لیکوال: شکران احمدي

د بریالي ښوونکي ځانګړتیاوې

بنسټیزې ټکي: 

ښوونکی، د ښوونکي دنده (رسالت)، د ښوونکي ځانګړتیاوې، ښوونه او روزنه.

نچوړ:

په دې مقاله کې د ښوونې او روزنې د اسلامي مکتب (ښوونځي) په اړه د عمومي نظر تر څنګ، د معلم مقام او د هغه دنده او د يوه بريالي ښوونکي پر ځانګړنو د قرآنکريم د آياتونو او احاديثو له نظره پاملرنه اوخبرې شوې دي.
د قرآن د ښوونکي دنده د خدای او د الهي پیغمبرانو د رسالت په څیر ده چې د لارښوونو، سرپرستي او له تیارو څخه د رڼا په مخ را ایستلو او حق ته د نېږدې والې په لور د انسانانو وده او بشپړول دي:
لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ
[آل عمران:164]
په حقيقت کښي خو الله پر مؤمنانو دا ډېره لويه لورېنه کړېده چي په خپله له هغو څخه يې يو داسي پېغمبر را پورته کړ چي د هغه ايتونه ورته لولي، د هغو ژوند سوتره كوي او هغو ته د كتاب او پوهي ښوونه كوي؛ په داسي حال کي چي له دې څخه مخکي همدا خلك په څرګنده ګمراهۍ کي غورځيدلي ول.
د آيتونو او احاديثو او د ديني مشرانو د ويناوو په څيړلو سره هغه ځانګړتياوې چې د استاد قدر او نيکمرغۍ په ګوته کولی شي عبارت دي له: اخلاص او دهغه د بنسټیزې ریښې شتون په نیت اوعمل کي چې له ټولو ککړتیاوو څخه د باطن پاکي اوتزکیه ده. نیک عمل ته ژمنتیا، ښه اخلاق او تواضع، لوړ همت او دنفس پاکي، د وخت له تقاضا اوغوښتنو نه باخبري، په درس او ټولګي باندې لاس بريدنه، مطالعه او پاملرنه، په ټولو حالاتو او وختونو کې دښوونکي په توګه دمسئولیت احساس (د رسالت احساس) او په ښوونکو کې د فکر، زیرکتیا او معنویت د ودې لپاره زمینه برابرول.

سرلیک:

قرآن کریم د یو روښانه څراغ او رڼا خپرونکی ډېوې په توګه چې د بشر د خوشالۍ لپاره تر ټولو بشپړ پلان او قوانین لري، په خپلو روښانه آیتونو کې یې د اسلامي ښوونې او روزنې مکتب په خپل ټول ښایست سره انځور کړی او خدای ﷻ یې د لومړي ښوونکي په توګه معرفي کړی دی داسې چي خپل پیغمبر ته د بعثت په پیل کي یې وویل: 
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ  خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ  اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ  الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ  عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ. [العلق:1ـ 2ـ 3ـ 4ـ 5]
[اې پېغمبره (ص)!] ولوله، د خپل رب په نوم چي هغه (ټول مخلوقات) پېدا کړي؛ د كلكي شوي ويني له يوې ټوټې څخه یې انسان هست کړ؛ ولوله، او ستا رب ډېر مهربان دی؛ چي هغه د قلم په مرسته (انسان ته) علم وښودی؛ انسان ته یې هغه علم ورکړ، چي هغه پرې نه پوهېدی.
او په دې توګه د اسلامي ښوونې او روزنې مكتب د ځانګړو بنسټونو او اصولو سره د یو ممتاز اوخپلواک ښوونځي په توګه راڅرګند شو او د علم او پوهې په دې ښوونځي کې، ښوونکی او شاګرد، مدرسه او ښوونځی له یو ډیر ارزښتناک او عالي مقام څخه برخه من دي. 
د ښوونکي مقام، لوړ مقام دی؛ تردې پورې چي د پیغمبرانو وارثان ګڼل کیږي. لکه څنګه چې په احادیثو کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: وَإِنَّ الْعُلَمَاءَ وَرَثَةُ الْأَنْبِيَاءِ، [ابوداود:3641] 
یعنی علماء د پیغمبرانو وارثان دي.
فني زده کړه او روزنه ډېره نازکه (ظریفه)، پېچلې او حساسه ده، چې يوازې د وړتيا، مسلکيتوب او د ښوونې او روزنې د مسایلو او عواملو او د تدريس د بهير په اړه مفصلې پوهې سره ترسره کېدای شي؛ ځکه چې دا کار ځانګړې پوهې او مهارتونو ته اړتیا لري چې پرته له دې زده کړه نشي ترسره کیدای. د خپل کار او موثریت د ساتلو او زیاتولو لپاره استاد باید په دوامداره توګه زده کړه وکړي، تل د خپل مسلک اړوند بدلونونه او پرمختګونه تعقیب کړي او په مختلفو برخو کې دفنونو اوعلومو له پرمختګونو سره سم خپله پوهه، مهارتونه او اطلاعات لوړ کړي.
د دې مهارتونو درلودل او کارول له ښوونکي سره د ښوونې او روزنې فعالیتونو په ترسره کولو کې مرسته کوي او د هغه او زده کونکو ترمنځ د (چاپېریال غوښتني سره سم) تعامل برابروي. 
په پایله کي استاذ کولی شي د تدریس په جریان کي د زده کونکو لپاره داسي زمینه اوشرایط چمتو کړي چې زده کړه او تدریس د دوی لپاره آسانه، خوندور او په زړه پورې وي.

د بریالي ښوونکي ځانګړتیاوې:

انفرادي ځانګړتیاوې د ښوونې اوروزنې یو له مهمو موضوعاتو څخه دی. د ښه ښوونکي ځانګړتیاوې که څه هم د ښه او بریالي ښوونکي ځانګړتیاوې په مختلفو دریځونو او چاپیریال کې توپیر لري؛ په هرحال په دې برخه کې ترسره شوي بیلابیلې څیړنې ښیي چې ښه استاذان عموما مشترک ځانګړتیاوې لري چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کېږي او دا ځانګړتیاوې عبارت د له:
  1. مینه او علاقه:
له هر کار سره مينه او علاقه په هغه کار کې د کاميابۍ راز ګڼل کېږي، انبياء عليهم السلام د انسانانو د لومړني او غوره ښوونکي په توګه د خپلې بې نظيرې مينې او لېوالتیا په سيوري کې خلکو ته ښوونه او روزنه ورکوله، چې له قرآن کریم څخه د اسلام پیغمبر ﷺ د احوالو په اړه لولو:
لَقَدْ جَآءَكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ.
وګورئ! تاسي ته يو پېغمبر راغلى دى چي په خپله له همدا تاسي څخه دى. ستاسي په زيان کښي لوېدل پر هغه ګران تماميږي. هغه ستاسي د رغېدني حِرصناك دى، د مؤمنانو لپاره هغه خواخوږی او زړه سواند دى.
د قرآن دغه نرم تفسير چې وايي: (من انفسكم) له خلکو سره د پېغمبر اکرم ﷺ د اړيکو ټينګښت ته اشاره کوي؛  ګواکي د خلکو د ځان او د ټولنې د روح يوه برخه د پېغمبر په بڼه راښکاره شوې ده. له همدې امله د هغوى په ټولو دردونو پوهيږي او د هغوى په ستونزو او غمونو کې ورسره شريک دى. 
همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نرم او ښايسته روحیه هغې کي په دې ډول انځور شوی دی: (عزيز علیه ما عنتم حریص علیکم) ستاسي په زيان کښي لوېدل پر هغه ګران تماميږي. هغه ستاسي د رغېدني حرصناك دى. کهف سوره کې کیسه په بل ډول وړاندې کېږي. لکه څنګه چې هغه وايي:
فَلَعَلَّكَ بٰخِعٌ نَّفْسَكَ عَلٰىٓ ءَاثٰرِهِمْ إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهٰذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا. [الکهف:6]
ښه نو [اې محمده (ﷺ)!] كه دوى پر دغه ښوونه ايمان را نه وړي، ښايي ته په هغو پسي له غم خوړلو څخه خپل ځان بايلې.
یو مهم ټکی چې له دې آیت څخه فهمېږي او د اسلام  پیغمبر له چلند څخه څرګندیږي؛ له خلکو سره دهغه د مینې او علاقې او ټینګې اړیکې سربیره، د هغوی د ستونزو پیژندل او د حل هڅه او کوشش کول یې دی، چې دا هماغه مشاوره دی.؛ په بل عبارت، پیغمبر ﷺ په دریو برخو کې: د ښوونې، روزنې او مشورې رول لوبول او له خلکو سره یې مرسته کول. 
په همدې ډول استاذ اومعلم باید خپل پیغمرانه رول ولوبوي او دهدایت په میدان کي خپل ټول وجود د ښوونې او روزنې په برخه کې اړوند ډګر ته وړاندې کړي. 
استاذ او ښوونکی هغه مشاور دی چې کولای شي د شاګردانو روحي او اخلاقي ستونزې په دوستانه ارتباط او هوښیارې څارنې سره وپیژني او د حل لپاره یې ګام واخلي، په دې دنده کې د بریالیتوب لپاره باید د مشاور ټول شرایط پوره کړي. هغه باید فرد پېژندنه ولري ترڅو په دې رسالت کې هم بریالی شي.
البته د هغو خلکو پیژندل چې ستونزې لري د هغوی دلارښوونې څرنګوالی کومه نوې پدیده نه ده؛ بلکه سلف علماء اود فقهي څانګو مدرسین او استاذان تل د شاګردانو د هدایت، لارښوونې او ارشاد په لاره كې پوه او زړه سواندې مشاورین وو او محصلين يې هم په بېلابېلو شخصي او ټولنيزو برخو كې خپلې ستونزې له استادانو سره مطرح كولې.
بې له شکه د استاذانو، پوهانو او مشرانو دغه ښه سیرت او ژوند د رسول الله ﷺ
د ژوند او د هغه د صحابه کرامو او صالحو پیشواګانو د سیرت له سیاق څخه اخیستل شوی دی.
  1. وریڼه ټنډه او ښه خوی:
د ښوونکي خلاص او پراخه ټنډه د دوستانه اړیکو لامل کیږي، اضطراب کموي او باور ترلاسه کوي او د زده کونکو ترمنځ خورا مؤثره او د پام وړ اړیکه رامینځته کوي. په رواني لحاظ، یو خلاص اوپراخه ټنډه د یو مثبت اوظریف پیغام وړونکی دی. کوم چې د اړیکو په رامینځته کولو کې یو اغیزمن او پریکړه کونکی عامل دی. 
حتی د رسول الله ﷺ او د هغه د صحابه کرامو او صالحو پېشواګانو په ژبه او سلوک کې هم دا د کاميابۍ له ځانګړو ځانګړنو څخه دی او ډېر ټينګار او سپارښتنه ورته شوې ده؛
له همدې امله ښه اخلاق اړیکي رامېنځته کوي او د یو شخص د روحی او باطني خوشحالۍ لپاره مقدمې (مقدماتي شرائط) چمتو کوي، او په باطن کې د ظاهري اغیزو د اصولو سره سم، مثبت رواني پایلې ډالۍ کوي. یو ښه طبیعت لرونکي ښوونکی کولی شي د زده کونکو د شرم او اضطراب ستونزې په لومړي لیدنه کې کمې کړي او اړیکه خورا اسانه کړي چې یقینا د دوی د ښوونې او روزنې د پرمختګ او غوړیدا لامل کیږي.
  1. دسینې پراخ والی:
په احساساتو او هیجاناتو لاسبري او دهغوی کنټرول، د استاذی د مسلک له ځانګړتیاوو څخه یوه بله مهمه ځانګړنه ده. 
د مختلفو کلتورونو او چلندونو شتون او همدارنګه په مختلفو برخو کې د زده کونکو انفرادي توپیرونه لکه: استعداد او نور ځانګړي مزاجونه د عصبي ستړیا او فشارونو لامل ګرځي چي ښوونکي باید د فردي وړتیاوو په درلودلو او همدارنګه د مناسبو لارو چارو په خپلولو سره خپل احساسات او هیجانات کنټرول کړي؛ البته دا تسلط او کنټرول په حقیقت کې یو داسې نعمت دی چې له یوې خوا کولای شي د زده کوونکو تعلیمي اړخ پیاوړی کړي او د هغوی لپاره د اخلاقو او چلند یوه مهمه نمونه وګرځي او له بلې خوا یې د ذهن او اعصابو د آرامۍ سبب او په پایله کې به د درنو استاذانو اوښوونکو فیزیکي او رواني روغتیا سبب وګرځي.
نني ارواپوهنه کې ډیر تخنیکونه شتون لري چې حتی عصبي خلک کولی شي د اړونده پوهې په کارولو سره د غوسه کیدو څخه ځان وژغوري. په احادیثو او روایاتو کې د صحابه کرامو (رضي الله عنهم) ژوندانه د دې مهمې  مسئلې کیسه کونکئ دی. البته د دوی په ژوندانه کې ډېر اروايي او د ټولنپوهنې ټکي شته. دخشم او غصې په مقابل کې د پخوانو مشرانو کړنه اوطریقه، ډېره ګټوره ده او همدا ډول ټولنيزو مسايلو ته يې پاملرنه له ځانګړي اهميت څخه برخمن دي؛ البته په نني ارواپوهنه کې د دې ټکي بسط اوتشریح خورا پراخه، ژوره او د انعکاس او څیړنې وړ ده. د صحابه کرامو (رضي الله عنهم) سیرت او ژوند هم د دې خبرې ښه ثبوت دی چې ښوونکی باید له هر ډول تعامل څخه مخکې اورېدونکي ښه وپېژني او په پوره درک اوپېژندني سره د عمل میدان ته ور ودانګي او که عمومي کول یې د علم او پوهې پر بنسټ وي نو د ښوونکي د غوره والې او تکامل په لاره کې مرسته کوي.
  1. صداقت او ریښتین ولي:
استاذ او ښوونکی کولای شي د صداقت (ريښتینولۍ) په ځانګړنې سره خپلو مطالبو لپاره یو قوي ملاتړ رامنځته کړي او زده کوونکی هم د استاد په خبرو د باور په سیوري کې زده کړه، مینه او عمل کولای شي. که په خبرو کې صداقت نه وي او ښوونکی په هغه مطالبو باور ونه لري چې هغه یې نقلوي او د هغه درس لپاره چې غواړي نن یې وړاندې کړي، پوره چمتو والې ونلري او مطالعه کړی یې نه وي؛ هغه د خپلو نورو بیانونو اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راولي. نو په تېروتنه او په خبره د نه پوهېدلو اعتراف؛
په ځانګړې توګه د شاګردانو له خوا په ځینو پوښتنو کې دا د ښوونې او روزنې په بهیر کې یو اړین شی ګڼل کیږي او یو بریالی ښوونکی هغه ښوونکی دی چې په دې ټکي ښه پوهیږي او په پام کې نیسي او په خپل کتاب او درس کې پوره مهارت ولري.

د صداقت ګټې او اغېزې: 

صداقت ډېرې ګټې او ښې پایلي لري، چي دهغه یوڅو بېلګو ته اشاره کوو: 
الف) د امکان تر حده د پوهیالانو باور ترلاسه کول. 
ب) اورېدونکو ته د مثبت او باوري کرکټر وړاندې کول، چې د استاذ په چلند، کردار او تمایلاتو کې د هغوی د ډېر زیرکتیا باعث ګرزي او د اخلاقي سجایاو لېږد ممکن او اسانه ګرزي. 
ج) د تواضع، عاجزي او نورو اخلاقي فضیلتونو روحیه رامینځته کول چې دصداقت صفت سره تړاو لري.
  1. روحي آرامتیا:
استاذ باید له رواني او شخصیتي روغتیا څخه برخمن وي او تل آرامتیا او اطمینان ولري. د بیړني چلند راڅرګندیدل یا د تاوتریخوالي او تیري سره مخ کیدل په ټولګي کې منفي انرژي رامینځته کوي او په عملي توګه د زده کړې لړی ته جدي ستونزې رامینځته کوي. له همدې امله محترم استادان باید د رواني او مشورتي تخنیکونو په کارولو سره په داسې حال کې چې خپله د مناسبې آرامۍ څخه برخمن کېږي، د زده کونکو لپاره هم د اضطراب او عصبي فشار لامل رامنځته نکړي. که څه هم د ارواپوهنې له اصولو سره اشنایي او په دې برخه کې تخصصي پوهه باید، د تخصص او مهارتونو په برخه کې بحث او څېړنه شوې وای؛ خو څرنګه چې د ښوونې او روزنې یو له مهمو مسلو څخه د تدریس په جریان کې مشورتي او د ذهن د ارامتیا د ځانګړتیاوو پیژندل دي، نو موږ د دې مطالبو یادونې ته لومړیتوب ورکول، اړین او لازم وګڼله.
  1. د بیان ځواک
ښه وینا او دبیان ځواک (فصاحت او بلاغت)، د اړیکو د رامنځته کولو له عواملو څخه دی چې د ښوونې په مسئله کي خورا اغېزمن دی او استاد باید دا ځانګړنه تر مطلوبې اندازې پورې ولري. دا مسئله غوښتونکی دی چې ښوونکی هغه درس ښه مطالعه کړي چې غواړي وړاندې یې کړي او پر کتاب بشپړ مهارت ولري.
  1. ظاهري ښکلا
له اورېدونکو سره د اړیکي په ټینګولو کي یوه مهمه مسئله، ظاهري بڼه ده.
یو استاذ چې خپل ظاهر ته پام نه کوي او ګډوډ وي، د اورېدونکو لپاره د باور وړ شخص نه ګڼل کیږي. د ښوونې او روزنې په بهیر کې ښکلا په نظر کي نیول شوې ده او صالح سلف تل له دې اصل نه چې انسان فطرتا دښکلا غوښتونکی دی پیروي کړې او په خلکو کې په ښکلې او زړه راښکونکي بڼه راڅرګند شوي دي. 
د عطرو کارول، د ویښتانو او ږیري برابرول او د مناسبو جامو اغوستل د اړیکو په ټینګولو په ځانګړې توګه په ښوونه او روزنه کې ډېر اغېزمن دي.
  1. معلومات: 
د استاذۍ یوه ځانګړتیا دا ده چې لوړ معلومات ولري او تازه یې کړي!
1- له تعلیمي فنونو سره بلدتیا: 
د بریالیتوب د ترلاسه کولو لپاره، استاذان باید داسې زده کونکي وروزي چې دټول عمر لپاره زده کونکي وي، او دا ممکنه نه ده مګر دا چې د زده کړې بهیر یوازې د پوهې لیږد پر بنسټ بدل شي. نو استاذان باید په تدریس کي د کمپیوټر او انټرنیټ کارولو څخه خبر وي او زده کونکي هم په دې اړه وهڅوي.
معلوماتي فنون موږ ته وایي؛ هغه څه چې تر پرون پورې ریښتیا وو ممکن نن ورځ دروغ وي او حتی ګمراه کونکي وي. له همدې امله د دې فنونو په کارولو سره استاذان باید محقق او څیړونکي وي او د نن پوښتونکي او دسبا څیړونکي شاګردان وروزي.
2- د عمومي معلوماتو دکچې لوړوالې:
نوي استاذان باید خپل معلومات په ټولو برخو کې زیات کړي، نه یوازې په خپل تدریسي میدان کې؛ ځکه چې ډیری علوم یو له بل سره تړلي دي. یو استاذ باید عمومي مروج اصطلاحات وپېژني، د خپلې ټولنې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې چارې وپېژني او په پای کې د ارواپوهنې له علومو هم خبر وي! ځکه چې یو استاذ د خپلې استاذۍ نه زیات د ارواپوهنې متخصص او پوه وي.
3- عصري تدريس: 
استاد بايد په ټولګي کې له فعالو مېتودونو څخه کار واخلي لکه: د همکارۍ مېتود، د تدريس فعاله ميتود، د مغز ورښت مېتود، د رول لوبولو مېتود، د نمايش مېتود، د ګروپي بحث ميتود، د ستونزو د حل کولو مېتود، استخراجي مېتود، اکتشافي مېتود. او…
4- د خدمت ترڅنګ په کورسونو کې ګډون: 
استاد باید تل د علم زده کړه وکړي او نوي معلومات ترلاسه کړي! نه دا چې د خپل کار په جریان کې تل په یو ډول درس ورکړي او له مختلفو او څو اړخونو څخه ټکي څرګند کړي. د دې کار لپاره د ښوونکو د روزنې کورسونو کې د برخې اخیستني اړتیا ده.
5- د تعلیمي ارواپوهنې له اصولو سره پېژنګلوي: ​​
دا چې استاذ د تدریس پر مهال متقابلو اړیکو ته اړتیا لري، نو باید خپل مخاطبین وپېژني، پوه شي چې په کومو شرایطو کې ژوند کوي او داسې نور. په دې حالت کې استاد کولای شي خپل تدریسي پیغامونه په روښانه توګه ورسوي. . 
6- درسي پلان درلودل: 
ښوونکی باید د خپل تدریس وخت محاسبه کړي او ورځنی او کلني درسي پلان ولري او د درسي پلان د پړاوونو په اړه پوره معلومات ولري.
  1. نوښت:
د ښه ښوونکي دویمه ځانګړتیا نوښت ده. 
1- خلاق او نوښتګر وي: 
هرڅومره چې زده کوونکي د مالوماتو له لحاظه بډایه وي، نو د خلاقیت انګیزه چې په دوی کي بالقوه موجوده وي، واقعیت ته رسېږي او دا کار تر هغه نه کېږي، چې استاد پخپله د خلاقیت له صفت څخه برخمن نه وي.
2- په ټولګي کې د پوښتنو نړۍ جوړول: نوښتګر ښوونکی هغه څوک دی چې تل په ټولګي کې د پوښتني کولو لپاره سوال ولري او د زده کونکو د انګېزې حس تحریک کړي او دوی په فعالیت او خوزښت راولي. 
3- په ټولګي کې د تخیل نړۍ جوړول: نوښتګر ښوونکی د زده کونکو تخیل ته درناوی کوي. هغه د نوي مضمون یا غیر معمولي انځورنه نه مسخره کوي، هغه ته د تخلیقي او نوښت له نظره ګوري ځکه چې دا تخیل دی چې د خلاقیت او نوښت لامل کیږي.
4- له ناکامۍ څخه نه وېرېدل: 
نوښتګر ښوونکی د مسائلو په کارولو کې له هېڅ ډول ناکامۍ نه نه وېرېږي، بلکې تينګ او قوي ولاړ وي، خپل تخليقي پلانونه ازمويي او ځواب او پايله ترلاسه کوي او ټولو ته يې انعکاس ورکوي. 
5- د خطر منل اوقبلول: 
نوښتګر ښوونکی په خپله لاره کې هر ډول خطر مني! که مالي وي او که غیر مالي، ځکه په خپل هدف هیله او باور لري. 
6- د فرضیو د بدلولو ځواک: 
نوښتګر استاذ نوي اټکلونه وړاندې کوي او ستونزې ته له بېلابېلو زاویو ګوري.
7ـ د شاګردانو د غوښتنو او شرايطو  پېژندل: ​​
د ښوونکي د فعاليتونو يوه برخه دا ده چې وپوهېږي چي له کومه ځايه يې پيل کړي او د شاګردانو غوښتني اوشرايط څه دي؟ 
8- د زده کړې د ناتوانۍ درملنه: 
نوښتګر استاذ ناتوان زده کونکي پیژني او درملنه یې کوي. 
9- د انفرادي توپیرونو پیژندل: ​​
نوښتګر ښوونکی د زده کونکو انفرادي توپیرونو ته پاملرنه کوي. هغه پوهيږي چې هر يو ته څه مسؤوليت ورکړي او په کوم ډګر کې يې خلاق او نوښتګر کړي او د زدکړو په کومه څانګه کې د هغوی پټ استعدادونه زرغون او پرثمره کړي.
  1. مهارت او چټکتیا: 
1- انفرادي مهارت:
په تدریس کې د منطقي اصولو کارول، د مسئلو تحلیل او تجزیه کولو وړتیا، او د تصمیم نیولو وړتیا شامل دي. 
2- د ارتباط مهارت: 
په دې برخه کي د احساساتو کنټرول، د بیان تخنیکونه او په تدریس کې د شعر او مثال کارول او… شامل دي. 
3- تدریسي مهارت: 
د استادانو د کار په اغیزمنتیا کې تر ټولو لویه اغیزه د تدریسي مهارتونو او د تدریسي علم د پوهاوي په برخه کې ده! زکه چي د انټرنشپ او دکار زدکړي دورې او د استادانو د اجراءاتو تر منځ ځانګړې اړیکه شتون لري. 
4- د ښوونیزو مرستو کارول: 
یو له هغه شیانو څخه چې د ښوونکي د تدریسي مهارتونو او سرعت سره مرسته کوي په تدریس کې د تعلیمي مرستې کارول دي. 
5- د انتزاعي فکر کولو مهارت: 
هغه استاذان چې لوړ انتزاعي فکر لري کولی شي یوي مسئلې یا یوي ستونزې ته له مختلفو لیدلورو وګوري او مختلف حلونه وړاندې کړي.
  1. اخلاقي ځانګړتیاوې
1- دټولنيزو دودونو مراعات: 
ښوونکی نبايد د علم او پرمختګونو او نړيوالتوب په پلمه خپل ټولنيز دودونه کنج ته کړي، حصارونه مات کړي او د ټولنې د شرافت او عفت حریم څنګ ته کړي. 
2- خوښي او تازګي: 
کله چې ښوونکی ټولګي ته ننوځي، باید په خپل ژوند کې هغې ستونزې چې د ټولنې د بدلونونو له امله رامنځته شوی؛ لکه تورم (انفلاسیون)، لوړ نرخونه، ناروغۍ او نور هر څه شاته کړي او د تاز ګی او خوښی له روحیې سره د ټولکي نړۍ ته داخل شي. 
3- ظاهري بڼه: 
ښوونکی باید ځان ته دا فرصت ورکړي چې خپل ظاهري بڼي ته رسیدګي وکړي او ټولګي ته په ښه شکل سره داخل شي. 
4- دسینې پراخوالی: 
که ښوونکی د خپلو شاګردانو ځینې ځانګړي چلندونه وویني، نو د سعۀ صدر (د سیني پراخي) سره دې چلند وکړي. سعۀ صدر سره تاسو کولی شئ د زده کونکو داخلي استعدادونه وپیژنئ او وده ورکړئ.
5- اخلاص: 
ښوونکی باید په خپل کار کې اخلاص ولري او یوازې خپل ځان ونه ګوري، بلکې موخه یې باید د خدای رضا او د ټولنې پرمختګ او د هغه د سرلوړۍ وي. 
6- نورو ته د شخصیت ورکول: 
ښوونکی د دې ترڅنګ چي خپله متشخص دی، نورو ته هم (زده کونکي وي یا همکاران) د شخصیت او ارزښت قائل شي. 
7- کاري ژمنتیا: 
کاري ژمنتیا د علمي اطلاعاتو څخه د سمې استفادې لامل کېږي. 
8- تقوا: 
که استاد د تقوا په خوی اوخصلت سمبال نه وي، د هغه تر تعلیم لاندې نسل به له دې صفته بې برخې وي.
9- د دندې پېژندنه (وظیفه شناسي): 
معلم باید وظیفه شناس وي، د مسؤلیت له پېټې نه په مختلفو بهانو نه تښتي، په کار کي وروسته والی ونه لري، په ټولګي کې وخت ضایع نه کړي، کم کاري ونه کړي او کله کله له دندې نه ډیر کار هم وکړي او قرباني دي ورکړي. 
10- نرمي او مهربانۍ: 
د نن ورځې ښوونکي باید ماشومان او ژړي په دې کیفیت سره جذب کړي. 
11- ښه چلند او سمه لیدنه: 
ښوونکی باید د خپلو شاګردانو نویو مسایلو او نوښتونو ته په مثبت نظر وګوري.
پایلې او وړاندیزونه:
په هره ټولنه کې بنسټیز او دوامدار بدلون د هغې ټولنې د ښوونیز نظام په بدلون پورې اړه لري او د ښوونیز نظام د بدلون او پرمختګ اصلي محور د ښوونکو د کار د کیفیت لوړول او د هغوی د ځانګړتیاوو پیژندل دي. د علمي افکارو د بنسټ ایښودونکو په توګه استاذان، ماشومانو ته د ټولنیزو ارزښتونو او مسؤلیتونو مبلغین دي او دوی د بشري منابعو په روزنه کې (ترټولو مخکي)د خبرو کولو لومړیتوب لري او هیڅ مسلک د استاذ د دندې په څیر په ټولنو کې اغیزمن اغیزه نلري.
په پاى کې وړانديز کېږي چې په ټولنه کې د بدلون او پرمختګ پلويان او مبلغین بايد تر بل هر چا زيات د استاذانو اوښوونکو رښتيني ملاتړي وي او د پوهنې پاليسۍ جوړونکي بايد د مدارسو استاذانو لپاره د ځانګړو حقونو او ګټو په پام کې نيولو سره د هغوى د ژوند اندېښنې راکمې کړي؛ ځکه چې ښوونکی یو الهي ډالۍ ده او زموږ د کلتور او نورو کلتورونو ډیری مشران په دې ویاړي چې د خپل ژوند تر ټولو مبارک کلونه یې په مدرسو کې تیر کړي دي. له بلې خوا استاذان باید د نړۍ په بدلیدونکي شرایطو پوه شي چې دوی په کې ژوند کوي. باید خپل فکر، عمل او وړتیا په خپلو جغرافیایي حدودو کې محدوده نه کړي، باید د نوښت، خلاقیت او مهارت له ځواک څخه برخمن وي.
زه امید لرم چې په دې مقاله کې ذکر شوي مطالب او مینځپانګې د ټولو استاذانو لپاره په ځانګړي توګه نوي استاذان چې د دوی په اوږو لویه دنده پرته ده، ګټور تمام شي. د دې موضوع يادول، د فضل او کرم نه پرته بله خبره نه ده چې د ښوونې او روزنې استاذانو د شخصيت او اخلاقي ځانګړتياوو په اړه بحث، ډېر او پراخ وي او موږ په دې جزوه (کتابچه) کې يوازې ځينې يې يادې کړې ، هيله ده چې قدرمنو لوستونکو لپاره د منلو وړ او ګټور به وي.
د بریالیتوب په هیله.

منابع او سرچینې:

1- قرآن کریم.
2- ابوداود.
3- بیلر، رابرت « ۱۳۷۳»: په ښوونه کيد  اروا پوهنې کارول (کاربرد روانشناسی در آموزش)، اول ټوک، د پروین کدیور ژباړه، څلورم چاپ، پوهنیز نشریاتو مرکز (مرکز نشر دانشگاهی): تهران.
4- پارسا، محمد «۱۳۷۵»: روزنیز اروا پوهنه (روانشناسی تربیتی)،  د سخن دریم چاپ: تهران.
5- پور علی‌رضا توتکله، علی «۱۳۹۱»: حرفوی مهارتونه (مهارت‌های حرفه‌ای) استاد، دهسرا: رشت.
6- دښه ښوونکی ځانګړتیاوي (ویژگی‌های معلم خوب)، قم: انتشارات صحفی.
7- د یوشتمې پېړی د ښوونکي ځانکړتیاوي (ویژگی‌های معلم قرن 21) (بر خط).
8- د زده کونکو له نظره د ښه ژبي د استاذ ځانګړتیاوي (ویژگی‌های استاد زبان خوب از دید دانش آموزان).
9-  حجتي، محمدباقر، په اسلام کي د تعلیم او تعلم آداب (آداب تعليم و تعلم در اسلام)، چاپ اميرکبير- تهران.
10-                     http://www.linkestan.com
Leave A Reply

Exit mobile version