شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp ليکوال: ابو جرير اسلامي عقايد؛ د ماشومانو ډېوه (يوويشتمه برخه) پوښتنه: له څه شیانو جنتیان محفوظ دي؟ ځواب: له هغې جملې یې دا دي. ۱- کینه او عداوت: الله تعالیٰ فرمایي “وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ” الحجر: (۴۷) ژباړه: هر هغه څه چې د کینې او عداوت د جنتیانو په زړه کې وو هغه مو ترې بهر کړل. ۲- ستړیا: الله تعالیٰ فرمایي: “لَا يَمَسُّهُمْ فِيهَا نَصَبٌ” الحجر: (۴۸) ژباړه: جنتیانو ته به هغه ځای کې ستړیا ونه رسیږي. ۳- خپګان او ډار: الله تعالیٰ ﷻ فرمایي: “يَا عِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ وَلَا أَنتُمْ تَحْزَنُونَ”الزخرف: (۶۸). ژباړه: ای زما بندګانو په تاسو نن نه ډار شته او نه به غمګین شی. پوښتنه: په جنت کې به څو کاله اوسیږو؟ ځواب: د جنت نعمتونه ابدي دي او جنتیان به هیڅ کله له هغه ځای بهر نکړل شي. بعضی دلایل یې لاندي ذکر شوي دي: ۱- “وَمَا هُم مِّنْهَا بِمُخْرَجِينَ” الحجر: (۴۸) ژباړه: هغوی به هیڅ کله له جنت بهر نکړل شي. ۲- “وَاَنْتُم فِیْهَا خَالِدُونَ” الزخرف: (۷۱). ژباړه: او تاسو به په جنت کې تل ژوند کوی. ۳- “لَا يَذُوقُونَ فِيهَا الْمَوْتَ إِلَّا الْمَوْتَةَ الْأُولَىٰ ۖ وَوَقَاهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ” الدخان: (۵۶). ژباړه: او پرته له هغه مرګ (چې په دنیا کې مړه شوي دي) بیا به هیڅ د مرګ خوند په جنت کې ونه څکي او خداي به هغوی د جهنم له عذابونو محفوظ وساتي. ۴- “وَهُمْ فِي مَا اشْتَهَتْ أَنفُسُهُمْ خَالِدُونَ” الأنبياء: (۱۰۲) ژباړه: او د جنتیانو نفسونه چې هر هغه څه ته شوق او خواهش لري ابدي به متنعم وي. پوښتنه: الله تعالیٰ ﷻ د ګنهکارانو په اړه څه لارښونه کوي؟ ځواب: قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ” الزمر: (۵۳) ژباړه: ای رسوله زموږ له لوري ورته ووایه: ای زما بندګانو چې پر ځان مو ظلم او اسراف کړی دی د الله تعالیٰ ﷻ له رحمت څخه مه ناهېلي کیږئ، الله تعالیٰ ﷻ ټول ګناهونه یو ځای بخښي، یقیناً چې بښونکی او مهربان دی. پوښتنه: په خپلو نزاع او جنجالونو کې کومه جرګه یا قانون داور (قاضي) وګرځوو؟ ځواب: “فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا” النساء: (۶۵) ژباړه: نه داسي نه ده، ستا په خدای قسم چې دوی په حقیقت کې نه ایمان داره کیږي، مګر هغه چې هغوی په خپلو نزاع او خصومتونو کې تا حَکَم او قاضي و نه ګرځوي او هغه وخت چې هر حُکم وکړې په هغه هیڅ ډول اعتراض په زړه کې ونلري او کاملاً له زړه ستا فرمان ته تسلیم وي. پوښتنه: د یو مسلمان مسؤلیت د خپلې کورنۍ په برابر څه دی؟ ځواب: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ” التحريم: (۶) ژباړه: ای هغه کسانو چې په خداي مو ایمان راوړی ده، ځان مو له کورنۍ سره د جهنم له اوره وساتئ هغه اور چې خلګ او کاڼي یې خَس (سون توکي) دي، او په هغه دوزخ سخت زړي ملایکې څارونکي دي، چې هیڅکله به د الله له حکم څخه سر نه غړوي او هر امر چې ورته کیږي، هغه به په ځای راوړي.
اسلام په اسلام کې د امنیت ارزښت (درویشتمه برخه) پنجشنبه _21 _نوومبر _2024AH 21-11-2024AD نور یی ولوله