لیکوال: ابو رائف
استعمار (یو دیرشمه برخه)
د ښځو تيرایستنه د ښځو په حقونو سره
د ښځو طبقه د اسلام په سپیڅلي دین او د هغه په ښوونو کې له لوړ مقام څخه برخمنه ده او په شرعي او دیني چارو کې او هغه څه چې د فعالیت او پرمختګ لپاره اړین دي، د نارینه وو سره برابرې دي؛ اسلام، ښځه د تاریخ جوړوونکو او بریالیو انسانانو زانګو او روزنتون بولي او د ښځې ښیګڼه او تقوا د راتلونکو نسلونو د پاکۍ او ښیګڼې سبب ګرځي.
د ښځو د حقونو په اړه زیات شمېر آیات او احادیث شته او په واقعیت کې په روښانه او څرګنده توګه اسلام د ښځو حقونه په روڼتیا او کره توګه بیان کړي دي او هغو ته درناوی لري؛ اسلام ښځې ته د مالکیت او تصرف حق ورکړی، الله تعالی په دې اړه فرمایي: «للرجال نصیب مما اکتسبوا و للنساء نصیب مما اکتسبن»؛ «نارینه له هغه څه څخه چې لاسته یې راوړي دي برخه لري او ښځې هم نصیب او برخه لري له هغه څه څخه چې لاسته یې راوړي».
د اسلام مبین دین ښځې ته د میراث حق ورکړی دې، په همغه ډول چې نارینه ته یې ورکړی دې؛ الله تعالی په دې اړوند فرمایي: «للرجال نصیب مما ترک الوالدان و الاقربون او للنساء نصیب مما ترک الوالدان و الاقربون مما قل منه او کثر نصیبا مفروضا»؛ «د نارینه وو او ښځو لپاره له هغه څه څخه چې مور او پلار او خپلوانو یې له ځان څخه پریښي برخه لري، که څه هم دغه ترکه زیاته وي او یا لږ وي، د هر یوه برخه او ونډه الله تعالی ټاکلې او واجب کړې ده.
ښځې د خلیفه او امیرالمؤمنین په ټاکلو کې د نظر او رأیې خاوندانې دي، په همغه ډول چې عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه د اسلام دوهم خلیفه عمر بن الخطاب رضی الله عنه تر شهادت وروسته د شپږ کسیزې شورا د مشر په توګه وټاکل شو، نوموړي له ښځې او نر او مشر او کشر له ټولو څخه پوښتنه کوله او حتی د خلکو کورونو ته د هغوی د نظریاتو او مشورو د اوریدلو لپاره تللی و.
له دغو مواردو څخه تر ټولو مهم دا دې چې مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کې د ښځو په علم او پوهې اعتماد کړی او حافظې او امانت دارۍ ته یې درناوی او ارزښت ورکړی؛ څرنګه چې ډیرې هغه فقهي مسئلې چې د شخصي او کورنۍ موضوعاتو په اړه دي، له ام المؤمنین حضرت عایشې رضی الله عنها او نورو ازواج مطهراتو او صحابیاتو څخه روایت شوي دي.
اما د دې ټولو بر خلاف غربي نړۍ، ښځې له اصلي او د اړتیا وړ حقونو څخه بې برخې کړي دي او له هغوی څخه د جنسي او اقتصادي تبلیغاتو په برخه کې د ابزار او وسیلې په توګه ګټه اخلي.
د ښځې په اړوند د غربیانو دغه تفکر، د فیمینیزم او د ښځو آزادۍ تر نوم لاندې خوځښتونو په چوکاټ کې سر راپورته کړ او د داسې پلانونو او برنامو سره چې د ښځو د بې قیده او شرطه آزادۍ او د برابرۍ او مساوات په نوم له کوره د هغوی د ایستلو او … ناوړه موخو او پلانونو په وسیله، منظم او منسجم شو.
دا خوځښت ادعا کوي چې اسلام پر ښځو ظلم کړی او د هغوی حقه حقوق یې تر پښو لاندې کړي او د میراث، نکاح، شهادت او … برخو کې یې ښځه د نارینه نیمایي ګڼلې، دغه ادعاوې یوازې د یوې شبهې په توګه بې مدرکه او بې سنده دي او په ښکاره او څرګنده توګه د منلو وړ نه دي؛ اما هغوی د رسنیو په واک کې نیولو سره او له ځينو نبوي احادیثو څخه د ظاهري او سطحي ګټې اخیستنې په واسطه، د ځوانانو او عوامو ذهنونه مغشوش کړي دي.
دغه خوځښت په افغانستان کې هم د اشغال په دوران کې په پیاوړي او یرغلیزه توګه په فعالیت او د خپلو برنامو او پلانونو په پلې کولو اخته و؛ د هغوی د پریکړو تر ټولو مهم مصدر او ځای د «ښځو چارو» په نوم وزارت و؛ یاد وزارت او نور فیمینسټي خوځښتونه چې په قوي او منظمه توګه یې فعالیت درلودل، د افغانستان د ښځو په ځانګړي توګه د ځوانو انجونو د خطا ایستلو، دوکه کولو او ګمراه کولو په برخه کې ډیرې کړنې او پلانونه پلې کړل چې په دې لاره کې تر ډیره بریالي شوي هم و چې د بیلګې په توګه ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کول غواړو:
۱- د آزادۍ او ښځو حقونو تش نس شعارونو او پلمو تر عنوان لاندې په مختلفو ناستو او محفلونو کې د هلکانو او انجونو ترمنځ د اختلاط فضا رامنځته کول او د هغو کسانو پر وړاندې مبارزه چې د دې کړنې خلاف و؛
۲- د حجاب لېرې کولو ته د ښځو او انجونو هڅونه او حجاب د ملت او ټولنې د وروسته والي او تحجر د نښې په توګه ښودل؛
۳- د هغو ښځو او انجونو د پناه ورکولو په پلمه چې د ځینو ستونزو له وجې، له کوره تښتیدلې د امن کورونو په نوم د ځانګړو ځایونو جوړول؛ په یادو ځایونو کې چې یوازې په نوم امن او خوندي و، پر هغو ښځو چې دې کورونو ته یې پناه راوړله، ډول ډول ظلمونه او جنسي تیري ترسره کیدل؛ د چارواکو او د رسنیو د خبریالانو له خولې چې دې ځایونو ته د رپوټ جوړلو په موخه تللي و، د ډیرو پیښو پخلی شوی چې په دې ځایونو کې د بې شمیره فسادونو او ناړه کړنو پر شتون دلالت کوي.
۴- د نکاح، طلاق، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو د حقونو په برخه کې د داسې قوانینو وضع او پلې کول چې د اسلامي شریعت سره په ټکر او مخالفت کې و او بنسټ ایښودنه یې د فیمنیسټي او د ښځو آزداۍ خوځښتونو لخوا شوې وه.
۵- د کار او ګټې ترلاسه کولو په پلمه له کور څخه د ښځو دباندې ایستل او په مختلفو شخصي او دولتي اداراتو کې د اختلاط او د ښځې او نارینه یوځای کښینستل او کار کول او په دې اړوند په اسلامي شریعت کې د محرم او نامحرم حکمونو تر پښو لاندې کول.
۶- د هغو ښځو او انجونو په منځ کې چې فیمینیزمي مرکزونو ته یې مراجعه کوله، د باطله دینونو تبلیغ او بلنه؛ په داسې توګه چې د باوري او منل شوو رپوټونو له مخې، د هیواد «لومړۍ میرمن» لخوا او د ځینو اشغالګرو هیوادونو په مالي لګښت او ملاتړ باطله دینونو ته یې تبلیغ او بلنه ورکوله.
۷- د هلک او انجلۍ غیر شرعي اړیکو ټینګولو ته تبلیغ کول او د شرعي نکاح بابیزه او بې ارزښته ښودل؛ په داسې توګه چې د دواړو اړخونو رضایت او خوښې ته به یې ارزښت ورکول او شرعي نکاح تړلو او دیني او قومي سنتونه او مناسبات به یې اړین نه ګڼل.
۸- په سیاسي، ګوندي او پارلماني بحثونو د ښځو قشر اخته کول او د قومي او سیاسي خوځښتونو په پیښو او ننګونو کې له هغوی څخه ناوړه ګټه پورته کول؛ په داسې توګه چې په پارلمان، وزارتونو، اداراتو او … کې د ښځو فعالیت کول او د بیلابیلو تعرضونو او ناوړه کړنو لاندې نیول کیدلې.
۹- د بې حجابۍ او بې سترۍ د عادي ښودلو په موخه په کوڅو، لارو او سړکونو کې د کمزوري حجاب او یا بې حجابه انجونو قصدي تګ او راتګ او ګرځیدل؛ دا ډول انجونې د غربي او استعمار کوونکو هیوادونو د سفارتونو او فمیمنیزمي سازمانونو لخوا مالي ملاتړ او هڅول کیدلې.
۱۰- د ښځو د ګمارنې او استخدام لپاره د اداراتو او بنسټونو هڅول او د هغوی په سیسټم او اداري جوړښت کې د ښځینه کارکوونو د کچې په تناسب له مالیاتو څخه د هغوی معاف کول؛ همدارنګه د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو په سیسټم او ازموینو کې د نارینه په پرتله ښځو ته د هغوی د اسانه ګمارلو لپاره د استخدام شرطونو کمول او د څو وړیا نمراتو او امتیازونو په نظر کې نیول.
پورته موارد د هغو کړنو لنډیز و چې استعمار کوونکو د اشغال په دوران کې د افغانستان د مسلمانو او پتمنو ښځو او انجونو د دوکه کولو او بې لارې کولو په برخه کې ترسره کړل.
ادامه لري…