د بودائیزم لنډه پېژندنه (دریمه برخه)

۵. د بودایی دین خپریدل
د میلاد څخه مخکې، په درېمه پیړۍ کې هند د اشوکا پاچا تر مشرۍ لاندې یو متحد هیواد شو او اشوکا د برهمني زاړه جوړښت د له منځه وړلو په موخه د بودایانو ملاتړ وکړ له دې سره بودایي دین په ټول هند کې خپور شو. په هغه زمانه کې د بودا دین لارویان په دوه ډلو ویشل شوي وو، «پخواني محافظه کاران» چی موخه یې د سنتي قواعدو ساتنه وه او «نور پیروان» چې په ټولنه او دینی نظم کې د بېلابېلو بدلونونو غوښتونکي وو. دغه دوه ډلې بیا په څو نورو وړو ډلو ویشل شوي وو؛ تر هغه چې د میلاد څخه مخکې په لومړۍ پیړۍ کې یې شمېر شلو ډلو ته ورسید چې د هرې ډلې ملاتړ د یوه صنعتي یا نظامي یا سوداګریزو ټولګو لخوا کیدو، کوم چې ډیره شتمنۍ یې درلوده او حتی ډیرې پيسې به یې خلکو ته په پور ورکولې. هرې ډلې د خپلې لیدلوري مطابق خپل مقدس متنونه ولیکل او ځانګړی نظم یې وروباښه او د اعتقادي مسئلو پر مطالعې بوخت شول او بیشمیره رسالې یې د خپلې عقیدې د تشریح کولو لپاره ولیکلې؛ د دغو ډلو اصلي تمرکز د خپل دیانت او معنویت خواته وو او د عامو خلکو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې یې پاملرنه نه کوله؛ په وروسته وختونو کې د مخالفینو له لوري د «وړو لارو» په نوم یادېدل.
د عامو خلکو له نظره بودا د نورو انسانانو په پرتله د لوړې مرتبې خاوند بلل کېدو، د درناوي وړ وو او د استوپې ( هغه ودانۍ چې په اصل کې د بودا جسد د ساتلو لپاره جوړه شوې وه) درناوی رواج شو.
د مئوریې کورنۍ تر پرځېدو وروسته، پردیو یرغلګرو د شمال لودیځ او شمال لورو څخه هند ته ور دننه شول. د کوشانې کورنۍ په وخت کې فرهنګي راکړه- ورکړه د بېلابېلو قومونو ترمنځ پراخه شوه. د مهایانه (لویه لاره) چې د بودا دین یوه څانګه وه د فرهنګي فعالیتونو او راکړه-ورکړې په ترڅ کې د خلکو تر منځ ډیر پرمختګ وکړ؛ د مهایانه پیروانو د لرغوني بودا سربیره، په نورو بودایانو هم عقیده درلوده، د بودا ډيرې مجسمې په «ګندهاره» او «ماتورا» کې جوړې شوې؛ که څه هم د مهایانه څانګې بودایان په لومړي سر کې ملکیتونه او مالي بنسټونه نه درلودل، اما دغه مکتب په عامو خلکو کې په چټکۍ سره رایج شو؛ په ځانګړي توګه هغه مهال چې د عامیانه دیني عملونو مکتب یې ومنلو. په دې توګه، د مهایانې څو متنونه ولیکل شول او لومړني یې د «پرجینیا پارمتیا» سوترې وې چې د تعلیم له مخې یې، هرڅه او هر شی تش (خالي) ګڼل کیږي، د دې سره جوخت، « ویمله کیرتي- نیردیشه- سووتره او شري مالا دیوی- سیمهاناده سوتره» چې د عامو خلکو مبلغین ول او «اوتمسکه سووتره» چې د انسان دوستۍ او ایدآلیسم زده کړې یې ورکولې، او د نیلوفر سوتره چې د تعلیم له مخې یې د بودایي دین د حکمونو او قواعدو تر سره کول، انسان کمال ته رسوي او هم لارښونه کوي چې بلآخره یو دایمي بودا شتون لري.
په دې دوره کې د مهایانې د پيروانو په سیمه کې، د اصلي فلسفې دوه مکتبونه رامنځته شول؛ د «مادیمیکه» مکتب چې بنسټ ایښودونکی یې «ناګارجونه» وو دغه مکتب په شئونه (خالیتوب) ټینګار کول او هغه یې د مقید تولید او منځلاریتوب له لارې روښانه کول.
دوهم مکتب، «یوګاچاره» وو چی د «وسوبندو» لخوا بشپړ شو، د دې مکتب د تعلیم له مخې زموږ د وجود بنسټ یو معنوي اصل یعنې «آلیه» ده چې ټول څیزونه له هغه څخه سرچینه اخلي؛ او وروستي کسانو په دې مکتب کې د منطقي پیژندنې فلسفه خپره کړه چې د درمه کیتي په وسیله ډيره وده وکړه.
په ۳۲۰ زیږدیز کال کې د ګوپته خاندان حکومت منځته راغی، په ټول هند کې یو متمرکز فئودالي رژیم قائم شو او د بودا دین د دې فئودالي عناصرو او برهمني دین سره آشنا شو، د برهمني دین بیاځلي واکمنیدل د بهرني تجارت له زوال سره مخ شو او پرځای یې سیمه ایز او کلیوالي اقتصاد وده وکړه دغه ډول اقتصاد د برهمني دین د ملاتړ کوونکي حیثیت درلود، د ځانګړي پوهې په نوم د بودایي دین یوې څانګې غوښتل چې د هندو دین سره ادغام شي. د دولسمې پیړۍ په سر کې، کله چې هند د مسلمانانو لخوا فتح شو، ډیرې بودایي دېرې له منځه لاړې او د بودا دین څه ناڅه ورک شو.
۶. په آسیا کې د بودا دین پراختیا
آشوکا پاچا، بودایي مبلغان نه یوازې آسیایي هیوادونو ته، بلکه یوناني سیمو ته هم استولي وو او دا روښانه نده چې دغو هڅو پر لودیځ څه اغیزه وکړه؛ اما د بودایي دین یوه څانګه د «تیرواده» تر عنوان لاندې سریلانکا ته یووړل شوه او له هغه ځای څخه میانمار، تایلند، کامبوج او د سویل ختیځی آسیا نورو سیمو ته هم ورسید، او په دغه سیمو کې د «سویلي بودایي دین» په نوم یادیږي. دغه څانګه د بودایي دین لرغونو کتابونو یوې مجموعې پورې چی په پالي ژبه لیکل شوې، تړاو لري او دغه مجموعه د لومړني بودایي دین د غوره استازي په توګه پیژندل شوې او اوس هم په نړۍ کې په هغه عمل کیږي.
د کشمیر او ګندهاره سیمو کې چې د هند شمال لویدیځ خوا کې موقعیت لري د «سرواستی وادین» تعلیمات او زده کړې د خلکو په منځ کې عمومیت درلود چې د وخت په تیریدو سره  مهایانه بودایي دین هلته ومنل شو او له هغې سیمې څخه د هند ټولې لودیځې برخې ته خپور شو.
په نیپال کې هم د مهایانه بودایي دین په ځانګړي ډول د خاص فهم څانګه ومنل شوه چې د سنسکرېټ بودایي متنونه یې تر نن ورځې ساتلي دي او په دغه دین کې نارینه د واده کولو اجازه لرله او د روحانیت منصب میراثي کیدل جواز درلود. د اتمې پیړۍ څخه د بودایي دین پورته ذکر شوې څانګه تبت ته هم لار وموندله او د خلکو د عامیانه او سنتي باورونو سره تر یوځای کیدو وروسته د لامائیسم په نوم معروف شو او په لامائیسم یا د تبتي بودایي څانګې د عقیدې له مخې، ځیني لاماګان (غوره کسان) د پخوانیو غوره شخصیتونو تجسم دې، له دې کبله د هغو عبادت یې کولو، د هغو له جملې څخه یو دالایي لاما وو چې د دیني او حکومتي چارو مشري یې کوله. لامایي مذهب حتی په ټول مغولستان او د چین شمال ختیځ جه هوال سیمه کی هم خپور شو.
د بودا دین په لومړۍ او دوهمې زیږدیزې پیړۍ کې په چین کې پښه کیښوده؛ د یوې افسانې له مخې، دغه پیژندنه په ۶۷ زیږدیز کال کې د مینګ امپراتور په دوران کې وشوه، په پایله کې بودایي ادبیات له سنسکریت اصل څخه چې سیمه ایزه ژبه یې وه، په چیني ژبه وژباړل شوه؛ په واقعیت کې، ډيرې ژباړې له نورو ژبو څخه چیني ژبې ته واړول شوې، اما لومړنۍ ژباړې، اصلي متن ته وفاداره پاتې نشوې، ځکه چې د انسان د وجود په اړه له چینایي لیدلوري یا له کنفسیوسي منطق څخه پیروي کوله. له دې امله، بودایي تعلیمونه بدل شول او لویې او پیچلې برخې یې ساده شولې، په چین کې د بودایي دین مهایانه څانګې ډیره وده وکړه؛ د دیارلس لویو مکتوبونو په لړ کې درې ډلې هینه، یانه او نور ټول د مهایانې ډلې سره تړاو درلود، هره ډله د سوترو بېلابېلو تعلیمونو ته ارزښت ورکولو او خپل اعتقادي نظام یې د هغه پر بنسټ تنظیمولو، ځیني وخت دغه سوترې د انتزاعي فلسفې حجتونه ګڼل کیدلی؛ اما د مقدسو کتابونو ادبي اړخونو ته لیوالتیا هم ډیره وه.
د سونګ کورنۍ څخه وروسته د «چن»مذهب (د بودایي دین یوه څانګه) په چین کې وده وکړه او په پنځو کرښو او اوه فرقو و ویشل شو په چین کې بودایي دین تر ډيره بریده له چن مذهب څخه پیروي کوي دغه مذهب په چین کې د سیمه ایزو دودونو او عامو خلکو باورونو سره ادغام شوې دې.
په لومړي سر کې چینایي بودایي دین، د هند او منځني آسیا د مهاجرینو دین بلل کیدو؛ اما د دریمې پیړۍ له نیمایي راهیسې د چینایانو په منځ کې خپور شو او د تانګ کورنۍ په دوره کې چې په عموم کې هغه یې د بودایي تاریخ زرینه دوره بلله، د لوړو طبقو ډیری خلک د بودایي ټولګیو سره یو ځای شول؛ د سونګ خاندان په وخت کې کله چې اشرافي متفکرینو کنفوسیوسي سنت بیاځلي ولیکل او له هغه څخه یې دفاع وکړه، د بودایانو د دغې طبقې لارویان راکم شول چې بلآخره په دغه آیین کې غړیتوب بیوزلو او ټیټو طبقو خلکو ته پاتې شو. د بودا دین په تدریج ډول د بدلون سره مخ شو تردې حده چې د چین فکري تګلارې سره برابر او همغږی شو، په دغه څانګه کې مستقیم او مشهود بیان تر مجردې نظریې، ډیر غوره کیدو او د کنفوسیوسي اخلاقو د ساتنې او په نړۍ کې د خلکو ژوند ته د پاملرنې لپاره، د کورنۍ او ټولنې سره د انسان پر اړیکو او تړاو ډیر ټینګار کیدلو.

پایله

د بحث په پای کې، غواړو چې د پایلې په توګه څو اساسي ټکو ته اشاره وکړو:
لومړی داچې: بودا یو عادي وګړی او د مسیح د زیږدې څخه وړاندې زمانه کې د یو پاچاه زوی وو چې په ټولنه کې د ناخوالو او د خلکو د ناوړه کړنو تر لیدو وروسته، د انسان دوستۍ حس یې ژوندی شو او وده یې وکړه او سربیره پر دې چې د نوموړي پلار او کورنۍ نظامي چارو ته ځانګړې پاملرنه درلوده او غوښتل چی زوی یې د ځواک او نظامي چارو اتل شي، خو بودا دغو مسئلو ته هیڅ ډول لیوالتیا او رغبت نه درلود او عزلت یې غوره کړ.
دوهم داچې: بودا تر شپږو کلونو ریاضت او د خلکو او مادي موضاعاتو د لېرې والي څخه وروسته، بیرته ټولنې ته راګرځي او خلک د خپلو ویناوو او کړنو خواته رابلي؛ تر هغه چې ځیني خلک یې پیروي کوي. په واقعیت کې، د بودا تر مړینې وروسته د هغه پیروان او لاروان ډیریږي او په بېلابېلو ډلو، طبقاتو او فرقو ویشل کیږي.
دریم داچې: د بودایي دین اړینې او مهمې مسئلې رنځ، بیوزلي، درد، مړینه او له مادي مسئلو څخه خلاصون دې. همدا راز، په دې دین کې هیڅ ډول الوهیت او په لایتناهي او مافوق قدرت باندې عقیده او باور شتون نلري.
څلورم داچې: په اوسنۍ نړۍ کې چې هیڅ شی له چا څخه پټ نه دې او د پوهې او اړیکو ځواک تر دې حده پرمختګ کړی چې د نړۍ هیڅ څنډه پاتې نده مګر داچې، د ټولنې عیني واقعیتونو او برحقو باورونو څخه باخبره ده، اما تر اوسه هم ځیني خلک لکه بودایان د ناسمو او بې بنسټو باورونو پیروان دي؛ او د اسماني دینونو په ځانګړي ډول د اسلام سپیڅلي دین د بصیرت او واقعیتونو څخه انکار کوي او په ګمراهۍ کې شپې او ورځې تیروي.
Leave A Reply

Exit mobile version