Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»استعمار»استعمار (شلمه برخه)
استعمار دوشنبه _1 _اپریل _2024AH 1-4-2024AD

استعمار (شلمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابو رائف

 

استعمار (شلمه برخه)

د اسټرالیایي ځواکونو جنګي جنایتونه
د افغانستان په سپیڅلې خاوره یو بل یرغل کوونکی هیواد چې ډیرې تیاره نظامي کارنامې لري او بې شمېره جنایتونه یې په دې هیواد کې ترسره کړي دي، د اسټرالیا هیواد دې؛ د دې هیواد سرتیرو په بیلابیلو سیمو او په مختلفو وختونو او طریقو، افغانان وژلي دي؛ دغه موارد وروسته د « افغان دوسیو» په نوم مشهور شول او د «ډیویډ مک براید» په نوم اسټرالیایي افشاکوونکي دغه جنایتونه اسټرالیایي رسنیو ته افشا کړل او هغوی دغه جنایتونه تولید او طبقه بندي کړل.
د افغان دوسېې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په اړه د دې هیواد د دفاعي ځواکونو د اسنادو ټولګه ده؛ په دغو اسنادو کې مختلف موضوعات رانغاړل شوي و، اما هغه څه چې د پاملرنې وړ و، د غیر وسله والو او ملکي کسانو د څو وژنو جزئیات و.
دغه اسناد او شواهد، د ډیرو موضوعاتو مجموعه ده چې له هغه جملې څخه د بې ګناه او ملکي خلکو د وژنو څو پیښې تر پوښښ لاندې نیسي؛ دغه اسناد د ماشومانو او  سړیو د غیرقانوني وژنو لږ تر لږه لس پیښې یا قضیې دي؛ د دغو لسو وژنو دوه قضیې چې دواړه د ۲۰۱۳ زیږدیز کال د سپټمبر په میاشت کې واقع شوې وې، اوس هم د اسټرالیا دفاعي ځواکونو تر څیړنو لاندې دي.
د ارزګان وژنې
«بسم الله آزادي» او زوی یې «صادق الله» چې دواړه غیر وسله وال او ملکي و ګړي و، په ارزګان ولایت کې د اسټرالیایي ځواکونو د برید په ترڅ کې په شهادت ورسیدل؛ اسټرالیایي یرغلګرو ځواکونو ادعا کړې وه چې بسم الله د دوی لوري ته تفنګچه نیولې وه او دوی یې په نښه کول، اما د دې ادعا خلاف، کله چې سبا ورځ سرتیري د پیښې ځای ته درومي او هغه دواړه د خوب په بستر کې په داسې حال کې ویني چې دواړه شهیدان شوي و چې دا پردې دلالت کوي چې دواړه د خوب پر مهال په شهادت رسیدلي و.
په ۲۰۱۲ زیږدیز کال په همدې ولایت کې د یو یرغلګر اسټرالیایي سرتیري لخوا یو افغان ملکي وګړی په داسې حال کې په شهادت ورسید چې په خپلو پټو او ځمکه کې د کرنې پر چارو اخته و؛ دغه سرتیری «اولیور شولټز» نومیده او د اسټرالیا محکمې هم نوموړی په جنګي جنایتونو تورن کړی دې.
همدارنګه دغه اسناد ښیي چې یو تیری کوونکی اسټرالیایي سرتیری کله چې د یو زنداني سره یوازې و او زنداني هڅه کړې چې وسله یې واخلي، پر زنداني یې ډزې کړي او په شهادت یې رسولی.
په بله پیښه کې هم په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې یرغلګرو اسټرالیایي سرتیرو یو افغان وګړی په داسې حال کې په شهادت ورساوه چې پر موټرسیکل سپور و او کومه ښځه چې د ده سره پر موټرسیلکل سپره وه، هغه یې ټپي کړله.
د پرې شوو لاسونو پیښه
دغه اقدام، د متجاوزو اسټرالیایي ځواکونو یو بل وحشیانه او جنایتکارانه عمل و، په دې پیښه کې هغوی د مجاهدینو او هغو شهیدانو چې د دوی پر وړاندې د مخامخ جګړې په ترڅ کې په شهادت رسیدلي و، ګوتې پرې کړې او د ګوتې د اثر لپاره یې له ځان سره ګرځولې؛ د دې پیښې تر پیښیدو وړاندې، اسټرالیایي ځانګړو ځواکونو د « تورې موخه» په مستعار نوم، د یوې مهمي موخې په لټه کې و؛ په دې موخه کې هغوی د یو مجاهد د نیولو په هڅه کې و چې د هغوی په اند د بې شمېره بریدونو مسئول پېژندل شوی و؛ په یادو چاڼیزو عملیاتو کې څه د پاسه یو سل او شلو سرتیرو او همدارنګه پوځي الوتکو ګډون کړی و؛ په یوه هوایي برید کې په زابل ولایت کې څلور کسه مجاهدین په شهادت ورسیدل؛ د اسټرالیایي ځواکونو یوه پلټونکي د شهیدانو تر تلاشۍ او پلتڼې وروسته، د برچې په واسطه د هر شهید څخه یو یو لاس یې ترې پرې کړ؛ اسټرالیایي یرغلګر سرتیري په یادو عملیاتو کې مکلف و چې د امکان په صورت کې، د شهید شوو مجاهدینو د هر غړي د ګوتې اثر او د سترګو اسکن واخلي او راغونډ یې کړي؛ دغه جنایت په داسې حال کې ترسره شو چې یاده کړنه یعنې د مړو د بدن د غړو پرې کول د یرغلګرو هیوادونو په قوانینو کې هم جنګي جنایت شمیرل کیږي.
د اسټرالیا پوځ ځینو چارواکو هغه ښوونیزه غونډه چې له یادې پیښې څخه ۹ ورځې وړاندې په لاره اچول شوې وه او په هغه کې په ډاګه د غړو د پرې کولو اجازه ورکړل شوې وه، تورنه کړه.
د متجاوزو او سرغړوونکو سرتیرو د جنګي جنایتونو موارد او ارقام
د اسټرالیایي ځواکونو د جنګي جنایتونو موارد چې په دغه رپوټ کې د یوه اسټرالیایي افشاکوونکي له لوري خپاره شوي، لږ تر لږه د ۳۹ بې ګناه خلکو په شهادت کې په واضح توګه تورن دي؛ چې په دې تړاو لږ ترلږه د اسټرالیا ځانګړو هوایي ځواکونو ۳۵ غړي تورن پېژندل شوي او په دې جنګي جنایتونو کې یې په مستقیمه توګه لاس درلود.
د اسټرالیایي ځواکونو د جنګي جنایتونو د خپرولو اثار او پایلې
یرغلګر هیوادونه تل خپل ځانونه د تمدن او بیان ازادۍ زانګو بولي او نورو هیوادونو ته د دې مواردو د نقض ګوته نیسي، اما اسټرالیا هیواد، وروسته له دې چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو اسناد او شواهد یې خپاره شول، په بیړه یې د خپرندویه بنسټ پر دفتر(ای بي اس شبکې) یرغل وکړ او اته ساعته یې د هغه ځای پلټنه وکړه چې د رپوټ له مخې، لامل یې د افغانستان دوسیې وې.
دغه یرغل، د خلکو د پراخو نیوکو سره مخ شو او اطلاعاتو ته د لاسرسي د یوې غوښتنې پر بنسټ، جوته شوه چې اسټرالیایي ځوکونو په عمدي توګه خبریالان تر هدف لاندې نیول او حتی په پیښه کې د ښکیلو خبریالانو محاکمه هم د هغوی د کار  په لړ لیک کې وه.
دغه تیری چې په کلکه د بیان د ازادۍ سره په ټکر کې و، رپوټ یې حتی د اسټرالیا هیواد مشرانو جرګې ته هم ورسید او هغوی د دفاعي ځواکونو دغه کړنه وغندله؛ دغه تیری یوازې دلته بسنه ونکړه بلکه څو موده مخکې اعلان وشو چې د جنایتونو افشاکوونکی به په یوه محکمه کې محاکمه شي او باید محرمو اسنادو او مدارکو ته د لاسرسي او لاسوهنو په اړه ځواب ووایي! د دې موضوع په لړ کې، ښاغلي ډیویډ مک برایډ په خپله اشتباه او ترسره کړي عمل د پښیمانتیا په ښودلو سره اعتراف وکړ او د اسټرالیا له دولت څخه یې بخښنه وغوښته.
د متجاوزو سرتیرو ځان وژنه
د اسټرالیایي ځانګړو ځواکونو د جنایتونو د افشا کیدو بل اثر او پایله، د هغو ځواکونو بې مخینې او زیات شمېر ځان وژنې وې چې په جنایتونو کې ېې لاس درلود؛ «ډیلي میل» ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې په دې اړوند د اسټرالیایي ځواکونو یوه ښځه او اته نارینه چې د شلو څخه تر پنځوسو کلونو عمرونه لري، د دریو اونیو په لړ کې ځان وژنه کړې؛ دغې ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دې رپوټ «د جنګي جنایتونو رپوټ» څخه را پیدا شوی او زیږیدلی اسټرس او رواني فشارونه چې د اسټرالیایي ځانګړو ځواکونو لخوا د ۳۹ کسانو د وژلو شواهد او اسناد یې افشا کړل، په دغو ځان وژنو کې رول درلود.
ادامه لري…
Previous Articleد ریښتیني مسلمان ځانګړنې (شپږمه برخه)
Next Article  (کلیسا، پاپ او مذهبي مراسم (څلورمه برخه

اړوند منځپانګې

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD8 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD22 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.