لیکوال: ابو رائف

استعمار د کندهار وژنې (شپاړلسمه برخه)

په افغانستان کې د امریکې د جنګي جنایتونو په لړۍ کې، یو هم د کندهار ولایت د «پنجوایي» ولسوالۍ ستر بشري جنایت دې چې د امریکې یو جنایتکاره سرتیري لخوا ترسره شو، دغه ستر جنایت، د «کندهار وژنو» په نوم مشهور شوی دې؛ په دغه پیښه کې د «رابرت بیلز» په نوم یو امریکایي سرتیري اوولس غیر پوځي او ملکي افغانان په شهادت ورسول او جسدونه یې په یوه کور کې سوځولي و.
د شهیدانو په ډله کې څلور سړي، درې ښځې، دوه هلکان او اووه انجونې شاملې وې؛ نه کسه قربانیان ماشومان و او یوولس کسه شهیدان د یوه کور غړي و؛ د امریکې د پوځ دغه جنایت کاره سرتیری ونیول شو او د شپاړلس عمدي قتلونو په تور محکوم شو، نوموړي له اعدام څخه د ځان ژغورنې لپاره په شپاړلس عمدي قتلونو اعتراف وکړ او بیا د مشروطې ازادۍ پرته په ابد یا دایمي حبس محکوم شو او په بې عزتۍ سره د پوځ څخه ګوښه کړل شو.
د متحده ایالتونو رسمي چارواکو او په دوی پورې تړلو ځواکونو، ایساف د وژل شوو کسانو په اړه یوازې بخښنه وغوښته، د افغانستان د وخت چارواکو د یاد سرتیري د علني او ښکاره محاکمې غوښتنه وکړه؛ اما د امریکې دفاع وزارت د دې غوښتنې سره مخالفت وکړ؛ مجرم سرتیري د خپلې محاکمې پر مهال ویلي و چې په دې نه پوهیږي چې ولې یې دغه جنایتونو ترسره کړل!
د شهیدانو او ټپیانو نومونه او لیست
د الجزیرې رسنۍ د رپوټ له مخې د شهیدانو نومونه په داسې ډول دي: محمد داود د عبدالله زوی، خداد داد د محمد جمعه زوی، نظرمحمد، پایندو، روبنا، شاطرینا د سلطان محمد لورګانې او زامن، زهرا د عبدالحمید لور، نازیه د دوست محمد لور، معصومه، فریده، پلوشه، نبیه، عصمت الله او فیض الله د محمد وزیر زامن او لورګانې، عیسی محمد د محمد حسین زوی او اخترمحمد د مرادعلي زوی.
ټپیان
حاجی محمد نعیم د حاجی سخاوت زوی، محمد صدیق د محمد نعیم زوی، پروین، رفیع الله، زردانه او ذوالحجه.
د جنایت د ارتکاب څرنګوالی
د پیښې د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې دغه جنایتکار سرتیري، لومړی د یوه کورنۍ څلور غړي د الکوزي په کلي کې په شهادت ورسول، د پیښې د یوه ټپي د وینا له مخې، امریکایي سرتیري د کورنۍ غړي یې تر ‌ویشتلو دمخه له خوبه را پاڅولي و، بل شاهد ویلي چې ما په خپلو سترګو ولیدل چې دغه سرتیري یوه ښځه له کوره دباندي ایستلې وه او څو ځلي یې د هغې سر له دیوال سره وواهه.
د نجیبانو په نوم کلي کې، د عبدالصمد په نوم کس د کورنۍ یوولس غړي یې په شهادت ورسیدل چې  میرمن، څلور لوڼې چې دوه یې شپږ کلنې وې، له اتو تر دولسو کلو پورې څلور زامن او دوه کسه نور د خپلوانو څخه یې پکې شامل و؛ د یوه شاهد په وینا، بیلز هلکان له ویښتانو ټینګ کړي و او په خوله یې په ګولۍ ویشتلي و، درې کسه ماشومان د یوې یوې ګولې په مټ چې په سرونو یې ویشتلي و، په شهادت ورسیدل او له هغه وروسته جسدونه یې سوځول شوي و.
یو بل ملکي او بېګناه وګړی ۵۵ کلن محمد داود و، چې په بل کلي کې په خپل کورکې دننه په شهادت ورسول شو.
د جسدونو سیځل
دغه جنایتکار سرتیري د ځینو شهیدانو جسدونه سوځولي و، شاهدانو ویلي و چې یوولس جسدونه له یوې کورنۍ څخه چې پر سرونو په مرمۍ او بدنونه یې په چړو ټوک ټوک شوي و او له هغې وروسته په یوه کوټه کې یې راټول کړي او سوځولي و، د یوه شهید د کوټې په غولي کې ډیرې ایرې موندل شوې وې، د یوه سوځول شوي ماشوم جسد د سکرو په څېر موندل شوی و؛ نیویارک ټایمز رپوټ وړاندې کړی و چې د ماشومانو جسدونه سیمې ته څيرمه یوې امریکايي اډې ته لیږدول شوي و.
د کندوز پر روغتون برید
د امریکې متحده ایالاتو ځواکونو د خپلو جنایتونو د لړۍ په دوام کې، د ۲۰۱۵ م کال د اکتوبر په ۳ نیټه په بې موخو او ړندو بریدونو کې د کندوز ولایت د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون وحشیانه برید ترسره کړ او هغه یې بمبار کړ؛ په دغه زړه بوږنوونکي جنایت کې ۴۲ کسه ووژل شول او څه د پاسه ۳۰ کسه ټپیان شول؛ په هغه وخت کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو لوی کمیسار «زید رعد حسین» دغه فجیع او وحشي برید جنګي جنایت وباله؛ امریکایي ځواکونو، نه یوازې دغه روغتون بمبار کړ، بلکه له هغه وروسته د یو ټانګ په وسیله روغتون ته ننوتل او دغه ناڅاپه دننه کیدل، د روغتون ډیرې برخې او تجهیزات زیانمن کړل، احتمالي شواهد او مدارک یې له منځه یووړل او د ډاکټرانو د ویرې او ډار سبب شو؛ په دې اړوند تر ټولو عجیب ټکی دا و چې متحده ایالتونو دغه برید جنګي جنایت نه، بلکه انساني تیروتنه وګڼله او باوري و چې د نظامي پرسونل هیڅ یو نه پوهیدل چې پر یو روغتون د برید په حال کې دي. یو څه وخت وروسته د متحده ایالتونو ځواکونو اعلان وکړ چې دغه عملیات په سیمه کې د میشتو ځواکونو د ملاتړ لپاره شوي دي؛ له هغه وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال «جان کمپبل» د پیښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې دغه عملیات د افغان ځواکونو په غوښتنه چې د مجاهدینو تر برید لاندې ول، ترسره شوي دي؛ له دې سره سره بیاهم نوموړي دغه برید یوه تیروتنه او اشتباه  وګڼله او ویې ویل چې موږ هیڅکله په قصدي او عمدي توګه یو خوندي روغتیایې مرکز تر برید لاندې نه نیسو! اما کمپبل زیاته کړه چې دغه برید د متحده ایالتونو یوه پریکړه وه چې د امریکایي پوځ د مراتبو په لړۍ کې نیول شوې وه؛ په ۲۰۱۵ م کال د اکتوبر په اوومه نیټه بارک اوباما د امریکې د وخت ولسمشر په یوه بې ساري او نادره اقدام کې، له دغه برید څخه بخښنه وغوښته.
په دغه برید کې ډیری ناروغان او پایوازان یې ووژل شول او ټپي شول او پوه، تجربه لرونکي، ماهر او متخصص ډاکټران لکه «ډاکټر احسان عثماني» او «ډاکټر عبدالستار» چې په ډیرو سختو شیبو کې، شپه او ورځ د بې وسه او مظلومو هیوادوالو په چوپړ کې بوخت ول او هغوی ته یې روغتیایي خدمتونه وړاندې کول، په شهادت ورسیدل.
د کندوز ولایت پر کلیو بریدونه
د ۲۰۱۷ م کال په نوامبر میاشت کې امریکایي اشغالګرو ځواکونو د کندوز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې درې کلي (سید عظیم، غرو قشلاق او سر آسیاب) د کورني مزدورانو په کوردینات ورکولو سره د ړندو بمباریو لاندې ونیول او ۲۷ کسه ملکي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړل، د سیمې خلکو او د وخت د ولایتي شورا غړي «خوش احمد نصرت» ومنله چې د ۱۴ کسه شهیدانو او ۱۳ تنو ټپیانو هویت دوی ته معلوم و؛ د سیمې ټولو خلکو د دغې پیښې پخلی کاوه، اما ناټو او د هغوی کرایي مزدورانو چې وړاندې يې د تفتیش او څارنې ادعاوې کولې او بیا وروسته سوچ منکر شول چې په یاده پیښه کې هیڅ یو ملکي وګړی ندې وژل شوی او استدلال یې وکړ چې که څوک وژل شوی وای، هرومرو به د کندوز روغتون ته لیږدول کیده.
له بلې خوا د «ویسا» په نوم په کابل کې چاپي ورځپاڼې راپور ورکړی و: «عیني شاهدانو د کندوز د بمباریدو په اړه ویسا ورځپاڼې ته ویلي دي: امریکایي ځواکونه په دې ولایت کې د لوی وحشت مرتکب شول او په خپلو سترګو یې ولیدل چې هغوی له نوو وسلو څخه کار واخیست، یوه چورلکه د کندوز هوایي ډګر ته څیرمه ولاړه وه او له پنځوس کیلومټرۍ واټن څخه درې کلي یې په نښه کړل، د سر چینو په وینا، د اور شغلو ښودله چې بریدونه له همغه ځایه کیدل، د امریکې بمباریو درې شپې دوام درلود او په پایله کې ۶۳ کسه ملکي وګړي په شهادت ورسیدل، وروسته چې کله د سیمې خلک د قربانیانو د جسدونو راټولولو لپاره د پیښې ځای ته راغلل، هغوی هم د امریکایانو لخوا په نښه شول او ډیره مرګ ژوبله یې واړوله».
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version