لیکوال: د. اسامه جوهري

د الحاد تاریخ (څلورمه برخه)

معاصر غربي الحاد :

معاصر غربي الحاد د فرانسې له انقلاب سره هم مهاله پیل شوی دی، فرانسه یو پیاوړی هېواد وو چې د وخت په تېرېدو او د بېلابېلو پاچاهانو په راتګ سره یې ورځ تر بلې حکومت کمزوری کېده، د (پنځلسم لوئي) له مرګ څخه وروسته خلکو هیله لرله چې (شپاړسم لوئي) به ددوی لپاره ښه ثابت شي او له بېلابېلو هېوادونو سره د جګړو له امله چې د فرانسې اقتصادي حالت ډېر خراب شوی وو بېرته به یې ورغوي او وده به ورکړي، خو د شپاړسم لوئي له راتګ څخه وروسته د فرانسې اقتصادي وضعیت لا هم خراب شو، همدا لامل و چې خلک پاڅون کولو ته وهڅېدل او له ډېرو سیاسي ناخوالو څخه وروسته په دې وتوانېدل چې په شاهي محل برید وکړي، پای د (۱۷۹۳م) کال د جنوري د میاشتې په (۲۱مه) نېټه پاچا ته د مرګ سزا واورول شوه.
د پاچا له مرګ څخه وړاندې د (۱۷۸۹م) کال د آګسټ په (۲۶ مه) د فرانسې په پارلمان کې د بشري حقونو په نوم یو منشور ومنل شو، چې ځینې مادې یې سمدستي پلې شوې او ځينې نور مواد یې لکه د ښځو د رایې ورکولو حق او نور موارد وروسته عملي شول، د بشري حقونو په منشور کې ځانګړې خبره دا ده چې (تنویري فکر) پکې په بشپړ درنښت او احترام سره ځای پرځای شوی وو (له تنویري فکر څخه موخه په عقل پرستۍ ولاړ فکر دی).
د بشري حقونو دا منشور په بشپړه توګه په سیکولر بنسټونو چمتو شوی و، یعنې هر څه پکې د دین خلاف ځای پر ځای شوي وو، انسان پکې قائم بالذات، آزاد او د خپل ځان خدای منل شوی و، خپله انسان د خیر او شر معیار وګڼل شو او د تل لپاره یې د دین سیاسي اړخ له منځه یوړ[1].
جان هېنري مریمین لیکي: د نوموړي منشور بنسټ د (هوبز، لاک او روسو) د (فطري حقونو) په نظریه باندې کېښودل شو، دا فطري حقونه په بشپړ ډول سیکولري وو، یعنې سرچینه یې خدای، کلیسا او دین نه بلکې خپله انساني ذات و. په حقیقت کې د بشري حقونو دا منشور د خدای او دین مخالف و، په دې منشور کې ویل شوي وو چې ټول انسانان له عقلي پلوه یو شان او مساوي دي، دوی د انسان په توګه له ژوند، آزادي او د ملکیت له فطري حقونو څخه برخمن دي او په حکومت لازمه ده چې د انسانانو له دغو فطري حقونو څخه ساتنه وکړي.
په ظاهره دا خبره ډېره عادي تر سترګو کېږي چې انسان ته دې فطري حقونه ورکړل شي، خو تر شا یې اصلي موخه د انسان او الله جل جلاله تر منځ د واټن رامنځته کول دي، د فطري حقونو ادعا له یوې فرضیې پرته بل هېڅ هم نه دي، ځکه هر انسان د یوې ټولنې له لوري ځینو قوانینو ته په غاړه اېښودلو مکلف ګرځول کېږي، هغه که یوه هېوادنۍ ټولنه وي او که کلیواله یا قبیلوي. په دین کې دا بنسټیزه خبره ده چې انسان په فردي توګه آزاد دی، د ایمان په راوړلو او نه راوړلو کې بشپړ اختیار لري، خو په ټولنیز ژوند کې په انسان ځینې بندیزونه او قیودات لګول کېږي، تر څو یوه سالمه ټولنه رامنځته او باقي پاتې شي.
د نوموړي منشور دا خبره سمه ده چې انسان آزاد او خپلواک دی، خو دا خبره د یادونې وړ ده چې آیا دا خپلواکي نامحدوده ده او که د حکومتي قوانینو تابع ده؟ ځواب ښکاره دی چې د حکومتي قوانینو تابع ده، نو کله چې د حکومتي قوانینو سرچینه دین وي او یا د ځینو انسانانو عقل وي، نو بیا د یو عادي انسان په خپلواکۍ کې څومره بدلون راتلی شي؟ ښکاره ده چې هېڅ بدلون نه راځي، ځکه انسان به هرومرو په ټولنه کې یو لړ اصولو او قوانینو ته غاړه ږدي، هغه که الهي نظام وي او یا د بشر په لاس د عقل پرستۍ پر بنسټ جوړ شوی نظام.
د فرانسې له انقلاب څخه وروسته په اروپا کې د الحاد او ایمان په اړه ژور بدلونونه رامنځته شول، له دې وړاندې الحاد یواځې یوه نظریه وه او په ځينو ځانګړو فلسفیانه ناستو کې به یې یادونه کېده، خو له دې انقلاب څخه وروسته الحاد په عملي توګه د ځینو انسانانو ژوند ته دننه شو، نوموړی تنویري الحاد نه -یواځې په فرانسه کې، بلکې په ټوله اروپا او آن تر امریکا پورې په عامو خلکو کې خپور شو، له رنسانس څخه وروسته پیل شوي دې دور ته نوی عهد (Modern age) یا ماډرنېزم ویل کېږي، نوموړي دور د اتلسمې پېړۍ له وروستیو څخه د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې دوام وموند، په دې دور کې په ټولیز ‌ډول انساني ژوند بدلون وموند او په انساني ژوند کې د دین خلاف رنګارنګ نظامونه رامنځته شول.
فیصل ریاض شاهد لیکي: په ساده ټکو کې ماډرېنېزم په نولسمې پېړۍ او د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د یو داسې فکر نوم دی چې سیکولرېزم، فیمېنېزم، کپیټالېزم، مارکسېزم او له دې پرته نور ډېر (ازمونه) د جدیدیت (ماډرېنېزم) ترکیبي اجزاء دي، یعنې جدیدیت له همدې (ازمونو) څخه جوړ دی. په دې دوره کې الحاد ډېر پرمختګ وکړ ځکه چې ددې دورې اکثره فیلسوفان ملحدین وو او نړۍ ته یې په الحاد ولاړ نوي اقتصادي نظامونه هم وړاندې کړل چې تر ټولو مشهور یې کارل مارکس دی. د انسان د رامنځته کېدو په اړه د چارلس ډاروین نظریې ته پرمختګ ورکړل شو، د ژوند په هره برخه کې دین شا ته وغورځول شو او پر ځای یې عقلي او فلسفي نظامونو جوړ شول.
د یادونې وړ ده چې کله په اروپا د الحاد حاکمیت راغی نو له همغه وخت راهیسې اروپا او وروسته بیا امریکا د مادیاتو د لاسته راوړلو لپاره جګړو ته ملا وتړله، د همدې مادي ګټو لپاره ټوله اروپا دوه ځله ویجاړه شوه، د همدې الحادي دورې په لړ کې اروپایانو ډېرې هڅې کړي چې د نړۍ د نورو هېوادونو شتمني لوټ کړي، د هندوستان په شمول یې ډېر افریقایي او عربي هېوادونه ولوټل، او د همدې د نوي عهد یا ماډرېنېزم په وروستیو کې د اسلامي نړۍ زوال هم پیل شو.
تر کله چې په اروپا باندې عیسویانو واکمني لرله نو له اسلامي نړۍ سره به یې مادي او فزیکي جګړې کولې، خو کله چې د الحاد حاکمیت پیل شو د مادي جګړو په پرتله پر فکري جګړه تمرکز ډېر شو. اسلامي نړۍ د سایکس بیکو تر نظر لاندې ټوټه ټوټه شوه، ورو ورو په اسلامي هېوادونو کې جمهوري او سیکولر نظامونه رامنځته شول او په دې توګه ډېر مسلمان هېوادونه د سیکولرېزم په فتنه کې واچول شول، ځینې خلک فکر کوي چې الحاد یواځې د الله جل جلاله له وجود څخه انکار کولو ته وایي خو په حقیقت کې اوسمهال الحاد د یو بشپړ دین بڼه غوره کړې، داسې چې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند لپاره ځانګړي نظامونه لري چې سیکولرېزم ددې ټولو الحادي نظامونو لپاره د دروازې حیثیت لري.
په لوېدیځ کې لومړی له الله جل جلاله څخه انکار وشو او وروسته یې الحادي نظامونه رامنځته کړل، خو په اسلامي نړۍ کې برعکس کار وشو، په پیل کې ډېر هېوادونه د سیکولرېزم په وسیله ښکار او ورپسې په فردي توګه پکې د الله جل جلاله له وجود څخه انکار پیل شو، لحاد په معاصر وخت کې د اسلامي امت لپاره تر ټولو ستره فتنه ده، ځکه چې د همدې فتنې له امله اسلامي نړۍ خپل ځواک، یووالی، او شتمني له لاسه ورکړې، تر ټولو اړینه دا چې د همدې فتنې له امله په نړۍ د اسلام حاکمیت او واکمني له منځه تللې چې اوس په اکثره اسلامي هېوادونو کې د ډېموکراسي، سیکولرېزم، لېبرالېزم، کپیټالېزم، او… الحادي نظامونه واکمن دي.
د جدیدیت له دورې څخه وروسته د مابعد جدیدیت دوره پیل شوې چې تر اوسه پورې جریان لري، یعنې د شلمې پېړۍ له نیمایي څخه تر نن ورځې پورې د مابعد جدیدیت دوره دوام لري، په دې دوره کې د سیکولرانو په اند دا خبره په عملي توګه خلکو ته یقیني شوه چې په هېڅ صورت دین ټولنیز حیثیت نه لري، بلکې دین د یوې فردي نظریې او رأیې حیثیت لري او هر څوک کولای شي چې یوه نظریه ومني، د مابعد جدیدیت بنسټیزه ادعا دا ده چې په نړۍ کې هېڅ دین هم سم یا ناسم نه دی، بلکې هر څوک چې په هر دین باور لري د هغه لپاره هماغه دین سم او په حقه دی.
په جدیدیت او مابعد جدیدیت کې مهمه خبره دا ده چې دا دورې د انساني فکر او اخلاقو د پرمختګ او ارتقاء دورې ګڼل کېږي او ددې دورو انسانانو ته پرمختللي انسانان ویل کېږي، خو که حقیقت ته ځیر شو نو له جدیدیت او مابعد جدیدیت څخه اغېزمن خلک د انساني تاریخ په تر ټولو تیاره او بداخلاقه دوره کې ژوند کوي، ځکه په تېره یوه پېړۍ کې چې د متجددینو یا پرمختللیو انسانانو (لوېدیځوالو) له لوري څومره قتلونه او لوټل شوي یې په تېر (۵۰۰۰) کلن تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي، د انسان او په ځانګړي ډول د ښځې مقام یې دومره ټیټ کړی چې په تېر انساني تاریخ کې دومره نه وو ټیټ شوی.

لنډیز

د الحاد پیل په یونان کې شوی او د ګوتو په شمېر څو فلسفیان یې ملحدین وو، له یونان څخه وروسته الحاد روم ته ولېږدېد، بیا چې د عیسویت دور پیل شو نو د وخت په تېرېدو سره عیسویت تحریف شو او یوناني فلسفه پکې داخل کړای شوه، ورپسې عیسوي پادریانو له خپلو واکونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه پیل کړه، مذهبي تاوتریخوالی یې رامنځته او د احتساب محکمې یې جوړې کړې. ملحدین او فلسفیان به د تورې په زور غلي کېدل، نه د دلیل او قناعت په وسیله، له همدې امله د ځینو خلکو په منځ کې په تدریجي ډول باغیانه ذهنیت خپور شو. وروسته بیا په عیسويت کې ځینې اصلاح کوونکي پیدا شول چې له امله یې د عیسویت ځواک په دوه برخو ووېشل شو، پای دا چې عیسویت یواځې په کلیسا پورې محدود کړای شو او سیکولرېزم ته لاره هواره شوه. د دین خلاف په الحاد ولاړ نظامونه د فرانسې له انقلاب څخه وروسته جوړ شول او په عملي ډول په لویدیځ کې الحاد حاکم شو، ورپسې یې اسلامي نړۍ ته هم ریښې وغځول شوې او په اسلامي هېوادونو کې هم الحاد پیل شو چې آن تر نن ورځې پورې شپه او ورځ په اسلامي نړۍ کې د الحاد بشپړ خپراوي او حاکمیت ته هڅې او کوښښونه روان دي.
Leave A Reply

Exit mobile version