فیلسوفان، د میتافزیکي مسئلو پر سر په ډیرو پیچلو او بې پایلو بحثونو اخته شول؛ چې په پای کی هیڅ ډول ځواب او حل لاره و نه موندل شوه؛ د بیلګې په توګه؛ آیا دا نړۍ ختمیدونکې ده او که څنګه؟ آیا جسم او روح سره یو دي او که نه؟ آیا انسان تر مړینې وروسته ژوند کوي او که نه؟ «ګئوتمه/ بودا» ووېل چې دا ډول میتافزیکي مسئلې او پوښتنې بې معنی دي، هغه خلکو ته مخه کړه تر څو هغه حقیقت ور وښیي چې تر میتافزیکي بحثونو او لانجو، پراخ او غوره دې.
د بودا دین د «درمه»پر زده کړې هڅه کوله او دایې ریښتینی دایمي قانون او دایمي تګلاره بلله چې په ټولو زمانو کې د انسان لپاره معتبره ده؛ د بودایي زده کړو پر بنسټ، د دین حقیقت یا ذات دې پر ځانګړو زده کړو او کړنو محدود نکړل شي، ټولیز او عمومي حقیقت تر ښکېلو او متضادو باورونو، ډیره پراختیا مومي او لمن یې غځول کیږي او په ټولو پورې تړاو لري؛ په دې ترتیب، بودایي پوهه یو ځانګړې او مستقر جزم ندې، بلکه هوښیارتیا یا عملي اخلاق دې چې د انسانیت ارماني حالت موږ ته راښیي، او د بودا د دین موخه د یو فکر او مکتب د معیار څخه لویه او پراخه ده.
د بودا له نظره ژوند د رنځ او کړاو څخه عبارت دې او انسان د هغه په وړاندې کمزوری دې، رنځ ځکه تجربه کوو چې د متغیرو شرطونو او لاملونو پایله ده؛ د انسان هستۍ تل په جریان کې ده او د فنا سره مخامخ کیدونکې ده؛ له دې امله؛ په ځان پورې د څه شي د تړاو ادعا، ناممکنه ده. د هغو په نظر د هستۍ په نړۍ باندې بېلابېلې درمې مستقیم حاکمیت لري؛ په واقعیت کې، ټول اوسیدونکي د بېشمېره لاملونو په وسیله په مقید او مشروط ډول هستۍ ته راځي. زموږ د وجود ستړیا او خپګان په ډیرو علتونو کې ریښه لري، او که هغه علتونه له منځه ولاړ شي زموږ ستړیا او خپګان به هم ختم شي.
بودایان په یو لوی قادر «لومړي اصل» عقیده نلري؛ او د دې پر ځای فکر کوي چې خیال، انګېرنه او همدارنګه رنځ یوه ړنده هیله ده. [ ناکامورا، بی تا: ۲۳۹]
هغه کسان چې غواړي د رنځ څخه خلاصون ومومي او له هر ډول شهوت او نورو نفسي غوښتنو څخه وژغورل شي نو دې ته اړ دي چې د روح د انضباط او روزنې یوه دوره تیره کړي، لارښوونې دې پر ځان عملي کړي او د خپل نفس څارنه یا مراقبت وکړي، نو هغه مهال کولای شي چې ځان د بېشمېره قیدونو څخه خلاص کړي او بشپړۍ آزادۍ ته ورسیږي.
د بودا دین د سپارښتنو له مخې، له خوند اخیستلو او ځان ځورونې څخه دې ډډه وشي او منځنۍ لاره دې غوره کړل شي؛ همدارنګه نوموړی دین په مهر او مینې ټینګار کوي، نه یوازې د نورو انسانانو په وړاندې، بلکه د ټولو مخلوقاتو په هکله دې رعایت کړل شي.
بودا چې کله روښانتیا ته ورسید، یوه ډله شاګردان ترې را چاپېره شول؛ دغې ډلې د «سنګه» سازماني اصول ومنل چې په ټوله کی هغه یو متحد حکومت یا ټولګی بلل کیږي.
د سنګه مذهب پیروان او لارویان ښځینه او نارینه رهبانان او غیر رهبانان وو. کله چې پیروانو د عزلت او رهبانیت لوري ته مخه کړه، له هغوی څخه دا هیله کیدله چې د تجرد او یوازیتوب ژوند غوره کړي؛ له دنیایي چارو او اقتصادي راکړه-ورکړې څخه ډډه وکړي. تر هغه وروسته د دیني ژوند په هکله یو لړ قواعد وضع او وټاکل شول چی ۲۵۰ لارښوونې د ښځو لپاره او ۵۰۰ لارښوونې د نارینه وو لپاره معینې شوې؛ غیررهبان پیروانو ته سپارښتنه کیدله چې د ښه خدای سره اوسئ، ښه تګلاره او دنده غوره کړئ، د نورو لاسنیوی وکړئ او د هڅو او هاند له لارې شرف او نیکمرغي ته ورسیږئ، ترڅو تر مړینې وروسته جنت ته داخل شئ. په ځانګړي ډول پر دغو پنځو ټکو ډير ټینګار کیدو: ۱. مه وژنه؛ ۲. غلا مه کوه؛ ۳. د اخلاقو خلاف کار مه کوه؛ ۴. درواغ مه وایه؛ ۵. شراب مه څښه .
کوډې، فال نیونه او رمل اچونه په کلکه بند وو او پیروانو ته یې ویلې چې د وداګانو مرجعیت څخه انکار وکړئ او له هغه آدابو څخه چې د قربانۍ مستلزم دي، ډډه وکړي.
په اقتصادي چارو کې د شخص څخه غوښتنه کېده چې هرڅه یې لاس ته راوړي د خلکو سره دې شریک کړي، خپل پورونه ادأ کړئ او هر ډول ستونزې له فشار او زورواکۍ پرته په سولییزه توګه حل او فصل کړئ؛ لارویانو ته توصیه کیدله چې برابري په نظر کې ونیسي او د «کاست» تبعیضي نظام رد کړي؛ په دیني ټولنه کې د پیروانو مرتبه د روحي روزنې له مخې ټاکل کیده، د سنګه مالي ملاتړ د هغو شتمنو سوداګرو لخوا کیدله چې د کاست برهمني نظام په ړنګیدو معتقد وو. [ ناکامورا، بې تا: ۲۴۰]
د بودائیسم لومړنی نظر د دولت په هکله، د ټولنیز تړون د نظریې سره سمون خوري؛ د دې نظر له مخې پاچا خپل مقام د خلکو د تړون یا قرارداد څخه ترلاسه کوي؛ د بودائیسم لومړني معتقدین په عموم ډول له پاچاهانو څخه بیزاره ول او هغوی یې د غلو په څېر ګڼل چې د خلکو له امکاناتو څخه ناوړه ګټه اخلي؛ وروسته د ارماني پاچاهۍ په اړه یوه نظریه رامنځته شوه چې د هغې مطابق دولت د درمې لخوا اداره کېدو؛ په ټوله کې «ګئوتمه/ بودا» د متحد حکومت ملاتړی وو.
د بودایي دین لومړني ادبیات، د پالي په متنونو او چیني ژباړو کې او همدارنګه په غیرمنظم ډول په سنسکریټ ژبه کې موجود دي. باور پر دې ده چې پالي په اصل کې د لرغوني «مګده» یوه څانګه وه چې بودا په هغه خبرې کولې او بیا د مقدسو کتابونو په وسیله یې وده وکړه. د پالي هغه لیکنې او متنونه چې په سریلانکا، برمه (میانمار)، ټایلند، کامبوج، لائوس او نورو سیمو کې لیدل کیږي، په درېو برخو ویشل کیږي: «وینیه» د پیروانو او لارویانو د روزنې او انضباط په هکله قواعد او د هغه توضیحات دي. «سوتره» د بودا ګزارشونه، ویناوې، سپارښتنې او د شاګردانو سره د هغه خبرې اترې؛ او «شاستره» چې د سوترې په هکله تفسیرونه او لیکنې دي؛ چې دغه ټول آثار د بودا تر مړینې وروسته را غونډ شوي دي. [ناکاموار، بې تا: ۲۴۱ او سعید، بی تا: ۵]