Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فیمنیزم»فمینیزم (څوارلسمه برخه)
فیمنیزم یکشنبه _24 _مارچ _2024AH 24-3-2024AD

فمینیزم (څوارلسمه برخه)

A.MoslehBy A.Mosleh۱ څرگندون
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابوریان عزیزي

فمینیزم (څوارلسمه برخه)

په اسلام کې د ښځو میراث:

د اسلامي نظام او شرعي احکامو او پخوانیو او نویو نظامونو ترمنځ د ښځې د میراث په قضیه کې په ساده مقایسه کولو سره دا څو ټکي درک کوو: په اسلامي نظام کې د ميراث د وېش مسئول الله تعالی دی او دا وېش د داسې نظم، دقت او عدالت لرونکی دی چې د انسان لپاره دا ممکنه نه ده چي د دې نظم او ترتیب مرتبې ته ورسېږي. اسلام، اړتیاوې په نظر کې نیولي دي او د دې قاعدې له مخې څوک چې اړتیاوې یې زیاتې وي هغه ته به ډېره برخه ورکړل شي او بیا هم د دې قاعدې له مخې زامنو ته د پلرونو په پرتله ډېره برخه ورکول کیږي. ځکه چې زامن راتلونکی نسل دی او پلرونه ورو ورو له دنیا څخه سترګي پټوي.

د همدې قانون له مخې په ډیرو ځایونو کې د هلکانو کوټه د نجونو په پرتله دوه برابره ده. ځکه چې په راتلونکي کې به دا هلک میړه شي او باید خپلې میرمنې ته مهر ورکړي او د هغې او د هغې پر ماشومانو انفاق او مصرف وکړي. په داسې حال کې چې د همدې هلک خور چې په میراث کې لږه برخه ترلاسه کوي، په راتلونکي کې  به ناوې شي او مهر به ترلاسه کوي او میړه یې هغې ته مهر ورکوي او د هغې لګښت او نفقه به ورکوي.

اسلام، مال ته میراث محدود کړی دی او لکه څنګه چي په جاهلیت کې رواج درلود په اسلام کې ښځه په ميراث نه وړل کېږي، اسلام نکاح پخپله د يو بل د ميراث سبب ګرځولې ده، نو که له ميړه او مېرمن څخه يو مړ شي، بل يې ميراث وړي.

لکه څنګه چې موږ وینو، د رومانیا او یوناني قانون په څېر چي خپلوي ته هیڅ اعتبار نه دي ورکړي، اسلام د قوم او خپلوۍ اړیکه نه ده رد کړې او د خپلوۍ یوه ګټه متقابل میراث دی. او د خپلوي او قوم په مسله کې د نږدې خپلوانو ریشته لومړی راځي. د فردي ملکيت حق او د ميراث د لامل په توګه د هغه اعتبار يو له هغو څيزونو څخه دی چې د اسلام له نظره وضع شوي دي. د کمونستي نظام په خلاف چې له يو بل څخه ميراث اخيستل نه مني. خو په دې وروستيو کې يې لږ څه ميراث منلی او اړ شوی چې ميراث باید ومني او پر هغه باور وکړي.

اسلام د ميراث په مسله کې د نارينه او ښځينه جنسونو ترمنځ مطلق مساوات لکه څنګه چې د فرانسې او رومانيا قانون دی، نه مني؛ الله تعالی فرمایي: «وَإِن كانوا إِخْوَةً رِّجَالاً وَنِسَآءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأنثيين»

او كه ډېر وروڼه اوخويندي وي، نو د هر نارينه به د هري ښځي په تناسب دوه برابره برخه وي.

همدارنګه اسلام د خپلوانو ترمنځ مساوات نه مني. لکه څنګه چې دا په لرغوني مصر کې عام و. په اسلام کې نږدې خپلوان د لرې خپلوانو په پرتله مخکي دي. زوی تر پلار مخکې دی او پلار تر ورور مخکې دی او بیا هم اسلام د وروڼو تر منځ د برابرۍ اجازه نه ورکوي لکه څنګه چې د فرانسې او رومانیا قوانین پرې باور لري. بلکي اسلام وروڼه د ميراث په برخه کي په دريو برخو وېشلي دي:

  1. هغه وروڼه چې د مور او پلار دواړو څخه وروڼه وي؛
  2. هغه وروڼه چې یوازې د پلار له خوا یو شان وي او مور یې جلا وي؛
  3. هغه وروڼه چې د مور له اړخه یو او د دوو پلرونو څخه یو شان وي.

اسلام دغه اختلافونه په نظر کې نیولي دي. اسلام د ميراث په مسله کې د کورنۍ مشر ورور ته د نورو وروڼو په پرتله ترجیح ورکول نه مني؛ لکه څنګه چې د لرغونو ختیځو او لویدیځو ملتونو قوانینو او د جاهلي دورې عربو هغه په ​​رسمیت وپیژانده. په اسلام کې ناواده (مجرد) ورور تر نورو وروڼو غوره نه دی په دې خاطر چې هغه مجرد دی. په هغه ډول چې په يهودي قانون کې عام و. لکه څنګه چې یهودیت د یو ناواده شوي ورور لپاره د نورو وروڼو په پرتله د دوو کوټو قایل و.

اسلامي شريعت عقیده لري چې د مړي د زوی به شتون، د مړي لمسۍ که هغه هلک وي او که نجلۍ، ميراث نه لري. ځکه چې پلار یې په لومړۍ درجه کې دی او دوی په دویمه درجه کې دي، او هغه ډله چې په لومړۍ درجه کې ده لومړیتوب لرپ؛ خو په رومانیايي او فرانسوي قوانینو کې دا دود دی چې د زوی زوی (لمسۍ) له پلار سره یو ځای میراث وړي او د ورور زوی (وراره) له خپل پلار سره یوځای میراث وړي.

اسلام د هلکانو تر څنګ نجونو ته هم د میراث حق ورکوي. په اسلامي شريعت کې لوڼې د وروڼو په شتون سره له پلرونو څخه ميراث اخلي او اسلام د يهوديانو په څېر د زامنو د شتون له امله لوڼې له ميراثه نه دي منع کړي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَفْرُوضًا.»؛

د نارينه و لپاره په هغه متروكه (میراث) کښي برخه ده چي مور پلار او خپلوانو پريښې وي، او د ښځو لپاره هم په هغه متروكه (میراث) کښي برخه ده چي مور پلار او خپلوانو پريښې وي، كه لږ وي او كه ډېره، او دا برخه (د الله له لوري ) ټاكله شوېده.

د مړ شوي کس اولاد او خپلوان د مړي له شتمنۍ څخه برخه لري؛ لکه څنګه چې نجونې او ښځې کوټې لري، دوی ټول مساوي دي، که څه هم په مقدار کې توپیر لري. د یهودي قانون له مخې د لور په شتون کي اصول او د مړي نور خپلوان میراث نه وړي؛ خو اسلام دغه یهودي قاعده نه مني او مخالفت یې کړی دی. هغه ورور چې يوازې له پلار څخه وي له خپلو هغو وروڼو سره چې د مور او پلار څخه وي بې برخې کول نه مني. لکه څنګه چې په رومي قانون کې عام وو، دا حکم په اسلامي شريعت کې مطلق رد دی او نه مني.

نیکونه او وروڼه د میراث په مسله کې برابر دي. ځکه چې د مړي نیکونه د پلار له اړخه د مړي له وروڼو سره یو شان دي او د مړي د وروڼو په شتون سره هم، نیکونه نه محرومیږي. په اسلامي شريعت کې هر مېړه او ښځه په هر حالت کې پرته د محکمې له حکمه له يو بل څخه ميراث اخلي او اسلام د دوی د ميراث برخې د محکمې تر پرېکړې نه دی معطل کړی. لکه څنګه چې د فرانسې قانون لخوا شرط ګڼل شوی دی.

Previous Articleحضرت علي کرم الله وجهه (اتمه برخه)
Next Article قرآن، د انسان د ژوند پروګرام (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله

۱ څرگندون

  1. فیروزاحمد "عازم " on یکشنبه _24 _مارچ _2024AH 24-3-2024AD 10:49 pm

    لطفا خپل ایمېل خو مو راسره شریک کړئ.
    په درنښت!

    Reply
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.