د الله تعالی په وجود باندې د عقلي او فلسفي دلائلو په ترڅ کې کائناتي دلیل هم یو له پیاوړو او کره دلائلو څخه دی، یاد دلیل هم په استنباطي علم (Deductive knowledge) ولاړ دی، په دې دلیل کې عموما د کائناتو په تخلیق ، حرکاتو، بدلون، د حوادثو او پېښو په واقع کېدو او پکې د ترسره کېدونکو ټولو چارو په لامل او علت باندې بحث کېږي، یعنې دا هر څه علت لري چې او دا علت له الله تعالی پرته بل څوک نه شي کېدای.
یوناني فلسفي ارسطو لومړنی شخص وو چې یاد دلیل یې مطرح کړ، نوموړی وایي چې دا کائنات متحرک دي یا د حرکت په حال کې دي، چې ددې حرکت لپاره یو محرِّک یا حرکت ورکوونکي ته اړتیا لري، په همدې اساس حرکت ورکوونکی (محرِّک) به له حرکت کوونکي (متحرک) څخه هرو مرو د ډېر ځواک څښتن وي، دا چې کائنات (ځمکه، سپوږمۍ، لمر او نورې سیارې) په پرلپسې توګه د حرکت په حال کې دي نو ښکاري چې یو حرکت ورکوونکی لري چې دا حرکت ورکوونکی له دې ټولو متحرکو یا حرکت کوونکو څیزونو څخه ځواکمن او قوي دی، دا حرکت ورکوونکی (خدای) دی چې خپله کوم محرِّک ته اړتیا نه لري، ځکه بل داسې ذات نشته چې نوموړي ذات ته حرکت ورکړي، ارسطو نوموړي ذات ته د (Prime mover) یا (The unmoved mover) نوم ورکړی او د علت اولی (لومړني علت) نوم هم ورکوي.
له ارسطو وروسته دې دلیل ته مشهور عیسوي فیلسوف تهامس اکوینس (Thomas Aquinas) او ابن سینا ډېر پرمختګ ورکړ.
دلیل په دې ډول دی چې هر تخلیق یو خالق لري، هر معلول یو علت لري او دا یو فطري حقیقت دی، ځکه موږ دا تصور نه شو کولای چې یو څیز دې له علت پرته معلول او یا له خالق پرته مخلوق وي، یعنې هر د عقل څښتن هرو مرو دا مني چې په دې مادي کائناتو کې هر څیز د خپل علت تابع دی، د علت او معلول یاده لړۍ داسې یو حد ته رسېږي چې په علت اولی باندې پای مومي، یعنې هغه ذات چې هغه معلول نه دی او هر څه لپاره علت دی هم هغه ذات خدای (الله جل جلاله) دی.
د علت له وجود څخه د معلول په وجود باندې دلیل راوړلو ته لَمِّی دلیل وایي او د معلول له وجود څخه د علت په وجود باندې دلیل راوړلو ته اِنِّي دلیل وایي، په قرآنکریم کې هم اِنِّي دلائل ډېر راغلي یعنې د معلول له وجود څخه د علت په وجود دلیل راوړل شوی، الله جل جلاله فرمایي: [أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (البقرة: ۲۵۸)] ژباړه: آیا د هغه چا (نمرود) په هکله دې غور نه دی کړی چې له ابراهیم [علیه السلام] سره یې دهغه د پروردګار په هکله ځکه شخړه وکړه چې الله تعالی هغه ته پاچاهي ورکړې وه، کله چې ابراهیم علیه السلام وویل: زما رب هغه ذات دی چې ژوندي کول او مړه کول کوي، نو هغه (نمرود) وویل چې زه هم ژوندي کول او مړه کول کوم، ابراهیم [علیه السلام] وویل: الله تعالی له ختیځ څخه لمر راولي نو ته یې له لویدیځ څخه راوله، نو هغه چې کافر وو هک حیران شو، الله ظالمانو ته لارښوونه نه کوي.
ابن کثیر رحمه الله ددې آیت په تفسیر کې لیکي: کله چې نمرود له ابراهیم علیه السلام څخه د الله د موجودیت په اړه دلیل وغوښت نو ابراهیم علیه السلام ورته له نشت څخه د شته کولو (پیدا کولو) او له شته څخه د نشت کولو (له منځه وړلو) دلیل ووایه، په ځواب کې یې نمرود وویل چې نوموړې چاره خو زه هم ترسره کولای شم، همدا وو چې دوه واجب القتل کسان یې راوغوښتل یو یې ترې وواژه او بل یې ژوندی پرېښود. ابراهیم علیه السلام د الله تعالی په صفت باندې دلیل راوړی وو چې هغه له نشت څخه یو څیز پیدا کولای شي او هم یو شته څیز له منځه وړلای شي خو نمرود چې د خپلې ناپوهۍ او د ځان ستر ښودلو له امله له اصلي خبرې په شا شو، ابراهیم علیه السلام پوه شو نو ځکه یې بیا ورته وویل چې زموږ الله په ټولو کائناتو واکمن دی، هغه له ختیځ څخه لمر را خېژوي او په لویدیځ یې ښکته کوي، اوس که چېرې ته هم په ټولو کائناتو واکمن یې نو لمر له لویدیځ څخه راپورته کړه او په ختیځ یې ښکته کړه، دلته له نمرود سره ځواب نه وو او له ابراهیم علیه السلام سره په بحث کې یې ماتې ومنله، دلته چې ابراهیم علیه السلام د الله جل جلاله په شتون باندې دواړه اِنِّی دلائل ویلي، یعنې له معلول څخه یې د علت په شتون باندې دلائل راوړي.
په سائنس کې هم د سببيت قانون (law of causality) موجود دی، هر کله چې په دې کائناتو کې کومه چاره یا حرکت تر سره کېږي نو له دې قانون سره سم دا حرکت يا عمل به هرومرو یو سبب لري، په دومره پراخو او عريضو کائناتو کې هيڅوک داسې بېلګه نه شي وړاندې کولای چې يو څيز له کوم سبب پرته حرکت کړی وي، همدا لامل دی چې سائنس هم د هر معلول لپاره د علت په موجودیت قائل دی، په بل عبارت دا چې سائنس تر کومو شيانو پورې رسېدلی هغه ټول معلولات دي او سائنس د دې ټولو معلولاتو لپاره د علت په موجودیت قائل دی.
د ملحدینو ځینې نیوکې او ځوابونه:
تر ډېره د علت او معلول دا بحث د فلاسفه و تر منځ یوه علمي موضوع پاتې شوې، په (۱۹۲۷م) کال کې مشهور ملحد فلسفي (برټریند رسل) په خپل یو مضمون (Why I am not Christian) کې په همدې دلیل نیوکه کړې وایي: ما د جان سټوارټ مل (John Stuart mill’s) –یو فیلسوف وو- ژوند ولوست او یوه جمله مې پکې وموندله چې: زه چا جوړ کړی یم؟ له دې سره مې ذهن ته راغلل چې که زه الله جوړ کړی یم نو الله چا جوړ کړی؟ دلته رسل هڅه کوي او ووایي چې د علت اولی ټوله مقدمه بې مفهومه ده، ځکه وایي چې که یو څوک دا ووايي چې دا کائنات علت لري او دا علت الله تعالی دی، نو بیا پوښتنه دا ده چې د الله علت څه شی دی؟ رسل د خپل استدلال د لا پیاوړي کولو په موخه وړاندې ځي او لیکي: کله چې موږ الله تعالی له علت پرته ثابتوو نو ولې کائنات له علت پرته ونه منو؟ او د کائناتو په ازليت منلو کې څه ستونزه ده؟
په کائناتي دلیل یا د علت او معلول په دلیل باندې د برټرنډ رسل دا نیوکه نږدې د هر ملحد په ژبه جاري ده، کله چې ملحد ته وویل شي چې د کائناتو علت الله دی، فورًا د رسل نیوکه وړاندې کوي او وایي چې د الله علت څه شی دی؟ او یا وایي چې که دا هر څه الله پیدا کړي وي نو الله چا پیدا کړی دی؟ – نعوذ بالله-
ځواب: په دې پوښتنه کې اساسي مغالطه دا ده چې له اقرار او پوښتنې څخه جوړه ده، یعنې ددې پوښتنې یوه برخه اقرار دی او بله برخه یې پوښتنه ده، ملحد چې کله پوښتي چې (د الله تعالی علت څه دی؟) دلته ملحد په دې اقرار کوي چې الله تعالی معلول دی، نو ځکه یې د علت پوښتنه کوي؛ ددې پوښتنې بله بېلګه دا ده چې یو څوک ووایي چې: دا قلم چا مات کړی؟ دلته یو اقرار دی او یوه پوښتنه، اقرار دا دی چې قلم مات دی او پوښتنه دا ده چې ماتوونکی یې څوک دی؟ تر هغو چې د قلم په ماتېدو اقرار نه وي شوی نو د ماتوونکي په هکله یې پوښتنه هم نه کېږي، په داسې حال کې چې اقرار د یو دلیل او ثبوت پر بنسټ کېږي. اوس چې ملحد پوښتنه کوي د الله تعالی علت څه دی ؟ اصل کې ملحد په خپله پوښتنه کې دا اقرار کوي چې الله تعالی معلول دی نو علت یې څه دی؟ او یا هم الله تعالی مخلوق دی نو خالق یې څوک دی؟ -نعوذ بالله- نو پوښتنې ته یې له ځواب مخکې باید لومړی ملحد خپل اقرار او دعوه ثابته کړي، یعنې دا دې ثابته کړي چې الله تعالی معلول دی او یا مخلوق دی، کله یې چې خپله دا دعوه ثابته کړه وروسته بیا په رښتیا هم ددې حق لري چې د علت یا خالق په هکله یې پوښتنه وکړي. کله چې د یو څیز مخلوقیت او معلولیت ثابت شي نو موږ د مخلوق له وجود څخه د خالق په وجود او یا هم د معلول له وجود څخه د علت پر وجود باندې دلیل راوړی شو؛
د یو څیز د مخلوقیت لپاره درې څیزونه ډېر اړین دي چې لاندې ترې بحث کوو:
۱ـ نشت:
کله چې یو څیز نشت یا معدوم وي او وروسته موجود شي نو دا د هغه څیز په مخلوقیت تر ټولو ستر دلیل دی، له همدې امله اکثره ملحد فلاسفه د کائناتو پر ازليت (تلپاتېوالي) قائل دي او کائنات مخلوق نه ګڼي، په خپله رسل هم په یوه مقاله کې د کائناتو پر ازليت یا دائم والي اعتراف کوي، خو عجیب اتفاق دا دی چې د رسل له دې لیکنې څخه دوه کاله وروسته په (۱۹۲۹م) کال کې ايډوین هبل د بېګ بنګ یا د لویې چاودنې نظریه وړاندې کړه، او په ساینسي شواهدو یې دا ثابته کړه چې کائناتو یو وخت وجود نه درلود او له عدم څخه موجود شوي دي.
۲ـ بهرنی ځواک (خارجي قوت):
هر هغه څیز چې له اوله موجود نه وي او وروسته موجود شي نو هرومرو به د ځینو عواملو په اساس موجود شوی وي، چې دا عوامل به یا په همدې څیز کې داخل وي او یا به له هغه څیز څخه بهر وي؛ د څیز په داخل کې د یادو عواملو موجودیت ناشونی دی ځکه کله چې یو څیز په خپله موجود نه وي نو خواص او عاملونه یې هم نه شي موجودېدای، خو که چېرې نوموړی څیز د بهرنیو عواملو له امله موجود شوی وي نو دا معقول او منطقي نظر دی، په همدې اساس کله چې کائنات له نشت او عدم څخه موجود شوي نو هرو مرو بهرني عوامل لري.
یا هر هغه څیز چې ځانګړی جوړښت او اوډون لري نو ددې جوړښت لپاره هم یو بهرني ځواک ته اړتیا لري؛ د بېلګې په ډول مبایل یا کمپیوټر خپل ځانګړی جوړښت او اوډون لري، پوښتنه دا ده چې موبایل ته داسې جوړښت څنګه ورکړل شوی؟ آیا دې موبایل خپله خپل ځان ته داسې جوړښت او اوډون ورکړی او که دا جوړښت او اوډون پکې د کوم بهرني ځواک له لوري شوی؟ څرګنده ده چې موبایل خپله ځان ته جوړښت او اوډون نشي ورکولای او یو بهرني ځواک ته اړ دی، همدا اړتیا د مبایل په تخلیق او جوړېدو تر ټولو ستر دلیل دی.
که لږ ځیر شو نو په نړۍ کې چې د ژوندیو موجوداتو د ژوندي پاتې کېدو لپاره کومو څیزونو ته اړتیا ده نو هغه ټول موجود دي لکه اکسېجن، اوبه، ډول ډول ګازونه، لمر، سپوږمۍ، د اوزون پرده او… په دې ټولو کې یو ډول توازن موجود دی او ځانګړی اوډون پکې تر سره شوی او هر یو یې خپل ځانګړي حدود لري؛ اوس پوښتنه دا ده چې یوه لاشعوره ماده څنګه کولای شي خپل ځان رامنځته او بیا دا ځانګړتیاوې او حدود ورته وټاکي؟ ځواب معلوم دی چې لکه د نورو لاشعورو اوډون شویو څیزونو په څېر ټول کائنات او په ځانګړي ډول دا څیزونه هم یو بهرني ځواک ته اړ دي چې د هغه ځواک له لوري پیدا او وروسته دا اوډون پکې شوی او حدود ورته ټاکل شوي دي.
۳ـ د تخلیق پړاوونه:
د ساینس له نظره په کائناتو کې ټول شته موجودات په تدریجي توګه رامنځته شوي، خپله ملحد ساینسپوهان هم په دې خبره اعتراف کوي چې که د کائناتو د تخلیق یا رامنځته کېدو په ترڅ کې که ډېره کوچنۍ تېروتنه هم شوې وای نو اوس به ژوند امکان نه درلود. نو څرګنده ده چې په دومره تدبیر او ځیرکتیا سره د تخلیقي پړاوونو سرته رسېدل یو باشعوره او ذهین خالق ته اړتیا لري او ماده پخپله دا کار نشي ترسره کولای ځکه چې ماده شعور نه لري او له شعور پرته د داسې چارو تر سره کېدل ناشوني دي، ملحدین وایي چې ماده شعور هم لرلای شي او په بېلګه کې یې انسان راوړي چې پخپله ماده دا او شعور هم لري؛ ځواب یې دا دی چې له انسان څخه وړاندې چې کله کائنات په تخلیقي پړاوونو کې وو هلته داسې کومې مادې شتون درلود چې له شعور څخه برخمنه وي؟
له پورتني بحث څخه دا پایله تر لاسه کېږي چې کائنات مخلوق او هر مخلوق معلول هم وي، نو د کائناتو د خالق او علت په هکله پوښتل هم له منطقي اړخه څه ستونزه نه لري؛ ځکه چې د مخلوقیت ټولې ځانګړتیاوې لري په دې معنی چې: یو وخت کائنات موجود نه وو او له نشت څخه رامنځته شوي، په رامنځته کېدو کې یو بهرني ځواک ته اړ دي او پخپله نه دي رامنځته شوي، بل دا چې په تدریجي توګه رامنځته شوي دي؛ دې درې واړو ځانګړتیاوو ته په کتو ثابتېږي چې کائنات مخلوق او معلول دي چې خالق او علت ته اړتیا لري.
خو د الله تعالی د علت او خالق په هکله پوښتل ناسم دي، ځکه چې الله تعالی مخلوق او معلول نه دی په همدې اساس خالق او علت ته هم اړتیا نه لري؛ ځکه چې الله تعالی له ازله موجود دی او هېڅکله داسې وخت نه دی تېر شوی چې الله تعالی پکې نشت او معدوم وي، چې کله رامنځته ته شوی نه دی نو هېڅ بهرني ځواک ته اړتیا هم نه لري او نه هم تخلیقي پړاوونه پرې تېر شوي، له همدې امله داسې پوښتل چې د الله تعالی خالق څوک دی یا یې علت څه دی؟ په حقیقت کې ناسمې او د ټولو منطقي اصولو خلاف پوښتنې دي. الله تعالی خالق او علت ته اړتیا نه لري، علت ته اړتیا نیمګړتیا ده او الله تعالی له دې نیمګړتیا څخه پاک دی.
موږ د کائناتو د علت په اړه پوښتنه کولی شو ځکه چې کائنات خپله په خپل ځان ګواهي ورکوي چې مخلوق يا معلول دی، دا داسې مثال لري لکه يو شخص سره چې کتاب وي او بل شخص ورته وايې چې دا کتاب د څه په اړه دی؟ دلته حقيقتا د دې شخص په لاس کې کتاب خپله د دې ګواهي ورکوي چې کتاب کې يو څه ليکل شته، که چېرې کتاب ورسره نه وايې نو بيا مخاطب هم پوښتنه نه کوله، همدا راز کائنات کې خپله د معلوليت صفات لري ځکه موږ د دې صفاتو په بناء د کائناتو د خالق پوښتنه کولی شو او دا خبره منطقي او عقلا صحي ده، البته د الله تعالی په اړه نشو کولی ځکه چې هغه کې د معلوليت يا مخلوقيت صفات نشته.
دوهم ځواب:
هر موجود څیز له دوه حالتونو څخه خالي نه دی، یا دا چې ددې موجود لپاره وجود او شتون ضروري دی یعنې په خپله موجود دی، چې په منطقي اصطلاح کې ورته د (واجب الوجود) اصطلاح کارول کېږي، او یا دا ده چې ددې موجود وجود ضروري نه دی او د کوم بل وجود په واسطه موجود شوی، چې د (ممکن الوجود) اصطلاح ورته کارول کېږي، نو هر موجود به یا واجب الوجود وي او یا هم ممکن الوجود.
ممکن الوجود علت ته اړتیا لري، ځکه هر کله چې د څیز وجود ممکن شو معنا یې دا ده چې د نوموړی څيز وجود او عدم (شتون او نه شتون) دواړه ممکن دي، په اصل کې هر ممکن الوجود څیز معدوم او نشت وي خو کله چې وجود مومي او رامنځته کېږي هرو مرو به د یو بل موجود له امله موجودېږي او پخپله نشي موجودېدای.
خو واجب الوجود بیا د خپل وجود په پار بل هېڅ موجود او علت ته اړتیا نه لري، ځکه که واجب الوجود هم د خپل وجود لپاره علت ته اړتیا ولري نو بیا خو واجب الوجود نه بلکې ممکن الوجود دی.
واجب الوجود هغه ذات دی د علت او معلول لړۍ پرې پای ته رسېږي، که د علت او معلول دا لړۍ په واجب الوجود پای ته ونه رسوو نو دا په حقیقت کې له ټولو موجوداتو څخه د انکار کولو په معنا ده، ځکه که واجب الوجود نه وای نو هېڅکله به هم د موجوداتو پیل او ابتداء نه وای شوې، له همدې امله فلسفیانو تسلسل باطل ګڼلی، له فلسفي او منطقي اړخه موږ اړ یو چې د یو واجب الوجود ذات په وجود اقرار وکړو.
کائنات ځکه واجب الوجود نه دي چې یو وخت موجود نه و، او له نشت څخه یې وجود پیدا کړی په همدې اساس کائنات ممکن الوجود دي.
لنډه دا چې ممکن الوجود څیز د خپل وجود لپاره علت ته اړتیا لري، خو واجب الوجود د خپل وجود لپاره هېڅ علت ته اړ نه دی. نو کائنات چې ممکن الوجود دي علت ته اړتیا لري چې علت یې خالق دی او خالق چې واجب الوجود دی علت ته اړتیا نه لري په همدې اساس د خالق د علت په اړه پوښتل هم ناسم دي.