د هرې تګلارې (منهج) او تفکر د پېژندنې او نقد لپاره باید لومړی د هغه تعریفونه، تاریخ او بیا د هغه په اصولو او ځانګړتیاوو وپوهېدل شي. بيا يې منهج، جماعت او ډله د اهل سنت والجماعت په تله کې وزن کړل شي.
له باطلو ډلو څخه یوه مشهوره د خوارجو ډله ده. په دې مقاله کې مي پریکړه وکړه چې د دې ډلې په معرفۍ پیل وکړم؛ له همدې امله لومړی لغوي تعریف او بیا اصطلاحي تعریف مي وکړ تر څو د دغو تعریفونو په رڼا کي او د سلف او خلف علماوو له اقوال سره سم له دوی سره آشنا شو.
لغوي تعریف
خوارج یو نوم دی چې د «خروج» څخه اخیستل شوی او د «خَرَجَ» له ریښې څخه دی. د دې ډلې په دې نوم نومونه کي دوه احتماله شتون لري: 1. له دین څخه د دوی د وتلو له امله؛ 2. د خلګو پر ضد د دوی د وتلو له امله.
علامه زبيدي رحمه الله چې د لغت پوهانو له جملې څخه دئ، په دې اړه وايي: حروريه چې د خوارجو يوه ډله ده، په اوو قبېلو وېشل شوې ده. په دې اړه به تفصيلي بحث په راتلونکي کې راشي او د خلګو پرضد د هغوى د وتلو له امله یا له دین څخه د وتلو له امله یا له حقه او یا د صفین له جګړې څخه وروسته د حضرت علي (رضی الله عنه) له لښکر څخه د دوی د وتلو له امله په دې نوم یاد شوی دی.1
په عام تعریف کې خوارج هر هغه چا ته ویل کیږي چې په توري سره یې مسلمانه ټولنه پریښوده او خپلې عقیدې ته یې بلنه ورکړه او دا خروج او وتل د شریعت د اصولو له کوم اصل سره په مخالفت کې وي.
اصطلاحي تعریف او د نومونې لامل
امام ابن حجر عسقلاني رحمه الله (773-852 هـ) وايي:
«و هم قوم مبتدعون سمّوا بذلك لخروجهم عن الدين وخروجهم علی خيار المسلمين.»2
(خوارج د بدعتګرو يوه ډله ده چې له دين څخه د وتلو او د امت د غوره خلکو په وړاندې د هغوى د خروج او وتلو له امله په دې نوم ياديږي.)
امام نووي رحمه الله (631-676هـ) وايي: «وسُمُوا خوارج لخروجهم عن الجماعة، وقيل لخروجهم عن طريق الجماعة.»3
(د جماعت څخه د وتلو او یا د جماعت له لارې څخه د وتلو له امله دوی ته د خوارجو نوم ورکړل شو.)
امام شهرستاني (479-548هـ ق) لیکي: «كل من خرج علی الإمام الحق الذي اتفقت الجماعة عليه، يسمی خارجياً سواء كان الخروج في أيام الصحابة علی الأئمة الراشدين أو كان بعدهم علي التابعين بإحسان والأئمة في كل زمان.»4
(هر هغه څوک چې د برحق امام په مقابل کې راووځي چي د مسلمانانو جماعت اتفاق ورباندې کړی وي، خارجي بلل کیږي، فرق نه کوي چې د هغه خروج د صحابه کرامو په وخت کې د راشدو خلفاوو پر خلاف وي او یا وروسته له هغوی څخه د هغو تابعینو په خلاف چې په نیکئ سره یادیږې او یا په هر وخت کې د نورو امامانو په خلاف.
امام کرماني رحمه الله وايي: «وأما الخوارج فمرقوا من الدين وفارقوا الملة وشرّدوا على الإسلام وشذّوا عن الجماعة وضلّوا عن سبيل الهدى وخرجوا على السلطان والأئمة وسلّوا السيف على الأمة واستحلّوا دماءهم وأموالهم وأَكفروا مَن خالفهم إلا من قال بقولهم وكان على مثل رأيهم وثبت معهم في دار ضلالتهم.»5
(اما خوارج له دين څخه خارج شول او له ملت څخه جلا شول، له اسلام او جماعت څخه يې انحراف وکړ او د هدايت له لارې څخه ګمراه شول، د سلطان او امامانو په مقابل کې راپاڅېدل او د امت (مسلمانانو) پر خلاف يې تورې راوويستل او وينه او مال يې حلال وګڼل او هر هغه څوک چې یې مخالفت وکړ، هغه يې تکفیر کړ؛ مګر هغه کسان چې له دوی سره همغګي او هم نظره شول او د دوی د ګمراهۍ په کور کې له دوی سره پاتي شول.)
پورتنیو تعریفونو ته په پام، د خوارجو د نمونې لامل د جماعت څخه او د مسلمانانو او د هغه وخت د اهل سنتو امام له لارې څخه د وتلو پر بنا ده. خو د یوې بلې نظریې له مخې د احادیثو او د هغوی د تاریخي شالید له مخې د هغوی د خروج مبنا چې په راتلونکي کې به پرې بحث وشي؛ د مسلمانانو تکفیر او له هغه وروسته د هغوی د وینو تویولو مباح ګڼل دي چي په پایله کي د هغوی په قتل رسول او د نورو جرمونو په ارتکاب سره چې دوی یې کړي دي.
له هغه ځایه چې خوارج د خپلو غلطو برداشتونو او غلط درک له مخې په هر وخت کې له یوې خاصې عقیدې سره خروج او نافرماني کوي، ځانګړی مذهب او کتاب نه لري او کله چې د مسلمانانو تر منځ اختلاف او تفرقه پیدا شي، نو په ډول ډول نومونو سره خروج کوي. په مختلفو ډلو سره ویشل شوي او هر ځل په تازه او باطلو تأویلاتو میدان ته را دانګلي دي او بالاخره مسلمانان تکفیروي او د هغوی وینه تویول حلال ګڼي او په خپلو غلطو تأویلاتو سره مسلمانان هڅوي چې د امام او جماعت په خلاف خروج وکړي. له همدې امله د خوارجو په پېژندنه کې څو تعريفونه راغلي دي. مګر دلته هغه تعریفونه چې د وخت اړتیا ورته وه ولیکل شو.