Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»بودائیزم»د بودائیزم لنډه پېژندنه (دوهمه برخه)
بودائیزم دوشنبه _15 _جنوري _2024AH 15-1-2024AD

د بودائیزم لنډه پېژندنه (دوهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

د بودائیزم لنډه پېژندنه (دوهمه برخه)

۴. د بودا لومړنی دین
د میلاد څخه مخکې په شپږمه پیړۍ کې، د شرقي هند او ګنګ سیند په مرکزي حوزه کې څو کوچني ملتونه اوسېدل او بیا هر یو په لویو ښارونو کې مېشت شول.[زروانی، بې تا: ۱۰۳] . د دوی څخه اکثره پاچاهان وو؛ څو ملتونه سره یو شول او واحد حکومت او پولي اقتصاد یې جوړ کړ، سواګرۍ او صنعت وده وکړه او خلک شتمن شول او د برهمني دین    پخوانی واک او برم کمزوری شو او د برهمن روحاني طبقې چې په ټولنه کې د پراخ نفوذ او شرف خاوندان وو، ځای، جنګیالي طبقې خپل کړ، د شتمنو خلکو ټولنیز واک پراخه شو او مادیاتو ته د خلکو تمه زیاته شوه او په نتیجه کې عمومي اخلاق په فساد ولړل شول. ډير لوستي خلک پیدا شول چې د «برهمني» دین قدر او ارزښت یې تر سوال لاندې راوړ؛ او د وداګانو خدایي یې رد کړه.
ځیني «برهمنان» په خپل رسم او عقائدو ټینګ ودرېدل (ارتودوکس)؛ علاوه پر دې، نورو د فکر خاوندانو داسې نظریې وړاندې کړې چې پر مادي پالنې، اخلاقي نسبیت پالنې، جبر او شکمنتوب ټینګار کاوه.
یو له هغو شپږو مشهورو استاذانو څخه چې هغه مهال ډير فعال وو، «نیګنته ناته پوته» وو د دغه شخص نظریې د وخت په تېرېدلو سره په هندي فرهنګ او فکر ژوره اغیزه وکړه.[ ناکامورا،  بې تا: ۲۳۸] .
فیلسوفان، د میتافزیکي مسئلو پر سر په ډیرو پیچلو او بې پایلو بحثونو اخته شول؛ چې په پای کی هیڅ ډول ځواب او حل لاره و نه موندل شوه؛ د بیلګې په توګه؛ آیا دا نړۍ ختمیدونکې ده او که څنګه؟ آیا جسم او روح سره یو دي او که نه؟ آیا انسان تر مړینې وروسته ژوند کوي او که نه؟ «ګئوتمه/ بودا» ووېل چې دا ډول میتافزیکي مسئلې او پوښتنې بې معنی دي، هغه خلکو ته مخه کړه تر څو هغه حقیقت ور وښیي چې تر میتافزیکي بحثونو او لانجو، پراخ او غوره دې.
د بودا دین د «درمه»پر زده کړې هڅه کوله او دایې ریښتینی دایمي قانون او دایمي تګلاره بلله چې په ټولو زمانو کې د انسان لپاره معتبره ده؛ د بودایي زده کړو پر بنسټ، د دین حقیقت یا ذات دې پر ځانګړو زده کړو او کړنو محدود نکړل شي، ټولیز او عمومي حقیقت تر ښکېلو او متضادو باورونو، ډیره پراختیا مومي او لمن یې غځول کیږي او په ټولو پورې تړاو لري؛ په دې ترتیب، بودایي پوهه یو ځانګړې او مستقر جزم ندې، بلکه هوښیارتیا یا عملي اخلاق دې چې د انسانیت ارماني حالت موږ ته راښیي، او د بودا د دین موخه د یو فکر او مکتب د معیار څخه لویه او پراخه ده.
د بودا له نظره ژوند د رنځ او کړاو څخه عبارت دې او انسان د هغه په وړاندې کمزوری دې، رنځ ځکه تجربه کوو چې د متغیرو شرطونو او لاملونو پایله ده؛ د انسان هستۍ تل په جریان کې ده او د فنا سره مخامخ کیدونکې ده؛ له دې امله؛ په ځان پورې د څه شي د تړاو ادعا، ناممکنه ده. د هغو په نظر د هستۍ په نړۍ باندې بېلابېلې درمې مستقیم حاکمیت لري؛ په واقعیت کې، ټول اوسیدونکي د بېشمېره لاملونو په وسیله په مقید او مشروط ډول هستۍ ته راځي. زموږ د وجود ستړیا او خپګان په ډیرو علتونو کې ریښه لري، او که هغه علتونه له منځه ولاړ شي زموږ ستړیا او خپګان به هم ختم شي.
بودایان په یو لوی قادر «لومړي اصل» عقیده نلري؛ او د دې پر ځای فکر کوي چې خیال، انګېرنه او همدارنګه رنځ یوه ړنده هیله ده. [ ناکامورا، بی تا: ۲۳۹]
هغه کسان چې غواړي د رنځ څخه خلاصون ومومي او له هر ډول شهوت او نورو نفسي غوښتنو څخه وژغورل شي نو دې ته اړ دي چې د روح د انضباط او روزنې یوه دوره تیره کړي، لارښوونې دې پر ځان عملي کړي او د خپل نفس څارنه یا مراقبت وکړي، نو هغه مهال کولای شي چې ځان د بېشمېره قیدونو څخه خلاص کړي او بشپړۍ آزادۍ ته ورسیږي.
د بودا دین د سپارښتنو له مخې، له خوند اخیستلو او ځان ځورونې څخه دې ډډه وشي او منځنۍ لاره دې غوره کړل شي؛ همدارنګه نوموړی دین په مهر او مینې ټینګار کوي، نه یوازې د نورو انسانانو په وړاندې، بلکه د ټولو مخلوقاتو په هکله دې رعایت کړل شي.
بودا چې کله روښانتیا ته ورسید، یوه ډله شاګردان ترې را چاپېره شول؛ دغې ډلې د «سنګه» سازماني اصول ومنل چې په ټوله کی هغه یو متحد حکومت یا ټولګی بلل کیږي.
د سنګه مذهب پیروان او لارویان  ښځینه او نارینه رهبانان او غیر رهبانان وو. کله چې پیروانو د عزلت او رهبانیت لوري ته مخه کړه، له هغوی څخه دا هیله کیدله چې د تجرد او یوازیتوب ژوند غوره کړي؛ له دنیایي چارو او اقتصادي راکړه-ورکړې څخه ډډه وکړي. تر هغه وروسته د دیني ژوند په هکله یو لړ قواعد وضع او وټاکل شول چی ۲۵۰ لارښوونې د ښځو لپاره او ۵۰۰ لارښوونې د نارینه وو لپاره معینې شوې؛ غیررهبان پیروانو ته سپارښتنه کیدله چې د ښه خدای سره اوسئ، ښه تګلاره او دنده غوره کړئ، د نورو لاسنیوی وکړئ او د هڅو او هاند له لارې شرف او نیکمرغي ته ورسیږئ، ترڅو تر مړینې وروسته جنت ته داخل شئ. په ځانګړي ډول پر دغو پنځو ټکو ډير ټینګار کیدو: ۱. مه وژنه؛ ۲. غلا مه کوه؛ ۳. د اخلاقو خلاف کار مه کوه؛ ۴. درواغ مه وایه؛ ۵. شراب مه څښه .
کوډې، فال نیونه او رمل اچونه په کلکه بند وو او پیروانو ته یې ویلې چې د وداګانو مرجعیت څخه انکار وکړئ او له هغه آدابو څخه چې د قربانۍ مستلزم دي، ډډه وکړي.
په اقتصادي چارو کې د شخص څخه غوښتنه کېده چې هرڅه یې لاس ته راوړي د خلکو سره دې شریک کړي، خپل پورونه ادأ کړئ او هر ډول ستونزې له فشار او زورواکۍ پرته په سولییزه توګه حل او فصل کړئ؛ لارویانو ته توصیه کیدله چې برابري په نظر کې ونیسي او د «کاست» تبعیضي نظام رد کړي؛ په دیني ټولنه کې د پیروانو مرتبه د روحي روزنې له مخې ټاکل کیده، د سنګه مالي ملاتړ د هغو شتمنو سوداګرو لخوا کیدله چې د کاست برهمني نظام په ړنګیدو معتقد وو. [ ناکامورا، بې تا: ۲۴۰]
د بودائیسم لومړنی نظر د دولت په هکله، د ټولنیز تړون د نظریې سره سمون خوري؛ د دې نظر له مخې پاچا خپل مقام د خلکو د تړون یا قرارداد څخه ترلاسه کوي؛ د بودائیسم لومړني معتقدین په عموم ډول له پاچاهانو څخه بیزاره ول او هغوی یې د غلو په څېر ګڼل چې د خلکو له امکاناتو څخه ناوړه ګټه اخلي؛ وروسته د ارماني پاچاهۍ په اړه یوه نظریه رامنځته شوه چې د هغې مطابق دولت د درمې لخوا اداره کېدو؛ په ټوله کې «ګئوتمه/ بودا» د متحد حکومت ملاتړی وو.
د بودایي دین لومړني ادبیات، د پالي په متنونو او چیني ژباړو کې او همدارنګه په غیرمنظم ډول په سنسکریټ ژبه کې موجود دي. باور پر دې ده چې پالي په اصل کې د لرغوني «مګده» یوه څانګه وه چې بودا په هغه خبرې کولې او بیا د مقدسو کتابونو په وسیله یې وده وکړه. د پالي هغه لیکنې او متنونه چې په سریلانکا، برمه (میانمار)، ټایلند، کامبوج، لائوس او نورو سیمو کې لیدل کیږي، په درېو برخو ویشل کیږي: «وینیه» د پیروانو او لارویانو د روزنې او انضباط په هکله قواعد او د هغه توضیحات دي. «سوتره» د بودا ګزارشونه، ویناوې، سپارښتنې او د شاګردانو سره د هغه خبرې اترې؛ او «شاستره» چې د سوترې په هکله تفسیرونه او لیکنې دي؛ چې دغه ټول آثار د بودا تر مړینې وروسته را غونډ شوي دي. [ناکاموار، بې تا: ۲۴۱ او سعید، بی تا: ۵]
ادامه لري…
Previous Articleد بودائیزم لنډه پېژندنه (لومړۍ برخه)
Next Article  د بودائیزم لنډه پېژندنه (دریمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD0 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه  دوهمه  برخه د قران د اعجاز د علم…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه شپږمه برخه ۳ – ګورو امرداس…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه «ډله» فرقه (پنځمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه «ډله» فرقه پنځمه برخه تر بحث مخکې؛ یو بحث چې په اړه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD8 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول شپږویشتمه برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.