لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
د بودائیزم لنډه پیژندنه (شپږمه برخه)
د بودا په دین کې سپیڅلي متنونه
د بودا له مړینې وروسته، د هغه پیروانو ډیرې لیکنې راغونډې کړې او په تدریج سره یې پرې زیاتې کړې. په دې ترتیب مذهبي احکام، اغراض او بېلابېل مکتبونه د تغییر سره مخ شول او دیني مقررات د لومړۍ زیږدیزې پیړۍ څخه په پالي ژبې بشپړ شول. (پالي د هند د شمال ختیځو سیمو د خلکو ژبه ده او ځیني هغه د بودا ژبه بولي).
ماکس مولی، د المان هیواد لوی هندپوه داسې لیکي: که «برهمن» دین د لرغونو مقدسو متنونو خاوند دې، بودا دین ته د ویاړ ځای دې چې د اندازې او کمیت له وجې، تر ټولو ډیر کتابونه لري؛ ځکه په بېلابېلو ژبو او مختلفو هیوادونو کې بې شمېره کتابونه د دې دین په اړوند په سانسکریت، پالي، منچوري، چینایي، تبتي، جاپاني او نورو ژبو لیکل شوي دي. بودائیزم د جغرافیا له مخې په سویلي بودایي فرقې چې د اندیب، بیرماني او سیام سيمې شاملې دي؛ او شمالي بودایي فرقې چې پنال، تبت، چین او جاپان باندې شامل دې، ویشل کیږي.
د سویل فرقې کتابونه د بودائیزم د اصل سره نږدې دي او د بهرنیو ملتونو له آثارو ډیر لږ اغیزمن شوي. د سویل بودایانو ژبه پالي ده او معلومه نده چې د بودا له کلماتو څخه کوم یو په حقیقت کې د شارع له خولې څخه وتلې ده؛ اما غالب ګومان دادې چې د «مهاوګاه» خطبه د بودا خپله وي. په هر حال، د بودا له مړینې سل کاله وروسته یو انجمن جوړ شو چې د اوسني مقدس کتابونو تر ټولو مهمې برخې د دوی په لاس کې وې. د بودا مقدس کتاب د سانسکریت په ژبه «تری پی تاکا» یعنې درې زنبیله او د پالي په ژبه «تی پی تاکا» نومیږي؛ دغه کتاب درې برخې لري: لومړی زنبیل، د روحانیت قواعدو پورې مربوط ده؛ دوهم زنبیل، د فلاح او بریا وسیله؛ او دریم زنبیل، د اروا پوهنې او فلسفي مفهومونه دي.
بل کتاب، «یاتاکا» نومیږي چې د بودا دین له مهمو کتابونو څخه دې او د بودا تېر ژوند په اړه چې په هغه دوران کې د تناسخ له مخې عالَم ته راغلی، بحث کوي. شمالي فرقه ډیر او بېلابېل کتابونه لري؛ مثلا په تبت کې دوه لړۍ کتابونه دي د ګنجور او تنجور په نوم چې لومړنی سل لوی ټوکه او دوهم دوه سوه او پنځه ټوکه دې. په چین کې څه د پاسه یو زره او شپږسوه او دوه شپیته بودایي کتابونه ترلاسه شوي چې ډیری یې د سویل او شمال فرقو د اساسي کتابونو ترجمه ده اما د اصل سره ډیر توپیر لري.
د بودا دین د مطالعې او څیړلو لپاره تر ټولو غوره کتاب، د لوی هندو پوه «الدنبرګ» اثر دې چې «فوشه» دغه کتاب د «بودا، ژوند، عقاید او ټولنې» تر عنوان لاندې فرانسوي ژبې ته ژباړلی ده او په (۱۸۹۴) او (۱۹۰۳) زیږدیزو کلونو کې په پاریس کې چاپ شو.
بل اثر، د فرانسوي هندو پوه سنارت « د بودا افسانې څیړنه» په نوم کتاب دې چې په (۱۸۷۵) او (۱۸۸۲) زیږدیزو کلونو کې په پاریس کې خپور شو.
دورکیم په خپل کتاب «دمذهبي ژوند لومړنۍ شکلونه» کې او سدربلوم په خپلې رسالې «د دینونو تاریخ» کې او سیلون لوی په خپل اثر «هند او نړۍ» کې د بودا دین په اړه په زړه پورې بحثونه لري.
فیلسین شاله هم په خپلو کتابونو «د لویو فیلسوفانو تاریخ»، « د هند فیلسوفان»، «د لویو دینونو لنډ تاریخ» او همدارنګه «جاپان او لېرې ختیځ» کې د بودا دین په اړه دقیق بحثونه لري.
د بودایانو مذهبي آثار لکه څنګه چې اشاره وشوه، په دریو برخو یا «سبد» یعنې «تی پیتکه» تنظیم شوي دي: «وینه پیتکه»؛ د سنګه (انجمن) د کړنلارې او نظم او سمون په اړه دې. دوهم سبد «سوته پیتکه» دې چې ځانګړو کسانو ته د بودا ویناوې دي او له فلسفي اړخه ډیر ارزښت لري. دریم سبد «ابی دمه پیتکه» دې او دغه آثار له څلورو ټولګو څخه تشکیل شوي دي.
د بودا په دین کې د اخلاقو څرنګوالی
بودا د ټولو فکري مکتبونو او هندویي مذهبونو پر خلاف، په هیڅ ثابت حقیقت باندې باوري نه و او نړۍ یې د فاني او لحظه یي عناصرو د تیریدونکي جریان په توګه پیژندله؛ د بودائیزم او هندویزم تر منځ د همغږۍ مسئله د علّي او معلولي «کرمه» په قانون کې ده یا د عمل اصل او پایله او هم د زیږون او پرله پسې مړینې «سمساره» اصل منل دي او که دغه دوه اصلونه د بودائیزم او هندویزم د همغږۍ معیار وګڼو، تقریباٌ ټول هندي دینونه به یوشان ماهیت ولري او اختلاف به یوازې د دوی په بېلابېلو نومونو پورې اړه ولري.
په واقعیت کې بودایي دین د هندویي اصولو په پرتله د بل ډول نظام معرفي کوونکی ده، له دې سره، په نړۍ کې د انسان د رنځ موضوع او لامل یې او له دغه رنځ څخه د خلاصون او ژغورنې اړتیا او د دغې ژغورنې څرنګوالی په دې دین کې له هغه څه سره چې په هندویزم کې د پام او اعتقاد وړ دي، توپیر لري؛ له دې کبله، بودایي دین یو انساني دین دې؛ یعنې هیڅ ډول الوهیت پکې کې نشو موندلی.
بودا د هندویزم سره په دغه اختلاف او فلسفي لیدلوري، څرګند شو او د مړینې په بستر کې خپلو پیروانو ته وویل: «زما تر مړینې وروسته هغه عقاید او قواعد مې چې رامنځته کړي، پر تاسو به حاکم وي؛ دغه عقاید په لومړۍ درجه کې د څیړنې د آزادۍ اصل او د افرادو تجربې تنظیم کوي او مهم کس، د بودا دین له ډیرو مذهبي عقایدو څخه آزادوي». همدارنګه بودا وایي: «په یوازې اوریدلو قناعت مه کوئ؛ لرغوني آیین او عقایدو باندې باور مه کوئ؛ ځکه بیلابیلو نسلونو هغه موضوع ګانې تقدیس او تکریم کړي او په هیڅ وجې په یوازیتوب سره د دنیوي او مذهبي چارواکو خبرو باندې باور مه کوئ، هغه څه چې مو شخصاٌ ازمویلي او تجربه کړي مو دي او حقیقت مو ګڼلي او د خپلو او نورو سره مطابقت ولري، په هغو باور وکړئ او هغه د خپلې لارې مشال وګرځوئ».
څرنګه چې د بودا دین د افرادو پر عقل اعتماد لري ځینو پوهانو هغه یو فلسفي مسلک ګڼلی او دا سمه نده؛ ځکه چې په دغه دین کې فلسفي ستونزو ته هیڅ ځواب ندې ورکړل شوی. ځیني هندپوهانو عالمانو، بودا د برهمني دین یو اصلاح کوونکي په توګه معرفي کړی، دا هم سمه نده؛ ځکه چې بودا نه برهمني خدای، نه عبادات یې او نه هم قربانۍ او کتابونه یې منلي دي؛ د اصلاح کوونکي شرط دا دې چې ځیني دیني اصول او فروع یې ومني او پاتې نور یې بدل او اصلاح کړي او بودا ټول برهمني اصول ګډوډ او تر پښو لاندې کړل. ځیني نور لیکي داچې د بودا دین موخه د ارواح ژغورل دي باید هغه په دین ونوموو او څرنګه چې سیند یوازې د مالګې د خوند تر اغیزې لاندې دې، دغه عقاید او قواعد هم یوازې د رستګارۍ تر نفوذ او اغیزې لاندې دې.
دورکیم په دې باور دې چې د بودا دین یو حقیقي دین دې؛ ځکه په هغه کې ځیني خلک د سپیڅلي او ناولي ترمنځ امتیاز او توپیر پیژني.
الدنبرک د بنارس خطبې څلور سپیڅلي حقیقتونه د «بودا» په نوم خپل کتاب کې شرح کوي چې عبارت دې له: ۱.رنځ؛ ۲.د رنځ منشأ؛ ۳.د رنځ دفع کول؛ ۴. د رنځ دفع کولو لارې. په حقیقت کې دا د بودا د عقایدو څخه دي؛ لومړی حقیقت رنځ دې: «ای پرهیزګارانو دادې سپیڅلی بیان چې د رنځ حقیقت په اړه یې تاسو ته وړاندې کوم: زیږیدل رنځ دې، زړښت رنځ دې، ناروغي رنځ ده، مړینه رنځ ده، ناسته ولاړه د هغه چا سره مو چې خوښ نه وي رنځ دې، بیلتون د هغو کسانو څخه چې پر موږ ګران دي رنځ دې، مطلوبو خوندونو ته نه رسیدل رنځ دې او په لنډه توګه دنیوي شیانو ته د انسان پنځه ګونې اړیکي (جسم، احساس، خیال او عقلي درک سره تصور) رنځ دې.
د بودا دین د نورو هندي دینونو په څیر د تناسخ عقیده او د اوسني رنځ ماسوا، د تیر شوی وخت نه محدودیت او د رنځ څخه ډکه راتلونکې مني. د دې بدبینۍ د کشف لپاره بودا یو ښکلی متن بیانوي: «ای پیروانو څه فکر کوئ له دغه دوه شیانو څخه کوم یو زیات دې؟ د څلورو سمندرونو اوبه او که هغه ستونزې چې جریان لري او تاسو هغه زغملي دي؟ کله چې په دغه اوږد سفر کې پرته له کیسې، کډه په کډې لالهاند وۍ او شکایت مو کاوه او ژړل مو؛ ځکه له هغه شي څخه مو چې کرکه کوله پکې شریک وۍ او هغه څه مو چې خوښ و ونډه مو پکې وه او د مور، پلار، ورور، خور، زوی، او لور مړینه، د مال او شتمنۍ له لاسه ورکول او داسې نور… ټول مو د اوږد عمر په لړ کې تجربه کړي دي او دغه ازموینې مو زغملي دي او… د څلورو سمندرونو د اوبو په نسبت مو ډیرې اوښکې توی کړي دي».
عمومي او ټولیز رنځ د موجوداتو، څیزونو او احساساتو په دوام پورې تړاو لري او هرڅه تیریږي، هغه څه نشته چې وکولی شو زړه پرې خوشاله کړو. «ای پرهیزګارانو که تاسو ته ووایم هغه څه چې احساسوم رنځ دې دا ځکه چې د ستونزو د دوام وجه ده».
د بودا دین د برهمنانو ډیري عقاید په ځانګړي توګه د اوپانیشادو پلویان نه مني؛ ځکه عقیده لري چې په مادي او روحي نړۍ کی ابدیت وجود نلري او جوهر او مجرد روح شتون نلري او په حقیقت کې، د مشروط حالت پرته بل شی وجود نلري، د هستي په نړۍ کې د لاملونو او آثارو وراثت تجلي کوي او د علیت اصل اساس نلري. نو باید وګورو د تناسخ پر مهال څنګه پلانکی وجود، د پلانکي ځانګړي بدن شي او له ټولو ممکنه بدنونو څخه، معین بدن غوره کړي، بودا د دې په ځواب کې وایي: ای شاګرده دا نه ستا بدن دې نه غیر له دې بدن څخه؛ د تیرو کړنو پایله چې د هغه معنوي قوه یې انځور کړې او محسوس کړل شوې». د دې قاعدې سره سم، زموږ اوسنی حالت د هغو کړنو پایله ده چې په تېر کې مو ترسره کړي دي او عمل چې هر ډول وي په راتلونکي کې به وجود هم همغسې وي.
په بودایي کتابونو کې راغلي دي چې « زما کړنې زما شتمنۍ ده، زما عملونه زما میراث دي، زما عملونه زما مور ده، زما عملونه زما نژاد دې چې ورسره تړاو لرم او زما عملونه زما پناه ده». نو د انسان اخلاقي عملونه اصلي محرک دې چې هغه له پنځه ګونو مرتبو یعنې الهي مقام، انساني عالم، د اشباح عالم، حیواني عالم او دوزخ څخه اړوي او هغه حالت ته یې رسوي چې دغه عمل په سانسکریت کې «زما کار» بولي او په پالي ژبه کې ورته «کامد» وایي. هغه قوه چې وجود ته د تیرو ذکر شوو عللو په مرتبو کې حرکت ورکوي او عیني وجود ورکوي «زما کار» دې او د بودایي په علم النفس کې زما کار څخه بل شی اړین نه دې، اصلي ټکی دادې چې وجود یې په چاپیر تاویږي او له مړینې وروسته، پرته د نفس له فنا څخه «زما کار» دې.
بودا ځیني وصیتونه او سپارښتنې لري چې کولی شو د هغه لسو وصیتونو ته اشاره وکړو چې دغو لسو وصیتونو ته په پام سره د نوموړي د ژوند فلسفې سره آشنا کیدلی شو:
– مه خواشینی کیږه؛
– شراب مه څښه او مسکرات مه خوره؛
– درواغ مه وایه او بې ځایه خبره مه کوه؛
– څوک مه وژنه او د چا ژوند مه ختموه؛
– غلا مه کوه؛
– بې بنسټه کړنې د اساس په توګه مه منه؛
– د شپې لخوا غیر صحیح ډوډۍ مه خوره؛
– نڅا مه کوه او د ساز او سرود محفلونو ته مه ځه؛
– عطر مه کاروه؛
– سره او سپین زر مه استعمالوه؛
پایله
په پای کې څو اساسي ټکو ته د پایلې په توګه اشاره کول غواړو: لومړی داچې «بودائیزم» هم د نورو دینونو په څير د مقدسو متنونو او کتابونو څښتن دې چې د هغه پیروان د دغو مقدسو متنونو سره سم د خپل د ژوند چلند او کړنو ته نظم وربښي.
دوهم داچې د بودا په دین کې اسماني کتاب شتون نلري. څرنګه چې په وضاحت سره معلوم دې، «بودا» یو عادي کس و چې په هندو دین کې د ناسمو او بې ګټو رسمونو او دودونو تر پیدا کیدو وروسته، د اصلاحي انقلابي خوځښت مشري یې په غاړه واخیسته او د وخت په تیریدو سره ډیرو خلکو له هغه څخه پیروي وکړه او په یو دین بدل شو؛ له دې امله، هغه څه چې په دې دین کې د مقدسو متنونو په توګه پیژندل کیږي، هغه ویناوي دي چې بودا ته نسبت ورکول کیږي چې په غالب ګومان د بودا تر مړینې وروسته د پیروانو لخوا یې را غونډ شوي دي.
دریم داچې په عین حال کې، د بودا په دین کې مقدس متنونه د هغه تر مړینې وروسته را ټول شوي دي؛ دغه متنونه ګډوډ او متفاوت دي او په لویه ویشنه کې د شمال او جنوب متنونو په نوم یادیږي.
څلورم ټکی داچې، د بودا په دین کې اخلاقي مسائل د نورو بشري دینونو په نسبت د لوړې مرتبې څخه برخمن دي، ښایي وکولی شو اخلاقي مسائلو ته پاملرنه د توپیر تر ټولو لوی ټکی یا په بل عبارت، په دې دین کې تر ټولو اړین مثبت ټکی وګڼو.