د مرییتوب پیل او پای او له مصر څخه د بني اسراییلو وتل (دویمه برخه)
د بني اسرائيلو خلک د يوسف (ع) په زمانه کې مصر ته له ننوتلو وروسته د نيل سيند پر غاړه اوسېدل. خو له میلاد څخه 1411 مخکي د حضرت يوسف (ع) له مړينې وروسته په تدريجي ډول د خلکو په منځ کې د هغه د جانشين په اړه د اختلافاتو لمنه زياته شوه او د دغه قوم دريځ د کفر او مذهبي انحرافاتو او همدارنګه د واک د ترلاسه کولو د هلو ځلو له امله په بشپړه توګه متزلزل شو. مصریانو لومړی دوی ته د احترام په سترګه کتل؛ خو وروسته له دې چې دوی په خپلو کې په جنګ او جګړو پیل وکړ، د دوی عزت کم شو او په راتلونکو دورو کې دوی مهاجر وګڼل شول، تر دې چې د فرعونیانو د واکمنۍ پر مهال غلامان شول، او د کار، غلامۍ او بار وړلو لپاره د څارویو په توګه کارول کیده.
مقدمه
دا یو نه منل کیدونکی حقیقت دی چې اوږد مهاله استعمار د انسان د شعور د تباهۍ لامل ګرځي. ځکه چې د استعمار اصلي موخه د شعور ګډوډ کول چې د سم او ناسم توپیر مقابل لوري ته سخت شي. دوی هڅه کوي چې مسایل په بل ډول وښيي او د زړورتیا احساس، په عقیده کې ثبات او اخلاق له منځه یوسي.
په دې لیکنه کې به پر هغو پېښو سربېره چې په مصر کې د بني اسرائیلو له پېښو سره مخ شوي، د دې خلکو د ناروغیو او ناوړه چلندونو په اړه چې د اوږدې مودې غلامۍ کې راښکېل شوي وو، خبرې وکړو. تر دې حده چې د دوی په منځ کې ټول دیني او اخلاقي بنسټونه له منځه لاړل او په تاریخ کې هیڅکله بیا خپل پخواني مقام ته ونه رسیدل.
د اسراییلو د مرییتوب پیل
لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، په مصر کې د خپلو نېکو پلرونو او نیکونو څخه وروسته، بني اسراییل د ډیرو اخلاقي زوالونو سره مخ شول، چې دوی یې د هغې ورځې د ټولنې د دیني او اخلاقي مشرتابه له لوړ مقام څخه راښکته کړل. همدارنګه د دوی او د معبدونو د کاهنانو ترمنځ سیالي د دې لامل شوې وه چې کاهنان د سیدنا یعقوب علیه السلام د اولادې د بدنامولو هڅه وکړي.
له همدې امله، موږ ګورو چې په لاندې دورو کې، دوی اعتبار په بشپړه توګه له لاسه ورکړی او دوی د کنعان څخه د مهاجرینو غلامانو په توګه پیژندل شوي. څرنګه چې خدای تعالی د دوی غلامي په داسې ډول انځور کړي چې دوی په ژوند، مال او د خپلو نارینه او ښځینه اولادونو واک نه درلود. هغه فرمایي: «وَإِذْ نَجَّيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَاءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ.» [بقره: 49] (او هغه وخت (په ياد کړئ) چې موږ تاسو د فرعون او فرعونيانو له لاسونو خلاص کړل، چې تاسو به يې تر ټولو سخت شکنجه کول، ستاسو د زامنو سرونه به يې پرې کول او ستاسو ښځې به يې ژوندي ساتلې (د هغوی د خدمت لپاره) په دې کې ستاسو لپاره د خدای لخوا یو لوی امتحان وو.)
دا یو الهي قانون دی چې مظلومانو ته عدالت او ظالمانو ته سخته سزا ورکوي. نو په دې وخت کې د فرعون د تباهۍ او د فرعونیانو له استعمار څخه د بني اسرائيلو د خلاصون په اړه د الله تعالی اراده ټاکل شوې وه. د همدې وصیت له مخې الله تعالی حضرت موسی علیه السلام د پیغمبر په توګه رالیږلی دی، لکه چې فرمايي: «ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِم مُّوسَىٰ بِآيَاتِنَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ.» [اعراف: ١٠٣] (له دې وروسته موږ فرعون او د هغه قوم ته موسی له خپلو نښو سره ولېږه.)
د موسی علیه السلام دنده لومړی د خدای د توحید او وحدانیت څرګندول او دوهم له استعمار څخه د بني اسرائیلو ژغورل وو. د بېلګې په توګه، کله چې موسی علیه السلام د فرعون په وړاندې حاضر شو، په لومړي پړاو کې یې له فرعون سره د رب العالمین او د هغه د صفاتو په اړه خبرې وکړې او په دویمه مرحله کې یې د بنی اسرائیلو د ازادۍ غوښتنه وکړه: «قَدْ جِئْتُكُم بِبَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ.» [اعراف: ١٠٥] (زه تاسو ته ستاسو د رب له لوري مې يوه نښه راوړې، نو له ما سره بني اسرائيل راولېږئ).
خو كله چې فرعون د سيدنا موسى عليه السلام بلنه رد كړه او «انا ربکم الاعلی» وویل یعني زه هغه لوى رب يم، نو غوښتل يې هغه ته خداى د قدرت ور وښيي تر څو د معجزو په اثر د څښتن توحيد ومني. له همدې امله یې فرعون ته د معجزې د وړاندې کولو غوښتنه وکړه. فرعون وويل: «قَالَ فَأْتِ بِهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿31﴾ فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ ﴿٣٢﴾ وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاءُ لِلنَّاظِرِينَ.» [شعراء: 33] (فرعون وويل: كه ته له رښتينو څخه يې، نو هغه وښايه. په دې وخت كې سيدنا موسى (ع) خپله امسا پر مځکه وغورځول، نو ناڅاپه د (حقيقي) اژدها راښكاره شوه. هغه خپل لاس( په ګرېوان کې کېښود او بیا یې )راوویست؛ نو ناڅاپه لیدونکو هغه لاس روښانه ولید.»
د جادوګرانو ایمان راوړل
کله چې فرعون دا معجزې وليدې، ډېر وډار شو. خو تعصب او غرور يې اجازه ورنکړه چې د سيدنا موسى خبره ومني. ځکه چې هغه ځان د لوی څښتن په توګه معرفي کړی وو، نو هغه څنګه په بل خدای باور کولای شي؟ او بله وجه يې دا وه چې بني اسرائيل يې غلامان ګڼل او سيدنا موسى هم له بني اسرائيلو څخه وو. نو څنګه يې د خپل يو بنده پېغمبر کېدل منلي وای؟ له همدې امله يې د معجزې د ترسره کولو غوښتنه وړاندې کړه، چې سيدنا موسى عليه السلام په الهي قدرت باندې د خپل ټينګ باور له مخې ومنله او د اختر ورځ يې د خپل او فرعون ترمنځ د ټاکلو په توګه په نښه کړه.
د مقابلې په ډګر کې
فرعون د سیمې ټول تکړه جادوګران راوغوښتل او ژمنه یې وکړه چې که دوی د موسی علیه السلام معجزې له منځه یوسي نو دوی ته به د مقام او چوکۍ ورکړي. ژمنه شوې ورځ راغله او د حق او باطل تر منځ جګړه پیل شوه. خو کله چې جادوګرانو وليدل چې د سيدنا موسى (ع) عصا په يوه اژدها بدله شوې او ټولې امساګانې او رسۍ يې تیري کړې، نو پوه شول چې دا د جادو کار نه دى. بلکې دا یوه معجزه او ثبوت دی چې موسی علیه السلام د رب العالمین رسول دی، نو هغو ټولو خدای ته په سجده شول او د خدای په وحدانیت او د حضرت موسی علیه السلام په رسالت یې خپل ایمان اعلان کړ.
فرعون د معجزو د لیدلو سره سره بیا هم د حق له منلو انکار وکړ. دا د نړۍ د ټولو استعمارګرانو او ظالمانو عادت له پخوانۍ زمانې څخه تر اوسه پورې دی چې د خپل مقام د ساتلو لپاره هر څه کوي او په ځانګړې توګه د الهي ارشاداتو څخه انکار کوي. ځکه چې د الهي عدالت په قانون کې ټول انسانان مساوي دي او پر نورو ظلم کول یو له بدو اعمالو څخه ګڼل کیږي.
د سیدنا موسی علیه السلام دعا
کله چې حضرت موسى (ع) د فرعونیانو نښې وليدې نو احساس يې وکړ چې د هغوى پياوړي سرمايه دارۍ نظام او لوى سوکالي دوى د حق منلو څخه محروم کوي. له همدې امله هغه دعا وکړه: “خدایه، د دوی د سرمایه دارۍ نظام ګډوډ کړې ترڅو دوی تاسو ته وګرځي.” الله جل جلاله د ده دعاګانې قبولې کړې او د فرعونیانو هوسایي یې په مختلفو عذابونو سره تباه کړ. تر دې چې دوی حضرت موسی علیه السلام ته مخ واړوه او ویې ویل: له خپل خدایه وغواړئ چې دا عذابونه لرې کړي، موږ ایمان راوړو.
اوبه د انسان یو له مهمو اساساتو او اړتیاوو څخه دی او د عصري ملتونو یو له ویاړونو څخه هم د ښه روغتیا ساتل دي چې په اوبو سره ممکن دي. له همدې امله خداى پاک د هغو ټولو وسيلو مخه ونيوله چې له مخې يې هغوى پر بني اسرائيلو برتري ورکوله تر څو خداى ته ورګرځي.
د ازادۍ لور ته
کله چې فرعونیانو پر بني اسرائيلو فشارونه زيات کړل، بني اسرائيلو حضرت موسى (ع) ته شکايت وکړ چې مخکې له دې چې ته د پيغمبر په توګه راغلى وای، پر موږ ظلم شوى او اوس چې ته راغلى يې، نو پر موږ ظلم زيات شوى دى. طبیعي ده چې هغه ملتونه او نسلونه چې د کورنیو مرغانو په څیر په استعمار او غلامۍ کې زیږیدلي او ژوند کوي، د نړۍ په سطحه د لوړ الوتنې د الوتونکو د خوښۍ احساس څخه ګټه نه پورته کوي.
له دې خبرې وروسته خدای پاک هغوی ته امر وکړ چې د سمندر په لور له مصر څخه ووځي. خو کله چې فرعون د دوی د تېښتې خبر واورېد، نو ډېر په قهر شو، ځکه چې بني اسرائیل یې خپل ملکیت ګڼلی وو او هغوی باید له اجازې پرته نه وای وتلي. له دې امله، هغه دوی تعقیب کړل او سمندر ته نږدې دوی ته ورسیدل.
هغه وفرمايل: «فَلَمَّا تَرَاءَى الْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَابُ مُوسَىٰ إِنَّا لَمُدْرَكُونَ [٦١] قَالَ كَلَّا إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ [62] فَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ ۖ فَانفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ.» [شعراء: 63] (کله چې دواړو ډلو یو بل سره ولیدل، د موسی علیه السلام صحابه وو وویل: موږ به (د فرعونیانو په منګولو کې) ونیول شو (موسی علیه السلام) وویل: داسې نه ده، زما رب له ما سره دی او خامخا به ما ته (د نجات لار) لارښوونه وکړي، نو موږ موسی ته وحي وکړه چې خپله امسا سره سمندر ووهه، په دې وخت کې سمندر لارې لارې شو او هره برخه د لوی غر په څېر شوه.
حضرت ابن عباس رضي الله عنه فرمايي: د بحر په سطحه دوولس لارې څرګندې شوې، چې هره لاره د بني اسرائيلو د يوې قبيلې اړونده وه، الله تعالی دغه لارې د بحر په سطحه وچې او اسانه کړې وې. تر څو بني اسرائیل په اسانۍ سره تیر شي
ولې دوولس لارې؟
دا يوه طبيعي خبره وه، ځکه بني اسرائيل تر ټولو قومونو په کرکه، اختلاف او بې اتفاقۍ کې مخته وو. په څاه کې د خپل ورور له غورځولو څخه نیولې بیا د پیغمبرانو په سپکاوي او وژلو پورې دا هغه کارونه دي چې کول ورته اسانه وو او خدای تعالی په خپل کامل حکمت پوهیده چې دوی په یوه لار نه ځي. له همدې امله، هغه د هرې قبیلې لپاره جلا لاره جوړه کړه، ترڅو دوی په خوندي توګه د سمندر څخه تېر شي او اختلاف ونه لري.
بيا فرعون او د هغه لښکر په سمندر کې بني اسرائيلو تعقيب کړل او د سمندر څپې هغوی یې راچاپېر کړل او خدای ټول غرق او تباه يې کړل. «فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ فَغَشِيَهُم مِّنَ الْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ.» [طه: ٧٨] (فرعون له خپلو لښکرو سره هغوى تعقيب كړ او سمندر په حيرانۍ سره دوى په خپلو څپو كې ونيول.)
دا تمه کېده چې وروسته له دې چې خدای دوی ته دا لویې نښې ښکاره کړي او د فرعون او د هغه د کافرو پیروانو له منځه لاړ ولاړل، دوی به د مشرکانو کار او د دوی د بتانو عبادت وغندي. خو نه يوازې دا چې دا كار يې ونه كړ، بلكې له موسى (ع) څخه يې وغوښتل چې د دوى د عبادت لپاره يو بت ځاى پر ځاى كړي، لكه څنګه چې دغو مشركانو بت درلود او عبادت يې كول.
ډېره د حيرانتيا خبره ده چې د ید بیضا په لیدلو سره؛ د طوفان، ملخانو، شپږو، چونګښو او وینو عذابونو په څلکو سره؛ د سمندر د وېشلو او دوولسو لارو لېدل؛ د فرعون او د هغه د لښکر د تباهۍ په لیدلو سره چې ټول د خدای د نصرت او ملاتړ نښې دي؛ بني اسرائیل ولې له یوه پیغمبر څخه چې هغه د توحید او وحدانیت رسول دی، داسې غوښتنه کوي؟
د دې پوښتنو ځواب خدای تعالی د موسی علیه السلام په قول ورکړی دی چې فرمايي: «إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ.» [اعراف: 138] (اې بني اسرائيلو تاسو جاهل قوم ياست.)
جهل د علم او پوهې مخالف دی، لکه څنګه چې قرآن عظیم الشان فرمایي: «هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ.» [زمر: 9] (آیا هغه کسان چې علم لري او هغه څوک چې علم نه لري برابر دي؟ بلکې اصل دا دی چې د عقل خاوندان نصیحت مني.)
نو پایله دا ده چې بنی اسرائیلو د ذلت، غلامۍ او د استعمار له امله د علم هغه جوهر له لاسه ورکړې وه، چې له دې ټولو سترو نښو سره سره بیا هم د خدای په وحدانیت باندې پوره یقین نه شي موندلی، لکه څنګه چې دا نښې يې هيڅ نه وې ليدلې او د حضرت موسى (ع) خبرې يې هم نه دي اورېدلې، لاندې آيت د هغوى د حال څرګندونه کوي، چې الله تعالى فرمايي: «مَثَلُ الْفَرِيقَيْنِ كَالْأَعْمَىٰ وَالْأَصَمِّ وَالْبَصِيرِ وَالسَّمِيعِ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا أَفَلَا تَذَكَّرُونَ.» [هود: 24] (د دوو ډلو (موحدانو او مشرکانو) مثال د ړانده او کاڼه په شان دی، یا د ليدونکي او اوريدونکې په قسم، آيا دا دواړه سره برابر دي؟ آيا تاسو نصيحت نه منئ؟)
بله خبره دا ده چې هغه خلک چې د ظلم او استعمار لاندې ژوند کوي خپل ځان باور له لاسه ورکوي او په یو ډول نا امیدۍ اخته کیږي. دا ډول رواني فشار یو له بدو فشارونو څخه دی او د دیني، اخلاقي او ټولنیزو ګډوډیو په لور ځي او د انګیزې د نشتوالي، سستۍ او ګډوډۍ لامل ګرځي.
بني اسرائيلو په داسې حال کې ژوند کاوه چې خپل توحيدي پلرونه يې نه شي ليدلى او هغه امتيازات يې هم نه دي ليدلي چې خداى پاک ورته د سيدنا موسى په رسالت کې ورکړي وو. خو هره باطله لاره ورته ښايسته وه او بې له فکره ننوتل.