عبیدالله نیمروزی
د سیدنا عمر فاروق رضی الله عنه ژوندلیک (دوهمه برخه)
د دوی انفرادي او نسبي ځانګړتیاوې
هغه عمر بن الخطاب بن نفیل بن عبد العزي بن کعب بن لوی بن فهر دی. په کعب بن لوی کې د هغه نسب د رسول الله صلی الله علیه وسلم يو کيږي، هغه له قريشو او بني عدي څخه دى او په جاهليت كې د سفارت مسووليت د هغه د قبيلې پر غاړه و. عمر رضي الله عنه په خپله قبیله کې دا دنده په غاړه وو، چې کله به په قبیله کې اختلاف پیدا شو، نو هڅه به یې کوله، چې اختلافات ختم کړي او د مخالفینو تر منځ سوله راولې، دا د حضرت عمر رضي الله عنه د عقل، عدالت، حکمت او استعداد څرګندونه کوي.
د هغه د زوکړې ورځ
هغه له عام الفيل څخه ديارلس کاله وروسته یعني هغه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه دیارلس کاله کشر وو. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مبعوث شو، عمر رضی الله عنه اوه ویشت کلن وو. هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له رسالت څخه شپږ کاله وروسته مسلمان شو
حضرت عمر رضي الله عنه ۵۲ کلنۍ کې د مسلمانانو خلافت په غاړه واخیست ، لس کاله د مسلمانانو خليفه و او کله چې د رسول الله (ص) عمر ته ورسېده وفات شو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر صدیق رضی الله عنه په څنګ کې ښخ شو.
عمر بن خطاب بن نفيل بن عبدالعزي د قريشو او بني عدي له قبيلې څخه دى، د پلار د ژوند او مرګ په اړه يې چا څه نه دي ويلي. خو مور يې حنتمه د بني مخزوم د هاشم لور ده او د هغه یو له مهمو خپلوانو څخه ولید بن مغیره (د خالد بن ولید پلار) او عمرو بن هشام (ابوجهل) دی.
عمر بن الخطاب رضي الله عنه درې لقبونه درلودل.؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته دوه لقبونه ورکړل، لومړی یې ابو حفص، دویم یې فاروق او درېیم یې امیرالمومنین و.
د «ابو حفص» لومړی لقب دوه لاملونه لري؛ لومړی: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر په جګړه کې یې خپلو ملګرو ته وویل: څوک چې له عباس سره مخامخ شي، مه یې وژنئ. یو صحابي ودرېد او ویې ویل: ایا موږ باید خپل پلرونه او ماشومان ووژنو؟ په خدای قسم که له عباس سره مخامخ شوم نو هغه به ووژنم. رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر ته يې وکتل او ويې ويل: اې ابو حفص! د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره غاړه باید ووهل شي؟ او مجبور شو چې بهر لاړ شي. دا هم ويل کيږي چې د حفصه ام المؤمنين له امله يې ابو حفص نومېده.
دويم لقب يې «فاروق» و، چې د اسلام د منلو په لومړۍ ورځ يې لقب ورکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه يې په دې لقب ونوماوه او ویې ویل: ته «فاروق» یې، ترڅو خدای ستا په وسيله د حق او باطل ترمنځ توپیر وکړي.
خو د «اميرالمؤمنين» لقب؛ مسلمانانو حضرت ابوبکر رضي الله عنه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم خليفه وويل، کله چې عمر رضی الله عنه خلافت ته ورسېد، مسلمانان حيران شول چې څه ووايي؟ ایا دوی باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه ووایي؟ په دې وخت کې د عدی بن حاتم طائی رضی الله عنه په مشرۍ له عراق څخه يو پلاوی راغی، عمرو بن عاص رضی الله عنه له هغوی سره مخامخ شو او هغه ته يې وویل: له امیرالمؤمنین څخه اجازه واخله.
وويل؛ له چا څخه؟ هغوى وويل: ايا عمر زموږ امير نه دى؟ هغه وویل: هو. هغوی وویل: ایا موږ مؤمنان نه یو؟ هغه وویل: هو. هغوی وویل: نو هغه امیرالمؤمنین دی. عمرو بن عاص و عمر بن الخطاب رضی الله عنه ته ورغلۍ او ویې ویل: السلام علیکم ای امیرالمؤمنین. ويې ويل: څه وايې؟
ويې ويل: ته زموږ امير نه يې؟ هغه وویل: هو. ويې ويل: آيا موږ مؤمنان نه يو؟ هغه وویل: هو. ويې ويل: نو ته امیرالمؤمنین يې.
په خپله ټولنه کې هر مسلمان ځوان کولای شي، هغه باید په خپل کور او ښوونځي کې فاروق اوسې، په دې شرط چې په ژوند کې هغه ځانګړتیاوې ولري، چې عمر رضی الله عنه درلوده.
ادامه لري…