لیکوال: ابو رائف


استعمار (دوه دیرشمه برخه) 

په افغانستان کې د استعمار او استعمارکوونکو ماتې خوړل
هغه څه چې په تیرو بحثونو کې ذکر شول، په افغانستان کې د استعمارکوونکو د کړنو او پلانونو وړه برخه وه، د استعمارکوونکو د هغو فعالیتونو او کړنو چې خپلو استعماري او اشغالي موخو ته د رسیدو لپاره یې په هغو لاس پورې کړ، جزئي شننه او کره ارزونه ژورو او هر اړخیزو څیړنو ته اړتیا لري او کولای شو په دې اړوند ډیر کتابونه او بې شمیره مقالې ولیکو او راټولې یې کړو.
په هر حال، هغه څه چې د خوښۍ او ویاړ باعث دې دادې چې د غربیانو او د هغوی د لاسپوڅو استعماري خوځښت، د ټولو اړخونو او زاویو سره، په افغانستان کې له ماتې سره مخ شو او د هغوی درواغجن غرور او هیبت مات شو؛ استعمارکوونکو هیوادونو د خپل استعماري تکتیکونو په بدلولو سره هیله من ول چې د افغانستان په هراړخیز اشغال کولو سره به داځلي خپلو استعماري موخو ته ورسیږي او و به کولای شي خپل استعماري افکار پلې کړي، اما دا ځلي هم د افغانستان خلکو له ټینګ او سخت مقاومت او پاڅون سره مخ شول او د خپلو ناوړه هیلو او ارمانونو د رسیدو په لار کې ناکام او پاتې راغلل.
په افغانستان کې د غربي هیوادونو استعمار په دوه مهمو نظامي او فکري ډولونو ترسره شوی و او ماتې یې هم په دغو دواړو اړخونو کې وخوړه، په نظامي یا پوځي اړخ کې د افغانستان مجاهد ملت میړانه او سرښندنې د فتحې او بریا مهمه وسیله او ابزار ګڼل کیږي.
د استعماري ځواکونو او قدرتونو په وړاندې د افغانستان مجاهد ملت د بریا تر ټولو مهم دلائل په لاندې ډول دي:
۱- د اسلام سپیڅلي دین پر احکامو او لارښوونو ټینګ ایمان او راسخه عقیده او په وضعي او بشري قوانینو د دې احکامو نه بدلول؛
۲- استعمار ته نه تسلیمیدل او د استعمارکوونکو سره اوږده او نه ستړې کیدونکې جګړه او د هغوی د غوښتنو او قوانینو نه منل؛
۳- د اسلامي جهاد او د هغه د تګلارو په اړه د دیني زده کړو سم درک او مفهوم اخیستنه؛
۴- د استعمارکوونکو او اشغالګرو سره د مبارزې په لاره کې د بې شمېره ستونزو او کړاوونو ګالل او زغمل؛
۵- د یرغلګرو او استعمارکوونکو پر وړاندې د جهاد او مبارزې په ډګر کې د واحدې او یولاس رهبرۍ شتون او په دې مسیر کې د ډلو او ګوند پالنې نه منل؛
۶- د استعمار ځپلو په لاره کې د منظمو تشکیلاتو شتون او د اسلامي جهاد په اړه له شرعي زده کړو او مفاهیمو څخه پوره ګټه اخیستل؛
۷- د استعمارکوونکو هیوادونو د تطمیع او ګواښونو نه منل او له مادیاتو څخه ځان ساتنه؛
۸- سرښندنې او د هیواد د خپلواکۍ او آزادۍ په لاره کې د زرګونو شهیدانو او ټپیانو وړاندې کول؛
۹- د میړنو او د داسې کسانو روزنه چې د جهاد او مبارزې ترڅنګ، دیني او عصري زده کړې یې هم کړې وې او د علم او جهاد په وسلو سمبال شول؛
۱۰- فرهنګي او رسنیزې برخې ته پاملرنه او د داسې کسانو په وسیله چې د ټینګ او پیاوړي ایمان او سمې عقیدې خاوندان و، د دغې تشې ډکول.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version