علامه ندوي رحمه الله د هند نیمې وچې د جیدو او نادرو علماءو څخه شمیرل کیږي، په ډیر لڼد وخت کې یې ارزښتناکه او د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي دي، د هغه خدمتونه په بېلابېلو برخو کې لکه اسلامي ویښتیا، د عربي ژبې ژوندۍ کول، د دیني او سیاسي علومو د زده کړې د طریقې نوی کول، د نوي اسلامي تفکر رامنځته کول، په نوي او اسانه سبک د سلفو کتابونو تسهیل، د ټول امتیانو لپاره خواخوږي او زړه سوی، د سینې پراخوالی او لوی فکر، محاضرات او عالمانه او د شور او ولولو څخه ډکې ویناوې، په مختلفو برخو کې د کتابونو لیکل او د ندوي تفکر مکتب پرانیستل او په لنډه توګه داسې ویلی شو چې نوموړی د خلفو او سلف صالحینو د ښو او غوره صفتونو څښتن و.
بنسټيزې کلمې
علامه ندوي، ابوالحسن ندوي، او ندوه.
څرنګه چې انسانان په واړه مخلوقاتو کې مشرف او مکرم دي؛ انبیاء علیهم السلام د بشریت د سبد د سر ګلان دي؛ ترالهي پیغمبرانو وروسته، صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین او تابعین او تر دوی وروسته رباني علماء او د امت اولیاء، د بشریت غوره او ممتازه طبقه پیژندل کیږي.
هو! د دغو پاک فطرتو انسانانو شتون د بشریت بڼ د ښکلا او سمسورتیا باعث شوی او د هغه د ویاړ سبب ګرځیدلی، همدغه شخصیتونه دي چې د خپل ایماني، معنوي او علمي زور او قوت سره د بشریت راتلونکو نسلونو ته ځانګړی رونق وربښي، دوی هغه سړي او رجال دي چې خپل ژوند د بنیادم د زړه ټوټو د نیکمرغۍ لپاره وقف کوي او د ټولو لپاره د نصیحت او خیرغوښتنې په لاره کې خپل ځواک او انرژي نه سپموي؛ دوی نه یوازې د بشریت لپاره بلکه د خدای تعالی د ټولو مخلوقاتو لپاره هم خیر او برکت دي؛ په همغه ډول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو نړیوالو او موجوداتو لپاره رحمت دې، دوی هم د هغه مبارک (ص) څخه په تابعدارۍ، د الهي رحمت سیوري دي او وجود یې د پیغمبر (ص) د معجزاتو وړانګې دي.
یا په بل تعبیر، اسلامي نړۍ د اسلام د څرګندیدو له پیل څخه تر دې دمه، د ډیرو لوړو او ژورو سره مخ شوې او پراخ بدلونونه او تغیرات یې په مسیر کې رامنځته شوي چې خپل اصلي مسیرته د راګرځیدلو او بیاځلي ژوندي کولو په موخه د زمانې په هر پړاو کې، بې ساري او ځانګړي سړي د لوړو واکونو او سوچه او سپیڅلو فکرونو سره ګمارل شوي تر څو د تیارو، انحراف، بدعت او غفلت د له منځه وړلو په لاره کې قیام وکړي او له لاسه تللی پت او پټ حقیقت روښانه او ښکاره کړي؛ په دې لاره کې هرچا په خپل وار سره بېلابېلې او نوې تګلارې وکارولې او د قدر وړ کارنامې او ګټورې پایلې یې له ځان څخه په میراث پریښودې، دغو شخصیتونو ته په اصطلاح کې «مُجدِد» ویل کیږي.
الله تعالی عزوجل خپل بندګان، تر نور ښه پیژني؛ اما د ډیرو ویښ ضمیرو او د فکر خاوندانو د نظر او ګومان مطابق، د شلمې پیړۍ لوی متفکر او ستر دعوت کوونکی او د اسلامي دعوت امام او سرلاری علامه ندوي (رح) له همدې ډلې څخه و.
هو! د امام سید ابوالحسن ندوي (رح) شخصیت او نظریې، انسان د حیرانتیا او تعجب سره مخ کوي، په لنډه توګه نوموړی پاک فطرت او لوړ مرتبه سید، برلاسی مبلغ او دعوت کوونکی، ویاړمن او نوښتګر استاذ، بې ساری متفکر او د نظر خاوند، اصلاح کوونکی او خیر غوښتونکی سیاستپوه، برلاسی لیکوال، پرهیزګاره او پوه څیړونکی او شنونکی، خوږ ژبی او ځواکمن ویناوال، لېرې فکره او لوی زړه مسلمان، قانون منونکی او مدبر مدیر، زاهد او پرهیزګاره شیخ، هوښیار او نمونه روزونکی، امین او دقیق سلاکار، خواخوږی او زړه سوانده پلار، د عارف زړه او د روښانه ضمیر خاوند، روښانه او نومیالی ادیب او په ټوله معنی د هغه شخصیت د راتلونکو نسلونو لپاره یوه بیلګه وه.
حضرت علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله هغه مهال په فعالیت پیل وکړ چې انګریزي ښکیلاک ګرو هند تر خپلې ولکې لاندې راوستلی و او د اسلامي خلافت وروستۍ سلګۍ وې، نوموړی تاند او تنکی ځوان و او عثماني خلافت چې د مسلمانو د برم، پت او ژوند وروستی راز او هیله وه، وپاشل شو او عربي او عجمي برخې یې وشیندل شوې، اسلامي نړۍ عملاً ټوټه ټوټه شوه، ښکیلاک ګرو او نیواک ګرو د اسلامي خلافت د ړنګیدو په پار خپله بریا ونمانځله او خپلې سیاسي، فکري او فرهنګي لوبې یې پیل کړې.
لوستي او پوه مسلمانان د علامه اقبال لاهوري رحمه الله د دغه فارسي شعر مصداق ګرځیدلي و؛
در حرم زاد و کلیسا را مرید پرده ناموس مار بر درید
ډیري کسان چې په حرم کې زیږیدلي و، نه یوازې د کلیسا مرید، بلکه د غربي فرهنګ تبلیغ کوونکي شول.
علامه سید ابوالحسن ندوي (رح) چې الله تعالی ده ته حساسه طبعه او اسلامي درک او غیرت ورکړی و، د دغه کړکیچن وضعیت په لیدلو سره ډیر خواشینی شو او د اسلامي امت دغه بې برخلیک او ناسم وضعیت ورته د منلو وړ نه و او په نړۍ کې یې د یو ستر دعوت کوونکي چې سرلاری او د وخت په اړتیاوو او ننګونو پوه وي، نه شتون درک کاوه؛ دلته و چې لومړی یې د خپل ځان په روزنې او تکامل پیلو وکړ او د علامه اقبال په تعبیر «خودي» یې په وجود کې بشپړتیا ته ورسوله او د دې آیت شریف «الذین یبلغون رسالات الله و یخشونه ولا یخشون احدا الا الله » مصداق وګرځید.
سید ابوالحسن ندوي (رح) د دې لپاره چې وکولی شي د اسلام پیغام د نړۍ ګوډ ګوډ ته په ځانګړي توګه د عربو نړۍ ته ورسوي د عربو په ژبې او ادبیاتو کې یې ځانګړې پوهه او مهارت ترلاسه کړ او د متخصصینو څخه یې ګټه پورته کړه؛ په انګریزي ژبې او ادبیاتو کې هم مهارت ترلاسه کړ او د حدیثو، فقې او تفسیر علوم یې له اړونده متخصصینو څخه ترلاسه کړل. علامه ندوي (رح) په ظاهرو علومو بسنه ونکړه؛ بلکه د معنویت، یقین او د احسان او ایمان تکاملي درجاتو د ترلاسه کولو لپاره د کاملو شخصیتونو سره اړیکه ټینګه کړه او د خپلې زمانې د زړه خاوندانو د ځانګړو عنایاتو څخه برخمن شو، نظر یې دا و چې د زړه تخم د زړه خاوندانو د پام او عنایت پرته نه شین کیږي او حاصل ته نه رسیږي.