ملحدین نیوکه کوي چې الله تعالی ولې ګمراه کول کوي؟ آیا دا بې انصافي نه ده چې ځینې خلک ګمراه کوي او نورو ته بیا هدایت کوي؟ کافر انسان د الله تعالی په خوښه کافر شوی ځکه چې هېڅ کار د الله له خوښې پرته نه ترسره کېږي، په همدې اساس کله چې انسان د الله په خوښه کافر شوی بیا ولې په دې کار نوموړي انسان ته عذاب ورکول کېږي؟
دا راز پوښتنې او نیوکې د مکې د مشرکینو له لوري هم مطرح کېدې؛ الله جل جلاله فرمایي: [سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلَا آبَاؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ شَيْءٍ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ حَتَّى ذَاقُوا بَأْسَنَا قُلْ هَلْ عِنْدَكُمْ مِنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ أَنْتُمْ إِلَّا تَخْرُصُونَ (الأنعام: ۱۴۸)] ژباړه: مشرکین به هرومرو ووایي: که الله غوښتي وای نو نه به موږ مشرکان شوي وای او نه زموږ پلرونه؛ او نه به موږ کوم څیز حرام ګڼلی، د همدغه راز خبرو په جوړولو سره له دوی نه مخکې خلکو هم حق ته د درواغو نسبت کړی وو، تر دې چې زموږ د عذاب خوند یې وڅکه؛ دوی ته ووایه: آیا له تاسو سره کوم علم شته چې موږ ته یې وړاندې کړئ؟ تاسو خو یواځې په ګمان پسې روان یاست او یواځې اټکلونه کوئ.
ځواب:
د ملحدینو دا ډول نیوکې په حقیقت کې د قرآنکریم په دې آیت د نه پوهېدو له کبله رامنځته کېږي: [يُضِلُّ بِهِ كَثِيرًا وَيَهْدِي بِهِ كَثِيرًا وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلَّا الْفَاسِقِينَ (البقرة: ۲۶)] ژباړه: په دې [مثال ذکر کولو سره الله جل جلاله] ډېر خلک ګمراه کوي او ډېرو ته لارښوونه کوي، او په دې سره له فاسقانو پرته نور څوک نه ګمراه کوي.
که څوک د قرآنکریم په آیاتونو کې فکر او تدبر وکړي نو وبه مومي چې یاده نیوکه بې اساسه ده او د هدایت په مفهوم د نه پوهېدو له امله مطرح شوې؛
د هدایت اصلي مفهوم سمې او نېغې لارې ته له لارښوونې څخه عبارت دی چې قرآنکریم په درې پوړیو یا درجو باندې وېشلی:
لومړۍ پوړۍ: هغه هدایت او لارښوونه چې هر مخلوق ته شوې، الله جل جلاله فرمایي: [قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه: ۵۰)] ژباړه: (موسی علیه السلام) وویل زموږ رب هغه څوک دی چې هر څیز یې پیدا کړی او بیا یې لارښوونه ورته کړې.
دلته له هدایت څخه موخه دا ده چې الله جل جلاله هر څیز ته یوه ځانګړې بڼه او ځانګړې دنده ورکړې، د هدایت دا ډول انسان، جن (پېري)، حیوان، نبات، جماد او… ټولو مخلوقاتو ته شامل دی.
دوهمه پوړۍ: د هدایت دا پوړۍ او درجه د انسانانو او پېریانو لپاره ځانګړې ده، چې دا هدایت تل موجود وي او په منلو کې یې انسانانو او پېریانو ته خپلواکه اراده ورکړل شوې، که وغواړي نو تر لاسه کولای یې شي او که وغواړي نو ردولای یې هم شي، الله جل جلاله فرمایي: [وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا (الشمس: ۷، ۸، ۹، ۱۰)] ژباړه: په انساني نفس او هغه ذات قسم چې چمتو کړی یې دی، بیا یې د هغه بدي او ترې ځان ساتنه یې وروښوده، له شک پرته هغه څوک بریالی شو چې (خپل نفس) یې پاک کړ، او هغه څوک ناکام شو چې (خپل نفس یې په ګناهونو کې) پټ کړ. یعنې انسانانو ته د حق له رسولو وروسته اختیار ورکړل شوی چې مني یې او کنه.
د بشر د تاریخ په اوږدو کې دا ثابته شوې چې کوم خلک د حق له څرګندېدو څخه وروسته د حق منلو ته غاړه کېږدي الله جل جلاله هغوی ته لا ډېر هدایت کوي، خو کوم خلک چې د حق له څرګندېدو وروسته بیا هم په باطله او ناحقه لار روان وي نو الله جل جلاله دغه خلک د هغوی په خوښه کړې لاره یعنې باطل باندې پرېږدي او له هدایت څخه بې برخې پاتې کېږي.
د یادولو ده چې یو د الله جل جلاله مَشِیَّت دی او بل هم د الله جل جلاله رضا او خوښه، ډېر خلک د ناپوهۍ له امله دا دواړه یو بولي خو په حقیقت کې ددې دواړو تر منځ څرګند توپیر دی، هر انسان ته د ښه او ناوړه کار په تر سره کولو کې اختیار ورکړل شوی چې همدا اختیار الله جل جلاله په خپلې ارادې او مشیت ورکړی، الله جل جلاله فرمایي: [فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ (الکهف: ۲۹)] ژباړه: نو څوک چې غواړي ایمان دې راوړي او څوک چې غواړي کافر دي شي.
نو که الله جل جلاله دا هر څه پخپله اراده او خوښه پیدا کړي تر څنګ یې انسان ته اختیار او د ټاکنې واک هم ورکړی، د هر کار په تر سره کولو کې انسان اختیار لري او د انسان په کړنو د مجازاتو او مکافاتو اصل همدا اختیار تشکیلوي؛ نو که څوک د الله جل جلاله له لوري رالېږل شوی حق مني او د هغه له غوښتنو سره سم عمل کوي په پایله کې د الله رضا هم تر لاسه کوي خو که په خپل اختیار د حق له منلو څخه ډډه کوي او باطل ته ورګرځي دلته نو د الله رضا نشته او الله پرې خفه کېږي او په پایله کې انسان د خپلو همدې ناوړه اعمالو له امله مجازات کېږي.
په دې کائناتو کې هر څه په مطلق ډول د الله جل جلاله په اراده تر سره کېږي او د هغه له ارادې پرته هېڅ کار هم کېدونکی نه دی، چې دا د الله جل جلاله د قدرت د صفت غوښتنه ده، خو د الله قانون دا دی چې که څوک وغواړي هدایت تر لاسه کړي او په لټه کې یې وي نو الله جل جلاله هغه شخص ته هدایت کوي او که څوک د سمې لارې له څرګندېدو وروسته هم باطل ته ورګرځي نو الله تعالی نوموړی شخص په خپله ټاکلې لار یعنې باطل باندې پرېږدي او ګمراه کوي یې او پای دا چې په زړونو یې مهر لګوي او د تل لپاره له هدایت څخه بې برخې کېږي.