لیکوال: د. اسامه جوهري

د الحاد د خپراوي اسباب او لارې چارې (نهمه برخه)

پخوا به علمي الحاد عموما له یو او بل څخه په تأثر اخیستلو باندې خپرېده چې بیا به د الله جل جلاله له لوري پیغمبران راغلل او د خپل دعوت په واسطه به یې د دې الحاد د مخنیوي لپاره هلې ځلې او د فکري الحاد د خپراوي لپاره به یوناني فلسفیانو هم ډېره هڅه نه کوله بلکې د خدای له وجود څخه انکار به تر ډېره د همدې فلسفیانو خپل باور او فکر ګڼل کېده، په همدې اساس ډېرو کمو فلسفیانو خپلو افکارو ته لیکلې بڼه ورکړې څو د دوی افکار په نورو خلکو هم اغېز وکړي، خو د معاصر الحاد د خپراوي لپاره خورا ډېرې هڅې کېږي په ځانګړي ډول په اسلامي نړۍ کې. په اسلامي هېوادونو کې په ټولنیز ډول د الحادي نظامونو په پلي کولو مو مخکې بحث وکړ، خو ملحدینو په دې بسنه نه ده کړې او د مسلمانانو په فردي ژوند کې یې هم د الحاد او له الله جل جلاله څخه د انکار لپاره په پټه دعوت پیل کړی چې مسلمان ځوانان له همدې مخفي لارو او دعوتونو څخه اغېزمن کړي او الحاد پرې ومني، دلته د الحاد د خپرېدو په اسبابو بحث کوو؛
۱ـ ناپوهي او له دین څخه بې خبري:
ناپوهي او له خپل دین څخه د مسلمانانو بې خبري په اسلامي هېوادونو کې د الحاد د خپرېدو لومړنی سبب دی، په غرب کې هم د الحاد د خپراوي ستر لامل دا و چې عیسویان په خپل دین نه پوهېدل دا ځکه چې له هغوی سره په اصلي بڼه خپل دین نه و، بل دا چې عیسویانو په علمي او منطقي ډول د الحاد مخنیوی و نکړ او د خپلې ناپوهۍ له امله یې له زور څخه کار واخیست.
په اسلامي هېوادونو کې د اکثره مسلمانانو د مسلمانۍ او اسلامي عقیدې یواځینی لامل دا دی چې مور او پلار یې مسلمانان وو او په یوه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلي، په همدې یې بسنه کړې او په خپله په اسلامي عقیدې او د اسلام په اصولو او احکامو د ځان پوهولو هڅه نه کوي، له همدې امله ډېر ژر له هرې فتنې څخه اغېزمن کېږي. د اسلامي نړۍ یو نامتو عالم د ځوانانو د بې لاري کېدو او ګمراهۍ د لاملونو په اړه وپوښتل شو؛ نوموړي یې تر ټولو ستر لامل دا په ګوته کړ چې ځوانان د اسلام په اړه پشپړه پوهه نه لري او د اسلام له بنسټیزو اصولو او ښوونو څخه بې خبري انسان د ګمراهۍ لور ته بیایي.
۲ـ الحادي تحریکونه او مؤسسې:
لویدیځ په اسلامي نړۍ کې ځینې داسې مؤسسې او تحریکونه په کار اچولي چې په پرلپسې توګه د فلسفي څېړنو او فرهنګي مرکزونو په نوم الحاد خپروي او د خپل کار د پر مخ بېولو لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار اخلي. همدا راز اروپایي هېوادونو د کډوالو شویو مسلمانانو په پنډغالو (د مهاجرو کمپونو) کې هم یاد تحریکونه فعالیت کوي او ځوانانو ته د الحاد بلنه ورکوي او د منلو په صورت کې هغوی ته د ژر تر ژره قبولۍ د ورکړې ژمنې ورکوي، کوم کډوال چې لیک او لوست کولای شي هغوی ته د الحاد لپاره د مبارزې په بدل کې نور ډېر امتیازات هم ورکوي.
همدا راز په ځینو اروپایي هېوادونو کې د مرتد شویو (EX Muslims) وګړو لپاره هم ځانګړي تنظیمونه جوړ شوي او هغو خلکو ته چې له اسلام څخه الحاد ته اوښتي (مرتد شوي وي) د اېراني ملحد آرمین نوابي له لوري د (Atheist Republic) په نوم جوړ شوي تنظیم کې غړیتوب ورکول کېږي، چې دا تنظیم هم د الحاد لپاره یو له سترو تنظیمونو څخه ګڼل کېږي. په اروپا کې چې کومو الحادي تحریکونو فعالیت درلود دعوه یې له دین او الله څخه انکار کول وو او دا دعوه به یې په څرګند ډول بیانوله خو په اسلامي هېوادونو کې چې کوم الحادي تحریکونه فعالیت کوي په ښکاره له الله او دین څخه انکار نه شي کولای، له همدې امله په پټه او مخفي توګه د انساني ژوند له بېلابېلو اړخونو څخه د دین د اېستلو هڅې کوي، او ځوان نسل ته په پټه د الحاد دعوت او بلنه ورکوي. کوم ځوانان له دې ډول تحریکونو څخه اغېزمن شي نو لومړی یې په ذهن کې د دین ارزښت کم شي او یواځې په نوم مسلمان پاتې وي خو د وخت په تېرېدو سره بیا په بشپړه توګه په الحاد کې داخل شي.
د الحادي تحریکونو یوه څرګنده بېلګه کمونېزم دی، که څه هم کمونېزم یوه اقتصادي نظریه او مکتب دی، خو په حقیقت کې یوه بشپړه الحادي نظریه ده، افغانستان ته هم په لومړي ځل د کمونېستانو لخوا الحاد راوړل شو. فیمنېزم هم داسې یو تحریک دی چې په اسلامي هېوادونو کې په ښکاره ښځو ته د حقونو د ورکړې لپاره فعالیت کوي خو اصلي موخه یې د مسلمانو ښځو او اسلام تر منځ د واټن او فاصلې رامنځته کول دي. همدا راز نشنلېزم هم په ښکاره ډول الحاد ته بلنه نه کوي خو د الحاد د پرمختګ لپاره ډېر ګټور ثابت شوی. ټول هغه تحریکونه چې له لویدیځ څخه اسلامي نړۍ ته راغلي او فعالیت کوي، په یو نه یو ډول د الحاد په چوپړ کې دي او د الحاد خپراوي ته لار هواروي.
۳ـ رسنۍ (میډیا):
رسنۍ په ځانګړي ډول ټولنیزې رسنۍ د الحاد د خپراوي یوه ستره وسیله ده، په معاصر وخت کې انټرنټ ټوله نړۍ له یو اوبل سره و نښلوله، د ټولې نړۍ د وګړو تر منځ یې هر راز اړیکې پراخه کړې، د سوداګریزو توکو سربېره یې د اسلامي او غربي نړۍ تر منځ افکار هم تبادله او یو بل ته ولېږدول، خلک له بېلا بېلو تمدنونو څخه خبر شول او د نړۍ په ډېرو انسانانو نورو تمدنونو اغېز وکړ. لکه څنګه چې په اسلامي نړۍ کې ځینې وګړي له دې لارې له لویدیځ څخه اغېزمن شول په لویدیځ کې هم ډېرو وګړو له همدې لارې حق وموند او د اسلام سپېڅلی دین یې ومانه.
اوسنۍ غربپالې رسنۍ نه یواځې دا چې د لویدیځ افکار خپروي او هغو ته دعوت کوي، بلکې نړۍ او نړیوالو ته هم د اسلام غلط او ناسم تصویر وړاندې کوي او په دې توګه غواړي په لویدیځ کې د اسلام د خپرېدو مخنیوی وکړي او خلک په حقیقي اسلام له پوهېدلو څخه لرې وساتي. دا خبره د رينډ RAND د راپور په تجويز کې هم شامله وه، تجويز په دا ډول دی چې:
Facilitate and encourage an awareness of their pre-and non-Islamic history and culture, in the media and the curricula of relevant countries.
بايد د مسلمانو هيوادونو د رسنيو او تعليمي نصاب په واسطه د يادو ټولنو له (اسلام څخه مخکې) تاريخ او ثقافت ته پرمختګ ورکړل شي.
که موږ یو څیز خلکو ته معرفي کوو نو کولای شو چې یاد څیز هم په مثبت ډول معرفي کړو او هم يې په منفي بڼه خلکو ته وروپېژنو، د بېلګې په ډول که یو څوک وغواړي چې خلکو ته قلم وروپېژني او بیا د قلم په اوصافو کې و وایي چې: قلم د علم او پوهې د لېږد وسیله ده، او په واسطه یې یو نسل د ناپوهۍ له تیارو څخه د پوهې رڼا ته پرې رسېږي؛ دا په مثبته بڼه خلکو ته د قلم ورپېژندل دي، خو بل شخص چې غواړي خلکو ته د قلم ناسم تصویر وړاندې کړي وایي: قلم هغه آله ده چې د ډېرو خلکو د قتل او اعدام حکمونه پرې لیکل شوي او په همدې قلم باندې د اتم بم نقشه جوړه شوې وه چې پای د زرګونو خلکو د مرګ او ژوبلې لامل شو؛ په یاده بېلګه کې دواړه کسان یو څیز خلکو ته معرفي کوي، خو د معرفي کېدو بڼه یې خورا ډېر توپیر لري یو په مثبته او بل بیا په منفي بڼه خلکو ته قلم ورپېژني، په همدې ډول رسنۍ هم عموما هڅه کوي چې اسلام په منفي الفاظو خلکو ته معرفي کړي او د اسلام له بنسټیزو ښوونو او اساساتو لکه جهاد، حج، ږیره، اسلامي لباس او… څخه خلک زړه توري او متنفر کړي څو په دې توګه له یو لوري د ناپوهو مسلمانانو ایمانونه ټکني کړي او له بل لوري په لویدیځ کې خلک له اسلام څخه ناخبره وساتي او له اسلام سره د هغوی کرکه دې اندازې ته ورسوي چې په اسلام باندې پوهېدلو ته هېڅ لېواله نه شي.
همدا راز په ټولنیزو رسنیو کې هم د الحاد د خپراوي لپاره ډېرې هڅې کېږي، عموما هغه خلک چې خپله په لویدیځ کې مېشت دي د فېسبوک، ټویټر او… له لارې الحاد ته دعوت کوي او ددې لپاره چې خپل شمېر ډېر وښيي نو هر یوه تن یې په بېلابېلو مستعارو نومونو څو حسابونه خلاص کړي وي، چې په دې توګه مسلمانان په ځانګړي ډول هغوی چې دیني پوهه نه لري او یا یې دیني پوهه کمه وي له ځان سره ملګري کوي او بیا د هغوی په وړاندې د اسلام په خلاف له توهین څخه ډکې څرګندونې او په ښکاره ډول الحاد ته بلنه ورکوي، چې کم علمه مسلمانان ځوانان یې په لومړیو کې په وړاندې ډېر احساساتي کېږي خو د وخت په تېرېدو له دې چارې سره عادي کېږي او په دې توګه ځینې ځوانان ورڅخه اغېزمن او د وخت په تېرېدو سره په تشکیک کې واقع کېږي، بالاخره داسې وخت راشي چې دغه شکونه یې ډېر شي او په عملي ډول ملحد ترې جوړ کړي.
۴ـ تعلیمي نظام: نوی تعلیمي نظام په ماده پرستۍ ولاړ او د هر څه لپاره یې غربي تمدن معیار ګرځولی، له همدې امله د الحاد د پرمختګ یو ستر لامل ګڼل کېږي. د لارډ میکالي په لاس د جوړ شوي تعلیمي نظام په پلي کېدو سره دیني او  دنیوي علوم له یو او بل څخه بېل کړای شول او په دې توګه د ښوونځي او مدرسې تر منځ واټن رامنځته شو. دا چې ځوان نسل ډېر ژر له چاپېریال، کتاب او ښوونکي څخه اغېزمن کېږي له همدې امله یې د لېبرالېزم او مخلوط نظام سره سم تعلیم شروع کړ، یعنې هلکانو او نجونو ته یې په یوه ټولګي کې د درس ویلو زمینه برابره کړه، زده کوونکو ته یې د ادب، شعر او شاعرۍ په برخه کې له رومانتیکي او عشقي مسائلو ډک بې لارې کوونکي مواد وړاندې کړل، په دې توګه یې د دیني علومو زده کوونکو ته داسې ذهنیت ورکړ چې دین له عصري علومو سره په ټکر کې دی او د عصري علومو زده کوونکي بې دینه شوي خلک دي، له بل لوري د عصري علومو زده کوونکو بیا دا ذهنیت تر لاسه کړی چې د دیني علومو زده کوونکي وروسته پاتې خلک دي او ځانونه یې په بېهوده او بې معنا زده کړو بوخت کړي دي.
په نوي تعلیمي نظام کې د عصري علومو زده کوونکي له اسلام څخه لرې او نا پوهه ساتل کېږي، په دې ډول چې دېني مضامین ډېر محدود شوي چې د پوره یو کال په نصاب کې یو یا دوه ډېر کوچني کتابونه شامل دي، چې په هغو کې هم اسلام د انساني ژوند د ټولو چارو د تنظیموونکي بشپړ دین په توګه نه دی وړاندې شوی بلکې د یو عادي مذهب په توګه داسې بحث ترې شوی چې هېڅ اړین ونه ګڼل شي. د (Leopold Weiss) په نوم د تېرې پېړۍ مخکښ لیکوال چې د اسلام له منلو وروسته یې نوم محمد اسد غوره کړ، د معاصر تعلیمي نظام په اړه لیکي:
Western education of Muslim youth is bound to undermine their will to believe in the message of the Prophet, their will to regard themselves as representatives of the religiously-motivated civilization of Islam.
ژباړه: غربي تعلیم مسلمان ځوانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیغام باندې ایمان او بشپړ یقین ساتلو ته نه پرېږدي او خپل ځانونه د اسلام له لوري د وړاندې کړل شوي الهي تمدن د استازولۍ وړ نه ګڼي.
نوموړي وړاندې لیکي چې:
There can be no doubt whatever that religious belief is rapidly losing ground among our “intelligentsia” who have absorbed Western values.
ژباړه: هر څه چې وي خو په دې کې هېڅ شک نشته چې د روڼ اندو (هغه خلک چې زده کړې او تعلیم یې په غربي بنسټونو ولاړې وي) دیني عقاید او باورونه په ډېرې چټکۍ سره کمزوري کېږي.
همدا راز د اسلام په اړه د زده کوونکو په ذهنونو کې شک پیدا کول او په اسلامي زرین تاریخ کې مسلمان فاتحین د قاتلینو او امپراطورانو په توګه ورپېژندل، د احادیثو سند مشکوک ثابتول، د صحابه کرامو په عدالت باندې نیوکې کول، د ادب په برخه کې د ناولونو، افسانو، د شعر او شاعرۍ په نوم له الله جل جلاله څخه ګیلې او شکایتونه او له هغه سره ځان په تقابل کې ښودل یوه عادي خبره ګرځېدلې، له دې ټولو سربېره زده کوونکو ته داسې ذهنیت ورکوي چې په ټولنه کې د شته بېوزلۍ، فساد او د کورني نظام د خرابوالي پړه په دین واچوي.
په معاصرو ښوونیزو نظامونو کې د عقل پرستۍ (Rationalism) او ساینسي نړۍ لید (Scientific world view) عناصر ډېر عام دي، د عصري علومو ډېر زده کوونکي د یقین له درجې څخه بې برخې دي، د هغوی یقین یواځې په هغو څیزونو پورې محدود دی چې عقلي او منطقي توجېه ورته پیدا کړی شي،
همدا راز په نوي تعلیمي نظام کې د ساینسي نړۍ لید ځای پرځای کول هم له الحاد سره مرسته کوي، ساینس یو بې پرې علم دی، ځکه چې د ساینس موضوع د دین له موضوع څخه جلا او بېله ده، خو بیا هم اکثره ملحدین هڅه کوي چې ساینسي موضوعات د الحاد لپاره وکاروي، داسې چې کائنات په خپله جوړ شوي معرفي کوي، انسان پکې د خپلې ارتقاء پایله ګڼي، په کائناتو کې شته بدلونونو ته د طبیعي قوانینو د فعالیت نوم ورکوي او د اسلام سپېڅلي دین ته یواځې د یو خیالي تصور په سترګه ګوري، خو حقیقت دا دی چې ساینس یواځې د کائناتو جوړښت او په هغو کې د رامنځته کېدونکو بدلونونو لاملونه بیانوي خو ددې څيزونو موخه او مقصد په ساینس پورې اړه نه لري، په دې موضوع باندې په راتلونکي څپرکي کې تفصیلي بحث شوی.
د تعلیمي نظام سربېره په تعلیمي مرکزونو او ښوونځیو کې هم ځینو ملحدو او یا له الحاد څخه اغېزمنو ښوونکو ته ځای ورکول کېږي او هغوی بیا خپلو زده کوونکو ته په یو نه یو ډول خپل افکار لېږدوي او د بېلابېلو پوښتنو په مطرح کولو سره زده کوونکي په خپله عقیده کې شکمن کوي.
پورته یاد شوي عوامل یعنې د زده کوونکو لپاره چمتو شوی چاپېریال، نصاب او ښوونکي هغه څه دي چې که یو ماشوم یا ځوان ورسره مخ شي نو هرومرو اغېز پرې کوي. که چېرې دا درې واړه څیزونه په غربي او الحادي اصولو ولاړ وي هرومرو به زده کوونکی د الحاد لور ته لېوالتیا پیدا کوي، او که همدا درې واړه څیزونه له اسلامي اصولو سره سم وي له شک پرته چې زده کوونکی به د اسلام په ګاڼه سمباله روحیه اخلي.
۵ـ مناسبه لارښوونه نه کول:
د الحاد د خپراوي یو سبب دا هم دی چې ډېر مسلمان ځوانان له سمې لارښوونې او مشرتابه څخه بې برخې دي، د ځوانانو په لارښوونه کې دا درې څیزونه ډېر اړین رول لري:
الف- مطالعه؛
ب- ملګري؛
ج- علماء او پوهان.
الف- مطالعه: اوسمهال اکثره ځوانان پوهې او مطالعې ته ډېره لېوالتیا لري خو د کتاب او لیکوال سمه ټاکنه نه شي کولی، استاذان او مشران هم د دوی د مطالعې په کتابونو باندې پام نه کوي، له همدې امله ځوانان له ځینو داسې کتابونو سره مخ کېږي چې لیکوال یې پکې خپل ناسم افکار داسې ځای پر ځای کړي وي چې لوستونکي ترې ژر اغېزمن شي، هغه ګمراه کوونکي او بې لاري خلک چې په امت کې مخکې تېر شوي او یا اوسمهال موجود دي افکارو او نظریاتو یې کتابي بڼه غوره کړې دا چې ځوان نسل د هغوی له بې لاریو او ګمراهۍ څخه بې خبره دي نو د هغوی د کتابونو په مطالهعه کولو سره ډېر ژر د هغوی له افکارو څخه اغېزمن کېږي.
ب- ملګري: د ځوانانو د سمې لارښوونې په برخه کې اکثره کورنۍ خپلو مسئولیتونو ته پاملرنه نه کوي، د هغوی د ناستو او مجلسونو ملګرو ته نه متوجه کېږي له همدې کبله ځینې وخت ځوان داسې ملګري پیدا کړي چې د عیاش او ماده پرست ذهنیت لرونکي وي، یا دا چې له الحادي فکر څخه اغېزمن یا ملحدین وي چې په دوامداره توګه له داسې ملګرو سره ناسته ولاړه په ځوان باندې اغېز کوي، دیني باورونه یې کمزوري کېږي او د الحاد د سترې فتنې په لومو کې لوېږي.
ج- علماء: د ځوانانو د رهبرۍ او لارښوونې په برخه کې علماء هم مسئول دي، علماء باید ځوان نسل ته په سمه توګه خپله اسلامي عقیده ورزده کړي او په دې برخه کې خپلې هر ډول هڅې وکړي. له هر څه مخکې دا خبره د یادونې وړ ده چې دین په کومې ځانګړې طبقې او خلکو پورې تړلی نه دی چې یواځې هماغو اشخاصو ته د دین نسبت وشي، بلکې دا د ټولنې د هر مسلمان غړي مسئولیت دی چې په دین ځان پوه کړي او عمل پرې وکړي خو له دې سربېره بیا هم علماؤ ته ستر مسئولیت متوجه دی. ځکه که چېرې له دین څخه ناخبرو ځوانانو ته د خپل دین او عقیدې په هکله څه شکوک او شبهې پیدا شي نو دا د علماؤ مسئولیت دی چې یادو خلکو ته د هغوی پوښتنې ځواب کړي او هغوی ته قناعت ورکړي، اکثره خلکو ته چې داسې وسوسې او شبهې پیدا کېږي نو وېرېږي او نه شي کولای چې خپلې شبهې له دیني علماؤ سره شریکې کړي، نو پر علماؤ ده چې دې اړخ ته پوره پاملرنه وکړي د الحاد خلاف او د ملحدینو د شبهو د ځوابولو لپاره سیمینارونه، کنفرانسونه او علمي ناستې جوړې کړي، ځکه چې اوسمهال الحاد د مسلمانانو لپاره تر ټولو ستره فتنه ده.
یادونه: دیني علماء باید د اسلام خلاف د لویدیځ له سازشونو او پروګرامونو ځان خبر کړي، څو وکولای شي چې په سمه توګه یې په وړاندې مبارزه وکړي او پرېنږدي چې زموږ ځوان کهول د هغوی د دسیسو ښکار شي او په خپلو موخو کې بریالي شي، ددې لپاره چې علماء وکړای شي د لویدیځ له سازشونو او برنامو ځان خبر کړي نو د انګلیسي ژبې یادول او د مستشرقینو له کتابونو څخه ځان خبرول ورته ډېر اړین دي، ځکه که د هغوی له کړنو او کارونو څخه ځان خبر نه کړي نو مخنیوی به یې څنګه وکړي؟ په اوس وخت کې ددې سترې فتنې په خلاف د کتابونو لیکلو، په غږیز او ويډیویي بڼه یې بشپړ وضاحت هغه لارې چارې دي چې په کم وخت کې ډېر اغېزمن تمامېدای شي.
۶ـ نا مسلمانو هېوادونو کې استوګنه:
دا چې اوسمهال په ځینو اسلامي هېوادونو کې امن نشته او ولسونه یې له جنګ جګړو سره مخامخ دي له همدې امله ډېر وګړي په امن او سکون کې د اوسېدو لپاره غیر اسلامي هېوادونو ته مخه کوي څو هلته مېشت شي، ځینې بیا د کاروبار او مزدورۍ لپاره همدې هېوادونو ته ځي او ځینې ځوانان بیا د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره هلته ځي او مېشتېږي، چې پای له دې خلکو څخه ځینې په نفساني او ځینې یې په نفسیاتي الحاد کې واقع کېږي او ځینې بیا نه یواځې دا چې الحاد پرې اغېز نکوي بلکې د خپل دین د ساتلو سربېره د اسلام یو داعي هم ترې جوړ شي. ځینې مسلمانان چې کله غرب ته ولاړ شي نو هلته فحشاء او منکراتو ته مخه کړي، شراب، زنا، لواطت او… اخلاقي فسادونه یې د ژوند یوه برخه وګرځي چې بیا همدا لنډمهالي خوندونه او مزې ورته هر څه ښکاري، او په اسلامي هېوادونو کې بیا د شته نا امنیو اصلي لامل هم اسلام بولي چې بالاخره په همدې توګه د الحاد تر پولو ورسېږي.
اکثره زده کړیالان چې په لویدیځ کې لوړې زده کړې وکړي نو خپلو اسلامي هېوادونو ته له راستنېدو سره سم یا خو د خپلې وړتیا او یا هم له بده مرغه د نوم له امله چې په بهر کې یې زده کړې کړي په لوړو او سترو څوکیو او منصبونو باندې په دندو ګومارل کېږي، چې داسې خلک بیا نه خپل دین ته ژمن پاتې کېږي او نه هم خپل وطن ته بلکې دوی ته لویدیځ او لویديځوال کلتور تر خپل کلتور غوره ښکاري او ځینې چې د استخباراتي لومو ښکار شي بیا په خپلو ټولو چارو کې د لویدیځ په لارښوونه پر مخ ځي، دا چاره یواځې تر مامور او معلم پورې محدوده نه ده بلکې د وزارتونو او لومړي وزارت تر څوکیو هم دا ډول خلک رسول کېږي. البته ځینې داسې ځوانان هم شته چې په لویدیځ کې له زده کړو وروسته له فکري اړخه سالم او روغ پاتې شوی دي، د دا ډول ځوانانو یوه ښه بېلګه علامه اقبال لاهوري دی چې په اسلامي نړۍ کې یې د لویدیځ اصلي موخې بیان او د لویدیځ له حقیقي څېرې څخه یې پرده پورته کړه.
۷: د دیني علماؤ غفلت:
د الحاد د خپرېدو په اسبابو کې یو مهم سبب د دیني علماؤ غفلت دی، ممکن دا خبره ډېرو ته درنه تمامه شي خو په معاصر وخت کې ډېر علماء نشي کولای چې د خپلو کړو وړو په واسطه نړۍ ته د اسلام حقیقي انځور وړاندې کړي. نو علماء باید خپلو کړنو ته په بشپړ ډول متوجه شي ځکه که له دوی څخه کومه تېروتنه کېږي نو د مغرضو او سیکولر فکر لرونکو خلکو له لوري دا تېروتنه شخص ته نه بلکې دین ته منسوبېږي. د اسلامي نړۍ د نورو هېواودونو په پرتله په ايران کې الحاد ډېر او آسانه پرمختګ کوي، ستر لامل یې هم دا دی چې هلته اکثره آخوندان په ډېرو منکراتو او فسادونو کې ښکېل دي او خلک یې تر ډېره په دین بې باوره کړي دي. معاصرې رسنۍ د الحاد د پرمختګ لپاره په لویه کچه کار کوي له همدې امله د دیني علماؤ هر ناوړه عمل دین ته منسوبوي او هڅه کوي چې په واسطه یې په دین د خلکو باور کمزوری کړي؛ د بېلګې په ډول که په کومه ویډیو کې د یو ږیرې لرونکي سړي له لوري کومه تېروتنه کېږي، نو اکثره بې دینه خلک یې د ملا او عالم په نوم په پراخه کچه خپروي او په دې توګه غواړي چې اسلام او اسلامي ارزښتونه بدنام کړي او برعکس که چېرې له یو ډاکټر، انجینیر یا د بل مسلک اړوند شخص څخه کومه تېروتنه وشي، نو بیا هېڅ خبره هم نه وي ځکه چې د اړوندو مسلکونو اشخاصو تېروتنې یواځې هماغه شخص ته منسوبېږي لکن د دیني علماؤ په حق کې خبره داسې نه ده، له همدې دیني علماء باید ډېر زیات متوجه واوسي.
همدا راز د ځینې دیني علماؤ یوه ستونزه دا هم ده چې په ډېرو کوچنیو خپلمنځي اختلافي مسائلو خپل ارزښتناک وخت ضایع کوي، بې اتفاقۍ ته لمن وهي، پر یو او بل د کفر تورونه پورې کوي او پای دا عظیم امت په څو متخاصمو ډلو وېشي، چې هره ډله ځان په سمه او مقابل لوری په ناسمه باندې روان ګڼي، دې حالت ته په کتو عام او کم علمه خلک په دوه زړیتوب او تزلزل کې واقع کېږي او په حق پسې تلل ورته ګران تمام شي او ملحدین بیا له همدې فرصت څخه په استفادې د عامو مسلمانانو تر منځ په اسانه خپل دعوت پر مخ وړي.
Leave A Reply

Exit mobile version