په اسلامي نړۍ کې د الحاد خپرېدل یو له هغو اړینو بحثونو څخه دی چې باید پام ورته وشي، ځکه الحاد داسې یوه فتنه ده چې د اسلام په بنسټیزو اصولو، ضروریاتو او مقاصدو برید کوي او هڅه کوي چې له منځه یې یوسي، په اسلامي امت کې ډېرې داسې فتنې تېرې شوي چې مسلمانانو ته یې نه جبرانېدونکي زیانونه رسولي او تر ننه ورسره لاس او ګرېوان دي، خو الحاد بیا داسې یوه فتنه ده چې له امله یې اسلامي امت خپل حاکمیت او واکمني له لاسه ورکړې، له همدې امله موږ لومړی په اسلامي نړۍ کې د الحاد تاریخ بیانوو او ورپسې په اسلامي نړۍ کې د الحاد په موخو بحث کوو؛
په اسلامي نړۍ کې د الحاد تاریخ:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې موجود الحاد ته ډیسټیک الحاد ویل کېږي یعنې هغه الحاد چې په هغه کې له الله جل جلاله څخه انکار نه کېږي، بلکې په هغه کې د الله جل جلاله له لوري رالېږل شوی دین نه منل کېږي، په اسلامي امت کې د نوموړي الحاد پیل د خوارجو له خوا شوی، په صحیحینو (صحیح البخاري او صحیح مسلم) کې حدیث دی چې د بنو تمیمه یو شخص د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وېش باندې نیوکه وکړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا خلک به له دین څخه داسې ووځي لکه غشی چې له لېندۍ څخه وځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د خوارجو په هکله کومه وړاندوینه کړې وه د حضرت عثمان رضی الله عنه له شهادت څخه وروسته د صفین په جنګ کې د حکمیت د قضیې د مخالفت په بهانه د خوارجو ډله رامنځته شوه.
دا فتنه د ژباړې د هغه خوځښت او غورځنګ له پیلېدو سره لا هم چټکه شوه، چې په هغه کې د نورو ژبو او قومونو کتابونه عربي ته را وژباړل شول، ځکه چې ډېره برخه یې د منطق او فلسفې کتابونه وو او تر ډېره پورې په کتابونو کې د یوناني فلسفیانو الحادي نظریې موجودې وې. د اسلامي خلافت د واکمنۍ په پراخېدو سره عجم (غیر عرب) وګړي هم د خلافت تر واکمنۍ لاندې راغلل، په همدې اساس عربو دا اړتیا احساس کړه چې د نورو قومونو ژبې زده کړي څو وکولای شي له هغوی سره په آسانه اړیکې جوړې کړي، او په هره برخه کې له هغوی سره راکړه ورکړه ورته آسانه شي.
عربي ژبې ته د کتابونو د ژباړې لړۍ په لومړي ځل د اموي خلافت په وخت کې پیل شوه، د ابن آثال په نوم یو نصرانی چې د معاویه رضی الله عنه ځانګړی طبیب و له یوناني ژبې څخه یې عربي ته ځینې طبي کتابونه ژباړلي وو. د کیمیا په علم کې خالد بن یزید د یو مصري طبیب کتاب وژباړه، چې دا په عربي کې لومړی رسمي ژباړل شوی کتاب ګڼل کېږي، له دې وروسته بیا د کتابونو ژباړل عام شول او په عامو خلکو هم د نوموړي خوځښت اغېز پرېوت.
همدا راز د حجاج بن یوسف په زمانه کې د عجمو په سیمو کې عربي ژبه رسمي یا حکومتي ژبه و ټاکل شوه، له دې مخکې د عراق اداري چارې په فارسي ژبه وې، د شام په سریاني او د مصر په قبطي ژبه، د نوموړو ټولو ژبو پر ځای عربي رسمي ژبه وټاکل شوه. اموي خلافت د ژباړې غورځنګ لا پیاوړی کړ، تر دې چې په ۷۴۹م کال کې اموي خلافت پای ته ورسېد او عباسي خلافت پیل شو، د عباسیانو په خلافت کې هم نوموړې لړۍ روانه پاتې شوه او عربي ژبې ته خورا ډېر کتابونه وژباړل شول.
عباسي خلیفه منصور د روم قیصر ته لیک واستوه او له هغه څخه یې د فلسفې او طب د کتابونو غوښتنه وکړه، ابن صاعد أندلسي وایي: په اسلامي تاریخ کې ساینسي او عقلي علومو ته تر هر چا وړاندې عباسي خلیفه منصور پاملرنه وکړه، د عباسیانو په دور کې له هند څخه هم ځینې کتابونه راوړل شو، لکه د مخکښ هندي عالم (برهم ګپت) سدهنتا کتاب او د (پدهائي) د پنج تنتر کتاب چې د ادب، ریاضي او فلکیاتو د علم په اړه لیکل شوي وو.
د مسلمانانو له لوري د ژباړې دا لړۍ روانه وه، چې د وخت په تېرېدو سره یادو ژباړو لوستونکي هم پیدا کړل او په پایله کې یې په اسلامي امت کې ډېر ساینسپوهان پیدا شول.
دلته دوه ټکي د یادولو دي: لومړی دا چې معاصر لوېدیځوال تاریخپوهان د مسلمانانو دې ساینسې دورې ته (زرینه دوره) یا (Islamic enlightenment) وایي، خو یواځې د ځينو یوناني کتابونو د ژباړې او ساینسپوهانو د موجودیت له امله یوې دورې ته د زرینې دورې نوم ورکول زیاتی دی، ځکه چې مسلمانان په خپل تاریخ کې داسې یوه دوره لري چې په هغې کې د کائناتو تر ټولو ستر انسان او شخصیت موجود وو، چې د هغه په دوره کې ټول انسانیت د جهالت له تیارو څخه راووتل او د پوهې رڼا ته مخه کړه، په همدې اساس د اسلامي امت لپاره تر ټولو زرینه او طلایي دوره هغه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه صحابه کرامو پکې ژوند کاوه.
دوهم دا چې مسلمانانو په طب، کیمیا، ادب، طبیعت، مابعد الطبیعة او نورو ورته موضوعاتو کې له فارسي، یوناني، سریاني، قبطي او سنسکرېت ژبو څخه په سلګونه کتابونه عربي ته وژباړل؛ دا چې د یونان او هند اکثره پخواني فیلسوفان د جامعو علومو خاوندان (Multi-talented) وو او په بېلابېلو علومو کې به یې پوهه لرله، د بېلګې په ډول یو فیلسوف به په کیمیا، مابعد الطبیعاتو او طب کې کتابونه لیکلي وو، په همدې اساس په دې کتابونو کې د کائناتو د خالق، د دنیا د حقیقت، د انسان د پیدایښت د موخې او په ورته نورو مابعدالطبیعاتي مسائلو کې د بېلابېلو فلسفیانو او ساینسپوهانو نظریې درج شوې وې چې اکثره یې په شرک، الحاد او تشکیک ولاړې وې. له همدې امله اسلامي نړۍ ته ددې کتابونو له ژباړې سره هم مهاله الحادي او تشکیکي نظریې هم راغلې، ځکه چې په دې کتابونو کې د ساینسي او ادبي موضوعاتو تر څنګ الحادي او شرکي نظریات هم موجود وو، له همدې امله د علماء کرامو په وړاندې ددې کتابونو تصفیه کول یوه ستره ننګونه وه.
په دې ځای کې معاصر ملحدین یو ستر خیانت کوي او وایي: هر چا چې نوموړي (له نورو ژبو څخه عربي ته ژباړل شوي) کتابونه لوستي نو هغه ملحد شوی وو، په دې معنا چې په اسلامي امت کې چې کوم ساینسپوهان تېر شوي هغوی دا کتابونه لوستي او ملحدان شوي یا په تشکیک کې واقع شوي دي، دا خبره بالکل ناسمه او له حقیقت څخه لرې ده، ځکه چې اکثره مسلمان ساینسپوهان ستر، ستر فقهاء او محدثین هم وو او د ځینو په اړه بیا تاریخي روایات مختلف دي، د بېلګې په ډول د ابن سیناء په اړه ځینې تاریخپوهان وایي چې هغه ملحد وو لکه ابن خلکان چې لیکي: (ابن سینا) د ژوند په وروستیو کې توبه واېسته، صدقې یې ورکړې، مریان یې آزاد کړل او په هرو درې ورځو کې به یې بشپړ قرآن کریم تلاوت کاوه. همدا راز د ابن زکریا الرازي په اړه هم ځینې وایي چې ملحد و، خو حقیقت دا دی چې نوموړی یو ستر او جید دیني عالم هم وو، لکه څنګه چې امام ذهبی رحمه الله په سیر اعلام النبلاء کې ورته اشاره کړې. همدا راز ډېر نور ساینسپوهان لکه ابن الهیثم، جابر بن حیان، ابن نفیس او… ټول مسلمانان وو او په الحاد یې تورنول یو بهتان دی.
د (Brain Whitaker) په نوم یو لیکوال په اسلامي نړۍ کې د الحاد د تاریخ په اړه د (Arabs without God: Atheism and Freedom of belief in the middle age) په نوم یو کتاب لیکلی، نوموړي په دې کتاب کې په اسلامي تاریخ کې ابن الراوندي لومړنی ملحد بللی او ورپسې یې عمر خیام او ابوالعلاء المعري د ملحدینو په نوملړ کې راوستي دي. ابن الجوزي رحمه الله وایي: «زنادقة الإسلام ثلاثة: ابن الرّاوندي وأبو حيّان التّوحيدي وأبو العلاء المعرّي، وأشدّهم على الإسلام هو أبو حيّان، لأنّهما صرّحا وهو مَجْمَج، ولم يصرّح». ژباړه: په مسلمانانو کې درې زندیقان دي: ابن راوندي، أبوحیان توحیدي او ابوالعلاء المعري، او په دوی کې د اسلام سخت دښمن ابو حیان دی، ځکه چې د هغو نورو دواړو دښمني ښکاره او دده پټه وه.
لکه وړاندې مو چې وويل په اسلامي نړۍ کې د نورو قومونو کتابونه ژباړل کېدل او بیا یې تصفیه کول او د الحاد مخنیوی یې د علماء کرامو لپاره یوه ستره ننګونه وګرځېده، له همدې امله ځینو علماؤ ددې علمي فتنو په وړاندې علماء کرامو په درې طریقو سره مبارزه وکړه: ددې علماؤ په سر کې امام احمد بن حنبل رحمه الله راځي نوموړي یواځې د نص او نقل پر مټ د ملحدینو او عقل پرستو خلاف مبارزه وکړه؛ امام غزالي رحمه الله د فلسفې پر مټ د الحاد خلاف پیاوړې مبارزه وکړه؛ او شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله بیا د عقل او نقل یو موزون او مناسب تطبیق جوړ کړ او د الحاد خلاف یې داسې مبارزه وکړه چې چې نقل تحریف نه شي او عقل له خپلو حدودو بهر نه شي، همدا درېیمه تګلاره ډېره اغېزمنه ثابته شوه.
ځینې ملحدین وایي چې امام غزالي رحمه الله له ساینس او فلسفې سره د مخالفت له امله د مسلمانانو پرمختګ ته د پای ټکی کېښود، هندي تاریخپوه أمیرعلي په خپل کتاب (روح الاسلام) کې د ډاکټر شاشو یوه خبره ذکر کړې وایي: که چېرې په عربو کې اشعري او غزالي نه وای پیدا شوي نو اوس به د عرب قوم هر فرد نیوټن او ګالیله وو. په امام غزالي رحمه الله باندې دومره ستر تور پورې کول په حقیقت کې د سیکولر او له لوېدیځ څخه د اغېزمن شویو لیکوالانو کار دی، امام غزالي او امام ابن تیمیه رحمهما الله هېڅکله هم د ساینس مخالفت نه دی کړی، بلکې یواځې د هغو شرکي او الحادي نظریو مخالفت یې کړی چې یوناني ملحدو فلسفیانو په مابعدالطبیعاتي چارو کې له ځانه جوړې او د ساینس او فلسفې په نوم یې په کتابونو کې ځای پر ځای کړې وې، امام غزالي رحمه الله په خپل مشهور کتاب (تهافة الفلاسفه) کې دې خبرې ته اشاره کړې وایي: فهذا الفن و نظائره هوالذی ینبغی أن یظهر فساد مذهبهم فیه دون ماعداه. یعنې د الهیاتو فن او دې ته ورته د فلسفې نورې برخې هغه څه دي چې باید د هغوی د مذهب ناسموالی او فساد پکې ښکاره شي، د فلسفې په کوم بل فن (ریاضي، طب، منطق او…) باندې نیوکه کول مطلوب نه دي. همدا راز په خپل بل کتاب مقاصد الفلاسفة کې لیکي: د فلسفیانو د نظریاتي علومو بنسټ څلور شعبې (برخې) تشکیلوي، یوه برخه یې ریاضي ده چې دا د بحث موضوع نه ده، بله برخه یې الهیات دي چې په دې برخه کې ددوی اکثره نظریې ناسمې دي، درېیم منطق دي چې د اهل حق اختلاف پکې یواځې اصطلاحي دی او په اصل مفاهیمو کې اختلاف نشته او څلورم یې طبیعیات دي چې هغه سم او ناسم دواړه لري. لنډه دا چې د امام غزالي رحمه الله له مبارزې څخه دا خبره څرګندېږي چې نوموړی یواځې په فلسفي او ساینسي کتابونو کې د درج شویو الحادي او تشکیکي نظریاتو مخالف وو، د همدې علماء کرامو د هڅو برکت وو چې امت له یوې سترې فتنې څخه وژغورل شو، په هغه وخت کې د الحاد د فتنې د ژر له منځه تلو یو لامل دا وو چې علماؤ یې په مقابل کې نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه او بل لامل یې دا و چې د دې فتنې تر شا پیاوړی ځواک او ملاتړ موجود نه وو، خو په معاصر وخت کې چې په اسلامي نړۍ کې الحاد ته کوم کار کېږي تر شا یې د لوېدیځ پراخ مادي او معنوي ملاتړ موجود دی.
په اسلامي امت کې د لومړي ځل لپاره له عربي نړۍ څخه چې د سیکولرېزم او نشنلېزم تر شعار لاندې معاصر غربي الحاد پیل شو، د معاصر الحاد له لومړنیو داعیانو او بلونکو څخه یې اکثره لیکوالان، شاعران او مفکرین دي چې ځینې یې عبارت دي له: جمیل صدقي الزهاوي چې په الرصافي باندې شهرت لري، عبدالله القصیمي، اسماعیل ادهم، اسماعیل مظهر او… د یادونې وړ ده چې په اسلامي نړۍ کې ځینې پټ ملحدین هم تېر شوي، چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې له بېلابېلو لارو د لوېدیځ مرییتوب او له اسلام سره دښمني کړې، خو په ښکاره به یې ځان مسلمان ښوده څو په ټولنه کې له شته او ممکنو ګواښونو څخه ځان وژغوري، داسې وګړي د هغوی له کړو وړو څخه ډېر ژر پېژندل کېږي.
په اسلامي نړۍ کې په ټولنیز ډول الحاد په ترکیه کې د سیکولر نظام له راتلو وروسته پیل شوی، افغانستان ته هم هغه وخت الحادي فکر او نظریه راغله کله چې روسانو افغانستان اشغال کړ، او پلویانو یې د کمونېزم الحادي نظریه حاکمه کړه او هڅه یې دا واه چې په ټول افغان مسلمان ملت باندې خپله کمونیستي نظریه ومني، په عیسویت کې د تحریف له امله په لویدیځ کې الحاد پیدا شو خو په اسلامي نړۍ کې د استعمارونو له امله الحاد رامنځته شوی دی له همدې امله په افغانستان کې هم د روسانو له استعمار څخه وروسته الحاد پیدا شو، افغانستان په خپل تېر تاریخ کې هېڅکله هم له دومره سخت او ناوړه حالاتو سره نه وو مخ شوی لکه د روسانو له راتګ وروسته چې افغانان ورسره مخ شول، له هماغه مهاله تر اوسه پورې له افغانستان څخه امن او سوکالۍ کډه کړې او هره ورځ له یوې نوې ستونزې سره مخ کېدونکی دی، کمونېستان د افغانستان لومړني ملحدین وو او اوس هم په افغانستان کې شته ملحدین تر ډېره کمونېستان دي.
دا چې د کمونېزم ملا په افغانستان کې ماته شوه، نو د کمونېزم له ماتې څخه وروسته د افغانستان په شمول په ټوله اسلامي نړۍ کې د کپټالېزم پیروانو د معاصر غربي الحاد ته د پرمختګ لپاره مټې راونغاړلې او پایله یې دا شوه چې نن په اکثره اسلامي هېوادونو کې په کپیټالېزم او جمهوریت ولاړ نظامونه واکمن دي چې په مطلق ډول غربي دي او د غرب په لارښوونو خپلې چارې پر مخ وړي.
که د اسلامي نړۍ تاریخ ته ځیر شو، نو له نږدې دولس نیمو پېړیو را په دې خوا پکې ډول ډول ملحدین پیدا شوي چې په پرلپسې ډول یې د علماؤ کرامو له لوري مقابله هم شوې او نه دي پرېښودل شوي چې حاکمیت ته ورسېږي. خو په وروستۍ یوه نیمه پېړۍ (۱۵۰ کلونو) کې د لوېدیځ له لوري چې په اسلامي هېوادونو کې الحاد خپرېږي، له اقتصادي پلوه یې په ښوونیزو ډګرونو کې پراخ ملاتړ کېږي او د لېبرالېزم د خپراوي لپاره (چې د الحاد یو لازمي جزء دی) په پراخه کچه مؤسسې فعالیت کوي، فحشاء او اخلاقي فسادونو ته پراختیا ورکول کېږي، د زور او ځواک پر مټ واکمن نظامونه په ډیموکراسۍ بدلوي چې یا پوځي کودتاګانې کوي او یا هم عام خلک پاڅونونو ته هڅوي او که دا چارې کومه اغېزمنه پایله ورنکړي نو په مستقیم ډول یې د ملګرو ملتونو او ناټو تر سیوري لاندې اشغالوي او د خپلو شومو موخو په ترلاسه کولو سربېره د یادو هېوادونو شتمني او طبیعي زېرمې هم لوټي.