شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: عبدالحي "لیّان" شيطانپرستۍ (نهمه برخه) د شیطانپرستۍ عقیدې او انحرافات د شیطانپرستۍ په اړه تر ټولو مهم بحث چې تل د سترې ټولنیزې ستونزې په توګه یاد شوی، د دې فرقې عقیدې او انحرافات دي. د دې مسئلې څیړل د لا پوهېدو او د هغه د مخنيوي لپاره اړین او ضروري ښکاري. په لاندې برخه کې به لومړی د اعتقادات او بیا د دې ډلې لوی انحرافات تر بحث لاندې ونیول شي. 1. اعتقادات باور او اعتقاد، په ساده تعریف کې، د یوې ادعا، اصل یا ارزښتونو ذهني او داخلي منلو او تصویب ته ویل کیږي. د هرې فرقې او جریان عقیدې او باورونه د ژوند، پریکړو او عملونو په جوړولو کې مهم رول لوبوي. نو په اسلامي ټولنه کې د شیطانپرستۍ فرقې د انحرافاتو د ریښې د موندلو لپاره، اړینه ده چې د دیني مسئلو په اړه د دوی نظرونه په ځانګړې توګه د دین اصولو او د مسلمانانو دیني بنسټونو ته وګورو. ۱.۱. شيطانپرستان او په خدای باندې ایمان هغه څه چې د شیطانپرستۍ له تاریخ څخه ترلاسه شوي دا دی چې دوی په عقیده کې لويه بې ثباتي لري، په ځانګړي توګه د الله سبحانه وتعالی د وجود په اړه. څېړنې ښیي چې شیطانپرستان په دې اړه دوه نظرونه لري: الف) شرکي نظر د شیطانپرستانو یوه ډله که څه هم د الله تعالی په وجود باور لري خو په عین حال کې ادعا کوي چې شیطان هم لوی مقام لري. له همدې امله، دوی هغه د تقدس، درناوي او عبادت وړ ګڼي. دوی باور لري چې په شیطان ظلم شوی دی، ځکه چې هغه یوازینی څوک و چې د خدای د امر په ضد ودرېد او خپله خپلواکي یې څرګنده کړه. له همدې امله، دوی هغه د خپل ورک شوي مقام د بېرته ترلاسه کولو لپاره د تقدیر وړ ګڼي. دا ډله شیطان د آزادۍ او آزادۍغوښتنې سمبول ګڼي. د ایزیدیانو فرقه چې د شیطانپرستانو له ډله ګڼل کیږي، په دې باور دي چې شیطان تقدس لري او د حیثیت له مخې له خدای وروسته دی. دوی باور لري چې خدای د دې نړۍ چارې شیطان ته سپارلي دي. همدارنګه، یکشنبه لومړۍ ورځ ګڼي چې خدای پیدا کړې ده او شیطان هم په دې ورځ پیدا شوی. د هغه څه پر بنسټ چې وویل شول، دې نتیجې ته رسیږو چې ځینو شیطانپرستانو شیطان د خدای شریک جوړ کړی او ځینو یې د خدای او شیطان ترمنځ د چارو په وېش باور لري. دا مفکوره یو شرکي عقیده ده چې قرآن کریم يې په څو آیتونو کې په کلکه رد کوي. د مثال په توګه، خدای تعالی فرمایي: «مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ» ژباړه: «خدای هيڅکله د ځان لپاره اولاد نه دی غوره کړی؛ او له هغه سره بل خدای نشته. که داسې وای، نو هر خدای به خپل مخلوقات اداره کولی او ځینو به پر نورو برتري غوښتلی (او نړۍ به له منځه تللی)؛ خدای د هغه څه څخه پاک دی چې دوی یې بیانوي.» همدارنګه فرمايي: «لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ» ژباړه: «که په اسمانونو او ځمکه کې له الله تعالی پرته نور معبودان وای، نو به فاسد شوی وای (او د دنیا نظام به سقوط شوی وای) پاک دی الله، د عرش څښتن، له هغه څه چې دوی يې توصيفوي.» ادامه لري…