لیکوال؛ د. اسامه جوهري

 

دین او ساینس

د دین او ساینس موضوع ډېره پخوانۍ نه ده بلکې د رنسانس له لومړیو څخه دا موضوع راپیدا او د بحث وړ ګرځېدلې، پخوا به د دین او فلسفې موضوع په علمي بحثونو په ځانګړي ډول په اسلامي نړۍ کې ډېره مطرح وه، لامل یې دا وو چې هغه وخت به فلسفه د ټولو علومو لپاره د یوې اصطلاح په څېر کارېدله، خو په معاصر وخت کې د فلسفې موضوعات محدود دي، پخوا ساینسي علوم هم په فلسفه کې شامل وو، عمرانیات، مابعدالطبیعاتي علوم او اخلاقیات هم د فلسفې اړوند موضوعات وو. کله چې اسلامي نړۍ ته له هند او یونان څخه فلسفي کتابونه ولېږدول شول نو د فلسفې په یادو کتابونو کې هندیانو او یونانیانو خپل شرکي عقائد هم ځای پر ځای او له نورو علومو سره ګډ کړي وو، د اسلامي امت پوهانو فلسفه چاڼ کړه او په یادو کتابونو کې یې شته شرکي نظریات رد کړل، په دې سره د خلکو تر منځ داسې یو ذهنیت خپور شو چې اسلام د فلسفې او دنیوي علومو مخالف دی، په همدې اساس فلسفه او دین د علمي بحثونو موضوع وګرځېده، په معاصر وخت کې د ساینس په هکله هم ورته ذهنیت خپور شوی او له امله یې د دین او ساینس موضوع علمي بحثونو ته لاره کړې.
پوښتنه دا ده چې آیا رښتیا هم د ساینس او دین تر منځ تضاد شته دی؟ که تضاد وي نو لامل یې څه دی؟ او د ساینس په وړاندې د اسلام دریځ څه دی؟
د ساینس او دین تر منځ د ټکر او مخالفت په هکله له بحث څخه وړاندې باید روښانه شي چې له دین څخه زموږ موخه کوم دین دی؟ که منځنیو پېړیو او د رنسانس دورې ته ولاړ شو نو هلته د ساینس او عیسويت تر منځ څرګند ټکر او تصادم موجود وو، لکه څنګه مو چې د الحاد په تاریخ کې ولوستل چې عیسوي پادریانو به نویو ساینسي نظریاتو ته د بدعت نوم ورکاوه او د احتساب په نوم په ځانګړې محکمه کې به یې د نویو نظریو څښتنان محاکمه کول، له همدې ځایه د عیسوي پادریانو او ساینسپوهانو تر منځ ټکر رامنځته شو، د یادونې وړ ده چې نوموړی ټکر له دې امله نه وو رامنځته شوی چې په اصلي عیسویت کې د ساینسي حقائقو خلاف خبرې موجودې وې، بلکې د ټکر اصلي لامل دا وو چې عیسوي پادریانو خپل دین تحریف کړی وو، د ارسطو او افلاطون نظریات یې په عیسویت کې داخل کړي وو، دا چې د هغوی نظریات د ساینسي علومو برخه ده او ساینسي علوم په پرلپسې توګه پرمختګ کوي او نوي نظریات یې پخواني هغه ردوي، په همدې اساس کله چې نویو ساینسپوهانو د افلاطون او ارسطو نظریات رد کړل نو پادریانو داسې وانګېرله چې ساینسپوهانو په عیسویت او د عیسوي مذهب عقاید رد کړل، له همدې ځایه د دین او ساینس د تصادم موضوع راپیدا شوه[1].
په معاصر وخت کې اکثره ملحدین د عیسویانو د دیني طبقې هغه دریځ چې د رنسانس په پېر کې یې د ساینس په مقابل کې نیولی وو د ټولو دینونو دریځ بولي، یعنې داسې انګېري چې اسلام هم د عیسويت په څېر د ساینس مخالف دریځ لري، حال دا چې دا یو ناسم تصور دی، لامل یې دا دی چې اسلام هېڅکله هم له معاصر عیسویت سره د پرتلې وړ نه دی، او نه هم اسلام د کوم فیلسوف (افلاطون، ارسطو…) له نظریاتو څخه اغېرمن شوی چې د معاصر ساینس خلاف شي. لنډه دا چې هېڅوک هېڅکله هم نه شي کولای چې د دین او ساینس په موضوع کې د ساینس په وړاندې د اسلام او عیسویت موقف یو ډول ثابت کړي، بلکې اسلام او ساینس ځانګړې موضوع ده او عیسویت او ساینس ځانګړې (له عیسویت څخه موخه الهي رالېږل شوی دین نه بلکې د عیسویانو له لوري تحریف شوی مذهب دی).
اسلام او ساینس:
لکه وړاندې مو چې وویل معاصر ملحدین اسلام هم د عیسویت په څېر د ساینس مخالف دین ګڼي او داسې یو ذهنیت یې خپور کړی چې د اسلامي هېوادونو د وروسته پاتې والي لامل هم اسلام دی او تر هغو چې په یادو هېوادونو کې اسلام وي نو ساینسي پرمختګ نشي کولای، خو حقیقت ددې هر څه بر عکس دی.
تصادم او اختلاف هغه وخت رامنځته کېږي چې د یوه څیز په اړه دوه ضد او نقیض نظریې مطرح شي، یا دوه علوم په یوه موضوع کې د یو او بل په وړاندې ودرېږي او داسې نظریې وړاندې کړي چې د مقابل لوري د نظریې خلاف وي؛ د بېلګې په ډول د جمهوریت او خلافت تر منځ تصادم او ټکر دی دا ځکه چې دواړه نظامونه دي او په یوه موضوع راڅرخي چې له حاکمیت څخه عبارت ده، خو د دواړو نظریات او تیوریانې یو شان نه دي، بله ساده بېلګه یې دا ده: که یو ناروغ دوه بېلابېلو ډاکټرانو ته مراجعه وکړي او د ناروغۍ په تشخیص کې یې دواړه ډاکټران یوې پایلې ته ونه رسېږي او دواړه ډاکټران د یو او بل تشخیص ناسم وګڼي، دلته د ډاکټرانو تر منځ رامنځته شوي حالت ته تصادم او ټکر ویل کېږي، ځکه چې د بحث محل او موضوع یوه ده چې له شخص او ناروغۍ څخه عبارت دي، خو د دواړو ډاکټرانو د تشخیص او معاینې پایله یو شان نه ده او دواړه یوې پایلې ته نه دي رسېدلي په همدې اساس د دواړو ډاکټرانو تر منځ تصادم متحقق شوی او دواړه له یو او بل سره په ټکر او اختلاف کې ښکېل دي. خو که چېرې تر بحث لاندې موضوع یوه نه وي بیا اختلاف او تصادم هم نه رامنځته کېږي، د بېلګې په ډول که یو ډاکټر په خپله څانګه کې نظر ورکړي او بل لوري ته یو انجنیر په خپله څانګه کې یوه نظریه ورکړي نو نشو ویلای چې د ډاکټر او انجنیر تر منځ ټکر او تصادم دی دا ځکه چې دواړه په یوې موضوع بحث نه کوي او په دې حالت کې تصادم نه رامنځته کېږي.
د ساینس او دین له موضوعاتو بې خبره انسانان داسې انګیري چې ساینس او دین په خپلو کې سره په تضاد او تصادم کې دي، خو په حقیقت کې دا خلک له دې ناخبره دي چې د ساینس او دین ډګرونه بېلابېل دي او دواړه په بېلابېلو موضوعاتو بحث کوي.
دین عموما په ماوراء الطبیعت، د خالق پېژندنه، د کائناتو او انسان د خلقت په موخو او د اخلاقي اصولو په پېژندلو، همدا راز د انسانانو په فردي، ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او… ژوند په بېلابېلو برخو کې د کړو وړو د څرنګوالي لپاره د قوانینو په ترتیب او پلي کولو بحث کوي. کوم کارونه چې دین تر سره کوي د انساني ژوند یوه لازمي اړتیا ده او ساینس یاد کارونه نه شي تر سره کولای، بریتانوی لیکوال (Bryan apple yard) په خپل کتاب (understanding the present) کې لیکي: په ساینس کې هېڅ ایمان او اخلاقیات نشته او موږ ته زموږ د ژوند د معنی، موخې او ارزښت په هکله هېڅ هم نه شي ویلای[2]. ځکه چې د ساینس موضوع په طبیعي قوانینو پوهېدل، تجربې او د انساني ژوند د پرمخ وړلو او آسانتیاوو په موخه د وسائلو اختراع او جوړول دي، مخکښه لیکواله روبرټ اي ګبلر (Robert E. Gabbler) په خپل کتاب کې د ساینس په هکله وایي:
 (Science involves more than the gaining of knowledge. It is the systematic and organized inquiry into the natural world and its phenomena. Science is about gaining a deeper and often useful understanding of the world [3] (
ساینس د ډېرې پوهې تر لاسه کول دي، دا د طبیعي نظام او پکې د شته څیزونو په تړاو یوه منظمه څېړنه ده، ساینس د نړۍ په هکله د ژورو او ګټورو معلوماتو تر لاسه کول دي.
کله چې د دین (اسلام) او ساینس د بحث موضوعات بېلابېل او جدا دي نو بیا پوښتنه دا ده چې ولې ملحدین دین او ساینس په خپل منځ کې سره په ټکر او تصادم کې ګڼي؟ یعنې د دین په هکله د ملحدینو بنسټیز فکر څه دی؟ ځواب دا دی چې ملحدین د دین او ساینس تر منځ د ټکر د اثبات لپاره څو فرضیې د لاملونو په توګه مطرح کوي چې په لاندې ډول دي:
۱ـ دین د پخوانیو خلکو د فکر زېږنده ده چې په توهماتو ولاړ او غیر ارتقائي دی، خو ساینس نویو پرمختللیو انسانانو رامنځته کړی چې په مشاهداتو ولاړ او ورځ تر بلې پرمختګ کوي.
۲ـ که چېرې دین او ساینس په خپلو کې په ټکر کې نه وای نو دین به هرومرو د انسانانو د مادي پرمختګ په پار ځینې احکام بیان کړي وای، ساینسي فورمولې به یې مطرح کړې وای، او دیني علماؤ هم باید د ساینس په ډګر کې لاسته راوړنې لرلای، دوی هم باید تر سپوږمۍ رسېدلي وای او بېلابېل اختراعات یې کړي وای.
۳ـ که چېرې دین له ساینس سره په تضاد کې نه وای نو ولې دیني علماؤ د ساینسي مصنوعاتو په خلاف فتوا ورکوله، لکه د دیوبند علماؤ چې په لاوډ سپيکر او د قرآن کریم په چاپولو باندې بندیز لګولی وو، او همدا راز ولې مسلمانان عام خلک د عقل له استفادې او کارولو څخه منع کوي؟
یادې درې واړه فرضیې بې اساسه دي او موږ یې په لاندې ډول ځوابوو:
۱ـ د ملحدینو دا فرضیه چې دین په توهماتو او ساینس په مشاهداتو ولاړ دی یوه ناسمه فرضیه ده، لومړی دا چې د کومو دلائلو په اساس د اسلام دین په توهماتو ولاړ ګڼي؟ توهمات او وهمونه په خپله یو ډول ذهني ناروغي ده، په معاصره نړۍ کې چې ډېره عقلي او روڼ اندې نړۍ بلل کېږي بیا هم د اسلام دین د بل هر دین په پرتله ډېر منونکي لري او لا هم په ډېرې چټکتیا سره په نړۍ کې مخ په ډېرېدو دي، که دا فرضیه سمه وای نو ولې هر کال په زرګونو د علم او پوهې څښتنان او روڼ اندي خلک د اسلام منلو ته غاړه ږدي؟ او داسې توهماتو ته مخه کوي؟ په دې صورت کې خو دې روڼ اندو ته پکار وه چې لا هم په خپلې روڼ اندۍ کې پرمختګ وکړي؛ بلکه په نړۍ ( خصوصا په غربي نړۍ ) تر ټولو زيات په تيزي سره خپريدونکی دين اسلام دی ،خو اصلا خبره برعکس ده، ځکه کله چې یو پوه او روڼ اندی شخص څېړنه کوي او وروسته اسلام مني، دا ددې ښکارندويي کوي چې اسلام توهم نه بلکې یو علمي، عقلي، بشپړ او فطري دین دی، چې اکثره وګړي یې د څېړنې په پایله کې د ژوند تېرولو تر ټولو غوره لار ګڼي.
د علمي ارتقاء او پرمختګ خبره هم په دې هکله ناسمه ده، دا ځکه چې زموږ په ژوند کې ډېر غیر ارتقائي څیزونه موجود دي، د بېلګې په ډول: (۱۰۰۰) کاله وړاندې ريښتینولي او صداقت یوه غوره کړنه وه، اوس هم غوره کړنه ده او (۱۰۰۰) کاله وروسته به هم همداسې وي، او درواغ، چل او فرېب (۱۰۰۰) کاله وړاندې هم ناوړه خصلتونه وو اوس هم ناوړه دي او (۱۰۰۰) کاله وروسته به هم ناوړه وي، داسې ډېر نور څیزونه هم دي چې ارتقاء نه کوي او په خپل حال پاتې کېږي، ساینس ځکه پرمختګ او ارتقاء کوي چې ارتقائي بڼه او ارتقاء ته اړتیا لري، خو دین بیا داسې نه دی چې هر وخت دې پکې بدلون راوستل شي، که داسې وشي نو د دین اصلیت له منځه ځي چې عیسویت یې یوه غوره بېلګه ده، عیسویانو په خپل دین کې د هر عصر له غوښتنو سره سم بدلونونه راوستل پای دا چې اکثره عیسویان له خپل اصلي دین څخه هم متنفر شول او دین خپله حقیقي بڼه له لاسه ورکړه. په حقیقت کې ارتقاء او پرمختګ کول د ارتقاء کوونکي څيز د کمزورۍ او نیمګړتیا نخښه ده، ځکه کله چې یو څيز په کمزوري او وروسته پاتې حالت کې وي نو پرمختګ کولای شي او له شته حالت څخه یو غوره حالت ته رسېږي، خو د اسلام سپېڅلی دین د الله جل جلاله له لوري رالېږل شوی او له آره بشپړ دی، له همدې کبله هېڅ پرمختګ او ارتقائي پړاوونو ته اړتیا نه لري، الله جل جلاله فرمایي: [ألْیَوْمَ أکْمَلْتُ لَکُمْ دِیْنَکُمْ وَ أتْمَمْتُ عَلَیْکُمْ نِعْمَتِیْ وَ رَضِیْتُ لَکُمُ الْاِسْلَامَ دِیْنًا] ژباړه: نن ورځ مې ستاسو لپاره ستاسو دین بشپړ کړ او پر تاسو مې خپل نعمت تمام کړ او اسلام مې ستاسو لپاره دین غوره کړ.
۲ـ ملحدین پوښتي چې ولې دیني علماؤ ساینسي پرمختګونه نه دي کړي، ولې اختراعات نلري او تر سپوږمۍ نه دي رسېدلي؟ یا ولې دین موږ ته د مادي پرمختګ لپاره ساینسي لارښوونې نه دي کړي؟
په حقیقت کې ملحدین د خپلې ناپوهۍ له امله دا پوښتنه مطرح کوي، ځکه چې دوی د اسلامي تاریخ په اوږدو کې له مسلمانو ساینسپوهانو څخه بې خبره دي او یا هم قصدا ځان بې خبره ښيي. لکه څنګه چې د یونانیانو په پېر کې به یو شخص د ډېرو څیزونو په تړاو پوهه درلوده او (Multi-talented) به وو، یعنې هم به یې په ټولنیزو علومو کې پوهه درلوده او هم په ساینسي علومو کې، په همدې توګه په اسلامي نړۍ کې هم ډېر ساینسپوهان تېر شوي چې په عین وخت کې اوچت دیني پوهان هم وو، تر ډېرې مودې پورې په اسلامي نړۍ کې دیني او دنیوي علوم یوځای لوستل کېدل او په یو وخت کې به یو شخص سربېره پر دې چې یو ښه دیني عالم به وو یو ساینسپوه به هم وو، خو په دې وروستیو کې لویدیځ وکولای شول چې په اسلامي نړۍ کې سیکولر نصاب رامنځته او دیني او دنیوي زده کړې بېلې کړي چې ستره بېلګه یې په برصغیر کې د لارډ میکالي د تعلیمي نظام پلي کول دي.
بله اړینه خبره دا ده چې له هر انسان څخه د هغه د څانګې او مسلک په هکله پرمختګ او لاسته راوړنه غوښتل کېږي، دا چې د ساینس او دین موضوعات یو ډول نه دي نو له همدې امله نشو کولای چې له دیني علماؤ څخه ساینسي پرمختګ او یا هم له ساینسپوهانو څخه په ديني برخه کې د پرمختګ هیله وکړو، دا یوه غیر معقوله او بېځایه غوښتنه ده.
پوښتنه: که چېرې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دين تر څنګ دنيوي پرمختګ هم غوښته نو بيا يې ولې ساینسي اختراعات نه وو کړي؟ ځکه چې دنيوي پرمختګ په ساینسي اختراعاتو او لاسته راوړنو سره کېږي.
ځواب: که چېرې موږ لومړی اسلامي تاریخ او ورپسې ساینسي تګلاره مطالعه کړو نو ددې پوښتنې ځواب څرګندېږي؛
لومړی راځو دېته چې ساینسي اختراعات څه ډول کېږي؟
د ساینسي اختراعاتو لپاره لازمه ده چې لومړی د هغه څيز تصور وړاندې شي، بيا هغه څيز د څو ارتقائې پړاوونو څخه تېرېږي او د ټولنې د وګړو په ورځنیو چارو کې شاملېږي، له دې سربېره مخترع يعنې ساینسپوه هم د خپل ژوند زياته برخه د همدي څیز په اختراع کولو کې لګوي، نو که چېرې رسول الله صلی الله عليه وسلم اختراعات کولی نو بيا د دين رسول او سمې لارې ته د خلکو بلل چې د يو نبي بنسټيز هدف دی ترې پاتې کېدل، رسول الله صلی الله عليه وسلم خلکو ته د الله تعالی له لوري يو نوی دين، تهذيب او تمدن راوړ او په عملي بڼه يې انسانانو ته وښود، ددې پر ځای چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يو مختصر څيز اختراع کړي داسې يو نسل يې وروزه چې هغوی په راتلونکي کې نه يوازې په ساینسي ميدان کې پرمختګونه وکړل بلکه په تهذيبي، ثقافتي، اخلاقي او ايماني ميدانونو کې هم د دنيا تر ټولو بهترين او غوره خلک ثابت شول. نو آيا يو يا دوه اختراعات کول غوره دي او که د داسې يو قوم روزل چې هغوی په راتلونکي کې له علم سره مينه ولري او په هر علمي ډګر کې خپل ټول ځواک په کار واچوي، په زرګونو سائنسپوهان وروزي او په دې برخه کې په زرګونو کتابونه وليکي او نور بېلابېل اختراعات وکړي؟ څرګنده ده چې د داسې يو قوم روزل د اختراعګانو په پرتله ډېر غوره دي.
ټول مؤرخين په دې خبره متفق دي چې د معاصر غرب د پرمختګ اصلي لامل په اسلامي نړۍ کې ساینسي انقلابونه ول، کوم وخت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلام دعوت شروع کړ هغه وخت د نړۍ په کوم ګوټ کې علمي انقلابونه ول؟ کومو قومونو ساینسي اختراعات کول؟ واضحه خبر ده چې د يونان او هند علمي ډيوي مړې وې، کتابونه تر خاورو لاندې بند پراته وو، ټوله نړۍ د جهالت په تيارو کې ډوبه وه، عربان هم د همدې نړۍ يوه برخه وه، په ساینسي يا علمي ميدان  کې د پرمختګ کولو لپاره له عربو سره هيڅ توجيه نه وه او نه يې ورته اهميت درلود، خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم له بعثت څخه وروسته یې د علم ډېوې بلې کړې او آن تر ننه پورې يې نړۍ روښانه ساتلې، لنډه دا چې که رسول الله صلی الله عليه وسلم اختراعات نه دي کړې نو د علم تصور يې خلکو ته ور وپيژانده، خلک يې له پوهې سره بلد کړل او علم يې د مومن ورکه وبلله او د هڅونې په پار یې تر نورو انسانانو ډېر د هغې د لاسته راوړلو وړ وباله.
۳ـ د ملحدینو درېیمه فرضیه چې د ځینو ساینسي اختراعاتو او مصنوعاتو په هکله یې وړاندې کړې یوه ناسمه فرضیه ده. په دې هکله ملحدین دوه دلائل وړاندې کوي او هڅه کوي چې ساینس او اسلام په ټکر کې ثابت کړي؛ لومړی دلیل یې د مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله هغه فتوی ده چې د لاوډسپیکر او مایکرووفون په حرمت یې ورکړې ده او بله هغه فتوی ده چې په عثماني سلطنت کې ځینو علماؤ د (Printing press) یا چاپخونو په هکله ورکړې وه. معاصر بې دینه خلک چې هر کله د ساینس او دین په هکله بحث کوي نو دا دواړه دلائل هرومرو ذکر کوي او تر څنګ یې له ځانه زیاتونې هم ورسره کوي چې علماؤ ځکه د لاوډ سپیکر په حرمت فتوی ورکړې وه چې ویل به یې چې په لاوډسپیکر کې د اذان له غږ سره د شیطان غږ هم یو ځای کېږي، او د چاپخونو په حرمت ځکه علماؤ فتوی ورکړې وه چې دا ماشینونه یې شیطاني ګڼل او د قرآن په چاپ کې شیطان لاسوهنه کوي؟ خو څرګنده ده چې د ملحدینو دا دواړه خبرې له بهتان او تور پرته بل هېڅ هم نه دي.
تر هر څه د مخه دا باید روښانه شي چې علماء په کوم وخت کې د ساینسي اختراعاتو په هکله فتوی ورکوي؟ علماء په هغه وخت کې د یوې ساینسي اختراع په هکله بحث کوي کله چې نوموړی څيز په یوه دیني چاره کې وکارول شي او یا له دیني چارو سره تړاو ولري، له همدې امله تر اوسه هیچا هم نه دي اورېدلي چې کوم عالم دې د موټر، کښتۍ او یا هم الوتکې په هکله فتوی ورکړې وي، لامل یې دا دی چې نوموړي څیزونه په مستقیم ډول په دیني چارو پورې اړه نه لري. بل دا چې هېڅکله هم داسې نه دي شوي چې یو څیز دې په شرعي چوکاټ کې برابر وي او د ټول امت په اتفاقي فتوی دې هغه څیز حرام ګڼل شوی وي، بلکې ځينې وختونه یو عالم د تردد له امله یو څیز په خپله رایه او فتوی حرام ګڼي خو وروسته بیا نورعلماء هغه رایه او نظر تصحیح کوي، له همدې امله هېڅکله هم د یو عالم خپله رایه او اجتهاد د بشپړ دین تصور نه شي کېدای، که چېرې ملحد ادعا کوي چې دین او ساینس په ټکر کې دي نو اړینه ده چې د دین له اصولو (قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو) څخه دلیل راوړي او خپله مدعا ثابته کړي.
اوس راځو د یادو علماؤ فتواوو ته؛ مولانا اشرف علي تهانوي چې د لاوډ سپیکر په هکله کومه فتوی ورکړې هغه له دې امله نه وه چې د شیطان آواز پکې یوځای کېږي، بلکې لامل یې دا وو چې لومړی په لاوډ سپیکر کې غږ ثبتېږي او تر هغه وروسته خپرېږي، یعنې نوموړي چې د لاوډسپیکر په هکله کوم تصور درلود په هماغه بنسټ یې دا فتوی ورکړې، تردد او شک یې په دې کې وو چې هسې نه خلک د آذان غږ ثبت کړي او بیا د آذن پر ځای د همغه ثبت شوي غږ پر بنسټ خپل لمونځونه وکړي، د یو څیز په هکله تردد او شک د هر چا حق دی، اسلام خپل اصول او دایره لري، دې دایرې ته چې هر څیز راځي نو علماء حق لري چې په اړه یې د شک څرګندونه وکړي او نوموړی څیز وڅېړي، لکه څنګه چې یو هېواد ته یو نوی څیز (ساینسي آلات، خوراکي توکي او…) واردېږي نو د هغه هېواد مسئول چارواکي د نوموړي څیز لپاره (Custom system) جوړوي او د هغه څیز په هکله بشپړه څېړنه کوي، وروسته بیا یا د هغه څیز د واردولو اجازه ورکوي او یا یې بېرته ردوي، نو تر هغه چې حکومت د نوموړي څیز په هکله معلومات نه وي بشپړ کړي د هېواد اتباعو او اوسېدونکو ته د هغه څیز د کارولو او ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي که څه هم ډېر خلک د هغه څیز په هکله مثبت نظر ولري، د مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله فتوی هم همداسې ده، وروسته چې کله د لاوډ سپیکر په هکله نوموړي ته بشپړ معلومات ورسېدل نو هغه خپله فتوی بېرته واخیسته او د لاوډسپیکر د کارولو د جواز فتوی یې ورکړه[4].
د علماؤ دوهمه فتوی چې د چاپ ماشین یا پرنټنګ پرېس په هکله وه حقیقت يې دا دی: په عثماني سلطنت کې د چاپ د ماشين په هکله د علماؤ د فتوی په هکله دوه ډوله خبرې کېږي؛ د پاکستان مخکښ لیکوال جاوېد چوهدری په خپله لیکنه کې چې د (پاکستان کی اتاترک کا انتظار) تر عنوان لاندې د (۲۰۱۵م) کال د فبروري په (۲۱مه) خپره شوې داسې وایي: په (۱۳۷۷م) کال کې په نړۍ کې لومړنۍ چاپخونه رامنځته شوه او په ترکیه کې بیا په (۱۵۸۷م) کال کې لومړنۍ چاپخونه جوړه شوه چې علماؤ یې په خلاف فتوی صادره کړه، تر (۱۴۰) کلونو پورې په یاده فتوی عمل کېده او په (۱۷۲۷م) کال د سلطان احمد ثالث په دور کې د حمد سعید په نوم یو شخص چاپخونه جوړه کړه، د لیکوال په وینا دهمدې فتوی په اساس خلکو خپل کتابونه چاپ نکړای شول او له امله یې مسلمانان وروسته پاتې شول، لیکوال علماؤ ته په انتساب دا خبره هم کوي چې د چاپ ماشین یو شیطاني ماشین دی[5].
د جاوید چوهدري دا خبره د هر ملحد لپاره یو دلیل ګرځېدلی چې اوسمهال یې پښتانه ملحدین هم له اردو ژبو ملحدینو څخه کاپي کوي، استدلال پرې کوي او خپروي یې.
د نوموړې فتوی په هکله دوهمه خبره د (سوریه فاروق) د کتاب (Subject of the Sultan) ده، په دې هکله له دې دواړو پرته بله هېڅ مستنده حواله نشته او نه هم په دې دواړو حوالو کې دا خبره په صحیح سند سره ثابته شوې.
د کره شواهدو په اساس په عثماني سلطنت کې لومړنۍ چاپخونه د (۱۴۹۳م) کال د ډېسمبر په (۱۳مه) جوړه شوه، په (۱۵۰۴م) کال کې بله چاپخونه هم رامنځته شوه، په (۱۵۲۲م) کال د بوسنیا په ښار کې هم جوړه شوه، په (۱۵۶۷م) کال په قسطنطنیه (استانبول) کې یو ارمینیایي شخص د ارمینیایي ژبې د ژبدود (ګرامر) یو کتاب چاپ کړ، په (۱۵۸۴م) کال په لبنان کې هم یوه چاپخونه جوړه شوه ورپسې په (۱۷۴۳م) کال په لبنان کې د عربي کتابونو د چاپ لپاره ځانګړې چاپخونه جوړه شوه، لنډه دا چې په (۱۵مه) پېړۍ کې په استانبول کې د (Basmahane) په نوم ډېرې چاپخونې موجودې وې[6].
که چېرې د هغه وخت علماؤ د چاپخونو په خلاف فتوی ورکړې وای نو بیا ولې په عثماني سلطنت کې دومره ډېرې چاپخونې موجودې وې؟ که د قرآن کریم په هکله هم وګورو نو د ویکیپیډیا د معلوماتو له مخې تر هر څه وړاندې د ایټالیا په وینس ښار کې په (۱۵۳۷م) کال قرآن کریم چاپ شوی، که چېرې علماؤ د قرآن کریم د چاپ په حرمت فتوی ورکولای نو بیا به د عثماني سلطنت په ښارونو کې د وېنس په ښار کې چاپ شوي قرآني نسخې نه پلورل کېدې، په (۱۵۸۷م) کال سلطان مراد ثالث پخپله هغه معاهده لاسلیک کړه چې په اروپا کې په عربي، فارسي او ترکي ژبه چاپ شوي کتابونه به په سلطنت کې پلورل کېدل[7]، که چېرې د کتابونو چاپ حرام ګڼل کېدای نو بیا ولې په دولتي کچه اجازه ورکول کېږي[8]؟ د عثماني سلطنت مفتي اعظم عبدالله رومي آفندي چې په سلطنت کې به شیخ الاسلام بلل کېده په خپله د چاپخونو په هکله د جواز فتوی ورکړې[9].
دې هر څه ته په کتو ښکاري چې د چاپخونو په هکله د ملحدینو ادعا ناسمه ده، البته د ځینو تاریخي روایاتو په اساس په هغه وخت کې ځینو خطاطانو د چاپخونو په وړاندې غبرګون ښودلی وو او لامل یې دا وو چې د هغوی د کار وبار مخه یې ډب کړې وه، خو دا خبره هم کوم کره ثبوت نه لري.
بېرته راځو خپلې اصلي خبرې ته چې د دین او ساینس د بحث موضوعات بېل او جدا دي په همدې اساس د دواړو تر منځ هېڅ ټکر او تصادم نه رامنځته کېږي، کټ مټ لکه د طب او اقتصاد موضوعات چې له یو بل څخه بېل دي او هېڅوک هم دا خبره نشي کولای چې طب او اقتصاد په خپلو کې سره متصادم دي، دین (اسلام) او ساینس هم همداسې دي په بېلابېلو موضوعاتو راڅرخي او تر منځ یې هېڅ تصادم او ټکر نشته، او که څوک بیا هم دین او ساینس په خپلو کې په ټکر او تصادم کې ګڼي په حقیقت کې دا د هغوی په ناپوهۍ دلالت کوي چې د دین او ساینس له موضوعاتو بې خبره دي.
په ساینس کې د دین مداخله
د ساینس او دین په تړاو بحثونو کې باید وویل شي چې د ساینس په عملي ډګر کې ځینې وخت دین مداخله کوي، په دې بحث کې همدا موضوع څېړو چې په کومو مواردو کې دین د ساینس په چارو کې مداخله کوي؟
تر هر څه د مخه باید په یاد ولرو چې د اسلام مبارک دین هېڅکله هم موږ له ساینس، ساینسي علومو او ساینسي پرمختګ څخه نه منع کوي، بلکې لا هم موږ په کاېناتو کې تدبر او تفکر ته هڅوي. د اسلام دین په هره برخه کې د انسانانو لپاره ځینې حدود او اصول ټاکي چې ساینسپوهان هم باید یادو اصولو او حدودو ته په کتو خپلې چارې پر مخ یوسي او له هغو حدودو څخه تېر نه شي، که چېرې یو ساینسپوه د خپلې تجربې په ترڅ کې غیر اخلاقي کړنې ته مخه کوي نو په دې وخت کې دین په ځانګړي ډول اسلام په ساینس کې مداخله کوي او د نوموړي غیر اخلاقي کار د ترسره کولو اجازه نه ورکوي، د بېلګې په ډول یوه ډله ساینسپوهان غواړي یو بم جوړ کړي، او ددې خبرې د معلومولو لپاره چې په دې بم سره څومره کسان وژل کېږي غواړي دا بم په بې ګناه خلکو وازمایي تر څو دوی تجربه وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي، دلته ددې بم استعمال یو غیر اخلاقي عمل دی ساینس په دې ځای کې ددې بم د کارولو او نه کارولو لپاره کومه لارښوونه نه لري، له همدې امله دلته دین مداخله کوي او ددې ساینسي تجربې د کارولو مخه نیسي. یا دا چې ساینسپوهان د یو وایروس او میکروب په هکله د پوهېدو لپاره وغواړي چې نوموړی وایروس په افریقا کې خپور کړي او په افریقایي انسانانو یې وازمایي او په دې توګه د مکروب په هکله معلومات بشپړ کړي ساینس د دې کار د سموالي او ناسموالي په اړه هېڅ کومه لارښوونه نه لري، همدا دین دی چې په داسې صورتونو کې غواړي ساینسپوهانو ته اخلاق وښيي او دوی مهار کړي بلکې په داسې وختونو کې ساینس دین ته اړ دی څو د ورته کارونو مخنیوی وکړي او د څو تنو د پوهې د زیاتوالي په موخه د ډېرو بې ګناه انسانانو ژوند له ګواښه وژغوري.
همدا راز اسلام د ټولو هغو ساینسي نظریاتو مخالفت کوي چې له شرعي قطعي الثبوت او قطعي الدلالة نصوصو سره په ټکر کې واقع وي، په معاصر وخت کې یې یوه بېلګه د سکسي نانځکو (Sex toys) یا (سیلیکان سکس ټایز) ایجاد او جوړول دي، له شک پرته چې په ساینسي ډګر کې دا یوه ستره لاسته راوړنه ده خو په اخلاقي ډګر کې بیا تر ټولو سپک او ذلیل عمل دی، په داسې صورتونو کې دین د ساینس په چارو کې لاسوهنه او مداخله کوي او باید یې هم وکړي، څو یو ساینسپوه خپل اخلاقي معیارونه له لاسه ورنکړي او انسانان د ساینسي پرمختګ له امله اخلاق هېر نه کړي.
بله بېلګه یې د انټرنټي فتنو ده، له شک پرته چې په معاصر وخت کې انټرنټ یوه ستره ساینسي لاسته راوړنه ده، چې د سم او پر ځای کارولو تر څنګ ناسمه کارېدنه هم لري، یعنې په ناسمه او منفي توګه هم کارېدلی شي له همدې امله دین انسانان د انټرنټ له ناسمې کارونې څخه منع کوي، یا کله چې یوه کړنه له اخلاقي اړخه ناسمه وي نو هرومرو دین هلته مداخله کوي څو یې له زیانونو څخه انسانان وژغورل شي.
په دین کې د ساینس مداخله:
ساینس هېڅکله هم د اسلام په مبارک دین کې مداخله نه شي کولای، یواځینی څیز چې د طبیعي قوانینو خلاف دي هغه معجزې دي چې هغه هم یواځې پیغمبرانو ته ورکړل شوي، چې په دې باندې ساینس نه اقرار کوي او نه هم انکار، ځکه ساینس د تجربې او مشاهدې په اساس خپلې چارې پر مخ وړي او کومې معجزې چې انبیاء کرامو ته ورکړل شوې وي هغه نه د ساینس په مشاهده کې دي او نه یې هم تجربه کولای شي، په همدې اساس معجزې باطلې نه دي بلکې ساینس او انساني عقل یې له درک کولو څخه عاجز دی[10].
په تېر تاریخ کې ډېر داسې کارونه تر سره شوي چې اوسمهال یې هم نخښې او آثار موجود دي، خو تر اوسه یې ساینس له سالم ادراک څخه عاجز دی، د بېلګې په ډول د مصر اهرامات په تېرو زمانو کې جوړ شوي خو ساینس یې تر اوسه پورې په هکله سمه او کره نظریه نه ده وړاندې کړې چې دا اهرامات څه ډول جوړ شوي، ماضي او تېر یو واقعیت دی او موږ یې د واقعیت په توګه منو خو د ډېرو څیزونو له ادراک څخه یې تر اوسه ساینس عاجز دی.
خو ملحدین نه یواځې د مداخلې اجازه ورکوي بلکې وایي چې دساینس په راتګ سره د دین اړتیا له منځه تللې، ځکه چې پخواني خلک به د طبیعي پېښو له حقیقت څخه ناخبره وو او له همدې امله به یې ټولې طبیعي پېښې الله ته منسوبولې د بېلګې په ډول: کله به چې باران کېده نو خلکو به ویل چې الله تعالی دا باران کوي خو کله چې ساینس پرمختګ وکړ نو معلومه شوه چې باران د ځمکې د بخاراتو له امله کېږي. په همدې توګه ملحدین وایي چې ساینس د کائناتو او هرې طبیعي پېښې دیني توجېه رد او پرځای یې د هر څیز سرچینه او لامل معلوم کړ، خو حقیقت دا دی چې د ملحدینو دا ډول ادعاوې ناسمې او پر مغالطو ولاړې دي، ځکه چې ساینس د کائناتو او پکې د کېدونکو پېښو څرنګوالی بیانوي او دین موږ ته ددې هر څه د مسَبِّبْ یا ددې هر څه د ترسره کوونکي په هکله معلومات راکوي.
په کائناتو کې هره رامنځته کېدونکې پېښه او د کائناتو نظام په یو ترتیب او نظم سره پر مخ روان دی، ساینس همدومره بیانولای شي چې «څنګه» دانظام پر مخ ځي؟ خو دین موږ ته دا بیانوي چې «ولې» دا نظام په دومره منظمه بڼه پر مخ روان دی؟ او تر شا یې اصلي لامل څه دی؟ څوک دا منظمې او کره چارې پر مخ وړي؟ یعنې ساینس موږ ته یواځې دومره ویلای شي چې «څنګه» یوه چاره تر سره کېږي خو دین موږ راښيي چې «ولې» ترسره کېږي؟ نو په «څنګه» او «ولې» کې ډېر زیات توپیر دی، د بېلګې په ډول کله چې موږ غواړو یوه چاره تر سره کړو نو دوه پوښتنې باید حل شي چې «څنګه» او په کومو پړاوونو کې نوموړې چاره تر سره کړو؟ او دوهم دا چې «ولې» دا چاره ترسره کړو؟ یا ددې چارې له ترسره کولو څخه زموږ موخه څه ده؟ د بېلګې په ډول: سټیو جابز (Steve Jobs) آیفون (IPhone) موبایل جوړ کړ، له ساینسي اړخه موږ دا معلومولای شو چې «څنګه» او په کومو پړاوونو کې نوموړی موبایل جوړ شو، لکه لومړی یې نقشه جوړه کړه، بیا یې د موبایل بېلابېل اجزاء جوړ کړل او په پای کې یې ټول اجزاء په منظم ډول یوځای کړل او موبایل ترې جوړ شو، د موبایل د جوړېدو دا ټول پړاوونه یواځې دا پوښته حل کوي چې «څنګه» دا موبایل جوړ شو؟ خو که اوس دا پوښتنه وشي چې «ولې» یې دا موبایل جوړ کړ؟ نو ساینس ددې پوښتنې ځواب نه شي ورکولای، ځکه چې دا په ساینس پورې اړه نه لري، همدا راز د کائناتو په هکله هم موږ ته ساینس ویلای شي چې څنګه یوه چاره ترسره کېږي (لکه څنګه باران کېږي؟) خو دا نشي ویلای چې ولې دا چاره تر سره کېږي (ولې باران کېږي؟) او موخه ترې څه ده؟ او یا یې هم لومړنی سبب (First cause) څه دی؟ ددې لپاره موږ دین ته اړتیا لرو، ترڅو د کائناتو او خپل ځان د پيدایښت په موخه پوه شو او د کائناتو خالق وپېژنو.
دین موږ ته یواځې د طبیعت په هکله څرګندونې نه کوي، بلکې انساني ژوند نور ډېر اړخونه هم لري چې باید د اصولو او یو نظام په رڼا کې یې اړوندې چارې پرمخ یوړل شي، ددې اصولو او نظامونو په هکله په لویدیځ کې له تېرو (۳۰۰۰) کلونو راهیسې فلاسفه بحث او څېړنې کوي، خو بیا هم یوې مثبتې او سالمې پایلې ته نه دي رسېدلي، خو دین (اسلام) موږ ته دا ټول سالم اصول او نظام راښودلی چې په پلي کېدو سره یې انسان په واقعي معنا نېکمرغي ترلاسه کولای شي. له همدې امله که انسان هر څومره هم سرکښ شي، له خپل خالق څخه بغاوت وکړي او تر څنګ یې په ساینسي برخه کې هم ډېرې لاسته راوړنې او پرمختګونه ولري بیا هم دین ته اړتیا لري، ځکه انساني فطرت او ضمیر یواځې په مادي او ساینسي پرمختګ سکون او آرام نه مومي، ددې سکون او آرام د ترلاسه کولو یواځينۍ سرچینه دین دی چې باید ومنل شي او د عمل ډګر ته راواېستل شي،
 په کال ۲۰۱۶ کې د امريکا د رائس پوهنتون پروفيسور ايلين هووورډ ايکلنډ او د ده ملګرو په ۲۰۰۰۰ سائنسپوهانو يو تحقيق وکړ ، دا سائنسپوان د مختلفو هيوادونو وو او تحقيق د سائنسپوانو د مذهبي ميلاناتو معلومولو لپاره وو ، د دې تحقيق نتيجه په کال ۲۰۱۹ کې له آکسفورډ څخه د يو کتاب په شکل کې خپره شوه چې نوم يې Secularity and science : what scientists around the world really think about religion وو .
د دې تحقيق  نتائج په څلورو نکاتو کې نړۍ ته واندې کړی شول چې په لاندې ډول دي
۱: په نړۍ کې مذهبي فکر لرونکي سائنسپوهان زموږ له توقعاتو څخه زيات دي ،
۲: په سائنسي مواردو کې مذهب او سائنس کله نا کله ورته والی لري ،
۳: که سائنسپوه ملحد هم وي خو بيا هم هغه په يو نه يو ډول په سائنس کې د روحانيت قايله وي ،
۴: سائنس او د مذهب تر منځ اختلاف لومړی له غرب څخه پيل شوی،
 پای دا چې د ملحدینو دا ادعا چې د ساینس په راتګ سره دین له منځه تلونکی دی یوه ناسمه او بې ځایه ادعا ده، بلکې دین چې د کومې موخې لپاره راغلی وو اوس هم هماغه اړتیا شته.
لنډیز
ددې عنوان لنډیز او پایله په څو ټکو کې بیانوو:
۱ـ دین او ساینس په خپلو کې هېڅ ډول تصادم نه لري.
۲ـ د دین او ساینس موضوعات جدا دي، ساینس په طبیعي قوانینو د پوهېدو او مادي څیزونو په اړه بحث کوي او دین په ماوراء الطبیعت، اخلاقو او ټولنیزو قوانینو باندې راڅرخي.
۳ـ له قرآن کریم او دیني علماؤ څخه د ساینسي وسایلو د جوړېدو او اختراعاتو غوښتنه په اصل کې له دین او ساینس څخه د بې خبرۍ له امله ده.
۴ـ دین د ساینسپوهانو لپاره اخلاقي اصول وضع کوي او په همدې تړاو د ورته مسائلو په صورت کې دین د ساینس په چارو کې لاسوهنه کوي، څو ساینسي اختراعات غلط و نه کارول شي او تجربې هم په سم ځای کې تر سره شي.
۵ـ ساینس په هېڅ صورت کې هم په اسلام یا حقیقي الهي دین کې مداخله او لاسوهنه نه شي کولای، ځکه ساینس له مادې څخه بحث کوي او اسلام د مادي قوانینو خلاف خبره نه کوي، یواځې د پيغمبرانو معجزې مستثنی دي.

[1]  رسالہ : مینار نگہبانی ، اپریل2005,1,

https://www.jw.org/finder?wtlocale=UD&issue=2005-04-01&pub=w05&srcid=share

[2] https://magazine.mohaddis.com/shumara/164-apr-2003/2090-mazhab-scince-taluq

[3] Gabler, Robert E, Physical geography Nelson Education, 2008, P13.

[4] Https://ilhaad.com/2019/09/ulama-and-loudspeaker/

[5] Https://www.zeropoint.com.pk/javed-chaudhry-urd-colums/2015/02/21/17158

[6] Https://www.dailysabah.com/feature/2015/06/08/myths-and-reality-about-the-printing-press-in-the-ottoman-empire

[7]Https://www.dailysabah.com/feature/2015/06/08/myths-and-reality-about-the-printing-press-in-the-ottoman-empire

[8]   پورتنۍ حواله.

[9]  پورتنۍ حوله.

[10] د معجزاتو په اړه د ملحدينو بنسټيز تصور ناسم دی، ملحدين د الله تعالی په اړه داسې تصور لري چې ګويا هغه هم د طبيعي قوانينو پابند دی، ډاکټر زاهد مغل صاحب معجزاتو په اړه واضحه او اسانه مثال ورکړی، هغه وايې که چېرې له يوې بلې سيارې څخه خلايې مخلوق ځمکې ته راشي او په سرکونو باندې وګوري چې په سرو اشارو سره موټر دريږي او شنو اشارو روانېږي، بيا دا مخلوق نورو ځايونو کې هم وګوري چې په همدې ترتيب سره موټرونه درېږي او حرکت کوي، دا مخلوق بيا نورو انسانانو سره يوه ورځ دا خبره شريکه کړي چې په دې سرو اشارو کې او شنو اشارو کې ډېر قوت دی، ځکه خو پرې دا موټر درېږي، انسان دې خلائ مخلوق ته وايې چې په اصل کې دې اشارو کې قوت نشته بلکې دا موږ دې اشارو ته معنا ورکړې او په حقيقت کې هيڅ معنا نه لري،  همدا راز کله چې يو شخص د سائنس لامله د معجزې انکار کوي نو د دې مثال داسې دی لکه خلایي مخلوق چې د دې په مشاهده کې څه وي هغه ورته حتمي ښکاري، د دې خلایي مخلوق په اند که چېرې عاجل امبولانس راشي نو هغه به هم د دې سرې اشارې پابند وي، حال دا چې عاجل امبولانس د دې قانون پابند نه وي، همدا راز بلاتشبيه موږ چې کله د الله تعالی نظام ګورو نو دا ټول په يو سيستماتيک ډول روان دی، دا سيستم الله تعالی جوړ کړی او هغه دې سيستم ته معنا ورکړې، که چېرې الله تعالی وغواړي نو هغه پکې د خپلې خوښې او اختيار مطابق تصرف کولی شي، هغه رب چې په ملياردونو ژوندي موجودات يې پيدا کړي آيا هغه رب نشي کولی چې له تيږې نه اوښه پيدا کړي؟ هغه رب چې لمر يې پيډا کړی او د ټولې دنيا اورونه يې پيدا کړي آيا هغه نشي کولی چې ابراهيم عليه السلام په اور کې دننه له سوځېدو وساتي؟ نو د معجزاتو په باب کې د ملحدينو ستره تيروتنه دا ده چې ملحدين الله تعالی د طبيعي قوانينو تابع بولي. -العياذ بالله-

Leave A Reply

Exit mobile version