لیکوال: ابوریان عزیزي

ژباړن: عبدالجلال ابوعمر

 

فمینیزم (دیارلسمه برخه)

په اسلام کې د ښځو میراث:
وروسته له دې چې موږ له اسلام څخه مخکې د ښځو د میراث حالت او ظلمونو په اړه بحث وکړ – البته هغه ظلمونه چې په هغې کې نفسي خواهشاتو مهم رول لوبولی – چې د فاسدو شریعتونو او نظامونو په ترڅ کې د ښځو په وړاندې اجازه ورکړل شوې وه، اوس “د ښځو د میراث په اړه د اسلام رول” په اړه به بحث وکړو؛له همدې امله اسلام په خپله رڼا او عدل سره راغی ترځو هغه ظلم او بې عدالتۍ لیرې کړي چي د هغې په حق کي ترسره کېدې. د دې لپاره راغلی ترڅو ثابته کړي چې ښځې د نارینه وو په څیر دي. د دې لپاره راغلی ترڅو دا ثابته کړي چې هیڅوک د کمولو حق نلري او ځینې شیان دي چې په ښځه باندې واجب دي چې په هغې کې باید سستي ونکړي، او یو له دغو حقونو څخه میراث دی چې اسلام ښځو ته د مسلم حق په توګه ورکړی دی؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ»؛
د ښځو لپاره هم په نېکه توګه هماغسي حقوق دي، لكه څنګه چي د نارينه و پر هغو حقوق دي.
لکه څنګه چې نارینه پر ښځو حقونه لري، ښځې هم پر نارینه وو حق لري. لکه ښه سلوک او ضرر نه رسول او داسې نور، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «إِنَّمَا النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ»؛ (ښځي د نارینه وو به څېر دي.)
د قرآن او اسلام له لارښوونو څخه دا څرګندېږي چې د رب العالمین په نزد د انسان د برترۍ معیار د هغه تقوا ده، که هغه نارینه وي او که ښځه. نر او ښځه دوه داسې صفتونه دي چې په آخرت کې اعتبار نه لري او د برترۍ معیار یوازې د ایمان او تقوا پر بنسټ دی.
الله تعالى فرمایې: «آبَآؤُكُمْ وَأَبناؤُكُمْ لاَ تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعاً فَرِيضَةً مِّنَ الله إِنَّ الله كَانَ عَلِيماً حَكِيماً»؛
تاسي نه پوهیږئ چي ستاسي د مور، پلار او ستاسي له اولاد څخه كوم يو د ګټي له پلوه درته ډېر نژدې دى. دا برخي الله ټاكلي دي، او په يقيني توګه الله ښه عالم او د حكمت څښتن دى.
الله تعالی د میراث د ویش مسله په خپل واک کې اخیستې او په خپل حکمت سره یې کوټې ټاکلې او د هر چا میراث یې د مصارفو او ګټو په نظر کې نیولو سره ویشلی او که دا مهمه مسله یې انسانانو ته پریښودلى وای، نو دوی به نه پوهیدل چې کوم به ګټور وي او کوم به ګټور نه وي نو په دې ډول به مالونه ضايع کېدل. له همدې امله الله تعالی د خپل کلام په دوام کې د “کَانَ عَلِيْمًا حَکِيْمًا” يادونه کړې ده، یعني الله تعالی د خپلو بتدګانو له ګټو او مصلحتونو خبر دی او په هغه څه چي په خپلو بندګانو فرضوي، حکمت لري. همدارنګه الله تعالی په بل ځای کې فرمايي: «فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى »؛
د هغو په ځواب کي د هغو رب فرمايي چي: زه ستاسي څخه د هیڅ يوه عمل نه ضايع كوم! هغه كه نارينه وي که ښځينه”.
علامه صابوني د دې آيت په تفسير كې وايي: الله تعالى په دې وينا سره د هغوى دعاګانې قبولې كړې او فرمايي: چا چې يو نيک عمل وكړ، پروا نه لري كه نارينه وي او كه ښځینه، الله تعالى به يې اجر نه ضايع كوي. ” په اسلامي نړۍ کي د “ښځو د ازادۍ” په نوم خوځښت لکۍ اوویستلی او به خپل ګمان غواړي چي د ښځو پر وړاندې کيدونکي ظلمونه ختم کړي؛ له همدې امله د ښځو د حقونو په اړه په جوړه شوې غونډه کې یوې فمینیسته ښځه د «للذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأنثيين» آیت په استناد سره خپله انګیزه څرګنده کړه چې اسلام د میراث په برخه کې له ښخې سره جفا کړي ده. له بده مرغه ځينو اسلامي حکومتونو هم د ښځو دا چيغي ته لبیک ویلې او د ميراث په برخه کې د ښځو او نارینه و د برابرۍ حکم کړی او په دې توګه يې د الله تعالی له حکم څخه انحراف کړي دي.
د اسلام دښمنان د ميراث په موضوع کې د مسلمانو ښځو د احساساتو د راپارولو لپاره دغه شکونه راپورته کوي. په داسې حال کې چې دا یوه ناسمه ادعا ده او په اسلام کې د میراث نظام یو مثالی او غوره نظام دی.
اسلام د جاهليت د زمانې عربو او د ډېرو پخوانیو ملتونو او ځینو یهودي او نصراني ډلو او ډېرو معاصرو ملتونو په خلاف چې ښځې یې له خپلو حقوقو بې برخې کړې، ښځو ته حق ورکړی دی، چې یوه له هغو ګټو څخه چې ښځې ترې محرومې شوې دي. میراث و.
اسلام د ښځو حقوق د عدل او انصاف پر بنسټ ساتلي دي. اسلام د ښځې وظيفې او د سړي اړتياوې په نظر کې نيولې دي او د هغوى تر منځ يې وفق ورکړې ده او د همدې پرتله کولو له مخې يې د هر يوه کوټه ټاکلې ده. لکه څنګه چې د لاندې کرښو په لوستلو سره موږ پوهیږو چې انصاف دا دی چې د زوی میراث د لور له میراث څخه دوه چنده وي.
په اسلام کې ښځه د خپل ځان د پالنې مسئوله نه ده، که لور وي، د هغې پالنه د پلار پر غاړه ده، او که ښځه وي، د خاوند پر غاړه ده او که خور وي، د هغې ورور به د هغې اړتیاوې پوره کوي. اسلام هيڅ چېري ښځه نه ده ملزمه کړې چې خپل مال ولګوي، که څه هم ښځه سرمايه دار وي او خاوند يې غريب وي. بلکې د دې بې وزله خاوند لپاره لازمه ده چې له بل چا څخه پور واخلي او په هغې باندې مصرف کړي. ښځه کولاى شي په خپل خاوند باندې دعوه وکړي که پيسې يې ورباندې نه وي لګولې او که ښځه څوک او څه ونه لري او بې وزله وي نو د هغې نفقه په بیت المال واجب دى او ښځه بايد له بیت المال څخه وغواړي. ښځې د هغو سختيو له امله چې شيدې ورکول، د اولاد پالنه، د کور کارونه او د مېړه پالنه په کې راځي، اسلامي شريعت هغه د پيسو له ګټلو څخه مستثنی کړې او امر يې کړی چې ښځې ته اړتيا نشته چې خپل روزي یا د بل چا معیشت لپاره کار وکړي؛ ځکه اسلام نه غواړي چې په یو وخت کې پر ښځو دوه مسئولیت واچوي او د کار او زیار مسوولیت یې یوازې د نارینه وو پر اوږو اچولی دی. او د ميراث مسله يوازې دا قاعده «لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأنثيين» نه ده؛ بلکې داسې نور موارد هم شته چې د ښځو کوټه د نارینه وو په پرتله ډېره ده؛ لکه څنګه چې د ميت فرعي وارث نه وي او دا ښځه يوازې وي، په دې صورت كې ښځه د مړي د میراث نيمه برخه اخلي او يا د ميت له دغو دوو “لور او خور” پرته بل كوم وارث نه وي، نو دا ښځه او خور يې د مړي د میراث دوه پر دریمه برخه حق دار دي.
که څوک د اسلامي شريعت له نظره د ميراث او وصيت په اړه لید لورۍ ولري، ډېر ژر به په دې پوه شي چې کله اسلام په اسلامي کورنيو کې ميراث او وصيت ته مشروعيت ورکړ، نو د کورنۍ د غړو لکه مېړونو، پلرونو او زامنو په منځ کې يې پاک احساسات او ارادې وروزلې او زړونه یې سره یوځای کړل. اسلامي شريعت د پلارولي، زوى ولي، ورورولي او نورو خپلوانو احساساتو ته د پاملرنې په موخه ميراث ته رسمي بڼه ورکړه. لکه څنګه چې وویل شو، دا سړی دی چې د خپلې میرمنې نفقه ورکوي او هغه څوک دی چې مهر ورکوي، کور جوړوي او د ښځې لپاره پیسې سپموي.
که په زیر سره وګورو نو پوه به شو چې د واده له لارې ښځه په اصل کې له سړي د ميراث برخه هم اخلي او دا په داسې حال کې ده چې د ښځې د ميراث په برخه کې هيڅوک د مداخلې حق نه لري. او دا ښځه ملزمه نه ده چې خپله پیسې او سرمایه په هر څه مصرف کړي پرته لدې چې هغه خپله وغواړي ، که څه هم دا ښځه بډایه وي او میړه یې فقیر وي.
همدارنګه اسلام مشر ورور ته د ميراث په برخه کې بې ځايه امتياز نه ورکوي. لکه څنګه چې په ځینو دینونو کې رواج و او مشر ورور ته یې ځانګړی امتیاز ورکول.
همدارنګه په اسلام کې مورث ته اجازه نه ورکول کيږي چې له خپل مال څخه هغه چا ته څه وصيت کړي چې ميراث وړي، يعنې د يو کس لپاره دا ممکنه نه ده چې هغه ته ميراث او وصيت دواړه ورکړي. بلکي دا وصيت د هغو نږدې کسانو لپاره جاري او ننل شوی چې ميراث کي يې برخه نه وي تر لاسه کړې او دا قانون د دې لپاره دی چې د خپلوانو مراعات او درناوى وشي او د دې کورنۍ او قبیلې تر منځ چي کومه مینه او دوستي ده، وساتل شي.

2 Comments

  1. السلام علیکم و رحمة الله و برکاته، الله تعالا مو موفق او سرلوړي ولره!
    د کلمات د نشراتو په باره کي چي استاد عبدالهادي “مجاهد ” يو ستر مفکر غوندي څوک نېک نظر څرګندوي مونږ ته به اړتیا نه وي.

    زه یو څو ورځي بعد د فېمنیزم په اړه سمینار لرم نو دا د فېمینیزم ټولي برخي مي په کار دي، چي دا به څنګه وکړم؟ !
    په درنښت ستاسو د همکاریو په هیله!

Leave A Reply

Exit mobile version