ليکوال: ابوریان عزیزي


فمينيزم (اتلسمه برخه)

په کور کې د پاتې کیدو فضیلت:
روى الحافظ البزار عن أنس رضي‌اللهُ عنه قال: جئن النساء إلى رسول اللهِ – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – وقلن: يا رسول الله ذهب الرجال بالفضل والجهاد في سبيل اللهِ تعالى، فما لنا من عمل ندرك به عمل المجاهدين في سبيل اللهِ تعالى؟ فقال رسول اللهِ –صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ-: «من قعدت -أو كلمة نحوها- منكن في بيتها فإنها تدرك عمل المجاهدين في سبيل اللهِ تعالى»؛ حافظ بزار له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ښځو یه ډله راغله او ویې ویل: ای د خدای رسوله! نارینه ټول فضیلتونه په جهاد کې په برخه اخیستو سره ترلاسه کړل، موږ باید څه وکړو چي د هغوی په څیر ثوابونه ترلاسه کړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له تاسونه کومه ښځه چې په خپل کور کې ناسته وي [یا دېته ورته یې څه وویل] نو دې ښځې ته به د الله تعالی په لاره کې د جهاد ثواب ورکول کیږي.
هغې ښځې ته چې په کور کې پاتې کېږي او له کوره نه وځي، له دوو اړخونو ثواب رسېږي او لکه چې په يوه تير سره دوه هدفونه وهي. لومړی دا چې هغې د الله تعالی حکم منلی دی او د الله تعالی د حکم سره سم په کور کې پاتې شوی او دویم دا چې نور مسلمانان د هغې د وتلو له کبله نه کړیږي او ځوانان یې د وتلو په خاطر په فتنه او فساد کي نه غورزیږي.
څومره ډېر داسې فمینسټان شته چې په کور کې د ښځو د کار کولو مخالف دي، د کور اداره کول کار او دنده نه ګڼي او په دې باور دي چې ښځې باید له کوره بهر کار وکړي. ځکه بهرته د هغې په راتګ او همکارۍ سره د کورنیو د ټولنیز پرمختګ او د هېوادونو د تولیدي ودې زمینې برابرېږي. خو له بلې خوا همدغه نارینه فمینسټان چې د ښځو د حقونو چیغی وهي، د خپل کور پاکولو لپاره ښځي ګماري؛ نو معلومه شوه چې دا خلک د ښځو د پرمختګ په لټه کې نه دي او موخه یې دا ده چې پاکلمنې ښځې له کوره وباسي، که نه نو ښځه همهغه کار چي له کوره بهر ورسپارل کېږي، کولای شي په کور دننه کي ترسره کړي.
Leave A Reply

Exit mobile version