لیکوال: ابو رائف
استعمار (نهه ویشتمه برخه)
د افغانستان خلکو د ټولنیز ژوند د ډول بدلول
په نړۍ کې هر قوم او ملت د ټولنیز ژوند ځانګړی شکل او کلتور لري چې د هغې ټولنې د ښه پیژندګلوي مظهر دې او هغه ملتونه چې په دینونو باور لري تل هڅه کوي چې د دوی ملي تشخص یا پیژندنه هم له نورو جلا او خپلواکه وي او په بل ملت یا قوم کې منحل نشي.
که چیرې د یو ملت خلک خپل کلتور، جامې، منل شوي دودونه او نورې ځانګړنې له لاسه ورکړي په دې حالت کې که څه هم هغوی ځیرک، لوستي او له مادي اړخه پرمختللي هم وي بیاهم هغوی ته د یو خپلواک ملت په سترګه نه لیدل کیږي.
د هر قوم او ملت کلتور، د ژوند کولو ډول، جامې، دودونه او د ښادۍ ورځې د هغه قوم او ملت په دین، اعتقاداتو، اخلاقو، تاریخي اصالت او جغرافیایي موقعیت کې ریښه لري چې د هغوی پریښودل په حقیقت کې له خپل ځان او ارزښتونو څخه د پردي کیدو په معنی ده.
مسلمانان هم ځانته دین، آئین او ځانګړې ښوونې لري او د ژوند هرې برخې لپاره قوانین او لارښوونې لري؛ د کړنو او اعمالو د سم او ناسم والي معیار همدغه شرعي احکام او قواعد دي او په حقیقت کې د مسلمانانو ترمنځ فصل الخطاب او فیصله کوونکی، شرعي احکام او دستورونه دي.
غربیانو هم د اسلامي احکامو د جامعیت او د ژوند په ټولو اړخونو کې د هغو د ټولشمولتوب په درک کولو سره، له دې احکامو او لارښوونو څخه د مسلمانانو د لېرې کولو په برخه کې نه ستړي کیدونکې او بې سارې هڅې او کوښښونه کوي او د هغوی اساسي موخه د اسلامي ټولنې د فرهنګي او ټولنیز ژوند د سبک او ډول بدلول دي.
د هغوی دغه ستره موخه د استعمار شوو ملتونو لپاره خطرناکې او ناوړه پایلې لري او په ورته حال کې، د استعمار کوونکو لپاره ګټور دې او توانیدلي چې خپلې غوښتنې او پلانونه په استعمار شوو ټولنو کې پلې کړي.
ډاکټر «حبنکه المیداني» د استعمار کوونکو لخوا د مسلمانانو د ټولنیز ژوند د تګلارې د بدلولو په اړه لیکي: «د غیر وسله والې جګړې یو مهم ابزار او وسیله، د اسلامي ټولنې د اخلاقو فاسدول دي چې جنګیالیو دښمنانو د ملتونو د اخلاقو د فاسدولو او د انساني کمال لوړې څوکې څخه د رذالت په کنده کې د هغوی د غورځولو لپاره دوه لارې موندلې دي:
۱- د اخلاقي حقایقو او ارزښتونو سپک ګڼل او په هغو پورې ملنډې وهل؛
۲- د هغو ډلو او ټولنو ستایل او تبلیغ چې د فاسده اخلاقو لرونکي دي؛
د اخلاقي مفاهیمو سپک او کم ارزښته ګڼل په داسې توګه څرګند شو چې د هغوی اعتماد او باور د فردي خوند د خوښولو او د هر هغه شي په مباح ګڼلو چې دا مورد په حقیقت بدلوي، ولاړ دې، که څه هم دا موارد د انسان جسم او عقل ته زیان ورسوي او یا د الهي اوامرو او فرمانونو خلاف وي.
کله ناکله هم په اخلاقي فساد ککړو ټولنو ته تبلیغ کول د عملي فساد له اغیزمنو ابزارو څخه شمیرل کیږي او په همدې علت، د فکري جګړې لښکرې د مسلمانانو د اخلاقو د فاسدولو لپاره له دې لارې چارې څخه کار اخلي؛ ځکه چې هغه څه چې مشخص او مجرب دي دادي چې انسان په خپل ذات کې د بدلون او تحول او اغیزمنیدو وړ دې او چاپیریال او ټولنیز حالات پرې اغیزه کوي؛ په همدې علت که چېرې یو ښه او پرهیزګاره سړی په داسې ټولنه کې پریږدو چې ډيری وګړي یې فاسد وي چې په خپل ژوند کې د اخلاقي انحرافاتو او فاسد چارچلند څخه پرته بل څه نه پیژني، هغه څه چې پر دغه پرهیزګاره سړي پیښیږي، تدریجي بدلون او تحول دې چې په څو پړاوونو کې حاصلیږي».
ادامه لري…