استعمارکوونکو او اشغالګرو هیوادونو د افغانستان شل کلن اشغال په دوران کې د وژنو، ټپي کولو، ورانولو او نورو بې شمیره ظلمونو چې ځینو ته مو په تیرو بحثونو کې اشاره وکړه، مرتکب شول؛ د دغو ټولو ناخوالو درنه او لویه برخه فکري او فرهنګي استعمار و چې د افغانستان اشغالولو اساسي موخه هم همدغه موضوع وه؛ او استعمارکوونکو هیوادونو د داسې فکري او فرهنګي فضا د رامنځته کولو په هڅه کې وو چې وکولای شي د افغانستان ټول قشرونه او خلک د خپلو غوښتنو او موخو پیروان وګرځوي؛ هغوی دغو موخو ته د رسیدو لپاره له بیلابیلو لارو چارو او ډول ډول ابزارونو څخه د افغانانو په فکر او نظریاتو د غلبې او استعمار لپاره په ځانګړي توګه د دې هیواد د ځوان کهول په فکر او ذهنیتونو باندې کار وکړ؛ له ښوونیز سیسټم څخه نیولې بیا په رسنیو تر ولکې پورې، د فحشا او فساد له خپراوي څخه نیولې بیا په اسلامي نظام د اعتقاد تر له منځه وړلو او د ځوانانو د پوښتنو او شبهاتو او همدارنګه د اوسني عصر د غوښتنو او ستونزو په حل کولو کې د اسلامي نظام تر ناکام معرفي کولو په برخه کې او همدارنګه نورې برخې او قشرونه یې تر خپلې ولکې او اغیزې لاندې راوستل؛ له بل اړخه، اشغالګرانو نه ستړي کیدونکې هڅې او کوښښونه وکړل تر څو د اسلامي نظام جړرۍ وباسي او د اسلامي خلافت او دیني امارت نظریه د دې خاورې د بچیانو له ذهنونو څخه د تل لپاره وباسي؛ دې مهمې موخې ته د رسیدو او افکارو ته د لوري ورکولو لپاره یې پر دې خاوره د سکولاریزم او ډیموکراسۍ پر بنسټ حکومت حاکم کړ او د تبلیغاتو لپاره یې ټولیزې رسنۍ تر واک لاندې ونیولې او هغوی یې تمویل کړې.
په دې برخه کې د اشغالګرانو لخوا د افغاني ټولنې د مختلفو قشرونو فکري او فرهنګي استعمار تر بحث او څیړنې لاندې نیسو.
د افغانستان د سیاسي نظام بدلول
په دې کې شک نشته چې افغانستان یو اسلامي هیواد او د اسلامي اعتقاداتو او دودونو لرونکی دې؛ داسې هیواد اسلامي حکومت او نظام ته جدي اړتیا لري او د افغانستان مسلمان ملت د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي نظام او حکومت د ټینګښت لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړي او په دې لاره کې یې نه ستړي کیدونکي هڅې او مجاهدتونه ترسره کړي، د مختلفو زبر ځواکونو سره جنګیدلي د سر او مال زیاتې قربانۍ یې ورکړي؛ اما غیر دیني او د اسلامي ښوونو خلاف حکومت یې ندې منلی.
استعمارګرانو هم پر افغانستان تر ولکې وروسته، د غربي قوانینو او ارزښتونو پر بنسټ د خپلې خوښې جمهوري او ټاکنیز نظام رامنځته کړ او په یو ډول ویې غوښتل چې په افغانستان کې د حکومتولۍ ډول لانجمنې موضوع ته د حل لار را وباسي؛ له دې بې خبره چې دا ډول نظام هیڅکله نشي کولای د افغانستان د خلکو غوښتنو او دیني ارزښتونو ته ځواب ویونکی اوسي، او هیڅکله نشي کولای الهي احکام او اسلامي لارښوونې په دې خاوره کې پلې کړي.
ولې جمهوري نظام نشي کولای اسلام پلې کړي؟
که څه هم له ورایه او په ظاهر کې جمهوري او ټاکنیز نظام د نورو شاهي، استبدادي او ډیکټاټوري حکومتونو په پرتله، غوره بریښي؛ اما په حقیقت کې دا ډول حکومت له نورو ټولو ډولونو څخه خطرناکه دې؛ ځکه دا ډول حکومت د غربي ارزښتونو، موازینو او غربي ډیموکراسۍ پر بنسټ رامنځته کیږي چې د اسلامي نړۍ د دیني، ملي، اخلاقي او سیاسي اصولو او ارزښتونو سره په تضاد کې قرار لري.
له اسلامي نظام سره د جمهوري نظام د ټکر او تضادونو بیلګې په لاندې ډول دي:
۱- د رأی ورکوونکي پوهې، تجربې، ځیرکتیا، دیانت او امانتدارۍ ته نه پام کول:
په جمهوري نظامونو کې، د خلکو یا وګړو رأیې د واکمن سیسټم تعین کوونکې دي او د ټولنې ټول وګړي یوازې د یوې رأیې حق لري، په داسې حال کې چې یو ناپوه او نالوستی وګړی چې د پیښو او مسئلو د تحلیل او ارزونې توان نلري او خپل مصلحت او مفسدت په سمه توګه نشي تشخیص کولای، د هغه کس سره چې عالم او د پوهې او فکر خاوند دې او په سیاسي سیسټم کې د رأیې او نظر خاوند دې، یو شان ګڼل کیږي؛ هغه کس چې پرهیزګاره، پاک نفسه او امانت داره دې د هغه چا سره چې خائن، مفسد او غدار دې په یو سطح کې قرار لري؛ دا سیسټم هیڅکله نشي کولای د هیواد اساسي اړتیاوو او مصالحو مطابق د خلکو رأیې را ټولې کړي.
۲- د بې دینو او مفسدو کسانو د ټاکل کیدو امکان:
جمهوري او ټاکنیز نظامونه چې د غربي ډیموکراسۍ پر بنسټ منځته راځي، په واقعیت کې داسې تګلاره ده چې د هیواد هر وګړی که هغه د هر دین او لیدلوري خاوند وي، وکولای شي په ټاکنو کې نوماند شي او د رأیو ګټلو په صورت کې، د قدرت واګي په لاس کې واخلي، حتی واقعیت دادې چې ډیری وخت داسې پیښ شوي دي چې نیک او صالح خلک نوماند شوي دي، اما په مختلفو پلمو او دلائلو د هغوی له ګډون او بریا څخه مخنیوی شوی او ان د بریا په صورت کې، د هغوی حکومتونه د پوځي کودتا او سیاسي تحرکاتو په واسطه ړنګ شوي دي او لوړ پوړي چارواکي او مشران یې نیول شوي او زندانونو ته اچول شوي دي.
۳- په اکثریتو رأیو د جمهوري حکومتونو مقید والی:
هغه حکومتونه چې اساس یې ټاکنې او په جمهورې اصولو ولاړ دي، پریکړې او تصویبونه د شرعي جواز یا نه جواز پر بنسټ نه کوي، بلکه د هیواد مهمو او ملي چارو په اړوند پریکړې د اکثریتو رأیو له مخې نیول کیږي، حتی که هغه پریکړه یا تصویب د اسلامي شریعت خلاف هم وي، بیاهم ځکه د اکثریتو خلکو رأیې مطرح دي، دا ډول تصمیمونه تطبیق او نافذیږي؛ د بیلګې په توګه که د پارلمان اکثریت غړي د سود په جواز رأیې ورکړي، دغه کار به قانوني وګڼل شي.
په واقعیت کې دا ډول نظام، قانون جوړونه او تشریع د خلکو حق بولي او شریعت او اسلام ته په هغه کې د مداخلې او تصرف حق نه ورکوي او د حق او باطل د تشخیص واک او صلاحیت انسان ته ورکوي.
۴- د دا ډول حکومتونو غربي توب:
ټول حکومتونه چې ځانونه جمهوري او ډیموکراټیک بولي، د غرب په فکري او ایډیولوژیکو کرښو روان دي او په واقعیت کې، د غربي ژوند او فکري نظامونو ټولې ځانګړنې په دې ډول حکومتونو کې تر زیاتې کچې موندل کیږي؛ دغه حکومتونه په اسلامي هیوادونو کې پر مسلمانانو تپل شوي دي او هیڅکله نه غواړي د اسلامي شریعت له حکمونو څخه یو حکم اجراء او پلې شي.
جمهوري نظامونه او حکومتونه ځانونه د عامو خلکو استاذي او د هغوی د ارادې تمثیل کوونکي او د ملت غوښتنو ته ژمن بولي، په داسې حال کې که چیرې د مسلمان ملت ډیری او اکثریت خلک له هغوی څخه د اسلامي حکمونو پلي کول او په اسلامي شریعت پابندي وغواړي؛ هغوی په وروسته والي، ارتجاع، ټروریزم تورنوي او بلآخره یې په مختلفو تورونو او پلمو محبس ته اچوي او یا یې د هیواد پریښودلو ته اړ کوي.
دغه ټول موارد باعث شول چې د افغانستان مسلمان او په دین مین ملت هیڅکله د غربیانو او امریکایانو لاسپوڅی حکومت چې یوازې د جمهوریت او ټول شمولیت ادعا یې کوله، ونه مني او استعمار کوونکي په خپل لومړي او بنسټیزې موخې کې چې د اسلامي نظام پر ځای د غربي جمهوري نظام قائمول و، ناکام شي.
په واقعیت کې غربي هیوادونو په افغانستان کې یوازې د ملي او جمهوري نظام ظاهري جوړښت او شکل پلی کړ او په حقیقت کې، پراخ او د کنټرول څخه وتلی فساد او زیاتې ستونزې او ناخوالې یې په منځ کې ځای پر ځای کړې وې.