(كه الله خلك يو د بل په وسيله دفع نکړي، نو خانقاوي، كليساوي، عبادتخانې او جوماتونه چي په هغو کښي د الله نوم ډېر زيات اخيستل کیږي، ټول به ونړول شي. الله به هرو مرو له هغو كسانو سره مرسته وکړي، چي د هغه مرسته وکړي. الله ډېر زورور او برلاسى دى).
ذکر شوی حقیقت دا دی چې ځینې خلک د شیطان د فریب او د اماره بالسوء نفس د نامحدودو تمایلاتو له امله ظلم او تجاوز کوي او د نورو د ارام ژوند لپاره میدان تنګوي؛ له همدې امله الله جل جلاله د خلکو له منځ څخه داسې کسان را پورته کوي چې پر هغه توکل او د هغه په حکمونو د اعتماد په لرلو سره د بدو او فاسدو خلکو پر وړاندې خپلې مټې بډ ووهي او د هغوی مخه ونیسي. که داسې نه وای او د ظلم پر وړاندې د درېدو څوک نه وای نو څه به پېښ شوی وای؟ الله جل جلاله موږ ته خبر راکړی دی چې په هغه صورت کې به د خلکو ژوند ګډوډ شوی وو او په ځمکه کې به فتنه او فساد رامنځ ته شوی وو، عبادت ځایونه به ویجاړ شوی وو او…
الله جل جلاله چې ظلم او تیری نه خوښوي، د خپرېدو د مخنيوي لپاره یې په نړۍ کې دوه سنت او طريقې وضع کړي دي: يو د طبيعت له سختو او قهرجنو قوتونو لکه طوفان، زلزلې، سېلابونو او داسې نورو څخه په کار اخیستنه چې کله کله د هغې په وسیله د نړۍ د تر ټولو مغرورو خلکو پوزې په خاورو موږي؛ بلې دا چې د ظلم او فساد په وړاندې د مبارزې لپاره خپل یو شمېر بندګان راپاڅوي چې په دې سره د ظالمانو لاسونه لنډ کړي.
الله تعالی د خپل کتاب په ګڼو آیتونو کې ژمنه کړې چې که یو څوک د ظالم د ظلم د مخنیوي او له مظلوم سره د مرستې لپاره لاسونه بډ وهي، نو په آخرت کې به د اجرونو او ثوابونو سربیره په دنیا کي د الله تعالی له مستقیم ملاتړ او مرستې څخه به برخمن شي.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د خپل رسالت له لومړیو ورځو څخه د ظلم او فساد ویجاړونکو پلانونو په وړاندې په پوره جدیت د مقابلې لپاره پلان جوړ کړ او خپلو اصحابو ته یې د هغه په اړه روزنه ورکړه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو او ښوونو په پایله کې داسې خلک د ټولنې او سیاست ډګر ته ننوتل چې نه د تزویر په چل کې راګیرېدل او نه به د چا زور ته تسلیم شول او نه به د شمېر او امکاناتو د کمښت له کبله زورواکو په وړاندې سرونه ټیټول. په خدای توکل او د هغه د حکمونو په پلي کولو سره هغوی وتوانېدل چې د ظالمانو ستر خنډونه له منځه یوسي او د ظلم او فساد امپراتورۍ په ګونډو کړي.
په حقیقت کې مسلمان باید تل د ظالم پر وړاندې ودریږي او د مظلوم حق ترې واخلي. د مسلمان شان لره هيڅکله دا نه ښایې چې د ظلم او ستم پر وړاندې چوپ پاتې شي.