لیکوال: ابوریان عزیزي

ژباړن: عبدالجلال ابوعمر

فمینیزم له کومه راغلی؟ (لسمه برخه)

کله چې د فیمینیزم غورځنګ د لومړي ځل لپاره  په اروپا کې خپل کار پیل کړ، لومړی هدف یې دا و چې د ښځو معاش او کاري ساعتونه په فابریکو کې باید د نارینه وو معاش او کاري ساعتونو سره یو شان وي. دا په دې مانا چې دوی ته باید هماغه معاش ورکړل شي چې نارینه ته د کار کولو په وخت کې ورکول کیږي چي له اوږده فعالیتونو وروسته دوی خپل ارمان پوره کړل. بیا دوی یو ګام نور هم مخ ته لاړ او غوښتنه یې وکړه چې ښځې باید د نارینه وو سره په ټولو برخو کې مساوي او برابر وي؛ يعنې لکه څنګه چې نارينه د هر څه چې زړه یې وغواړي اجازه لري، دوی هم باید اجازه ولري چي څه موده وروسته دوی دې غوښتنې ته هم ورسېدل او اجازه ورکړل شوه چې کولی شي هره ښځه د خپل ژوند لپاره د خپلې خوښې سره سم ملګري غوره کړي . له دې مرحلې وروسته دوی نور هم پرمخ لاړ او غوښتنه یې وکړه چې دوی ته اجازه ورکړل شي چې خپل ځان هر هغه چا ته وسپاري چې دوی یې غواړي.
په مصر او اسلامي هېوادونو کې ښځو ته کومه خاصه خبره نه وه او ښځو ته کومه خاصه ستونزه نه وه او ژوند يې د دوی د غوښتنو سره سم روان وو او خپلې ورځې به يې د معمول مطابق تېرولې چې ناساپه د غربيان زړه د مسلمانو ښځو په حالت په اصطلاح وسوځېدو او خپل زهرجن غېڅې یې د هغو په طرف په نښه کړل.
اسلامي هیوادونو ته د “فمینیزم” په صادرولو سره اسلام ضد هیوادونو خپل وروستی هدف چې د ښځو ګمراه کول و، تر لاسه کړل، دغه عقیدتي او ایډیالوژیکي انحراف د دې لامل شو چې مسلمانه ښځه په ټولو ډګرونو کې شاته پاتې شي. او کله چې مسلمانه ښځه د اسلام جامې له ځانه وویستل او د يو ناپوه ماشوم په څېر د لويديځ په برزرق اوبرق غېږه کې ځان وغورځاوه او د هغوى په سازونو يې نڅا وکړه، سپکه او توهین شو او خپل ټول انساني کرامت يې له لاسه ورکړ. فیمینیزم یوازې د ښځو یا نارینه وو په اړه نه دی؛ بلکي دا يوه ستره پېښه ده او د اسلامي امت هغه جريان دى چي نارينه، ښځي، ماشومان، د اسلام عالمان، حاکمان او ټول خلګ پکي شامل دي چي باید ټول امت فکر وکړي، د حل لپاره یې هڅې وکړي او لارې چاري ورته وسنجوي.
Leave A Reply

Exit mobile version