ژباړه: ای زموږ ربه ستا نه مرسته او مغفرت غواړو او په تا ایمان راوړو او په ټولو چارو کې په تا توکل کوو او ټوله ثناء تاته اختصاص کوو او له تا مننه کوو او ستا له نعمتونو انکار نه کوو او هر هغه څوک چې ستا له امر نه سرغړونه وکړي له هغه جدا او هغه ترک کوو. اي زموږ ربه فقط ستا عبادت کوو او ستا لپاره لمونځ وایو او سجده کوو او ټولي هڅې او کوښښونه ستا لپاره دي او ستا رحمت ته امیدوار یو او ستا له عذاب څخه ویریږو چې بېشکه ستا عذاب کافران ته رسېدونکی دی.
پوښتنه: سنت لمونځونه کوم دي؟
ځواب: تر هر څه د مخه باید ووایو چې سنت لمونځونه په دوه ډوله دي (مؤکد او غیر مؤکد) مؤکد: د ورځې پنځه وخته د لمونځونو سنتونه، لکه دوه رکعته د سهار له فرض لمانځه نه مخکې، څلور مخکې او دوه وروسته د ماسپښین له فرضو، دوه رکعته د ماښام له فرضو ورسته، دوه رکعته د ماخوستن له فرضو وروسته دي. غیر مؤکد: سنت زواید: هغه چې له فرض او سنتو وروسته یا مخکې ادا کیږي لکه: څلور رکعته مخکې د مازیګر له فرضو، شپږ رکعته وروسته د ماښام له لمونځ، څلور رکعته مخکې د ماخوستن له لمونځ، دوه رکعته د ماسپښین له سنتو وروسته، او ۲-۸-۱۲ رکعته د تهجد لمونځ.
ځواب: نفل لمونځ لکه دوه رکعته د توبې لمونځ، دوه رکعته د شکرانې لمونځ، دوه رکعته د حاجت لمونځ، دوه رکعته د سفر نه مخکې، دوه رکعته له سفر وروسته، او څلور رکعته صلاة التسبیح دی.
پوښتنه: د لمانځه واجبات بیان کړئ؟
ځواب: ۱- د سورة فاتحه ویل، ۲- د یو سورة، یا د یو اوږد آیت او یا د درې لنډو آیتونو ویل پرته له سورة فاتحه څخه، دا د فرضو په لومړنیو دوه رکعتونو، د سنتو او نوافلو په ټولو رکعتونو کې واجب دي. ۳- د دعای قنوت ویل په وترو کې، ۴- تعدیل ارکان، ۵- د امام متابعت، ۶- د التحیات ویل، ۷- لمړۍ قعده (ناسته).
پوښتنه: واجب که په لمانځه کې سهواً یا عمداً ترک شي څه کیږي او څه باید وکړو؟
ځواب: که سهواً په لمانځه کې یو واجب ترک شي سجده سهوا لازمیږي، او که عمداً یې ترک شي د بعضو علماؤ په نزد اعاده یې واجب ده او د ځینو علماؤ په قول لمونځ یې مکروه کیږي خو لمونځ یې له غاړي ساقط کیږي که اعاده یې هم ونکړي. او دا نظر د اکثرو فقهاؤ دی.