علامه ابوالسعود په خپل تفسير کې شفاعت داسې تعريف کړی دی: شفاعت د انسان د دنيا او آخرت د ګټو د ترلاسه کولو او له ضرر څخه د خلاصون لپاره په خبرو سره واسطه کېدل دي.
د معتزله له نظره شفاعت هغه وخت دی چې یو کس له بل چا څخه د ګټې او یا د هغه د ضرر د مخنیوي غوښتنه وکړي.
د شفاعت کلمه او د هغې مشتقات په قران کریم کې نږدې 12 ځله تکرار شوي، چې د مضارع، مصدر او اسم فاعل په حالتو کې راغلي دي.
د شفاعت ډولونه
که څه هم علماوو د شفاعت ډېر ډولونه بيان کړي دي؛ مګر په دې مقاله کې موږ د پوهانو او څیړونکو لخوا ذکر شوي خورا مهم ډولونه بیانوو:
د “شرح العقائد الطحاوة” کتاب لیکوال، علامه قاضی ابی العز دمشقي رحمه الله د شفاعت ډولونه داسې بیان کړي دي: د شفاعت څو ډوله دي، چې په ځینو یې امت متفق دي، او په نورو کې یې هم د معتزله او نورو بدعتي ډلو مخالفت شته:
لومړی ډول: لومړی شفاعت چې عظمی شفاعت بلل کیږي او دا شفاعت د پیغمبرانو صلی الله علیه وسلم لپاره خاص دی. د دې ډول شفاعت دلیل هغه احادیث دي چې په صحیحو کې د صحابه کرامو له یوې ډلې څخه روایت شوي دي.
دوهم او دریم ډولونه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت، د هغو ډلو لپاره چې ښه او بد عملونه یې سره برابر دي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی لپاره جنت ته د ننوتلو شفاعت کوي او همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې د دوزخ اور ته د ننوتلو امر شوی دی او دا شفاعت د دې لپاره کیږي چې دوی داخل نشي.
څلورم ډول: د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) شفاعت چې جنت ته به د هغه کسانو د درجې لوړول چې د هغوی درجې به د هغه د عملونو په اندازه لوړ وي. معتزله په ځانګړې توګه له دې ډول شفاعت سره موافق دي او په دې برخه کې د احادیثو د تعدد سره سره په نورو مواردو کې اختلاف لري.