د هغو هیوادونو له جملې څخه چې په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه ترسره کړي، یو هم هالند یرغلګر هیواد دې چې دغه موضوع د یاد هیواد د محاکمو په تائید او تثبیت هم رسیدلې ده؛ د «ترو» په نوم د هالند ملي ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې «سروي هولزکن» متقاعد جنایتکاره هالندي سرتیری چې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې یې په ارزګان ولایت کې دنده ترسره کړې، اعتراف کړی چې پر غیر پوځي او ملکي وګړو باندې یې د ټوپک ډزې کړي او هغوی یې وژلي دي.
هولزکن څرګنده کړه چې د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ اړوند په دوه ملکي کورونو باندې یې ډزې کړي او ډیر احتمال لري چې په ډزو کې بې ګناه خلک وژل شوي وي؛ دغه متقاعد سرتیری د دې په څرګندولو سره چې د دوی په ګمان، په نښه شوو کورونو کې د طالبانو غړو شتون درلود، اما تر نښه کیدو او ډزو وروسته د غیر پوځیانو شتون ته یې پام شو، البته نوموړي دغه پلمه هم جوړه کړه چې یاد عملیات د ترلاسه شوو اطلاعاتو او ورکړل شوو امرونو له مخې ترسره شوي؛ یاد سرتیري زیاته کړه چې د دغه برید پر مهال او د هغه په ترڅ کې، له مقابل لوري د ډزو غږ ندې اوریدل شوی؛ یو بل تقاعد شوي سرتیري هم د دې پیښې پخلی کړی. هولزکن همدارنګه ټینګار وکړ چې ددوی دا ډول اقدام غیر عادلانه دې او یوازې د غیر پوځیانو د خوندیتوب او ساتنې، له ځانه د دفاع او د ماموریت تر خطر لاندې راتلو په صورت کې د ډزو اجازه یې لرله او دوی د جنګي قانون څخه سرغړونه کړې ده.
دغه برید د ارزګان ولایت د چورې په ولسوالۍ کې ترسره شوی و او څه د پاسه شل بې ګناه کسان یې په شهادت رسولي و؛ یوې محکمې په هالند هیواد کې پریکړه کړې چې برید د عامو خلکو پر استوګنځیو ترسره شوی چې غیرقانوني و او باید زیانمنو ته یې غرامت ورکړل شي؛ دغې محکمې په یوه پریکړه کې زیاته کړې ده چې د هالند دولت د کورونو په ویشتلو او ویجاړولو کې مسئول دې، ښکاره وه چې د دغو کورونو اوسیدونکي ملکي خلک و؛ د هالند حکومت داسې استدلال کړی و چې طالبانو له یادو کورونو څخه د نظامي موخو لپاره ګټه اخیستله او له دې وجې د دغو کورونو په نښه کول غیر قانوني نه دې.
اما دغې محکمې ویلي چې د حکومت د ادعا د اثبات په اړوند کافي شواهد شتون نلري او دغه برید غیرقانوني دې او اړینه ده چې زیانمنو ته تاوان ورکړل شي.
د سپین فسفرو څخه کار اخیستل
یو بل ډول جنګي جنایت چې اشغالګرو ځواکونو په افغانستان کې ترسره کړ او ډیرې منفي اغیزې یې پر خلکو لرلې او د شدیدې سوځیدنې او ژورو ټپونو باعث کیده، د «سپینو فسفرو» کارول و؛ د «سپین فسفرو» شیمیایي مواد چې په لوګي، رڼا او اور اچوونکو مهماتو کې کارول کیږي او په افرادو دوه منفي اغیزې لري؛ چې یوه یې سوځيدل او بله یې د لوګي تنفس کول دي؛ د یادې مادې کارول د بشري حقونو سازمانونو لخوا د ظالمانه او غیر انساني وسیلې په توګه محکوم شوی دې؛ ځکه د ژورو سوځیدو سبب ګرځي.
بګرام ته څیرمه د غیر نظامي ټپیانو په بدنونو کې د سپین فسفر سوځیدنه تائید شوې ده؛ د امریکې متحده ایالتونو لږ تر لږه د ۴۴ پیښو ادعا کړې چې په هغه کې یرغلګرو له سپینو فسفرو څخه په وسلو یا بریدونو کې ګټه اخیستې ده.
د ۲۰۰۹ زیږدیز کال د مې په میاشت کې متحده ایالتونو ومنله چې غربي ځواکونو په افغانستان کې د هدفونو د روښانه کولو یا د یو اور بلوونکي په توګه د دښمن د سنګرونو او تجهیزاتو په له منځه وړلو کې له سپین فسفر څخه کار اخلي.
په افغانستان کې د اشغالګرانو عمومي جنایتونه
کومې قضیې او پیښې چې د یرغلګرو او اشغالګرانو د جنګي جنایتونو په مبحث کې ذکر شوې، هغه جنګي جنایتونه و چې په خپله یرغلګرو او د هغوی تر اغیزې لاندې بشري سازمانونو څیړلې او منلې وې او د هغو پیښو د څیړنو او پلټنو لپاره یې حقیقت موندونکي پلاوي او ټیمونه ټاکلي او لیږلي و، اما په حقیقت کې په خپله ذات کې اشغال او پر افغانستان د امریکې او ناټو پراخ او هر اړخیز یرغل او د دغې ویروونکې او وحشي یرغل اثار او پایلې، د افغانستان د خلکو او نسلونو پر وړاندې تر ټولو ستر جنایت و؛ دغه اشغال او پایلې او اغیزې یې د افغانستان د خلکو د لویې برخې د وژلو او ټپي کیدلو باعث شو او د افغانستان اقتصادي، سیاسي، نظامي، علمي او صنعتې ځواک او پرمختګ یې له صفر سره ضرب کړ.
د افغانستان پټې زیرمې او شتمنۍ همغسې پټې پاتې شوې او په ځینو برخو کې د اشغالګرو لخوا لوټ شوې او د هغوی د موخو او غوښتنو په لاره کې وکارول شوې.
د افغانستان ګڼ شمېر غیر وسله وال او بې ګناه خلک شهیدان او ټپیان شول او دغه تیری او یرغل د دې باعث شو چې د افغانستان راتلونکي نسلونه د ستونزو،ننګونو او د جګړې د ناوړه پایلو او بدو اغیزو کې راګیر شي او له سالم پرمختګ او ودې څخه ډیر لیرې پاتې شي او له تیارو او ستونزو څخه ډکې راتلونکي سره به لاس او ګریوان وي.
د افغانستان د اشغال لګښتونه
د امریکې او د هغې په ملاتړ د غربي هیوادونو لخوا پر افغانستان د یرغل او د دې هیواد په اشغالولو سره، په زرګونو کسان د مرګ کندې ته وغورځول شول؛ افغانان په دریو مهمو برخو کې وژل کیدل او ټپي کیدل؛ هغو مجاهدینو چې د اشغالګرانو پر وړاندې یې جهاد کول او جنګیدل، هغه اجیران او لاسپوڅي چې د اشغالګرانو سره اوږه په اوږه او د هغوی په ملاتړ جنګیدل او وژل کیدل او بې ګناه افغانان چې د اشغالګرانو په بمباریو او یا په ځمکنۍ جګړه کې په غیر عمدي ډول وژل کیدل.
د یوې احصائیې او شمېرنې له مخې د غیر پوځي او ملکي وګړو د وژل شوو شمیر د ۴۷۷۲۵ کسه اټکل شوی دې، د هغو کسانو د وژل شوو شمیر چې د اجیر اردو په صف کې جنګیدل له ۶۶۰۰۰څخه تر ۶۹۰۰۰ پورې و او د هغو مجاهدینو شمېر چې د اشغال د ختمولو او د یرغلګرو سره د جهاد په لاره کې شهیدان شوي د ۵۱۰۰۰ په شا او خوا کې ده؛ په ټوله کې د افغانستان اشغال له ۱۷۱۰۰۰څخه تر ۱۷۴۰۰۰ کسانو ژوند واخیست.
دا د هغو خلکو ارقام او شمیرنه ده چې په مستقیم ډول په دغو جګړو کې ووژل شول او د یوې شمیرنې له مخې، څه د پاسه ۳۶۰۰۰۰ کسه هم په غیر مستقیم ډول د دغه اشغال او یرغل له په سبب ووژل شول، د دې سربیره په زرګونو افغانان د اشغال په اوږدو کې ټپیان، معلوله، معیوبه او ورک شول.
له مالي اړخه هم دغې اوږدې جګړې درانه او ملا ماتوونکي لګښتونه او زیانونه ټولو اړخونو ته واړول، د امریکې د «براون» پوهنتون د څيړنو له مخې چې د جګړو د لګښتونو په اړه یې ترسره کړ، د افغانستان پر جګړې څه د پاسه ۲ ټریلیونه ډالر لګښت راغلې چې دا لګښت او زیان یوازې په امریکې پورې اړه لري او داچې پر نورو یرغلګرو هیوادونو څومره لګښت راغلی او همدارنګه د افغانستان خلکو ته په څه اندازه پراخ مالي زیانونه اوښتي، کره شمیرنه او محاسبه یې ستونزمن حتی ناشونې ده.