له ملحدینو څخه ډېر کله دا خبره هم اورېدل کېږي چې که چېرې موږ خدای ومنو نو د چا خدای به منو؟ ځکه هر دین یو ځانګړی خدای معرفي کوي، یا په هر دین کې له خدای څخه یو ځانګړی تصور وړاندې کېږي او د هر دین لارویان خپل منل شوی خدای حقیقي خدای ګڼي، نو څنګه معلومه کړو چې د مسلمانانو له لوري منل شوی خدای حقیقي دی او په نورو دینونو کې منل شوي خدایان باطل دي؟
ځواب: دا سمه ده چې د خدای په اړه بېلابېل دینونه او مذاهب بېلابېل تصورات لري، خو کوم ذات چې دا شپږ ځانګړتیاوې لري هغه حقیقي خدای دی او که له دې ځانګړتیاوو یې یوه هم نه درلوده حقیقي خدای نه شي کېدای:
دا د خدای هغه تصور دی چې په ټولو الهي کتابونو کې وړاندې شوی دی، او موږ مسلمانان چې په کوم خدای باور لرو هغه دا ټولې ځانګړنې لري چې په لاندې ډول دي:
لومړی- د هر څيز خالق دی: [اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ (الزمر: ۶۲)] ژباړه: الله تعالی د هر څیز خالق او پیدا کوونکی دی.
دوهم او درېیم- ازلي او ابدي دی: [هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ (الحدید: ۳)] ژباړه: هغه (الله) له هر څه څخه لومړی (ازلي) او له هر څه څخه وروستی (ابدي) دی.
په صحیح مسلم کې له حضرت سهیل بن سعید (رضی الله عنه) څخه یو حدیث روایت شوی چې په هغه حدیث کې هم د الله جل جلاله یاد صفات بیان شوي: [اللهُمَّ أَنْتَ الْأَوَّلُ فَلَيْسَ قَبْلَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الْآخِرُ فَلَيْسَ بَعْدَكَ شَيْءٌ ] ژباړه: یا الله! ته تر هر څه لومړی یې له تا وړاندې څه نشته، او ته تر هر څه وروستی یې نو تر تا وروسته څه نشته.
څلورم او پینځم صفت: [لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (الاخلاص: ۳)] ژباړه: (الله جل جلاله) له چا څخه نه دی زېږېدلی او څوک ترې زېږېدلي هم نه دي.
شپږم- سیال او شریک نه لري: [وَلَمْ یَکُنْ لَّهُ کُفُوًا أحَدٌ (الاخلاص: ۴)] ژباړه: هغه (الله) لره هېڅ سیال نشته. [لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ (الأنعام: ۱۶۳)] ژباړه: هغه (الله جل جلاله) هېڅ شریک نه لري او په دې ما (محمد صلی الله علیه وسلم) ته امر شوی او زه تر ټولو لومړی اطاعت کوونکی (منونکی) یم.
په نړۍ کې له (۴۰۰۰) څخه ډېر مذاهب موجود دي، چې (۷۵) سلنه یې د خدای تصور وړاندې کوي، نو کله چې موږ وغواړو اصلي او حقیقي خدای ته ځان ورسوو نو داسې یو خدای باید ومنو چې له یادو شپږو ځانګړتیاوو څخه برخمن وي، د نړۍ مشهور مذاهب او ادیان له اسلام، عیسویت، یهودیت، هندوییزم او بده مت څخه عبارت دي. چې په لنډو کې په یادو دینونو کې د خدای په تصور باندې بحث کوو:
۱ـ په اسلام کې د خدای تصور واضح او څرګند دی، او تر اوسه په مسلمه امت کې داسې ډله نه ده پیدا شوې چې د الله تعالی له دې صفاتو څخه انکار وکړي، یعنې هغه صفات چې د کامل او حقیقي خدای لپاره اړین دي.
۲ـ په عیسویت کې د کامل خدای تصور چې عیسی علیه السلام خپل امت ته ښودلی وو سم وو، خو تر اوسه هغه تصور نه دی پاتې بلکې په عیسویت کې د تثلیث عقیده داخله شوې او له امله یې اوسني عیسویان عیسی علیه السلام د خدای زوی ګڼي تر څنګ یې دوی عیسی علیه السلام د الله جل جلاله په خدایي او الوهیت کې هم شریک ګڼي، په داسې حال کې چې اصلي انجیل د تثلیث د عقیدې خلاف دی؛ ځکه یو چا له عیسی علیه السلام څخه وپوښتل چې تر ټولو ستر خدای (اله) څوک دی؟ عیسی علیه السلام ځواب ورکړ چې زموږ یو خدای دی.
په کوم خدای چې عیسی علیه السلام ایمان درلود موږ مسلمانان هم په همغه خدای ایمان او باور لرو، خو دا چې وروسته عیسویانو شرکي عقیده خپله کړه، خدای ته یې د زوی نسبت وکړ او خپله اصلي عقیده یې په تثلیث بدله او اصلي بڼې ته یې بدلون ورکړ بېله مسئله ده.
۳ـ یهود هم عزیر علیه السلام د خدای زوی ګڼي، نو هغه خدای چې اولاد زېږوي هغه څنګه خدای کېدلی شي؟ اولاد خو هغه څوک زېږوي چې هغه د خپل نسل پایښت غواړي او د نسل پایښت ددې لپاره اړین دي چې د شخص نوم او نښان له منځه ولاړ نه شي چې خدای باید له دې اړتیا څخه پاک وي، له همدې ځایه څرګندېږي چې د یهودو دا عقیده باطله ده. د یادونې وړ ده چې په اصلي تورات کې د خدای حقیقي تصور وړاندې شوی وو، خو یهودو هغه تصور بدل کړی.
شیو: د کائناتو د بربادۍ او له منځه وړلو مسئولیت لري.
هندوان د تناسخ او حلول د عقیدې پر بنسټ وایي چې: په ډېرو حیواناتو (څلور بولو) او حشراتو کې هم د خدای روح دی، له همدې امله دوی د غوا درناوی او لمانځنه کوي، له دې سربېره په هندوانو کې د خدای په اړه نور عقائد هم شته لکه د ممیاسي عقیده او د وحدة الوجود عقیده، وحدة الوجود داسې یوه عقیده ده چې د کائناتو هر څیز او موجود ته پکې د خدای نسبت کېږي.
اوس پوښتنه دا ده: آیا هغه خدای چې کائنات یې پیدا کړي دا وړتیا نه لري چې بېرته یې له منځه هم یوسي؟ آيا د کائناتو د چارو د سمبالولو وړتیا نه لري؟ او آیا نشي کولای چې په یواځې ځان دا ټولې چارې پرمخ یوسي؟ کله چې یو خدای دومره کمزوری وي نو ښکاري چې حقیقي خدایان نه دي ځکه چې په بشپړ ډول د خدایي صفات نه لري.
۵ـ د بده مت په مذهب کې د الله یا د خدای څرګند او واضح تصور نه موندل کېږي، بلکې د هغوی کتابونو ته په کتو معلومېږي چې ګوتم بده یعنې ددې مذهب بنسټ اېښودونکی د یو فلسفي او ښوونکي حیثیت لري، خپل ټول پام یې اخلاقیاتو ته کړی او هغه عقائد له پامه غورځوي کوم چې د یو مذهب لپاره بنسټیز رول لري، نوموړي د کائناتو د خلقت او توجېه لپاره هېڅ هم نه دي ویلي، د جنت، دوزخ او روح په هکله یې هم کومې لارښوونې نه دي کړي، یعنې د بده مت مذهب د خدای په هکله هېڅ کوم روښانه او واضح تصور نه لري، په همدې اساس موږ نه شوی کولای چې نوموړی مذهب د یو سالم او معقول مذهب په توګه ومنو..
لنډه دا چې له اسلام پرته د نړۍ په بل هېڅ دین کې هم موږ د حقیقي خدای بشپړ او مکمل تصور نه شو پیدا کولای، یعنې هغه صفات چې حقیقي خدای یې باید ولري یواځې او یواځې د اسلام په سپېڅلي دین کې په هغه خدای باور موجود دی.
د نړۍ د نورو مذاهبو پیروان په خپلو خدایانو کې د حقیقي خدای صفات نه شي موندلای، ځکه ځينې یې د لمر عبادت (لمانځنه) کوي، ځینې د اور عبادت کوي، ځینې سپوږمۍ خپل خدای ګڼي او…. په همدې اساس کله چې موږ د یو سالم او بشپړ دین پلټنه وکړو نو یواځينی دین به اسلام وي چې له عقلي او منطقي اړخه پکې د کامل او حقیقي خدای (الله جل جلاله) تصور موندلای شو او د نړۍ په نورو مذاهبو کې د خدای کامل تصور نشته، نو ښکاري چې یاد مذاهب په حقیقي خدای باور نه لري، په همدې اساس که څوک وغواړي چې په حقیقي خدای باور ولري او ويې پېژني یواځينۍ لاره یې د اسلام د سپېڅلي دین منل دي.