لیکوال: شکران احمدي

رمضان، د تقوا د حاصلولو میاشت (څلورمه برخه)

د روژې څخه ښه ګټه اخیستنه
په لومړي ګام کې ضرورت دی چې په خپل نیت، اراده او عزم کې جدي او ټینګ اوسو، تر څو د روژې په میاشت کې له خپلو کوچنیو اعمالو څخه غوره او لوی اجر ترلاسه کړو او له خدای څخه وغواړو چې د روژې میاشت زموږ لپاره اسانه کړي. تر څو د عبادت څخه خوند واخلو، الله جل جلاله فرمايي: «طَاعَةٌ وَقَوْلٌ مَعْرُوفٌ فَإِذَا عَزَمَ الْأَمْرُ فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ»؛ ژباړه: «له دوی څخه اطاعت او ښې خبرې څرګندیږي. نو کله چې یو کار یقیني شي نو دا به د دوی لپاره غوره وای که دوی د خدای سره ریښتیني چلند کړی وای.»
په بل قدم کې، که موږ دا کارونه وکړو، نو هیله به وي چې د روژې مبارکې میاشتې څخه ګټه پورته کړو:
  1. د قرآن د تلاوت او ذکر او استغفار لپاره د ورځني مهال ویش ترتیب کول؛
  2. نوافل په ځانګړې توګه د تهجد لمانځه ته ډېره پاملرنه؛
  3. دعا او تضرع ته توجه کول، په ځانګړې توګه په هغه وخت کې چې د دعا د قبلیدو احتمال ډیر وي؛ لکه: د روژمات په وخت کې او له فرض او تهجد لمانځه وروسته ؛
  4. تراویح په داسې جومات کې وکړئ چې د لمانځه پر مهال ټول قرآن په ښکلي او خوږ غږ تلاوت کیږي؛
  5. د دعوت او تبلیغ د غونډو، د قرآن کریم ترجمه او تفسیر او دیني درسونو څخه ډیره ګټه پورته کړئ؛
  6. هڅه وکړئ چې نور خلک عبادت او نیکو کارونو ته وهڅوئ؛
  7. د رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو او نورو صالحینو د سیرت مطالعه کول، او همیشه له هغو صالحو خلکو سره ملګرتیا وکړو چې د هغوی سره ناسته ولاړه زمونږ ایمان زیاتوي؛
  8. د لهو او لعب د مجلسونو او تلویزون له کتلو څخه چې د وخت او د رمضان د فرصتونو له ضایع کولو پرته په د دنیا او آخرت کې بله میوه نه لري ډډه وکړئ او دا وختونه د قرآن په تلاوت او تدبر کې تیر کړئ.
  9. فقیرانو او اړو کسانو ته خیرات ورکول او د جوماتونو، مدرسو او نورو خیریه چارو په دیني چارو کې مرسته کول؛ ځکه چې انفاق، شتمني ډېروي او مغفرت، بریا او نجات مو په برخه کوي؛ لکه څنګه چې قران کریم فرمایي: «إِنْ تُقْرِضُوا اللهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ» ژباړه: “که تاسو الله ته ښه قرض ورکړئ، هغه به تاسو ته یې دوه چنده کړي او تاسو ته به بښنه وکړي، او خدای مهربان او بښونکی دی.” «وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِه فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ». ژباړه: “او هغه کسان چې له خپل د نفس د بخیلۍ خلاص شول، هغوی نجات موندلی دی.”
صدقه او خیرات د انسان څخه د دنیا او آخرت ټول غمونه لرې کوي؛ سخي انسان په دنيا کي ځکه خوشحاله وي چي له هيچا سره بخل نه کوي او د خپل قوم او کورنۍ په مخ کي سرلوړی وي او په آخرت کي به هم کامياب ​​وي او که بخل ورکړي نو د دې خوښۍ څخه محروميږي. او د هغه شتمني به هم له منځه ولاړه شي، شاعر وايي:
الله أعطاك فابذل من عطيته     /       فالمال عارية والعمر رحال
المال كالماء أن تحبس سواقيه  /  يأسن و إن يجر لعذب منه سلسال
مال تاسو ته د الله جل جلاله لخوا درکړل شوي دي؛ نو په هغه کې سخاوت کوه/  ستا مال امانت دی او ژوند مو فانی او تېرېدونکی دی. شتمني د اوبو په شان ده، که د هغې لارې بندې کړی، بدبوی او بې ګټې به شي، او که بهېدلې، نو خوندورې او خوږې به وي.
کله کله انسان پخپله د دعا فرصت نه لري او یا هم په ښه توګه د دعا په کولو نه پوهیږي، خو په صدقه ورکولو سره د ډیرو اړو کسانو ژبې د دعا لپاره خلاصیږي. نو راځئ چی روژه په خیرات او د قرآن کریم په تلاوت سره را ژوندی کړو تر څو غوره خیرات مو نصیب شی.
  1. د روژې په مبارکه میاشت کې د خپلو پلانونو په سر کې له ګناه څخه ساتنه ځان وتاکئ؛ ځکه موږ هيڅکله هم د نفس او شيطان له مکارۍ څخه خوندي نه يو: «وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ» «ژباړه: بېشکه چې نفس بدو ته هڅوي. مګر هغه وخت چې زما رب رحم وکړي، په حقیقت کې زما رب بخښونکی او رحم کوونکی دی.»
  2. په توبه او استغفار کې ډېروالی، د توبې توفیق د دې رحمت د میاشتې له ځانګړنو څخه دی، او تر ټولو غوره ځلاورکوونکی چې له زړه څخه د ګناهونو زنګ لرې کوي، هغه توبه او استغفار ده، چې زړه ته ځلا او پاکوالی ورکوي، نو یو څوک کولی شي په اسانۍ سره د عبادت په خوند پوه شي.
نو د ګناهونو په پرېښودلو او له الله تعالی سره د خپلو اړیکو په ټینګولو سره د خپل باطن او شخصیت د ودې لپاره هلې ځلې وکړو.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version