لیکوال: ابو رضوان

اسلامي تمدن (دریمه برخه)

 د اسلام له ظهور سره د تمدنونو حالات

“د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د رسالت اړتیا او ځانګړتیاوې”
د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له راتګ څخه مخکې په شپږمه میلادي پېړۍ کې خلک له خپل خالق څخه ډېر لرې وو او د عقل، لارښوونې او د ښو او بدو د توپیر د سیوري په نشتوالي کې ژوند کاوه. او د اخرت لپاره يې خپلو اعمالو ته هيڅ توجه نه کوله او تل يې خپلې شخصي ګټې پر عمومي ګټو ترجيح ورکول. او دا ناورین په ټولنه کې دومره خپور شو چې په نړۍ کې ظلم، جرم، تیري، تحریم، شکنجه، ځورونې، لوټمارۍ او د فحشاء او تبعیض زیاتې ودې د جاهلیت د تمدن بنسټ کېښود او انسانیت یې ځان وژنې ته اړ کړ. په اصل کې دغو ستونزو او ناخوالو د انساني تمدن بنسټونه دومره متزلزل کړي وو تر دې چې لوی به وړوکی شکنجه کول، زورور د ضعیف په سر وهل او بډایه غریبان تر ستونې تېرول او د ښاغلي نعیمي په وینا: انسانان د لهو او لعب په سیالۍ کې الوتل، او کله به یې د خپلو هیلو د پوره کولو لپاره یو بل سره جګړه کوله. نړۍ د وسلو او جګړو په اور کې ډوبه وه او په حقیقت کې نړۍ د خپلو خلکو لپاره د دوزخ اور ګرځېدلی و. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي: وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ الْعَذَابِ الْأَدْنٰى دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ. [21: السجدة].
له هغه لوى عذاب څخه مخکي به موږ په همدې دُنيا کښي (د يو نه، يو واړه) عذاب خوند په دوى باندي وڅكو، ښايي چي دوی (د خپلي سرکښۍ له کړنلاري څخه) راواوړي.
په ټولیزه توګه د نړۍ حالات او په ځانګړې توګه جزیرة العرب د ځان د بقا او د نوي نسل لپاره د یوې ښې او روښانه راتلونکي لپاره هیڅ امید نه درلود، نو ځکه عامو خلکو، ټولنو او ولسونو خپل راتلونکي ته هیله مندي نه درلوده. ترڅو خپل ژوند ته پرته له تشویشه دوام ورکړي.
له بلې خوا معنویت د شهوت او شتمنۍ د قتلګاه ښکار شوی و او هره ورځ یې ملت تر نورو زیات نیکۍ چې په ټولنه کې یې هیڅ ارزښت نه درلود، تر پښو لاندې کول او بد اخلاقیو، فساد او نافرمانۍ اوج ته رسېدلی وو چې واټنونه یې ورځ تر بلې له اړیکو زیات کړی و. له همدې امله د جزیرة العرب دا غیر معمولي حالت د یوه داسې پیغمبر د ظهور لپاره مناسبه زمینه وه چې په خپل رسالت سره یې په ماتو شویو اصولو پټۍ کېږدي او د الهي سنتو پر بنسټ د د ژوندانه د تېریدو لړی په هدفمندانه توګه مدیریت کړي. ملت له دې ناورین او بې ساري انحطاط څخه خلاص کړي او د بشریت په نسل، حجت قائم کړي.
بې له شکه د پیغمبر بعثت یو مهم ضرورت او د انسانانو طبیعي او فطري اړتیا وه. ځکه چې آسماني کتاب یوازې او له ښوونکي پرته د بشر د لارښوونې لپاره، هغسي چي باید اغیزمن وي، اغیزمن نه وي؛ د همدې لپاره الله جل جلاله یو پېغمبر راږلېږل تر څو د حق لاره روښانه کړي او خلکو ته د حق لارښونه وکړي او له غلطې لارې یې سمې لارې ته برابر کړي، تر څو حق ټولو ته څرګند شي. بعثت یعني د هر ډول شرک او فکري، عقیدوي (ایډیالوژیکي) او عملي انحراف او خرافاتو پر وړاندې د مبارزې پیل او له هر ډول ګډوډۍ سره د مبارزې په معنی چې له اسلامي تمدن سره په ټکر کې دي.
د قرآني لیدلورو، نبوي احادیثو او د اسلامي تاریخ د منابعو پر بنسټ باید وڅېړل شي چې د عربي ټاپووزمې د خلکو د فکري، ټولنیز او کلتوري وضعیت په لارښود او بدلون کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت او د هغه اغېزمن چلند څنګه وکولای شو په هغو خلکو اغېز وکړي چي بې عړالتي، قومي غرور، توکم پالنه، مریۍ نیونه، د نجونو ژوندي ښخول، لوټماري، د تړون ماتول، وژل او مردارو خوړل په ورځني ژوند کې عادي پېښې وي او په ښکاره ګمراهۍ کې ژوند کاوو.
البته د دا ډول بدلون وړتیا ته اړتیا لرل، دا په دې مانا چې داسې کس وي چي د داسې ستر بدلون وړ  چې د نعمت او بعثت په برکت او آسماني ملاتړ سربیره، د ټولنیز اړخ څخه یو کاریزماتیکي شخصیت وي، د نسب اصليت ولري، او د هغه څه څخه چي د عامو خلکو د اخلاقو او رواجونو او د هغه په ​​شاوخوا کې د نړۍ له بدلونونو او د ټولنې له مختلفو طبقو سره د تعامل له تخنیکونه وپېژني؛ دا پخپله مفصل بحث دی او الله تعالی دا موضوع په لنډه خو ډیره دقیقه ګوشزد کړی دی: وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتّٰى نَبْعَثَ رَسُولًا. [اسرا: 15].
او موږ عذاب ورکوونکي نه يو، تر څو (د حق او باطل پر توپير د خلكو د پوهولو لپاره) يو پېغمبر (له پيغام سره) ونه لېږو.
او له همدې امله الله جل جلاله محمد بن عبدالله د پیغمبر په توګه بلکې د نبوت د سلسلې د بشپړونکي په توګه او د پیغمبرانو د وروستي پیغمبر او خاتم په توګه غوره کړ چي یقینا د وروستي په توګه د هغه دنده به د نورو پیغمبرانو په پرتله ډیره ګرانه وي. مګر هغه څه چې ډاکټر سباعي د “د نبوي سیرت درسونو او عبرتونو په کتاب کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په صفاتو کې ویلي دي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم وړتيا او د الله جل جلاله ډېر دقيق انتخاب انځوروي چې هغه په ​​حقيقت کې د دې وړ مقام مستحق و، لکه څرنګه چې هغه له ​​دې ټولو ننګونږ او کړاوونو څخه په بریالیتوب ووزي.
ډاکټر سباعي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لس/۱۰ ځانګړنې لیست کړي چې عبارت دي له: «رسول الله صلی الله علیه وسلم د عربو په یوه غوره کورنۍ کې او د قریشو په یوه غوره څانګه کې؛ یعني د بني هاشم په کورنۍ کي سترګي دنیا ته وغړولې او دا ځانګړنه له دې څخه په ښه توګه درک کولای شو چې مشرکینو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدنامولو لپاره له هرې لارې کار واخیست. خو هیڅکله ونتوانېدل چي دي ده په نسب او توکم کې تر ټولو کوچنۍ نیمګړتیا ومومي».
«یتیم لوی شو»؛ رسول الله صلى الله عليه وسلم يتيم و زېږېدلى و او په شپږ/6 کلنۍ کې يې مور آمنه هم وفات شوه او په اته/٨ کلنۍ کې يې نيکه عبدالمطلب هم وفات شو. او دا د عزیزانو له لاسه ورکول د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره یوه ډیره سخته تجربه وه چي په ​​ماشومتوب کې یې تجربه کړه او د ستونزو په منځ کې قوي او ځواکمن لوی شو ترڅو په راتلونکي کې د خپل بعثت په جریان کې د ستونزو په وړاندې چي ممکنه ده ورته پېښ شي، زړه یې  و نه لړزېږي او وکولای شي په بریالیتوب سره د ستونزو له بټۍ څخه را ووزي ترڅو خپل رسالت په قوت او زغم سره تبلیغ کړي.
«رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ماشومتوب څلور/۴ کاله د بني سعد له قبیلې سره په دښته کې تېر کړل تر څو قوي، فصیح، زړور شي.» په دې څلورو کلونو کې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم د ښار او د هغه له ګڼې ګوڼې څخه لرې لوی شو، تر څو د دښتې په پاکه هوا کې او د ښاري فکري ککړتیا څخه لیرې د هغه ذهنیت د یوه پراخ او نړیوال رسالت لپاره چمتو شي او له بلې خوا که د ښار اوسیدونکي شو (لکه څرنګه چي شو) نو  وکولای شي د صحرا د اوسیدونکو او کلیوالو وضعیت د خپلې شخصي تجربې په مرسته ښه درک کړي او هغوی د هدایت لپاره چې د ښار له چلونو او دسیسو څخه لرې ژوند کړي دي، د دوی د پوهې پر بنسټ او د درک په کچه برابر د دیانت او ایمانیات یوه سمه نسخه وړاندې کړي؛ ځکه «أمرنا نکلم الناس علی قدر عقولهم/ له خلکو سره د هغوی د عقل مطابق خبرې» دا مسله مطرح او راپورته کوي.
«له ماشومتوبه یې پاکوالي او شرافت په هغه کې څپاند وو او په مخ یې د هوښیارۍ او زېرکۍ نښې څرګندې وې او هر لیدونکی به یې شیدا و.» دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نیکو صفاتو او خلقي او خلقي خصلتونو څخه دي چې د سیرت او تاریخ په کتابونو کې په تفصیل سره بیان شوي دي او مسلمانان ورباندې اتفاق لري. حتی ځینې باانصافه او عادل غیر مسلم لیکوالان هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغو غوره صفاتو نه انکار نه کوي او د هغه ډېر صفات یې په خپلو کتابونو کې په تفصیل سره بیان کړي دي.
ځکه چې د مور غېږ د ټولنې او چاپېریال د نسل لومړنی مرکز او بستر دی، د ودې او پرمختګ دویمه درجه ده چې د دې دوو مرکزونو سلامتیا، د سالم نسل روزنه کوي چې د نسل په وده کې کلیدي او اړین رول لوبوي. د سالمې ټولنې او اسلامي امت قوي بنسټونه او په دې دوو مرکزونو کې د ناروغۍ او ستونزو په صورت کې ټولنه به خامخا د انحراف او ګمراهۍ لور ته ځي. له همدې امله د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په داسې مرکز کې لوی شو چې د تعلیم او ټولنې له لحاظه په لوړ مقام کې و او له هر ډول انحراف او فساد څخه په کې خوندي و.
هرڅوک چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم پیژندل، پوهیده چې هغه هوښیار، زیرک او په مشورې خاوند و. د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق او سلوک، له ماشومتوب څخه تر ځوانۍ پورې په ټولنه کې او له مختلفو خلکو سره د قوم، نژاد، مقام او حتی رسمونو له مخې ډېر ښه وو. لکه څنګه چې د مکې په ځمکه کې په ډیری ځایونو او ډیری پیښو کې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم د یو ډیر هوښیار او زیرک شخصیت په توګه پیژندل کیده او په ډیرو چارو کې فعاله ونډه ورکول کېده چې د ده لخوا د ډبرې (حجر الاسود) کېښودل، په ښکاره توګه دوه مسایل ثابتوي: لومړی دا چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د خلکو باور د هغه شناخت پر بنسټ و چې د ټولنې خلک او مشرانو د مکې د مبارزو په ډګرونو کې له هغه څخه ترلاسه کړي وو او په مختلفو پړاونو کې په بریالیتوب سره له امتحانونو نه تېر شوی وو. دوهم، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم تدبیر او عقلانیت دی چي په کوم عاقلانه تدبیر او د کوم ځانګړۍ زیرک پلان سره یې په دې وتوانید چې د اختلافي بحث ریښه له منځه یوسي او وچ یې کړي. په ټولنه کې او موخه هم پلي کړي.
«رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځوانۍ کې د خپل ایماندارۍ او امانتدارۍ له امله په خپلو خلکو کې مشهور و. خلکو هغه په ​​راکړه ورکړه کې صادق، په تړون کې وفادار، په اخلاقو کې صادق او باعزته شخص ګڼلی و.» او د اعتماد خبره هغه مسله نه وه چې له پلرونو څخه په میراث ورته راغلې وه، بلکې سرچینه یې هغه نیک خصلتونه و چې د هغه په ​​وجود کې شتون درلود او د هغه په ​​چلند او ټولنیزو تعاملاتو کې څرګند شوی و؛ په دې ډول چې صداقت، امانتداري، په معاملاتو کې صداقت او له هر ډول فریب او خیانت څخه ډډه کول هغه صفتونه وو چې د ده فردي شخصیت یې له قومي او نژادي کچي پورته زیات مشهور کړ او دا خبره تر دې حده مشهوره شوه چې له بعثت څخه وروسته او د اسلام د پېغمبراکرم صلی الله علیه وسلم د علني بلنې پر مهال د مکې د غير مسلمو ډېر امانتونه د رسول الله صلى الله عليه و سلم په لاس كې وو او حتا مدينې ته د هجرت په وخت كې هم، کله چې حضرت علي رضی الله عنه د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکل شو؛ د هغه یوه دنده د مکې د خلکو د امانتونو ته سپارل وو. تر څو خلک رسول الله صلی الله علیه وسلم د امانتونو په برخه کي په کم کاری متهم نکړي.
«رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه ځله له مکې څخه بهر سفر وکړ. یو یې په ۱۲/دولس کلنۍ کې له ابو طالب سره او بل یې په ۲۵/پنځه ویشت کلنۍ کې د سوریې د بصري ښار ته د خدیجې له مال سره د تجارت لپاره تللی و. انسان په سفرونو کې پاخه شي او سفر یو له هغو موضوعاتو او حالاتو څخه دی چې انسان ته بېلابېلې تجربې او پایلې په لاس ورکوي چې د رهبر په ژوند کې د ډېرو امتیازاتو سبب کېږي او په راتلونکي کي توانېدلی شي د هغه په رهبری کي اغیزمن واقع شي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه څو کاله مخکې، خدای تعالی د هغه په ​​​​زړه کې د خلوت مینه واچوله. خلوت یو له هغو حالتونو څخه دی چې انسان کولی شي د خپلو نیکو او بدو کارونو په اړه ښه فکر وکړي او خپل ځان نیکیو ته ورسوي او خپل روح او بدن له بدیو څخه پاک کړي. د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم به وخت په وخت له ښار له ګڼ اوګوڼو وتل او د حرا په غار کې به ناست و، هلته به یې د خپل ځان، خپل راتلونکي، خپلو خلکو او د جزیرة العرب د حالاتو په اړه چي د دوی برخلیک به څه وي، فکر کاوه چې څنګه ځان د یوې ښې نړۍ لپاره چمتو کړي. دا خلوتونه څه موده دوام وکړ چي بالاخره د روژې په مبارکه میاشت کې د حضرت جبرائیل علیه السلام په واسطه د خدای تعالی له خوا وحی نازل شو.
له همدې امله د اسلامي تمدن او محمدي شريعت بنسټ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت سره جوړ شو او د تمدن او له لرغونو بحرانونو او کړاوونو څخه د خلاصون په لاره کې د بشريت لومړنی ګام په دې سره پورته شو او د نوي اسلامي تمدن څرنګوالی په خورا مډرن او عصري بڼه د بشري اړتیاوو سره سم او د سیمې له جغرافیایي کلتور او کلتور سره په مطابقت کې د اسلام د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د رسالت له برکته وو. تر څو انسانیت له انتحار اوځان وژنې، کرکې او بې عزتۍ، له قتل او غلا، لوټ او خیانت، فحاشي او بد اخلاقۍ، بې قانونۍ او کړکېچ، له ظلم او بغاوت، له استبداد او سرغړونې څخه خلاص شي. د حیات او ژوند، ایمان او اعتماد، امنیت او سولې، خداشناسي او باور، د دنیا او آخرت د سوکالۍ، آرامۍ او کاميابۍ، او انسانانو ته د هدایت او کامیابۍ لار وښیې او د انسان د هوساینې ضمانت وکړي.
Leave A Reply

Exit mobile version