې جګړه وکړي، د دواړو ډلو ترمنځ سوله وکړئ، بیا که له دغو دوو ډلو څخه یوه پر بلې يرغل وکړ، له یرغلګرو سره تر هغه وخته پورې وجنګېږئ تر څو چې د خدای حُکم ته راګرځي، نو که چېرې عدل ته راستانه شوه، د دغو دوو ډلو ترمنځ پخلاینه وکړئ بې له شکه چې خدای له عادلانو سره مینه لري.) د ايمان نوم د مسلمانانو په دُښمنۍ او ښکیلو ډلو لپاره استعمال كړى دى. نو له دې څخه معلومېږي چې لویه ګناه له ایمان څخه نه دي ایستلې او همدارنګه لویه ګناه سرغړونه ده.
په دې اړه ډېر احادیث راغلي دي او په دې دلالت کوي چې فاسق، مؤمن دی. له ابوذر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هیڅ بنده نشته چې لااله الا الله ووایي بیا په همدې حالت کې مړ شي، پرته له دې چې جنت ته ننوځي. ابوذر رضی‌الله‌عنه وايي: ما وويل: که څه هم زنا او غلا وکړي؟ هغه فرمایل: که څه هم، هغه د ابوذر د ارادې خلاف زنا او غلا هم کوي.
دوهم : د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې څخه د اُمت اجماع په دې خبره ده که د اهل قبلې کوم کس بې له توبې مړ شي، د هغه لپاره لمونځ ادا کېږي او سره له دې چې د لویو ګناهونو په کولو خبر وي، د هغه لپاره دعا او مغفرت غوښتل کېږي، که څه هم علماء په دې متفق دي چې دا کار د کافر لپاره روا نه دی، نو دا پخپله په دې دلالت کوي چې د لویې ګناه مرتکب له ایمان څخه نه دی وتلی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version