لیکوال: ابو جریر 

د ایډیالوژیو پرتله کول (لومړی برخه)

الحمدلله الذی هدانا لدین الاسلام وماکنا لِنهتدی لولا ان هدانا الله والصلوة والسلام علی قائدنا محمد رسول الله.

په دې لیکنه کې به بېلابېلې ایډیالوژی پرتله کړم ترڅو معلومه کړم چې کومه ایډیالوژي د بشري ستونزو د حل وړتیا لري؛ او دا هم روښانه کړم چې آیا د کپیټلیزم او کمونیزم په نوم نورې دوه نظریې له اسلام سره په تضاد کې دي او که نه؟ او اسلام څه شی دی او څنګه ایډیالوژي ده؟ مسلمانان باید د کومې ایډیالوژۍ له مخې ژوند وکړي؟ 

اسلام د هغه دین نوم دی چې د انسانانو د ستونزو د حل لپاره پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی. نو اسلام یوه داسې اېډیالوژۍ ده چې د تفکر او کړنلارې لرونکی دی.

ایډیالوژي:

ایډیالوژي یوه عقلي عقیده ده چې له هغه څخه نظام او سیسټم رامینځته کیږي او دا عقیده د کایناتو ، انسان ، دنیوي ژوند او همدارنګه د هغه د مخکي او وروستو سره د اړیکو په اړه هر اړخیز فکر دی. او هغه نظام چې له دې نظریې څخه جوړ شوی وي، د بشري ستونزو د حل کړنلاره ده. او دا څرګندوي چې څنګه د دې ستونزو حل پلي کړي، د نظریې ساتنه وکړي او نظریه پرمخ بوځي؛ له همدې امله د عقیدې پلي کول او ساتنه، (طریقه) بلل کیږي او پرته له دوی نه چې عقیده او د ستونزو حل لاره دي “فکر” بلل کیږي.

په اسلام کې د ديني او يا دنياوي رجالو اصطلاحات نشته او د اسلام له نظره ټول مسلمانان يو شان دي. ځکه چې ټول په یو خدای ایمان لري او یو شان عقیده او باور لري. په یو بل باندې هیڅ لوړي نلري پرته له تقوٰی. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقٰكُمْ ۚ

په حقيقت کښي د الله په وړاندي ستاسي څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوك دى چي په تاسي کښي تر ټولو زيات پرهېزګار وي.

اسلامي عقیده: 

اسلامي عقیده عبارت دی له ایمان راوړلو په الله تعالی، ملائکو، اسماني کتابونو، پیغمبرانو، د قیامت په ورځ او همدارنګه په قضا او تقدیر باندې (چې خیر او شر د الله تعالی له طرفه دي).

ایمان د أَمَنَ له ریښې څخه اخیستل شوی چې معنی یې د خاطر سکون او آرامتیا دی. همدارنګه ايمان د هغه واقعيت له مخې چې په زړه کې د دلیل د موجوديت له امله د اقرار ترڅنګ پيدا کېږي او منل یې قطعي دي. له همدې امله، دوه ټکي باید په پام کې ونیول شي:

  1. بې دلیله منل، ایمان نه دی. ځکه چې په دې کې هیڅ قطعیت نشته. 
  2. منل هغه وخت یقیني دي کله چې دلیل هم یقیني وي. نو په دې توګه هیڅ ظني ایمان وجود نلري.

په همدې ډول عقیده عبارت دې له ګواهي ورکولو پر دې چې له الله جل جلاله پرته بل په حقه معبود نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی. نو ګواهي باید د علم، یقین او رېښتينولۍ پر بنسټ وي، نه په ګمان.

اسلامي عقیده د انسان د ژوند، حکومت، اسلامي احکامو او افکارو بنسټ ګڼل کېږي. نو فکري رهبري، فکري قانون او سیاسي باور دی؛ ځکه چې هغه افکار، احکام، نظرونه او مفکورې چې له دې څخه اخستل کېږي او یا پر هغې ولاړې دي، د آخرت له چارو او د دنیا له چارو او پرمختګ سره تړاو لري، لکه د پېر او پلور احکام، ، وکالات، کفالات، د شتمني احکام، نکاح، شراکت او ميراث په اړه احکام شته او داسې احکام هم شته چې د احکامو د اجرا او د دنياوي چارو د پرمختيا پورې اړه لري؛ لکه د جماعت لپاره د مشر د ټاکلو احکام، د مشر د ټاکلو احکام، د مشر د اطاعت احکام، د مشر د حساب ورکولو احکام. همدارنګه د جهاد، سولې او اوربند احکام، جزایې حکمونه، او داسې نور.

له همدې امله، عقیده د امورو تنظیم او د دوی د پرمخ وړلو کې مرسته کوي. دا هغه عقیده ده چې انسان ته د دې توان ورکوي چې د دعوت رسولو او د دعوت د مرستې لپاره قتال او مبارزه وکړي، د سلطان ملاتړ او د هغه د پاچاهۍ بقا، د قوانینو دپلي کولو او د قوانینو په پلي کولو کې د سلطان د پاتې والې په صورت کي له هغه سره حساب وکړي. 

هغه څه چې د چارو د پرمختگ او تنظيم لامل دی، عقیده ده چې دا عقیده باید حاکمه وي او له هغې وروسته د دعوت او قتال په وسیله ترسره شي، یعنی نړۍ ته ورسول شي. سلطان چې د دې عقیدې ملاتړ کوي که په پلي کولو کې یې پاتې راشي، د امت له خوا به ورسره محاسبه وشي.

د دې عقیدې سره جوخت دا ده چې بندګي، عاجزي او قانون جوړونه یوازې د الله تعالی لپاره دی او له هغه پرته د بل چا بندګي هغه که بُت وي یا طاغوت وي یا د نفس هوا او خواهشات وي، مردود دی. د یو واحد خالق په حیث د عبادت مستحق هغه دی او هغه حاکم، مالک، متصرف، لارښود، روزونکی، ژوند ورکونکی، مرګ ږرکونکی او ملاتړ کوونکی؛ دا ډول عقیده د دې غوښتونکی دی چې په ټولو مخلوقاتو کې یوازې د محمد صلی الله علیه وسلم اطاعت او پیروي وشي او د بل چا پیروي ونه شي او هر قانون له هغه څخه وغوښتل شي او له بل چا څخه ونه غوښتل شي؛ ځکه چې هغه دتې یو څوک دی چې د څښتن تعالٰی قانون یې راوړی او له هغه پرته له بل انسان څخه، یا د بل دین او اصولو او یا د بل قانون جوړونکي څخه د قانون اخیستل روا ندي. بلکې یوازې د هغه پیروي کول او له هغه څخه اخیستل واجب دي.

البته په اجتهادي موضوعاتو کې چې د مجتهد پیروي کیږي، اصول یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم دی.) د اسلام له نظره د عمل مقیاس او تله حلال او حرام ده. نو په اسلام کې قانون جوړونه په قرآن، سنت، اجماع او قیاس ولاړه ده. د مسلمانانو لپاره لازمه ده چې خپل ژوند د هغو له مخې تنظیم کړي؛ ځکه چې اسلام یو بشپړ دین دی چې په «الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا» آیت کې یې تعریف شوی دی او په دې کې داسې څه کمی نشته چې مسلمانان د نورو ایډیالوژیو ته مخه کړي او د هغو پر بنسټ عمل وکړي تر څو حکومت او هغه نظام چې په دوی حاکم وي، رامنځته او یا یې بدل کړي.

خو له بده مرغه په ​​داسې حال کې چې د مسلمانانو دين د دوی د ژوند ټول اړخونه حل کړي، نورو ايډیالوژیو ته مخه کوي. دا ډېره جالبه خبره ده، ځکه چې کله مسلمانان لمونځ کوي، روژه نيسي او حج کوي، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو پيروي کوي خو په نورو کارونو کې لکه حکومتداري، راکړه ورکړه، اقتصاد او داسې نور، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دځان لپاره د لارې مشال نه ګرزوي بلکې نورو ایډیالوژیو ته مخه کوي.

اړینه ده پوه شو چې د قانون جوړونې یوازینۍ سرچینه شریعت دی او باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه بېګه او نمونه واخیستل شي او له هغه څخه پیروي وشي، ځکه چې محمد صلی الله علیه وسلم یوازې د اسلام دین راوړی او نور دینونه یې نه دي راوړي. نو د دې آيت له مخې نور مذهبونه رد شوي دي: وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا [حشر: 7] 

څه چي پېغمبر (صلی الله علیه وسلم) تاسي ته دركوي، هغه واخلئ؛ او له څه شي څخه چي تاسي منع كوي، له هغه څخه منع شئ.

همدارنګه فرمایې: وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَامُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِ [احزاب: 36]

هیڅ يو مؤمن او هیڅ يوه مومنه دا حق نه لري چي كله الله او د هغه رسول(ص) د کومي معاملې فېصله وکړي او بیا (د الله او د هغه د رسول په خلاف) هغه پخپله د خپلي هغي معاملې د فېصله كولو اختيار ولري.

نو پر مسلمانانو لازمه ده چې خپل ټول اعمال د شريعت له احکامو سره سم ترسره کړي لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ» [نساء: 65]

نه، اې محمده (ص)! ستا په رب قسم چي دوى هیڅكله مؤمنان كېداى نه شي، تر څو چي په خپل منځي شخړو کښي تا فېصله كوونكى ونه مني.

له هغه څه چې پورته یادونه وشوه، دا معلومه شوه چې پر مسلمانانو لازمه ده چې په خپلو ټولو چارو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي. لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي: لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ» [احزاب: 21]؛ 

په یقیني توګه، ستاسي لپاره د الله په پېغمبر کي د نېکۍ يوه خورا غوره نمونه ده،خو متاسفانه چې مسلمانان د بېګانګانو د ایډیالوژیو تقلید کوي او هغوی خپل ژوندانه لپاره بېلګه ګرزوي! مسلمانان باید پوه شي چې یوازینۍ طريقه چې پر مسلمانانو د عمل کولو لپاره ضروري ده، هغه اسلام دی، کومه طريقه چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم موږ ته راوړی دی.

Leave A Reply

Exit mobile version