علامه ابن قدامه فرمایې: ( ولیتخلی التالی عن موانع الفهم، و من ذالک: ان یکون مصرا علی ذنب، او متصفا بکبر، او مبتلا بهوی مطاع، فان ذلک سبب ظلمة القلب و صدأه، فالقلب مثل المرآة و الشهوات مثل الصدأ، و معانی القرآن مثل الصور التی تتراءی فی المرآة، والریاضة للقلب باماطة الشهوات مثل جلاء المرآة)[مختصر منهاج القاصدین ص 56].
“او د قرآن تلاوت کوونکی باید له هغو دلایلو څخه پاک وي چې د تدبر څخه یې مخنیوی کوي او هغه لاملونه عبارت دي له ټینګار په ګناه باندې، تکبر او د نفس او هوا اطاعت؛ ځکه چې دا د زړه د غیار آلوده کېدا او تیاره کیدو لامل کیږي. ځکه چې شهوتونه د خاورو په شان دي او د قرآن معنا د هغه انځور په شان ده چې په آینه کې لیدل کیږي او د شهوت د له منځه وړلو لپاره د زړه هڅه داسې ده لکه له آینه څخه د خاورو پاکول. له همدې امله يو له سترو څيزونو څخه چې په قرآن کې د زړه د تدبر مخه نيسي، په ګناه باندې ټينګار، د زړه له خواهشاتو سره تړاو او په زړه کې د بدعتونو ځاى نيول دي.
علامه زرکشی په خپل تفسیر البرهان فی علوم القرآن کي فرمایې: «اعلم انه لایحصل للناظر فهم معانی الوحی حقیقة، و لایظهر له اسراره و فی قلبه بدعة او کبر او هوی او حب الدنیا او هو مصر علی ذنب او غیر متحقق بالایمان او ضعیف التحقیق او یعتمد علی مفسر لیس عنده علم او راجع الی معقوله هذه کلها حجب و موانع بعضها آکد من بعض»
پوه شه چې د قرآن د معنی او د اسرارو حقیقت د هغه چا لپاره نه شي تر لاسه کېدای چې په زړه کې یې بدعت، تکبر، غرور او د دنیا مینه وي. یا دا چې په ګناه باندې اصرار کوي، یا دا چې په زړه کې یې رښتیني ایمان نه وي، یا دا چې ایمان یې ضعیف وي، یا دا چې د جاهلانو او بې عقلو مفسرینو په خبرو باور کوي، دا ټول هغه پرده او خنډونه دي چې ځینې نور یې تر نورو زیات زړه لپاره خطرناک دي. نو لومړی لامل: په ګناه باندې اصرار او په زړه کې د بدعت او شهوت ځای نیول په قرآن کې د تدبر او فکر د منع کولو له سترو لاملونو څخه دی.
دویم: د زړه مشغولیت دی، هغه زړه چې له قرآن پرته په بل څه مشغول وي، نه اثر کوي او نه اغېزمن کېږي، غفلت یې د قرآن له مشغولیت څخه منع کړی دی. نو، د هغه لپاره به څنګه تدبر ترلاسه شي؟ هغه زړه چې له قرآن پرته په بل څه بوخت وي هغه غایب زړه دی او چمتو نه وي، نو هغه زړه چې له قرآن پرته په بل څه بوخت وي، هغه به څنګه د تدبر کولو توان ولري؟
علامه ابن قیم مدارج السالکین په کتاب کی دې موضوع ته اشاره کړی او فرمایې: «الناس ثلاثة: رجل قلبه میت؛ الثانی رجل قلبه حی لکنه مشغول لیس بحاضر و الثالث: رجل حی القلب مستعد تلیت علیه الآیات فاصغی بسمعه و القی السمع و احضر القلب و لم یشغله بغیر، فهم ما یسمع فهو شاهد القلب، فهذا القسم هو الذی ینتفع بالآیات» [مدارج السالکین ج 1\ 442]
“خلک په درې ډوله دي؛ (د قرآن د اورېدو په وخت کي) هغه سړی چې زړه یې مړ وي. دوهم: هغه سړی چې زړه یې ژوندی وي، خو بوخت وي او حاضر نه وي او دا سړی هم نصیحت نشې حاصلولی او دریم: هغه سړی چې زړه یې ژوندی او آماده وي او د تلاوت په وخت کي له اورېدلو ګټه اخلي، غوږ نیسي او د زړه حضور لري چي په بل څه یې نه مشغولوي؛ نو هغه، هغه څوک دی چې د قرآن له آیتونو څخه ګټه پورته کولی شي ځکه چې هغه د زړه شتون او حضور لري. له همدې امله د زړه حضور او د هغې نه مشغولتیا د ګټې اخیستنې او تدبر لپاره شرط دی.
دریم: د عربي ژبې د نه پوهېدنې؛ الله تعالی دغه قرآن په عربي ژبه نازل کړی دی؛ ځکه چې عربي ژبه تر ټولو فصیح، روښانه، تر ټولو لوی او تر ټولو څرګند مفهوم لري، نو له همدې امله الله جل جلاله په خورا عزتمن ژبه کې تر ټولو غوره کتاب نازل کړی دی. نو كه د قرآن كريم تلاوت كوونكى په عربي ژبه څه نه پوهېږي، د عربي ژبې په طريقه او اصولو به بیخي نه پوهېږي دا خو لا پرېږده چي تدبر وکولای شي. الله تعالى فرمايي: (إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ) یوسف2
نو د قرآن په تدبر کي د عربي ژبي زدکړه خورا اړینه ده. له همدې امله علما په ځانګړې توګه علامه ابن تیمیه فرمایې: (و معلوم ان تعلم العربیة و تعلیم العربیة فرض علی الکفایة، و کان السلف یؤدبون اولادهم علی اللحن، فنحن مأمورون امر ایجاب او امر استحباب ان نحفظ القانون العربی و نصلح الالسن المائلة عنه، فیحفظ لنا طریقة فهم الکتاب والسنة ) مجموع الفتاوی ج 32 ص 252
دا څرګنده ده چې د عربي ژبې زده کړه کفایي فرض ده، سلف صالح خپلو اولادونو ته په عربي ژبه زده کړه ورکوله! او موږ هم لزوما یا استحبابا په دې مامور یو چې د عربي قوانینو ساتنه او د خپلو ژبو د غلطیو د سمولو لپاره اړینه توجه وکړو تر څو د خدای تعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د فهم او پوهیدو لاره خوندي وي.
له همدې امله علما د مفسرینو یو له شرائطو څخه په عربي ژبه پوهېدل بیان کړي دي؛ امام مالک فرمایې: (لا اوتی برجل غیر عالم بلغات العرب یفسر کتاب الله الا جعلته نکالا)رواه البیهقی فی شعب الایمان رقم 2287
“که زه یو داسې کس ووینم چې پرته له دې چې په عربي ژبه پوه وي؛ د قرآن تفسیر وکړي، زه به یې خامخا تنبیه کړم تر څو نورو ته عبرت وګرځي”.
او ډېرو علماوو په خپلو کتابونو کې دا شرط ذکر کړی دی؛ لکه علامه سیوطي چې د خپل کتاب “الاتقان فی العلوم القرآن” په دوهم ټوک کې ویلي؛ ځکه چې د عربي ژبې د زده کړې اصلي موخه د الله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کلام پوهېدل دي او هر هغه څوک چې عربي ژبه زده کوي خو په دې مقصد نه پوهېږي، په حقیقت کې یې خپل ژوند په بې ګټې کار تېر کړی دی. یلکې ښايي دا د عربي ژبې زده کړه د ده پر ضد يو ثبوت وي، د هغو کسانو په څېر چې عربي ژبه زده کوي ترڅو په قرآن او شريعت بريد وکړي، د مستشرقينو او د هغوى د پيروانو په څېر. له همدې امله د تدبر له موانعو څخه یو بل دلیل د عربي ژبې نه زده کول دی.
څلورم: له تدبر څخه په قصدي او عندي توګه ډډه کول؛ ځينې خلک په قرآن کې تدبر ځکه پرېږدي چې بې له علمه يو څه الله جل جلاله ته منسوب نکړي او په دې اند دي چې تفسير د مفسرانو او پوهانو کار دی، دوی د قرآن په تلاوت کې ځان محدودوي او تدبر پرېږدي، په دې کې شک نشته چې دا د شیطان له فریبونو څخه دی چې غواړي خلک د قرآن کریم په آیاتونو کې د غور کولو له ګټو څخه بې برخې کړي. په دې اړه ابن هبیره وايي: (و من مکائد الشیطان، تنفیره عبادالله من التدبر القرآن لعلمه ان الهدی واقع عندالتدبر، فیقول هذه مخاطرة حتی یقول الانسان: انا لا اتکلم بالقرآن تورعا) ذیل طبقات الحنابله ج 3 ص 273
او د شیطان له چلونو څخه یو دا هم دی چې د خدای بنده ګانو ته په قرآن کې له تدبر څخه کرکه پیدا کړي، ځکه چې شیطان پوهیږي چې هدایت په غور او تدبر کولو سره موندل کیږي، نو دا فتنې پیدا کوي او وايي چې دا خطرناکه دی چي ته تدبر وکړي. ځکه ښایې په قصدي توګه الله تعالی ته بې له علمه د څه نسبت ورکړي او داسې نور، تر څو چې بنده ووايي: زه به په قرآن کې د احتیاط له امله خبرې ونه کړم.
علامه ابن قیم پر هغه څوک چي داسې حالت لري، سخت اعتراض کړی او فرمایې: (و من قال ان له تاولا لا نفهمه و لا نعلمه، و انما نتلوه متعبدین بالفاظه ففی قلبه منه حرج) التبیان فی اقسام القرآن ص 144)
“څوک چې ووايي د قرآن داسې تأویلونه شته چې موږ پرې نه پوهېږو؛ نو تدبر نه کوو او يوازې د ثواب په نيت يې تلاوت کوو. نو د داسې کس په زړه کې د قرآن په اړه جرح او ستونزه وجود لري”.
او د تدبر د پريښودلو يو بل دليل د تفسير د كتابونو پريښودل دي، څوك چې د تفسير كتابونه نه مطالعه كوي او د آيتونو د نزول، ناسخ، منسوخ او نورو قرآني علومو په دلايلو نه پوهيږي، نو تدبر څنګه كولای شي؟ او څوک چې دا ډول حالت لري اکثرا د قرآن په پوهیدو کې پاتې راځي او د آيتونو په استدلال او عمل کې تېروتنې کوي، نو مطالعه پرېښودل او د تفسير له کتابونو څخه لرې پاتې کېدل د تدبر د نشتوالي له لاملونو څخه دي.
پنځم: د تدبر د نشتوالي بل لامل په تلاوت کې ډېر بوختېدل دي؛ ځینې خلک په تلاوت دومره بوخت وي چې د تدبر کولو وخت نه لري. په دې کې شک نشته چې آیاتونو او احادیثو تلاوت ته هڅولي دي، خو د تدبر په اړه تر دې هم ډېر، قوي او مؤثر آیاتونه او احادیث شته، نو د تلاوت کثرت چې د تدبر د نشتوالي لامل کېږي، د توجیه وړ نه دی. بلکه دا د شیطان له چلونو څخه دی.
علامه ابن جوزی په خپل کتاب تلبیس ابلیس کي راوړي: (و قد لبس علی قوم بکثرة التلاوة فهم یهذون هذّا من غیر ترتیل و لا تثبت، و هذه حالة لیست به محمودة) تلبیس ابلیس ص 175.
“د تلاوت ډېروالې د قرآن فهم پوښلی دی ځکه چې په چټکۍ سره روڅخه تېر شوی دی او د دوی په تلاوت کې هیڅ ترتیل او ثبات شتون نلري ترڅو تدبر ته ورسېږي او دا د خوښۍ حالت نه دی.”
او امام نووي هم په خپل کتاب الاذکار کي فرمایې: (ینبغی للقاری ان یکون شانه شان الخشوع و التدبر و الخضوع، فهذا هو المقصود المطلوب و به تنشرح الصدور و تستنیر القلوب فاستحباب کثرة الثلاوة.) الاذکار المجلد الاول87
“ښایې چې د قرآن تلاوت کوونکي په خشوع (عاجزي)، تواضع او تدبر سره وي، ځکه چي مطلوب، مقصود او انشراح صدر (د سینې پرانیستل) او د زړه رڼا په همدې حالت کې ده. په همدې سبب، د تلاوت کثرت مندوب او مستحب ګڼل شوی دی.” نو د دغو پنځو لاملونو له جملې څخه وروستى لامل د تدبر د نشتوالې لامل، د تلاوت کثرت او ډېروالی دى.
۱ څرگندون
سلامونه جوړ پخیر: په قرآن کي د تدبر او غور کولو مقالي خپرول مو موږ عامو لوستونکو ته ډېر مفید دي، الله(ج) دې تاسي او موږ ټولو ته پدې برخه کې برکت او ګټه حاصله کړي.
که په قرآن کي د تدبر د مخنیوي اسبابو او لاملونو څخه په پنځمه شمېره کي دقرآن د تلاوت حکم او په قرآن کي د تدبر اوغور کولو حکم د پرتلې په شکل ذکر سي، دا برخه به نوره هم روښانه سي.
البته زما نظر دی.