د افغانستان مجاهد ولس د هیواد په ګوډ ګوډ کې د بیلابیلو جهادي ډلو او خوځښتونو په جوړولو سره، د شوروي یرغل او اشغال پر وړاندې راپاڅيدل او په ټینګ هوډ او عزم او بې شمېره قربانیو، خپل هیواد یې د تیري کوونکو او یرغلګرو له منګولو څخه وژغوره او ویاړلې آزادي یې ور وبښله.
د وخت زبرځواک یا په بل عبارت، د ختیځ سترې امپراتورۍ پر وړاندې مبارزه او پاڅون د افغان ملت په حماسي تاریخ کې یوه زرینه پاڼه ده؛ هغه حماسه چې په هغه کې افغان ملت په خورا لږو امکاناتو د هیواد لویشت لویشت خاورې څخه دفاع او ساتنه وکړه او په سل ګونه زره د پرهر پرهر سینې او د زړه د وینې شریانونه د عزت، غیرت، میړانې او ازادګۍ الفبا رسم او انځور کړه؛ د افغان مسلمان ملت مقاومت د شوروي جمهوریتونو پر وړاندې چې هغه مهال د ختیځ زبرځواک او د نړۍ دوهم قدرت و، د ایثار او سرښندنې داسې صحنې یې جوړې کړې چې د هغه په شان ډیر لږ لیدل شوي او اوریدل شوي، او یاد به یې د نړۍ او مسلمانانو په تاریخ کې تلپاتې وي.
دغې جګړې نهه کاله او دوه میاشتې دوام وکړ او د دې مودې په ترڅ کې نارینه او ښځینه افغانان په ډیرو سختو او زړه بوګنوونکو شرایطو کې، په غرونو او رغونو، شیلو او دښتو کې او په ګرمۍ او سړو کې او تر ټولو سخته داچې نه یوازې د روسانو په وړاندې جنګیدل بلکه د وخت مرکزي حکومت هم د دوی پر وړاندې ولاړ و.
ګوندونو او اسلامي خوځښتونو د ځینو اسلامي او سیمې هیوادونو په ملاتړ او هڅونې، د افغانستان ملت د جهادي پاڅون واګي په لاس کې واخیستل او د هغوې په مشرۍ او جهت ورکونې، جهادي حرکتونو په فعالیت پیل وکړ؛ دا ګوندونه لکه «د افغانستان اسلامي جمعیت»، «اسلامي اتحاد»، «حزب اسلامي»، «د افغانستان اسلامي وحدت ګوند»، «اسلامي دعوت ګوند»، «د افغانستان ملي محاذ ګوند» او … چې هر یو د افغانستان د مختلفو قومونو او مذهبونو څخه جوړ و او د یوې موخې لپاره یعنې د شوروي اشغال پر ضد جنګیدل، او د مجاهدینو په جهت ورکولو، ترتیب او سمبال او په جهادي چارو کې د هغوی په سوق او ادارې سره، وتوانیدل چې شوروي ته ماته ورکړي او د اشغال پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړي.
د افغانستان مجاهد ولس او اسلامي ګوندونو ترڅنګ، ډیرو عربو مجاهدینو هم افغانستان ته را کډه شول او د خپلو افغانانو ورونو سره اوږه په اوږه د شوروي ځواکونو پر ضد په جهاد او مبارزې اخته شول، هغوی په لوړه دیني او جهادي داعیې او روحیې، په افغانستان کې د خپلو ورونو مرستې ته را ودانګل؛ د هغوی تر ټولو مشهور شخصیت فلسطیني شیخ شهید «عبدالله عزام» و چې کلونه یې په افغانستان کې جهاد او مبارزه وکړه او د افغان ملت جهادي روحیې ته یې نوې نظم او سمون ورکړ؛ نوموړی د جهادي فعالیتونو او د جهاد په ډګر کې د ګډون ترڅنګ، د جهاد په فرهنګي او لیکوالي برخه کې هم رغنده رول ولوبوو او هغه سرښندنې او کرامات چې د افغانستان له مجاهدینو څخه د شوروي پر وړاندې د جهاد پر مهال ښکاره شوي و، په یو کتاب کې یې را غونډ کړل او هغه یې د «آیات الرحمن فی جهاد الافغان»؛ ( د رحمن نښې د افغان په جهاد کې ) تر نامه لاندې خپور کړ او د خلکو چوپړ ته یې وړاندې کړی دې.
له اسلامي ګوندونو پرته چې د شوروي پر ضد جنګیدل، د تحصیلي کال په پیل سره به ډیر محصلین او زده کړیالان هم د جهاد بیرغ پورته کاوه او د پوهنتونونو تحصیلي ټولګي به د جهادي خوځښتونو په ډګر او د هغو د رهبرۍ او جهت ورکولو په مرکزونو بدلېدل.
له افغانستان څخه د شوروي وتل او ماتې
ولسي پاڅونونه د افغانستان په ټولو سیمو کې ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو و او جهادي ډلې منظمې او قوي کیدلې او د شوروي اشغالګرو او د هغوی کورني جیره خورو پر بدن یې ځپونکي ګوزارونه کول؛ د «برژنف» تر مړینې وروسته، «ګورباچف» د شوروي واکمن شو، د نوموړي حکومت چې له افغانستانه یې درانه زیانونه زغملي و او هم له جګړې څخه شاتګ د هغوی مقام او اعتبار ته په عمومي او نړیوالو غونډو کې او د کپیټالیزم نظام پیروانو هیوادونو په وړاندې د شرم او ننګ باعث و، د دې کړکیچ د حل او له دې ګړنګ څخه د وتلو لپاره یې حیله جوړه کړه او د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په ۱۹۸۸ زیږدیز کال د اپریل په ۱۴ نیټه څلور اړخیزه هوکړه لیک د روسیې، امریکا، کابل او اسلام آباد ترمنځ په ژنو کې ترتیب او لاسلیک شوه چې د هغه د مفاداتو له مخې، شوروي ځواکونه د نهو میاشتو په لړ کې په سوله ییزه توګه له افغانستان څخه وځي.