لیکوال: فضل احمد احمدي

د بودائیزم لنډه پېژندنه (لومړۍ برخه)

لنډیز

 نن ورځ د دینونو څیړنه او پیژندنه، هغه که اسماني وي او که بشري، د هیوادونو د پوهنتونونو او علمي مرکزونو د اړینو مباحثو څخه شمېرل کیږي؛ تر دې کچې پورې چې ډېرو تحصیلي بنسټونو د دې موضوع د هر اړخیزو څیړنو لپاره ځانګړې څانګې رامنځته کړي دي.
بودایي رسم هم د یو دین تر عنوان لاندې، په اوسنۍ زمانه کې د یو لړ ځانګړو دودونو او عادتونو درلودونکې ده او د آسیا لویې وچې په ختیځ او سوېل ختیځو سیمو کې ډېر پیروان لري؛ دې مطلب ته په پام سره، اساسي پوښتنه داده چې «بودائیسم» څه ډول دین دې او د تاریخ په اوږدو کې د څه ډول بدلونونو سره مخ شوی؟ په دې څیړنه کې د یادې پوښتنې د ځواب لپاره مو د توصیفي- تاریخي تګلارې څخه په ګټې اخیستنې او د شته کتابتونونو د منابعو او سرچینو په مرسته، دغو موندنو او پایلو ته ورسیدو چې بودا یو عادې وګړی او شازاده وو او د خپلې ټولنې او خلکو د ناخوالو او ناوړه کړنو تر لیدو وروسته، د قوم د کشرانو او مشرانو د چلند څخه لېرې اوڅنډې ته شو او عزلت او ګوښه والی یې غوره کړ او په ریاضت بوخت شو؛ اما کله چې بیرته ټولنې ته راوګرځېد، خلک یې د خپلو ویناوو منلو او پیروۍ ته راوبلل؛ د بودا ترمړینې وروسته، د هغه ویناوې د بېلابېلو نومونو تر عنوان لاندې را ټولې شوې او په تدریج سره په یو دین بدلې شوې کوم چې نن ورځ په نړۍ کې ډير پیروان او لارویان لري.
بنسټیزې کليمې:
بودا، دین، پیروان، بلنه او الوهیت.
سريزه:
بدلونونه او د دینونو اغیزه او اغیزمن کېدل د بشریت تاریخ د اړینو بحثونو له جملې څخه شمېرل کیږي. ښایي دا ادعا وکولای شو چې د انسانانو هیڅ ډله او ټولنیزه طبقه شتون نلري چې د دیني باورونو او یا لږ تر لږه د هغه بشري باورونو چې پایله کې په یو مافوق ځای یا چارې، اړخ لګوي؛ خاوندان نه اوسي؛ له دې امله، د دینونو څیړنه او پیژندنه، د هیوادونو د پوهنتونونو او علمي مرکزونو له مهمو بحثونو څخه شمېرل کیږي، تر دې حده چې ډیرو دغو تحصیلي بنسټونو د دې موضوع د کره څیړنو لپاره ځانګړې څانګې پرانیستي دي.
د دې ډول څیړنو اړتیا او ارزښت، بشري ټولنو باندې د دینونو له اغیزې څخه څرګندیږي؛ ځکه چې د تاریخ په اوږدو کې په بشري ټولنو کې هیڅ چاره او خبره، دینونو ته د عقیدې او باور په نسبت اغیزناک ندې او د بشري نړۍ ډیر بدلونونه او لویې جګړې له یوه دیني باور څخه سرچینه اخیستې او یا د دین پر ضد ترسره شوي؛ په دې توګه، د دینونو په برخه کې څیړنه او تفحص د ټولو انساني ټولنو اړتیا ده او د ټولنې هر وګړی باید له بېلابېلو دینونو او د هغو له باورونو څخه پوهاوی ولري.
د دینونو په اړه، په ځانګړي ډول د نړۍ د لویو دینونو اړوند خورا ډېرې څیړنې ترسره شوي، تر هغه حده چې په هره ژبه او فرهنګ لسګونه کتابونه او مقالې شتون لري چې د دینونو اړوند ډول ډول موضوعات یې څېړلي دي او د دغو منابعو ډېر لږ شمېر، د دې مقالې د منابعو په لړلیک کې ذکر شوي دي؛ اما اساسي ټکی په دې مقاله کې، دادې چې د  «بودائیسم» د بنسټیز او کره پیژندنې او توضیح ډول او مفهوم  تر پام لاندې نیول شوی، هغه ټکی چې په نورو لیکنو کې نه تر سترګو کیږي او د لیکوال له نظره لیرې پاتې ده.
پورته مطالبو ته په پام سره، اساسي پوښتنه داده چې «بودائیسم» څه ډول دین دی او د تاریخ په اوږدو کې د څه ډول بدلونونو سره مخ شو؟
حاضره څیړنه د دې پوښتنې د ځواب په لټه کې، د کتابتونونو د منابعو څخه په مرستې او د توصیفي- تاریخي تګلارې په کارولو سره دغو موندنو او پایلو ته ورسیدو چې بودا یو عادی وګړی او یو شازاده وو او د خپل قوم د ناخوالو او ناوړه او جاهلانه کړنو تر کتلو وروسته، له قبیلې څخه ځان لیری کړ او عزلت او ریاضت یې پیل کړ او تر بیرته راتګ وروسته، خلک یې د خپلو ویناوو د منلو او تابعدارۍ ته راوبلل او بالآخره د بودا تر مړینې وروسته د هغه ویناوې د بېلابېلو نومونو تر عنوان لاندې را غونډې کړل شوې او سوکه سوکه په یو دین بدلې شوې چې نن ډير پیروان لري.
۱. د بودا دین  (buddism)
د سندونو له مخې «سیدارته ګئوتمه» د بودائیسم بنسټ ایښودونکی د میلاد څخه دمخه په ۴۴۶ کال د « شئودودنه شاه» د لومړي زوی په توګه د «شاکیه» توکم پورې اړوند د «دژکپیله وستو» په سیمه کې چې د قبیلې د واک چلولو مرکز وو، په اوسني نیپال کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. [ سمیث، ۲۰۰۷: ۱۳۷] په بل عبارت، سودانا د هند د قومونو اړوند یو له مخورو کسانو څخه وو؛ د دې کس د میرمنې څخه یو ماشوم چې «سیدارتا» نومیدو و زیږید. ( د ځینو تاریخ پوهانو په آند د بودا د زیږیدنې نیټه د ذکر شوې نیټې څخه یوه پیړۍ مخکې ده) .
دغه شاهزاده، د ماشومتوب څخه د لوړ فکر خاوند وو؛ دیني او سپیڅلي کتابونه یې په ډیر ځیر سره لوستل؛ اما نظامي عملیات یې نه خوښول کوم چې د قوم خورا زیاته علاقه  ورسره وه؛ له دې امله د ژوند ډیر وخت به یې په فکر کولو تیرولو؛ بیوزلي، ناروغي، زړښت او بالآخره مړینه هغه موضوعات وو چې د ده پام یې ځان ته اړولی وو او په اړه به یې ډير سوچونه او فکرونه کول او د دغو ناخوالو د علاج او حلا لارو په لټه کې وو.
که څه هم د «بودا» د ژوند لومړی پړاو په ناز او نعمت کې تیر شو، خو خوښ نه بریښیدو؛ هغه د ټولو انسانانو د ستونزو په فکر کې وو، او په ۲۹ کلنې کې د دغو ستونزو د حل لار موندلو په موخه د کور څخه بې کوره شو د شپږکاله ریاضت او زیار ګاللو وروسته په «بوداګایا» کې د «بو» ونې لاندې بودا شو ( هغه کس چې حقیقت یې درک کړی یا همغه نور او روښنایي). له هغه وروسته ټول مرکزي هند کې وګرځید او خپله پوهه یې خپره کړه، او په شاکیه موني(غلی پوه یا د شاکیه قوم سپیڅلی) ویاړلي نوم مشهور شو تر څو چې په «کوشینارا » کې د اتیا کالو په عمر ومړ[ ناکامورا، بی تا: ۲۳۸ الساموک و الثمری، بی تا: ۴۱ والحمد، ۱۴۳۳: ۷۱] .
۲. د بودائیسم او هندوئیسم اړیکه
د هندو مذهب ځیني پوهان په دې نظر دي چې «ګئوتمه/ بودا»، هندو، دنیا ته راغی او هندو له دنیا څخه ولاړ، او د هغه د دین او هندوئیسم د فکرونو، نظرونو او دیني عقائدو ترمنځ اساسي توپیر دادې چې بودا انسان دوستۍ (اومانیسم)خواته لیواله وو؛ او دغه لیوالتیا او علاقه د ده دین له هندوئیسم څخه جلا کړ. اما د دې ټولو سربېره، ځیني وخت ویل کیږي چې د «بودا» دین نه یوازې د برهمني دین د اصولو او بنسټونو وارث دې، بلکه د هغه دیني ماهیت او معنوي رنګ هم له هندویي معنویت څخه اغیزمن شوی دې. او ځیني نور بیا بودایي دین د هندوئیسم یو څانګه بولي [زروانی، بی تا: ۱۰۴ او سمیث، ۲۰۰۷: ۱۳۶].
پورته ذکر شوو مطالبو ته په پام سره، د نظریاتو څخه په ظاهره داسې انګیرل کیږي چې د بودائیسم اصلي عناصر به د هندوئیسم د اصولو او مبادۍ سره همغږي او تطابق ولري؛ حال داچې داسې نده؛ حتی بودایي توب په لومړي سر کې د هندوانو لخوا یو ډول الحاد وګڼل شو؛ ځکه چې د هندوئیسم له دوو اساسي اصولو څخه چې یو یې د «ودا» پر اسماني توب او حقانیت اعتبار او بل د ودایي خدایانو په شتون، عقیده او باور لرل وو چې بودایان له هغوی څخه منکر وو.
بودا د ټولو هندویي مذهبونو او فکري مکتبونو پر خلاف، په هیڅ ثابت حقیقت معتقد نه وو او نړۍ یې د یو لړ ناپایدارو عناصرو جریان په څېر ګڼله، او د بودائيسم او هندوئیسم ترمنځ د همغږۍ او ورته والي ټکی په علي او معلولي «کرمه» قانون کې دې، یا د عمل اصل او د عمل پایله او هم د پرله پسې زیږېدنې او مړینې «سمساره» د اصل منل دي. او که چیرې دغه دوه اصلونه د بودائیسم او هندوئیسم د مشابهت او توافق معیار وګڼو، نو ټول هندي دینونه به یو ماهیت ولري او بېلابېل نومونه به د هغوی د توپیر نښه وګڼل شي.
په واقعیت کې، بودائي دین د هندوئي اصولو په پرتله، د بل ډول اصولو او نظام معرفي کوونکی دې؛ په دې توګه، په نړۍ کې د انسان رنځ، لامل یې او له هغه څخه د انسان د خلاصون او وتلو څرنګوالی په بودائیسم کې د هغه څه سره چې په هندوئیسم کې د اعتقاد او پام وړ دي، توپیر لري؛ په دې اساس، بودایي دین په لومړي پړاوونو کې په بشپړ ډول یو انساني او بشري دین وو یعنې هیڅ ډول الوهیت پکې نه لیدل کیدو.[زروانی، بی تا: ۱۰۵ او الحمد، ۱۴۳۳: ۷۴].
۳.بودا د افسانې په توګه
ځیني پوهان په دې آند دي چې «بودا» د افسانې څخه پرته بل څه ندې. کرن هالندي څیړونکی په نیپال، تبت او چین کې د بودا افسانوي ژوند څیړنه او تشریح کړې. نوموړی په دې باور دې چې بودا یوازې افسانوي شخص دې او له تاریخي اړخه له کریشنا څخه لوړ او ارزښتمن ندې.
سنارت فرانسوی هندو پوه، په خپل کتاب « د بودا افسانې په اړه څیړنه» کې د بودا څخه د لمر افسانوي اتل جوړوي؛ « څرنګه چې لمر له تیارو او جهل څخه بهر راووځي، همدا ډول بودا له مایا یعنې تصور او خیال څخه پیداکیږي، مور یې د تیارو په شان ده چې د لمر ختلو وروسته له منځه ځي؛ څرنګه چې لمر پر ډیرو وریځو بریالی کیږي او وړانګې یې ټول اسمان ته ځلا وربښي، همدا راز بودا هم شیطان له خپل ځان څخه رټي او پرې بریالی کیږي او د قانون څرخ په کار اچوي؛ بودا د لمر په څېر غروب کوي او د افق په لور کښته کیږي، د جسدونو د سوځیدو د ځانګړو سوند توکو اور د هغه وجود ختموي، په هغه ډول چې ماښام د لمر وروستۍ وړانګې، هغه له سترګو څخه پناه کوي» .
سالن رناک د ټوکو په چوکاټ کې لیکي: « په داسې حال کې، کولای شو چې «ناپلیون» هم د لمر افسانوي اتل په توګه تصور کړو، کوم چې په یوه جزیره کې زیږیدلی او په بل کې مړ شوی؛ نوموړی دولس مارشالان لري چې هر یو یې د میاشتې نښه ده او دولس میاشتې یو کال جوړوي».
«الدنبرګ» بودا یو تاریخي شخصیت بولي؛ ځکه چې لومړی: د بودا او مذهبي علماوو لومړني انجمن ترمنځ چې عقاید او پخوانۍ لیکنې یې منلې وې، له یوې پیړۍ څخه زیاته موده نده تیره شوې. دوهم: د بودا دیني آثار په چین کې دي؛ دریم: د بودا د زیږیدنې ځای د یوې ډبرې له مخې موندل شوی او د میلاد څخه مخکې په دریمه پیړۍ کې بودایي پاچا (آسکا) د هغه نمانځنه وکړه. [ خدایار محبی، بی تا: ۴۰۹ او ۵۰ او سعید، بی تا: ۶] .
ادامه لری…
Leave A Reply

Exit mobile version