د الله توری «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)
خالد بن ولید د اسلام په غېږ کې
لنډيز
په تیرو برخو کې مو د خالد بن ولید رض پر پیدایښت، پوهې او ځیرکتیا، میړانې او زړورتوب او نورو کړنو په اړه هر اړخیز بحث وکړ؛ اوس د دې وار را رسیدلی چې په دې پوه شو چې خالد بن ولید رضی الله عنه کله او څنګه مسلمان شو؟ هغه د څه لپاره او د چا سره مدینې ته هجرت وکړ او د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره یې بیعت وکړ؟ او په پای کې داچې د نوموړي د وروسته مسلمان کیدو لامل څه وو؟
اوکې، هغه د مسلمانانو سره تر کلونو جګړو او نښتو وروسته، ستړی کیږي او له تیرو کړنو څخه پښیمانه کیږي؛ بلآخره د هجرت اتم کال د صفر په میاشت کې، د عمرو بن عاص او عثمان بن طلحه سره له مکې مکرمې څخه د مدینې منورې پر لور درومي او د نبی کریم (ص) سره لیدنه کوي او پر هغه ایمان راوړي او مسلمان کیږي؛ بیا نبی کریم (ص) د نوموړي په حق کې دعا کوي او د خپل یوه ټوټه ځمکه وربښي او تل هغه ته درناوی کوي تر دې چې د وحیې د کاتبینو او پرچم لرونکو شخصیتونو په ډله کې یې شاملوي او په ډیرو جګړه ایزو او تکتیکي چارو کې له هغه سره سلا مشورې کوي.
خالد هم هڅه کوي چې د ریښتینو او سرښندونکو یارانو او اصحابو څخه واوسي؛ څرنګه چې د اسلام څخه مخکې دښمنیو جبران یې په ډيرو جهادي مبارزاتو، سرښندنو او قربانیو وکړ او د الله په لاره کې له ډيرو خدمتونو وروسته، په بشپړ ایمان او راسخې عقیدې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
اوس اصلي مسئلې ته راګرځو او له حدیثي او تاریخي روایتونو څخه په ګټې اخیستنې، خپل بحث پرانیزو او له درسونو او لارښونو یې برخمن کیږو او پر الله تعالی توکل کوو.
خالد څه مهال مسلمان شو؟
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه د ریښتینو یارانو سره له کلونو دښمنۍ، کرکې او عداوت وروسته، د مکې له فتحې وړاندې، د حضرت خالد (رض) زړه د اسلام سپیڅلي دین منلو ته نرم شو او ورو ورو دغه اسماني دین ته یې شوق او لیوالتیا ډيره شوه.
امام ابن کثیر (رح) په خپل تاریخ کتاب «البدایه والنهایه» کې لیکي: « عمرو بن عاص، عثمان بن طلحه او خالد بن ولید د هجرت اتم کال د صفر میاشتې په لومړي نیټه، د پیغمبر(ص) حضور ته ورغلل او مسلمان شول».
خالد څرنګه مسلمان شو؟
امام ابوالفَرَج عبدالرحمن ابن جوزی په خپل کتاب «صفة الصفوة» کې د خالد بن ولید د مسلمان کیدو بشپړ داستان او کیسه د ده مبارک له خپلې ژبې څخه را نقل کړې چې په لڼده توګه څو کرښې د هغه څخه را اخلو: « کله چې الله تعالی وغوښتل پر ما لطف او رحم وکړي نو زما زړه یې د اسلام منلو ته نرم کړ؛ له ځان سره به مې ویل چې د محمد (ص) سره دومره دښمني او عداوت څه ګټه لري؟ په ټولو جګړو کې چې د هغه په وړاندې و دریدم څه مې لاسته راغلل؟ سوکه سوکه مې احساس کاوه چې د عقل او پوهې لوري ته ورګرځم، له تیرو کړنو څخه پښیمانه کیدم او محمد (ص) هرو مرو په دې لاره کې بریالی کیږي».
هغه مهال چې محمد (ص) د خپلو یارانو په ملتیا د حدیبیې خواته روان شول، زه هم د هغوی پسې رهي شوم، د ماسپښین د لمانځه وخت شو هغوی ټولو لمونځونه ادأ کړل، ما هم غوښتل چې د شا لخوا پر هغوی برید وکړم؛ اما زما څخه عقل واخیستل شو او دا کار مې ونکړ، بیاځلې مې هوډ وکړ چې د مازدیګر لمانځه پر مهال به پر دوی برید وکړم؛ اما هغوی د مازدیګر لمانځه پر مهال، په دوه ډلو و ویشل شول او د خوف لمونځ په څېر یې خپل لمونځونه ادا کړل، همغه مهال زه پوه شوم چې په یقینی توګه محمد (ص) له بل ځای څخه تر حفاظت او ساتنې لاندې دې؛ نو ځکه په هغه وخت کې هم له ماتې سره مخ شوم.
کله چې د حدیبیې د سولې تړون د رسول الله (ص) او د هغه له یارانو سره لاسلیک شو او له څه وخت وروسته، محمد (ص) او یاران یې په اسانۍ سره مکې ته ننوتل او عمره یې ادا کړه، زه له مکې څخه بهر شوم او نه مې غوښتل چې د مسلمانانو سره مخامخ شم، هغه وخت داسې وضعیت راباندې راغی چې لار راڅخه ورکه وه نه پوهیدم چې څه وکړم؟! آیا دلته په مکه کې پاتې شم او خپل پلرنی دین ټینګ کړم؟ آیا نجاشي ته ولاړ شم چې هغه هم د محمد (ص) څخه پیروي کوي؟ یا د هرقل خوا ته ولاړ شم او مسیحیت یا یهودیت دین ومنم؟ یا د فارس خاورې ته ولاړ شم او له هغوی سره یوځای شم؟ همدغسی لالهاند او سرګردان وم چې ورور مې (ولید بن ولید) په مکه کې زما په لټه کې وو خو زه یې و نه موندلم؛ نو یو لیک یې راته پریښود او ولاړ؛ د هغه لیک مضمون داسې وه: «زه ستا په اړه حیران یم چې د دومره پوهی او ځیرکتیا سره سره بیا هم د اسلام په هکله، په خطا تللی یې! پیغمبر (ص) په مکه کې زما څخه وپوښتل چې خالد چیرې دې؟ ما وویل چې خدای تعالی به یې بیرته راوګرځوي، پیغمبر (ص) وفرمایل: مګر کیدای شي د خالد غوندې شخصیت، په اسلام پوه نشي؟! که چیرې هغه خپل شجاعت او زړورتیا د مسلمانانو په ګټه کارولی وای، په یقیني توګه چې د ده په ګټه به وو او موږ به دی، تر نورو غوره ګڼلای؛ نو ای زما خالد وروره! هیله من یم چې د لاسه تللي فرصتونه دې جبران کړې او اسلام ته مخه کړئ.»