موږ به دې لیکنو په دې لړۍ کې د اجتهاد په اړه بحث وکړو، دا بحث به لږ دقیق کړو او موخه به مو په دې ټکي باندې د نظر څرګندول وي، چې د عامو مسلمانو او غیر مجتهدو علماوو لپاره د یوه فقهي مکتب په دائره کې اچول څه حکمت لري او دا ولې ضروري ده؟
په دې موضوع لیکنه کول مې ځکه مهمه وګڼله، چې یو ځای مې په دې اړوند د یو چا د ليکنې په کتلو سره پوه شوم، چې د مطلق اجتهاد دروازې د تړلو په اړه یې څه ليکلي و او هغه داسې څه وو، چې ماته معلومه شوه، چې تر اوسه پورې په دې باب پوره وضاحت په پښتو ژبه کې شاید نه وي شوی او د نورو وجهو تر څنګ یوه وجه یې دا هم کیدای شوای او همدا وجه ده، چې د ځينو په ذهنونو کې یې په اړه شکونه موجود دي.
البته وړاندې تر دې چې په باب مخکې لاړ شو، نو په دې برخه کې ځینې نور وړاندیزونه اړین ګڼم، هغه دا چې ځینو پوښتنه کړې ده، چې د مطلق اجتهاد د دروازې د تړلو دلیل څه دی؟ او که اوس وخت کې د دې درجې مجتهد مخې ته راشي؛ نو د مطلق اجتهاد نه د هغه د منع کولو دلیل او جواز به څه وي؟
په دې باب به دومره ووایم، چې عام نظر دا دی، چې د مطلق اجتهاد دروازه چا نه ده تړلې، چې د بندولو لپاره یې دلیل پیدا کول اړین شي؛ بلکې دا دروازه د اړتیا د پوره کیدو سره په اتومات ډول تړل شوې ده. د دې خبرې مثال داسې دی، لکه د حدیثو د علومو لپاره چې محدثینو خپل اصول او احکام وضع کړي دي، د رجالو/ راویانو حالات یې راټول کړي، په هغوی یې انتقادونه کړي دي او بيا يې د یادو اصولو او قواعدو په چوکاټ کې د حديثو په څېړلو او تحلیل سره د صحيح، ضعيف او موضوعي حديث ترمنځ پوله جوړه کړه.
بیا که اوګورو نو د دې کار لپاره يوه خاصه دوره وه، چې په لومړيو پیړیو کې ورته سخته اړتيا پيدا شوه، چې دا اړتیا لویو ـ لویو محدثينو په هماغه دوره کې د یاد چوکاټ په چارچوب کې په ډېر زيار پوره کړه، اوس، چې تر قیامته هم کوم محدثین راځي؛ نو د هماغه پخوانیو محدثینو د اصولو او قواعدو څخه په استفادې به د راویانو د حالاتو او د حدیثو د تحلیل په برخه کې د هم هغه اصولو او قواعدو نه ګټه پورته کوي او له هغه علمي کار پرته، چې مخکنیو محدثینو سرته رسولی دی، بل هیڅوک به د اصولو او قواعدو د بیا ترتیب، د حدیثو د تحلیل او بیا د راویانو د حالاتو په راټولولو کې د ستونزو سره مخ نشي.