د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (یوولسمه برخه)
خالد رضی الله عنه د مکې په فتح کې او د عُزّی بت له منځه وړل
تر ټولو لومړنۍ غزوه چې د الله توره، حضرت خالد رضی الله عنه پکې ګډون وکړ، د موتې غزوه وه؛ څرنګه چې موږ په تیره برخه کې د هغه په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
دوهمه غزوه چې نوموړي په هغه کې ګډون وکړ او له خپل ځانه یې میړانه او بریاوې وښودې، هغه غزوه وه چې د مکې مکرمې په فتحې بدله شوه.
د دې مبحث نچوړ او لنډيز دا ډول دې؛ کله چې قریشو او د مکې مشرکینو هغه معاهدې او تړونونه چې د حدیبیې په سوله کې یې تړلي و، مات کړل، نبي اکرم صلی الله علیه وسلم وکولای شو چې په دلیل او مدرک سره په مکه مکرمه برید وکړي او په یو ښه تکتیک او طریقې سره هغه فتح کړي؛ له دې امله نوموړي د مهاجرینو او انصارو څخه لس زره کسان را ټول کړل او هغوی یې په څلورو ډلو وویشل چې د مهمي او بنسټیزې ډلې مشري یې خپله پر غاړه اخیستې وه چې تر ټولو مخکې وه او دوهمه ډله د حضرت خالد (رض) په مشرۍ وه چې ټاکل شوې وه له ښي اړخه مکې مکرمې ته دننه شي او دریمه ډله د حضرت زبیر بن عوام (رض) تر مشرۍ لاندې وه او د څلورمې ډلې په سر کې حضرت سعد بن عباده (رض) قرار درلود؛ د دې سترو شخصیتونو څخه هریو د یوه سمت یا اړخ مرکزیت او مشري پر غاړه درلوده.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم ټولو ته ویلي و چې له وژنې او وینې تویولو څخه په کلکه ډډه وکړئ او ترهغه چې څوک تاسو سره نه وي نښتی؛ تاسو د چا سره په جګړه مه اخته کیږئ!.
د قضاء له وجې، د مکې مشرکینو یوه ډله د صفوان بن امیه، عکرمه بن ابوجهل او سهیل بن عمرو په مشرۍ او قوماندې چمتو کړله او د مکې مکرمې ښار کښته لوري د «خندمې» سیمې ته یې ولیږله؛ دا همغه ځای او سیمه وه چې حضرت خالد (رض) مؤظف شوی و ترڅو له هغه ځای څخه مکې ته دننه شي؛ له همدې امله کله چې د خپلو ملګرو سره هغه ځای ته رسیږي؛ د مشرکینو د غشو لاندې نیول کیږي، هغه هڅه وکړه چې هغوی له جګړې راوګرځوي؛ اما هغوی و نه منله؛ په دې حال کې هغه هم اړ شو چې توره له غلاف څخه را وباسي او په مشرکینو برید وکړي او وتوانید چې د هغوی اته ویشت کسه ووژني او هغوی له ماتې سره مخ کړي او له دې کار څخه یې پښیمانه کړي، له هغه وروسته هیڅ یو مشرک دا جرئت ونکړ چې د مسلمان سره په جګړې اخته شي.
له هغه وروسته مسلمانانو په ډاډه زړه او پرته له کومې ویرې، د خپلو سرونو په خریلو سره د مکې حرم ته دننه شول او وتوانیدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونې سره سم عمره اداء کړي؛ دا ستره او څرګنده فتح وه چې الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه فداکاره یارانو په لاس تر قیامته د مسلمانانو په برخه کړه او د هغوی پخوانۍ هیله یې په حقیقت بدله کړه.
سریزه
کله وخت الله تعالی یوه پلمه وړاندې کوي ترڅو ستره فتح او لویه بریا د مسلمانانو په برخه کړي، له هغې جملې څخه کولای شو د مکې مکرمې ښکاره او مبینې فتحې ته اشاره وکړو.
د پیښې بهیر داسې و چې د حدیبیې له سولې وروسته، ځینو قبایلو د اسلام لوري ته مخه کړه او ځیني بیا حیرانه وو چې په دې منځ کې څه وکړي؟! او د ځینو نورو دښمني ورځ تر بلې مخ په ډیریدو وه او د مسلمانانو د پام وړ بریاوې او پرمختګونه ورته د منلو او زغملو وړ نه و؛ له دې کبله ورو ورو یې د هغو تړونونو په ماتولو پیل وکړ چې د دوی او مسلمانانو ترمنځ تړل شوي و.
کله چې د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه وضعیت ولید چې قریشیان او د مکې مشران خپل تړونونه ماتوي او د هیڅ قانون او قاعدې څخه اطاعت نکوي، نو ده مبارک هم پریکړه وکړه چې د مکې مکرمې د سپیڅلي ښار موضوع یوه اړخیزه کړي او د تل لپاره شرک او بت پرستۍ له هغه ځایه ورکه کړي او هغه د اسلام او مسلمانانو مرکز وګرځوي.
د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ډير ستر لښکر سره چې څه د پاسه لس زره کسه و د هجرت اتم کال د روژې مبارکې میاشتې په یوولسمه نیټه د چهارشنبې په ورځ د مازدیګر تر لمانځه وروسته، د مکې مکرمې لوري ته رهي شو.
د مبینې فتحې قوماندانان
پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم نه غوښتل چې په مکه مکرمه او مسجدالحرام کې وژنه او وینه توی شي؛ اما د قریشو ځیني مشران د ځینو نورو قبیلو سره تړون کړی و چې هرکله نبي کریم صلی الله علیه وسلم مکې ښار ته نږدې شو، هغوی به پرې برید کوي؛ نو له دې امله هغه صلی الله علیه وسلم د احتیاط له مخې، د خپل ځان سره درې کسه ځیرک او زړور قوماندانان د «خالد بن ولید، سعد بن عباده او زبیر بن عوام رضی الله عنهم» په نومونو وټاکل.
امام مسلم رحمه الله له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت کوي چې ده و فرمایل: «کنا مع رسول الله صلی الله علیه وسلم یوم الفتح، فجعل خالد بن الولید علی المجنبة الیمنی، و جعل الزبیر بن العوام علی المجنبة الیسری، و جعل ابا عبیدة علی البیاذقة و بطن الوادي»؛ (موږ ټول د مکې د فتحې په ورځ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره و، هغه صلی الله علیه وسلم خالد بن ولید (رض) د مکې ښي لوري ته، زبیر بن عوام (رض) یې د مکې کین لوري ته او ابوعبیده (رض) یې د مکې په منځنۍ برخه کې د «بیاذقه» په سیمه کې وګمارل).