د دې لمانځه د کولو څخه د انسان د مخه او وروسته ؛ نوي او زاړه ؛ لوی او کوچني ؛ ښکاره او پټ ؛ په قصد یا سهوه پېښ شوي گناهونه الله تعالی جله جلاله وربخښي.
دا لمونځ د خدای پاک (جله جلاله) رسول حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) و خپل کاکا حضرت عباس (رضی الله عنه) ته ورښوولی وو ؛ او ورته ويلي دي چې که یې کولای شې نو دا لمونځ هره ورځ کوه ؛ که هره ورځ نه وي نو هره جمعه یې کوه او که هره جمعه یې نه شې کولای نو په کال کی يې یو ځل کوه ؛ که يې په کال کې هم یوځل نشې کولای نو په ټول عمر کې يې یو ځـــــــل ضرور او خامخا وکړه.
د تکلیف ، غم ، مصیبت او سختۍ په وخت کې دا لمونځ ډېر زیات ګټــــــــور دی .
طریقه:
دا لمونځ څلور (۴) رکعته دی ؛ په یوه سلام سره دا لمونځ هر وخت کیږي خو په مُکْرو وختونو کې نه کېږي ، بلکې په مکرو وختونو کې هیڅ لمونځ نه کېږي.
۱ څرگندون
کامیابې مو غواړم د پاک او مهربانه رب
ﷻ څخه بریالې اوسې