لیکوال: عبیدالله نیمروزي

 

علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله (اتمه برخه)

واورئ، اې عربو!

د مولانا ندوي له سترو فکري اندېښنو څخه یو هم د عربو ملت وو چې د اسلامي تحریک بنسټ ایښودونکي او د ایمان او استقامت ستنې وې.  هغه قوم چې په منځ کې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم رالېږل شوی او د هغوی په ژبه لوی قرآن هم نازل شوی دی.  هغه قوم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ژبې سره بلد وو، د اسلام په غېږ او د قرآن په ریښتیني مکتب کې را لوی شوي دي.  مولانا ندوي هم د دې ملت ډېر احترام کاوه او هڅه يې کوله چې دا ملت بېرته خپل وياړلي ماضي ته راوګرځي او خپل له لاسه وتلی کرامت د ماديت، لودیځوالي او بې روحه ماډرنیزم له وحشتونو وژغوري او د عظمت او ویاړ کور ته دننه  شي.

په دې اړه موږ د هغه مختلفو مقالو، رسالو او ویناوو ته اشاره کولی شو چې عربانو ته یې خطاب کړی و؛ کله به یې په ښکاره عربانو ته خطاب کاوه، کله به په ځانګړي توګه د مصر، سوریې، کویت او د جزیرې عربو خلکو ته خطاب کاوه او هغوی ته یې د رښتیني حیثیت د بیرته راګرځولو بلنه کوله.

 مولانا ندوي صاحب لیکي: که د ټولو قومونو په منځ کې یو قوم زما د قدر او درناوي وړ وي ، زه باید په ښکاره اعلان وکړم چې هغه قوم به عرب ملت وي.

 مولانا ندوي عربانو ته د خپلې وینا په ترڅ کې په ښکاره حقیقت اعتراف وکړ چې پر نورو ملتونو د عربو برتری یوازې د اسلام، قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لارښوونو کې دی او بس؛  پرته له دې امتیازات چې له دې څخه بهر او لوړ دي، عربان نشي کولی برتری ترلاسه کړي او باید  دوی د خپل عظمت او عزت سرچینه وپیژني، د اسلام څخه مخکې او وروسته وضعیت وڅیړي او قضاوت وکړي.

 مولانا ندوي په داسې حال کې د عربي هېوادونو ډګر ته ننوت، چې په اکثرو عربي هېوادونو کې د عربي توکمپالنې او تعصب اوازې خپرې شوې وې او ډېر کمزوري مسلمانان ترې اغېزمن شوي وو او په هر ځای کې همدا موضوع مطرح وه.

 مولانا ندوي په تاریخ کې د عربو د مقام په پام کې نیولو سره د دې حقیقت په اړه څېړنه وکړه او په اسلام کې د عربي ملت د عزت او غرور اصل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي یې په دې ښکلي معیار سره بیان کړه؛ په دې وتوانید چې د جاهلیت وچ تعصبونه او د نژاد پرستۍ ناحقه کړنې له منځه یوسي او ملتپال له هغه څخه لرې کړي.

علامه ندوي لیکي: که نورو ملتونو په جنګ او فتحه او یا د عقل او هوښیارۍ له لارې نړۍ فتحه کړې وي، نو عربو  پرته له اسلامه په تاریخ کې برخه نه لرله، او که خدای جل جلاله د هغوی مینې یې په زړونو کې وکرلې او  د دوی ژبه په پراخه کچه خپره شوه او تل پاتې شوه او بې شمیره علوم په دې ژبه کې تالیف شول، دا ټول شیان یوازې د قرآن کریم او اسلامي شریعت په برکت ترسره شول او عربان پرته د اسلام د ماموریت له لارې، نشي کولی تاریخ ته ننوځي او د انسانیت بیړۍ رهبري کړي». امام ندوي عربانو ته خطاب وکړ او د هغوی لپاره یې ډیره انرژي مصرف کړه.

هغه په ​​دې باور وو چې عربان د اسلامي نړۍ د رهبرۍ لپاره معنوي، روحي او مادي استعدادونه او وړتیا لري؛ دوی حتی د ټولې نړۍ د رهبري کولو وړتیا هم لري، په دې شرط چې دوی هغه ځانګړتیاوې بیرته ترلاسه کړي چې دوی یې په تیرو وختونو کې د نړۍ د واکمنۍ وړ کړي وو.

ای غنچۀ خوابیده چو نرگس نگران خیز                           کاشانهٔ ما رفت به تاراج غمان خیز

از ناله مرغ چمن از بانگ اذان خیز                                  از گرمی هنگامۀ آتش نفسان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز از خواب گران خیز

خورشید که پیرایه به سیمای سحر بست                        آویزه به گوش سحر از خون جگر بست

از دشت و جبل قافله‌ها رخت سفر بست                        ای چشم جهان بین به تماشای جهان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز از خواب گران خیز

خاور همه مانند غبار سر راهی است                               یک ناله خاموش و اثر باخته آهی است

هر ذرۀ این خاک گره خورده نگاهی است                        از هند و سمرقند و عراق و همدان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز از خواب گران خیز

دریای تو دریاست که آسوده چو صحراست؟               دریای تو دریاست که افزون نشد و کاست؟

بیگانهٔ آشوب و نهنگ است! چه دریاست؟                   از سینۀ چاکش صفت موج روان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز  از خواب گران خیز

این نکته گشایندۀ اسرار نهان است                              ملک است تن خاکی و دین روح روان است

تن زنده و جان زنده ز ربط تن و جان است                   با خرقه و سجاده و شمشیر و سِنان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز از خواب گران خیز

ناموس ازل را تو امانی تو امینی                                   دارای جهان را تو یساری تو یمینی

ای بندهٔ خاکی تو زمانی تو زمینی                                صهبای یقین دَرکش و از دیر گمان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز از خواب گران خیز

فریاد ز افرنگ و دلآویزی افرنگ                                     فریاد ز شیرینی و پرویزی افرنگ

عالم همه ویرانه ز چنگیزی افرنگ                                 معمار حرم باز به تعمیر جهان خیز

از خواب گران خواب گران خواب گران خیز از خواب گران خیز

علامه اقبال لاهوري رحمه الله

 ادامه لري…

Leave A Reply

Exit mobile version