د اقتصادي تحلیل علم موخه د اقتصادي پدیدو مطالعه کول او د هغې د اجزاوو او د نورو شاوخوا متغیرونو سره د هغې اړیکې درک کول دي. په بل عبارت، د اقتصادي تحلیل موخه د اقتصادي قوانینو پیژندل دي. بې له شکه، د دې ډول پوهې څخه د څیړونکي تر ټولو مهمه موخه دا ده چې په ځینو ارزښتونو لکه مصرف، پانګه اچونه، مالیاتي عواید باندې د اغیزو کیفیت وپیژني او د هغو اغیزو پېژندل چې د بدلون سره، په اقتصادي کیمت کې اغیزمن لاملونو لاس ته راځي.
هغه څه چې موږ ورته اشاره وکړه د اسلامي اقتصادي تحلیل موخه هم ده. د دې علومو ثبوت د اسلامي تاریخ په لومړیو کې څرګندیږي. د دې ډول شواهدو یوه بیلګه د امام ابو یوسف رحمه الله هغه تحلیل دی چې د هجرت د دوهمې پیړۍ په پای کې د کرنې په زیربناوو(څېرمو) باندې د دولت د لګښتونو د اغیزو په اړه دی. ابو یوسف رحمه الله هارون الرشید ته وړاندیز وکړ چې پیسې د سیندونو په رغولو، د اوبو لګولو د کانالونو او د اوبو د بندونو په جوړولو، د فصلونو د لیږد لپاره د کرنیزو سړکونو په ښه کولو او د کرنې د مالیاتو په بیا تنظیمولو د خراج د ځمکو د یو ثابت مقدار څخه د تولید په تناسب بدلولو سره مصرف کړي. ابویوسف رحمه الله فرمايي چې دا ډول دولتي لګښتونه او د مالیاتو اصلاح به د بزګرانو د ژوند شرایط ښه کړي او د مالیاتو عاید به زیات کړي، ځکه دا کار به بزګر وهڅوي چې خپل تولید زیات کړي او د تولید او بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي. هغه ته هغه مرستې لکه د اوبولګولو لپاره اوبه او د حاصلاتو د لیږد لپاره لاره، سربیره پردې د خړوب شویو کرنیزو ځمکو د ساحې زیاتول به د بزګرانو حاصلات زیات کړي. د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی له یوې خوا د ژوند د کچې د لوړوالي لامل ګرځي او له بلې خوا د مالیاتو د عوایدو د زیاتوالي سبب کیږي.
بل تحليلي شاهد هغه نظر دی چې امام ابوحنيفه رحمه الله د دوهمې هجري پېړۍ په لومړۍ کې وړانديز کړی و او ابن تيميه رحمه الله د اتمې هجري پېړۍ په پای کې د هغه پيروي وکړه. دا نظریې د هر ډول انحصاري ځواک په شتون کې د نرخونو د لوړیدو تمایل په اړه دي. که دا ځواک د تولید کوونکو د یو بل سره په موافقې سره منځ ته راغلی وي یا د پروژې یا محصول له طبیعت څخه رامینځته کیږي چې د واحد تولید کوونکي انحصار ته لاره هواروي او د ثابت لګښتونو د زیاتوالي لامل کیږي چې د محصول یا خدماتو تولید ورته اړتیا لري.
له دې دوو بېلګو پرته نور ډېر تحلیلونه هم شته چې د مسلمان پوهانو له خوا وړاندې شوي دي، په تېره بیا د هجري کال د دوهمې او لسمې پېړۍ تر منځ. د دغو دوو بېلګو له يادولو مو موخه دا وه، چې د اسلامي اقتصادي تحليل ريښه زموږ په تاريخ او د امت له ودې سره تړلې ده. په حقيقت کې د معاصر اقتصادي تحليل علم د اسلامي ملت د پرمختګ د نوې پديدې يوه برخه ده.
په اسلامي اقتصادي تحليل کې د بحث طريقه د اسلامي علمي بحثونو هغه طريقه ده چې د اسلام له پيله د اسلام علماوو جوړه کړې ده او هغه طريقه ده چې د علم د سرچینو تر منځ د توافق او تکامل په اړه غور کوي.
وحی د پوهې لومړنۍ او مهمه سرچینه ده؛ ځکه چې هغه د باحکمته خدای له خوا ده. تاریخي څیړنه د علم دوهمه سرچینه ګڼل کیږي. په دې اعتبار چې دا د تجربې یو بڼه ده او د تاریخي احاطې څخه پایله اخیستنه، تاریخي څیړنه ثابتوي او بشپړوي. په وحی کې ډیری مسایل شامل دي؛ هغه مسایل چې موږ په قرآن او سنتو کې وینو او د انسان د چلند د پوهیدو اساسي حقایق بیانوي؛ لکه د زياتوالي مينه او د ګټو درناوی ، د عيش او فساد تر منځ اړيکه، د اقتصادي تخريب او د سود تر منځ اړيکه، د توزیعي عدالت او ودې تر منځ اړيکه د زکات په آيت کې، د ګټو د محاسبې او لګښتونو تړاو د وخت د ابعادو سره چې دنیا او آخرت پکې شامل دي، او نور مسایل چې د اسلامي اقتصادي تحلیلونو د کټګوریو لپاره یوه مهمه سرچینه ده.
اسلامي اقتصادي تحليل د کلتوري او محيطي د روښانه اعتراف لامل، او د اسماني وحیو لخوا د مقولاتو د شتون لامل، وتوانېدی اقتصادې پدیدو چې مادي اقتصادي تحلیل د هغه د تفسیرکولو څخه عاجز دی تفسیر یې کړي. له دغو څيزونو څخه تبرع، د ځان قربانۍ، وطن پالنه، د هغې په لار کې وژل د شرعي او ديني لارښوونو عمل دى. حتی که اطاعت کوونکی په داسې حالت کې وي چې قانون یا مذهبي څارونکي هغه ته نشي رسیدلی … او نورې اقتصادي پریکړې چې موږ ټول شپه او ورځ پرته له کوم اقتصادي یا مادي ګټې یا عاید یې لرو او تمه یې کوو.