لیکوال: سید ابوالحسن ندوي (رح)
ژباړه: مفتي محمد قاسم قاسمي حفظه الله
په قرآن کریم کې د پوهېدو اصول (دوهمه برخه)
اعجاز القرآن
قرآن کریم په خپله ادعا کړې چې معجزه ده او هغه انسانان چې د دې کلام په الهيوالي کې شک او تردید لري مبارزې ته دعوت کړي دي؛ لومړی لاندي آیاتونو ته توجه وکړئ:
{وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ} (البقرة: ۲۳).
«که تاسو په هغه څه چې موږ په خپل بنده نازل کړي دي په شک کې یاست بیا د هغې په ډول یو سورت راوړئ او غیر له خدایه مو ټول مرسته کونکي راوغواړئ که رښتیا ویونکي یاست».
{أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ}. (یونس: ۳۸)
«آیا وایي: پیغمبر هغه له خپل ځان څخه جوړ کړی دی؟ ووایه: که تاسو رښتیا وایاست د هغه په مثل یو سورت جوړ کړئ په دې منظور پرته له خداي چې هر څوک کولای شئ خپلي مرستي ته راوغواړئ».
{أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ۱۳ فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ وَأَن لَّا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ ۱۴}. (هود: ۱۳-۱۴).
«آیا وایي: قرآن پیغمبر له خپل ځانه راوړی دی؟ که تاسو په خپله ادعا کې صادق یاست نو د هغه په شان لس سورتونه له ځانه جوړ کړئ او رایې وړئ او په دې برخه کې کولای شي پرته له الله هر څوک خپلې مرستي راوغواړئ. که هغوي ستاسو دعوت قبول نکړي ښه یې وګڼئ او پرته له هغه بل برحق معبود نشته. آیا د تسلیمۍ سر نه کښته کوئ».
{قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا} (الأسراء: ۸۸)
«ووایه: که انسان او جن (ټول) سره یو ځای شي تر څو د قرآن په ډول څه راوړي هېڅ کله به یې ونشي کړای اګر څه یو بل ته سره لاس ورکړي او مرسته وکړي».
{قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ مِّنْ عِندِ اللَّهِ هُوَ أَهْدَىٰ مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ۴۹ فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءَهُمْ ۚ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِّنَ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ۵۰} (القصص: ۴۹-۵۰).
«ووایه: که رښتیا وایاست تر دې ښه هدایتکونکی کتاب له دې دوو څخه د خدای له لوري راوړئ تر څو زه له هغې اطاعت وکړم. که هغوی ستا خبره و نه منله پوه شه چې هغوی فقط د خپل نفس له غوښتنو څخه اطاعت کوي او هغه څوک چې د خدای لارښوني څنډي ته کوي او د خپل نفساني غوښتنو اطاعت کوي آیا کوای شو بل ډېر ګمراه پیدا کړو؟ پرته له شک خداي ستمګرو ته لارښونه نه کوي».
د قرآن کریم اعجازي دایره
په پورته ذکر شویو آیاتونو کې له مشرکانو او شک کونکو څخه غوښتنه شوي چې د قرآن په ډول یوه خبره وړاندې کړي. البته هیڅ کلام او کتاب به د قرآن په ډول نه وي مګر دا چي د قرآن کریم د ټولو ځانګړتیاوو درلودونکی یي او په ټولو برخو کې معجزه وي، څه! قرآن کریم یوازې د کلیماتو، تعبیرونو، فصاحت او بلاغت په اعتبار معجزه نه دی بلکي د محتوا او معنا، علمي معارفو او غیبي معلوماتو، ابدي حقایقو او اخلاقي او ټولنیز پروګرامونو، مدني تعالیمو او انقلابي تاثیراتو او وړاندوینو له نظره معجزه دی. مسلماً کله چې هیڅ څوک نشي کوای د هغه په مثل کلمات وړاندي کړي په نورو ابعادو کې د هغه د مثل له راوړلو څخه به په مراتبو ضعیف او عاجز وي. الله تعالیٰ په سورت هود کې فرمایي:
{فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ وَأَن لَّا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ} (هود: ۱۴)
«که هغوی ستاسو خبري قبول نکړې نو پوه شئ چې دا قرآن په الهي علم سره نازل شوي دی او په حقیقت کې پرته له هغه رښتونی معبود وجود نه لري، آیا تاسو تسلیميږئ!».
له دې آیت څخه په واضح ډول معلومیږي چې د قرآن د معجزه والي راز دا دی چې الهي علم د هغه سرچینه او منبع ده، په بل عبارت قرآن کریم د خدای تعالی د ځانګړي علم مظهر او ښکارندوی دی. په دې سبب انسانان قادر نه دي چې په خپل ظني، مشتبه، ناقص او محدود علم د قرآن سره مقابله وکړي، هو! لکه څنګه چې انسانان نشي کولای د خدای تعالیٰ نورو صفاتو سره ورته والی وکړي قطعاً به د هغوی علم هم د الهي علم په څیر نشي. د {أَنَّمَاٰ أُنْزِلَ بِعِلْمِ اللّٰهِ} جمله په دې امر دلالت کوي لکه څنګه چې الله تعالیٰ د الوهیت په صفت کې واحد دی په علم کي هم مثل او مانند نلري. کله چې پرته له هغه بل برحق معبود نشته، د هغه کتاب هم مثل او مانند نه لري. {وَلَقَدْ جِئْنَاهُم بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَىٰ عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ} (الأعراف: ۵۲). «او موږ هغوی ته هغه کتاب راوړ چې هغه مو په علم او پوهي تفصیل کړ او هغه کتاب د مؤمنانو په حق کې هدایت او رحمت دی».
څرګنده ده چي د الهي علم اړیکه یوازې په کلِماتو او تعبیرونو کې نه ده بلکي په معناوو او حقایقو کې هم ده. د کلماتو د فصاحت په رابطه کې، ډېر تعبیرونه لکه: {قُرْآناً عَرَبِیٌّا} {کِتٰبِ الْمُبِیْنِ} {لِسَانٌ عَرَبِیٌّ مُّبِیْنٌ} کارول شوي دي، چې ټول یې د کلماتو په ښکلا او د بلاغت په غورهوالي دلالت کوي.
{الر ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ۱ إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ۲} (یوسف: ۱-۲). «الف لام را. دا د روښانه کتاب آیاتونه دي. په حقیقت کې موږ قرآن په عربي ژبه نازل کړی دی تر څو تاسو په هغه پوه شئ».
{لِّسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَٰذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُّبِينٌ} (النحل: ۱۰۳).
«د هغه کس ژبه چې (د قرآن تعلیم) هغه ته نسبت ورکوي عجمي ده او دا قرآن، په روښانه عربي ژبه دی».
د القصص سورة په (۵۴ آیت) کې له خلګو وغوښتل شول چې هغه کتاب راوړئ چې د هدایت او اصلاح په برخه کې له قرآن فوقیت ولري. {قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ مِّنْ عِندِ اللَّهِ هُوَ أَهْدَىٰ مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ}. (القصص: ۴۹)
«ووایه: که رښتیا وایاست د دې دوو کتابونو (تورات او قرآن) څخه ښه هدایت کونکی کتاب د خدای له لوري راوړئ تر څو زه له هغه اطاعت وکړم».
پر دې بنا، ویلای شو چې بیاني فصاحت، بلاغت او اعجاز په حقیقت کې یوازې د اعجاز القرآن یوه برخه شمېرل کیږي او اعجاز القرآن په فصاحت او بلاغت پوري منحصر نه دی. کله چې متقدمینو علماؤو د اعجاز القرآن اړوند بحث کړی او یا یې قلم پورته کړی وو، د هغه وخت د عربو په مینځ کې د عربي ژبې د ادبیاتو مقام او ادبي ذوق ته په پاملرني سره، اغلب هغوی د قرآن مجید بلاغي بُعد د خبرو موضوع ګرځوله. په دې کې شک نشته چې هغوی په دې برخه کې حیرانونکي نکتې او ښکلاوي وړاندې کړي او ډېر مواد یې مهیا کړي دي چې په هغوی اضافه کول ستونزمن دي. لهٰذا په دې برخه کې د هغوی تألیفاتو ته مراجعه کول اړین او ضروري دي.
د اسلام مبارک دین د قرآن مجید لومړنۍ او لویه معجزه ده
قرآن مجید د بشریت لپاره د هدایت هغه وروستنی مذهبي او عقیدتي پیغام دی چې تر اوسه تر هغه ځواکمن او مفصل نه دی لیدل شوی. خو مخکني ادیان په دې دلیل چې د ځانګړي زماني لپاره وو نو ناقص بلل کیږي. خو قرآن مجید د هدایت هغه وروستنی پیغام دی چې د هر ډول نقص او کمبودۍ څخه پاک دی. قرآن کریم هغه کتاب دی چې انسانانو ته د هر ډول ضلالت او انحراف څخه نجات ورکوي او د هغوی په ژوند کې اخلاص او معنویت په وجود راولي او په دې برخه کې تر دې غوره بل هیڅ کتاب د انسان په تصور کې ځای نه مومي. قرآن مجید عملاً د انسانانو په ژوند کې تحول او انقلاب راووړ او د مدني او اخلاقي ټولنې غوره نمونه یې نړۍوالو ته وړاندې کړه چې تر اوسه تر هغې غوره په نړۍ کې نه ده لیدل شوي. قرآن کریم هغه ټول مشکلات او ستونزي چې تر اوسه مخ ته راغلي او یا به په راتلونکي کې حتیٰ تر قیامته واقع شي په معجزانه ډول حل کوي. او هغه ډول اصول او قوانین بیانوي چې د هغې په اساس کولای شي په هرې زمانه کې د غوره ټولنې بنست کیږدي او په هري برخه کې انساني ژوند په ښه ډول تنظیم کړي. دا چې قرآن الهي کتاب دی د هر ډول بشري تیروتنو او قانوني نقایصو پاک او مبرا دی او څنګه چې آخرین کتاب دی نو د هر ډول زیاتوالي او تجدید نظر څخه بینیازه دی. او لکه څنګه چې دائمي او ابدي دی نو هېڅ ډول نسخ او تغییر ته اړتیا نلري. او همداراز چې کامل او پوره دی وصل او تبصرې ته اړ ندی. {الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا}. (المائده: ۳).
«نن مې ستاسو دین ستاسو لپاره تکمیل کړ او په تاسو مې خپل نعمت پای ته ورساوه او اسلام مې د دین په عنوان ستاسو لپاره غوره کړ». که د قران کریم قوانین عملاً اجرا شي، هغه ستونزي چې زرګونه کلونه یې د نړۍ د متفکرو او ټولنپوهانو مغز او فکر د ځان سره مصروف کړې او هیڅ کله د هغه د حل کېدو پایله نده وړاندې شوي پېښ به نشي، او هېڅ ډول اقتصادي او سیاسي ستونزي به په هغه محیط کې را تازه نشي. هو! هغه څه ته چې د نړۍ متفکرانو وروسته له زرګونه کلونو تجربو او تېروتنو لاس ته راوړي قرآن مجید هغه ۱۴۰۰ کاله مخکې د نالوستي پیغمبر په ژبه بیان کړي دي. پرته له شک دا د هدایت پیغام او دا قانون چې نوم یې اسلام دی د الهي قدرت د اعلان نمونه ده. {صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ ۚ } (النمل: ۸۸).
«د خدای جوړ دی چې هر څه یې ټینګ او ثابت پیدا کړي دي». او په دې دلیل چې اسلامي اصول او قواعد له قرآن څخه اخیستل شوي دي معجزه ده.
{هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ} (الجمعة: ۲). «هغه، هاغه ذات دی چې رسول یې د نالوستو او بې سوادو په مینځ کې د هغوی له مینځه راپورته (انتخاب) کړ تر څو یې آیاتونه هغوی ته ووایي او هغوی تزکیه کړي او کتاب او حکمت هغوی ته ور زده کړي اګر څه د پیغمبر د بعثت څخه وړاندې هغوی په ښکاره ګمراهۍ کې ژوند کاوه». د قرآن مجید د دې اعجازي بعد شرحه او توضیح په حقیقت کې د اسلام شرحه او توضیح ده، چې د هغې لپاره کتابتون ته اړتیا نشته. د عقایدو، اخلاق او معاشرت په برخه کې اړتیا ده چې د قرآن مجید اعجازي جامعیَت او ډول ډول حکمتونه د ژور تدبُر لاندي ونیول شي اګر څه د هغه نکتو، رازونو او حیرانونکو ښکلاوو ته د هېڅ انسان لپاره په هېڅ زمان کې پوره لاسرسی ممکن نه دي.
{وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ} (لقمان: ۲۷).
«که داسې شي چې ټولي وني (درختي) ځمکي قلمونه او د سيند ټولي اوبه سره یوځای شي او اوه نور سیندونه په هغه اضافه شي او په مرکب بدل شي د خدای تعالیٰ خبرې یعني صفات به یې پاي ته و نه رسیږي په رښتیا چې خدای تعالیٰ غالب او با حکمت دی». {قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا} (الکهف: ۱۰۹). «ووایه: که سیند زما د پروردګار د خبرو لېکلو لپاره مرکب شي مخکي له هغه چې زما د پروردګار خبري پای ته ورسیږي سیند (رود) به وچ شي اګر څه بل سیند یې هم مرستي ته راولو (راوړو)».
د قرآن علوم او معارف د هغه دوهمه معجزه ده
د قرآن مجید دوهمه معجزه د هغه بې شمېره علوم او معارف او د هغه ډول ډول رازونه او حقایق دي چې هر یو یې د جلا جلا معجزو درلودونکي دي، انساني علم که هر څومره پرمختګ وکړي او د بشر د سترګو له مخې پردې پورته کړل شي، د قرآن جمال او ښکلا بې ګرد او غباره په نظر راځي. په حقیقت کې د انسان د پوهي دایره ډېره محدوده ده په همدې سبب نشي کولای د قرآن عظیم الشأن بېپایانه وسعت تحمل کړي بیا هم که وشي کوای هر څه له هغه ترلاسه کړي غنیمت دي. {أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا} (الرعد: ۱۷).
«هغه اوبه له اسمان څخه نازل کړي نو سیندونه په خپلو اندازو جاري شول». په دې معجزو کې متعدد ابعاد وجود لري یو له هغوی د هغه ابدیت او ډاډمنتیا ده چې په حقیقت کې د الهي علم او الهي کتابونو ځانګړنه شمېرل کیږی. ځکه تغییر او تېروتنه د انساني علم لوازم دي قرآن مجید چې الهي کلام دی د هر ډول نظر څخه مصؤنیت لري او حقایق یې ابدي او دائمي دی.
د انساني علم ګډوالی په پخوانیو صحیفو کي
هر کله چې په یو مذهب یا د هغه اسماني کتابونو کې د انسانانو له لوري تحریف او دخالت پیل شي او هغه وخت چې انساني علوم او بشري نظریې په هغه مذهب کې دننه کړل شي د هغه ډاډمنتیا او ابدیت باقي نه پاته کیږي ځکه انساني علم محدود او غیر معصوم دی. اما قرآن مجید له پیل تر پایه دائمي او قطعي دی، د انسان تغییر منونکي نظرات، تحقیقات او تجربې په هغه نشي مخلوط کیدای که بشري پوهه هر څومره پرمختګ وکړي، فلکیات او ستورپېژندني علوم که هري مرحلې ته ورسیږي، د ځمکه کُرهوالی که ثابت شي یا نشي په هېڅ صورت کې قرآني حقایق د تأثیر لاندي نه راځي، ځکه دا حقایق لکه د «بطلیموس» نظریه نه ده چې د «کوپرنیک» په تحقیقاتو سره د هغې بطلان ثابت شي. د قرآن مجید برعکس، انجیل د انسانانو له تحریف او اجتهاد څخه مصؤن پاتي نشو، بشري عقاید او افکار په کې ور ګډ شول. دلته دی چې د انجیل د نظریې مطابق د نړۍ عمر شپږ زره کاله بلل شوی، ځمکه مسطح (هواره) ده، لمر، سپوږمۍ او ستوري متحرک دي، ځمکه د کائناتو مرکز ده او نوري کُري د هغه تابع دي، د ځمکي اخوا ته هېڅ ډول وداني او ابادي وجود نه لري او د «سنت اګستان» په خبره د ځمکې د نه کُره والي لوی دلیل دا دی چې که ځمکه کُروي شکله وي د قیامت په ورځ چې خدای تعالی له اسمان څخه نزول کوي خلګ به هغه څنګه مشاهده کړي؟ دا ډول تګلاري ممکن د مقدسو کُتُبو د شارحانو په زمانه کې د خلګو د منلو وړ وې اما به هر حال د واقعیت سره یې مطابقت نه درلود هغه وخت هم راورسید چې دا ډول مذهبي باورونه د عقل خلاف ګڼل کېدل.او د هماغي زمانې څخه د مذهب سقوط پیل شو. خو د اسلام په تاریخ کې به داسي ورځ پیښه نشي. ځکه د انسانانو پوهې به د یو بل سره په ټکر کي شي یو به صحیح بل به اشتباه او یا به دواړه اشتباه شي خو قرآني حقایق هېڅ کله د کشف شویو واقعیتونو سره نه مخ کیږي، بلکي هر هغه څه چې د قرآني حقایقو سره مخالف وي واقعیت نه لري (باطل شمیرل کیږي).
د نوي (عصری) علم ګواهي
د قرآن مجید له آیاتونو څخه د علمي قوانینو (Scientific) ثابتول او یا د هغه د بعضو آیاتونو سره د کشف شویو قوانینو تطبیق (په هغه طریقه چې علامه طنطاوي جوهري په “الجواهر” تفسیر کې د هغه بیان کړی دی) ډېر حساس او له خطر ډک کار دی ځکه ددې امکان شته (لکه څنګه چې د علم او تحقیق په تاریخ کې تجربه شوي ده) چې د علم او تحقیق لاسته راوړني چې اوس ښکاره او ثابت شوي ګڼل کیږي په راتلونکي کې به کاملاً تغېر ومومي یا به په شک او تردید اخته شي. علاوه پر هغې دا ډول هڅې که څه د په نیک نیتۍ سره وشي او ګټي هم ولري خو د قرآن مجید د اصلي هدف او موضوع سره مطابقت نه لري او په هغه کې د یو ډول علمزدَګۍ احساس کیږي. د یادولو وړ ده چې د پخوانیو فلسفو او معروفو تاریخي رویاتو په برخه کې داسي تېروتني د بعضو مفسرانو څخه هم ترسره شوي دي. خو دا چې ډېري کمي وي، په علمي محافلو کې چندان د توجه وړ نه دي واقع شوي. د دې له مخې ویلای شو چې قرآن کریم په هېڅ وخت کې د دې ډول ستونزو سره نه دی مخ شوی خو متأسفانه عهد عتیق (تورات) او مخکني کُتُب له دا ډول ازمایښتونو څخه مصؤن پاتي نه شول. دلته ده چې وینو، چې د هغې زمانې ډېرې معروفي تئورې د مقدسو کتابونو د تفسیر جز وګرځېدې، لکه څنګه چې د مسیحیت په نړۍ کې «د مسیحیانو مقدسه جغرافیه» (Christian Topography) عنوان ډېر معروف شوی وو.
په هر حال، له هغه سره سره چې د قرآن کریم موضوع د انسانانو هدایت دی خو هر کله چې یو سلیم الطبع او ریښتونۍ محقق (چې له فکري جمود او علمزدګۍ لري وي) د قرآن مطالعې ته مخه کړي په پوره معنیٰ تعجب کوي چې څنګه دا لوی کتاب چې څوارلس سوه کاله مخکې په یو امي او نالوستي کس د علم او پوهي نه په لیري محیط کې نازل شوی دی، د تاریخ، جغرافیې، نجوم، اسماني کُرو، فیزیولوژي، ډاکټري او ژنتیک علم اړوند ژور بحثونه مطرح کوي چې عصري علم اوس په وروستیو پیړیو کې وکولای شول چې هغه اثبات کړي او تر اوسه هېڅ داسي یو مطلب په قرآن مجید کې نده ثابت شوی چې عصري علم د هغې خلاف خبره وکړي. د دې اجمال توصیف او توضیح په یو کتاب کې نه خلاصه کیږي، دلته موږ د یو فرانسوي څېړونکي او پوهاند په ګواهۍ اکتفا کوو.
موریس بوکای (Maurice Bucaie) په خپل کتاب (عهد عتیق، قرآن او علم) (The Bible The Quran And Sciene) کې لیکي: د قرآن مجید علمي ابعادو زه د خبرو په پیل کې په حیرانتیا کې غرق کړم، زما په ذهن کې اصلاً داسي باور موجود نه وو چې هغه کتاب چې دیارلس سوه کاله د هغه تېر شوي دي د مختلفو موضوعاتو اړوند ډول ډول مطالب وړاندې کوي او د عصري تحقیقاتو سره پوره همغږي لري.
یاد شوي لیکوال د اسمانونو او ځمکې، د هستي نړۍ وجود، اسماني کُرات، جهاني وسعت، د انسانانو په ژوند کې د اوبو او سیندونو اساسي رول، د ځمکې او غرونو سطحه، د نباتاتو او حیواناتو نړۍ د ژوند مبدا او پیل، د انسانانو د پیدا کېدو څرنګوالی او د جنین د رشد د خلقت اړوند بحث کړی دی. او ضمناً یې د تاریخي وقایعو لکه د نوح (ع) طوفان، د بني اسرائیلو اقامت په مصر کې، د حضرت موسیٰ (ع) هجرت له مصر څخه، او د فرعون د مرګ د څرنګوالی اړوند تحقیقات وړاندې کړي او دا ټول موضوعات یې د قرآن مجید او مقدسو کتابونو د تطبیقي مطالعې وروسته د عصري علم په رڼا کې د بحث او بیاکتني هدف ګرځولي دي او په پای کې یې داسي پایله اخیستي ده: «د قرآن مجید تصریحات او د هغه د منطبق کېدو په اعتبار د عصري علومو د علم او تحقیق له نتایجو سره د تورات او انجیل د تصریحاتو په پرتله د ځانګړي امتیاز څخه برخمن دي». نوموړی لیکوال خپل ارزښتمند کتاب په دې ټکو پای ته رسوي: «انسان اصلاً تصور نه کوي چې دا ټولې علمي خبرې او ادعاوي د یو انسان په قلم لیکل شوي وي.». د محمد ﷺ په زمانه کې د علم او پوهي سطحي ته په کتو انصاف دادی چې ووایو: قرآني خبرې قطعاً پر الهي وحي مبتني دي له همدې امله ده چې صحت او ښه والی یې د هر شک او تردید څخه لوړ دی. په همدې دلیل کله چې د قرآن کریم خبرې د عصري علومو په رڼا کې د مطالعې او بیاکتنې لاندې ونیول شوي د هغه صحت او سلامتیا کاملاً ثابته شوه. دلته بیا ویلای شو: د انسانانو ټولنیزي، اقتصادي او سیاسي غوښتنې هېڅ کله نه دي توانیدلی چې په قرآن کې دخیل وي، او پرته له شک قرآن مجید په دې ټولو ابعادو کې د بشریت لپاره ابدي او روښانه لارښود دی.
د قرآن مجيد دریمه معجزه د غیبي وقایعو ذکر دی
د قرآن کریم د معجزو یوه معجزه د مخکنیو انبیاوو او تېر شویو قومونو اړوند وقایعو ذکر کول دي، په رښتیا چې د حضرت محمد ﷺ د معلوماتو سرچینه غیر له الهي علم او وحې بل څه نه وو. رسولالله امي او نالوستی وو. اغلب وقایع او داستانونه په مکي سورتونو کې بیان شوي دي، د مورخینو اتفاق سره په مکه کې د یهودو او نصاراوو هیڅ یو فرد وجود نه درلود، ورقه بن نوفل چې د انجیل اړوند معلومات درلودل د صحیحو روایاتو مطابق د نبوت په لومړۍ کال وروسته له لومړنۍ وحي له نړۍ وکوچېد. چې ویل کیږي: چې حضرت محمد ﷺ مخکې له هجرت څخه له دوه نصاراو سره لیدلي وو، یو یې بحیرا د شام په بصره کې او بل یې عداس وو چې د طایف په لاره کې یې له هغه سره لیدلي وو،
خو لومړنۍ لیدنه یې له څو ساعتونو او دویمه لیدنه یې له څو دقیقو ډیره نه وه. په لومړني ملاقات کې د حضرت محمد ﷺ عمر ۱۳ کاله وو، څرګنده ده که دا لنډ لیدل او ملاقات ثابت وګڼو آیا یو عاقل انسان کولای شي باور وکړي چې د اسلام پیغمبر ﷺ په ژبې د نه بلدتیا با وجود توانیدلی چې ټول علوم د څو دقیقو په وخت کې حاصل کړي او بیا یې په درویشتو کلونو کې د شرحي او فراخۍ سره خلګو ته سپارلی وي. هغه هم په هغه صحت او قاطعیت چې د مسیحیانو او یهودانو صحیفې له هغې فاقدي دي.
خو دوهم ملاقات یې له عداس سره وو هغه بیا خپله چندان پوه سړی نه وو، او په همدې حال هغه خپله له رسول الله ﷺ سره یو ځای شوی وو. آیا کولای شو ادعا وکړو هغه علوم او معارف چې قرآن وړاندې کړي او هغه ټول له علمي څېړنو او اکتشافاتو وروسته پوره کامل ثابت شوي، د هغې منبع هغه کسان وي چې خپل شخصیت یې مشکوک او مبهم دی. نو څنګه امکان لري هغه څراغ چې خپله نور ونلري په هغه مشعل روښانه کړو؟ دې بېچاره مسېحیانو بل څه نه درلودل چې نورو له هغې استفاده کړي وای. په دې بنا، ثابته شوه چې ددې وقایعو بیان هېڅ بشري منبع او سرچینه نه درلوده بلکې یوازینۍ سرچینه یې الهي وحي وه.
او همدا دی د قرآن اعجازي بُعد چې بار بار یې په هغه تأکید کړی دی، لکه څنګه چې د حضرت مریم او حضرت یحییٰ علیه السلام د تولد له واقعي وروسته فرمایي: {ذَٰلِكَ مِنْ أَنبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۚ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يُلْقُونَ أَقْلَامَهُمْ أَيُّهُمْ يَكْفُلُ مَرْيَمَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يَخْتَصِمُونَ} (آل عمران: ۴۴) «(ای محمدَ ﷺ) دا د غیبو هغه خبرتیاوي دي چې موږ یې ستا په لور وحي درلیږو او کله چې هغوی خپل قلمونه د قرعه کشۍ په خاطر د مریم د کفالت لپاره اچول ته هلته نه وې او نه په هغه وخت چې هغوي جر و بحث کاوه».
د حضرت نوح علیه السلام د طوفان له واقعې وروسته فرمایي: {تِلْكَ مِنْ أَنبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ ۖ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَا أَنتَ وَلَا قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَٰذَا ۖ فَاصْبِرْ ۖ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ} (هود: ۴۹). «دا قصه د غیبي خبرو څخه ده چې موږ یې ستا لوري ته وحي درلیږو. مخکې له دې، نه تا او نه ستا قوم له هغه خبر درلود. صبر وکړه چې د پرهېزګارانو پای ښه دی».
د یوسف علیه السلام د واقعې په ضمن کې فرمایي: {نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَٰذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ} (یوسف: ۳). «موږ د دې قرآن په وسیله چې ستا په لور مو وحي درلیږلی تر ټولو ښه کیسه در بیانوو او ته مخکې له هغې له بېخبرو څخه وې». او د واقعې په پای کې فرمایي: {ذَٰلِكَ مِنْ أَنبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۖ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُوا أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ} (یوسف: ۱۰۲). «دا د غیبي خبرونو څخه دي چې موږ هغه ستا لوري ته درلیږو او ته هغه وخت چې هغوي په مکر سره پر خپلي مشورې اتفاق نظر وکړ د هغوی څنګ ته نه وې». په پاي کې په همدې سوره کې فرمایي: چې دا واقعات جوړ شوي نه دي بلکي د مخکنیو کتابونو د تائید او تفسیر په منزلت دي. {وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ ۖ فَقَدْ جَاءُوا ظُلْمًا وَزُورًا ۴ وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَىٰ عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ۵} (الفرقان: ۴-۵) «او ویې ویل: قرآن د پخوانیو افسانې دي چې هغه، هغه لیکلي دي او سهار او ماښام هغه ته لوستل کیږي. ووایه: څوک چې د اسمانونو او ځمکې له پټو رازونو خبر لري هغه یې رالیږلی. په ريښتیا چې هغه بخښونکی او مهربان دی».
په بل ځای په دې ډول چې کفارو ویل: د قرآن مطالب جوړ کړل شوي او د نورو د مرستې پایله ده، داسي ځواب یې ورکړی دی: {وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ ۖ فَقَدْ جَاءُوا ظُلْمًا وَزُورًا} (الفرقان: ۴). «او کافران وایي قرآن له ځانه جوړ او په دروغو اوبدل شوی دی او نورو د هغه مرسته په دې امر کې کړی. دا د هغوی (کافرانو) خبره ستم او تهمت دی». په سورة قصص کې فرمایي چې د رسولالله ﷺ نه موجود والی د واقعاتو د وقوع په وخت کې په دې امر دلیل دی چې د هغې سرچینه یوازې الهي وحي ده. {وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِيِّ إِذْ قَضَيْنَا إِلَىٰ مُوسَى الْأَمْرَ وَمَا كُنتَ مِنَ الشَّاهِدِينَ۴۴ وَلَٰكِنَّا أَنشَأْنَا قُرُونًا فَتَطَاوَلَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ ۚ وَمَا كُنتَ ثَاوِيًا فِي أَهْلِ مَدْيَنَ تَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَلَٰكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ۴۵ وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا وَلَٰكِن رَّحْمَةً مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أَتَاهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ۴۶}. (القصص: ۴۴-۴۶) «(ای محمدَ ﷺ) کله مو چې موسی ته حکم واستوه ته نه د طور په غربي برخه کې وې او نه د صحنې په حاضرینو کې او موږ څو ملتونه د موسیٰ وروسته پیدا کړل. اوږد وخت په هغوی تېر شو او تا د هغوی په قبیله کې سکونت نه درلود چې زموږ آیات د هغه ځای اوسیدونکو ته ووایي البته موږ د پیغمبرانو استونکي یو. او کله چې موږ موسیٰ ته غږ وکړ تا د کوه طور څنګ ته حضور نه درلود خو ستا پروردګار په تا د لطف نظر لري چې هغه ملت ته چې مخکې له تا یې لارښود نه درلود خبرتیا ورکړي تر څو نصیحت منونکي شي او سمي لاري ته راشي».
د عنکبوت په سوره کې فرمایي په دې دلیل چې تاسو نالوستۍ فرد یاست او ددې وقایعو په نسبت دي اطلاع نه درلوده بیا نو ولي کفار په دې کې چې ددې سرچینه الهي وحي ده په شک او تردید اخته شوي دي. {وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ ۖ إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ} (العنکبوت: ۴۸) «تا مخکي د قرآن له نزول څخه نه کتاب لوستلای شو او نه دې په خپل ښي لاس څه لیکلای شول. په هغه صورت کې کږفکري په شک او تردید کې غورځېدل».
د قرآن توپیر له مخکنیو صحیفو سره
هغه کسان چې د نبوت په عصر کې معتقد وه چې قرآني علوم او په هغه کې بیان شوي کیسې له تورات او انجیل څخه اقتباس شوي دي هغو په حقیقت کې له تورات او انجیل څخه معلومات نه درلودل د دې امر تحقیق هیڅ ستونزه نلري، ځکه تورات او انجیل په لاسرسي کې دي او د ټولو یهودو او نصاراوو د عقیدې مطابق محفوظ دي ددې له مخې کولای شي قرآن له هغې تطبیق کړي او د دې ادعا حقیقت روښانه کړي. د بعضي انبیاوو داستانونه چې په قرآن او تېرو شویو کتابونو کې ګډ ذکر شوي دي. د هغوی له مطالعي داسي ښکاري چې بعضي برخې یې داسي ګډ او همغږي دي چې ښکاره معلومیږي له یوې سرچینې څخه اخیستل شوي دي، چې هغه حقیقتاً الهي وحي ده خو په عین حال که په ښکاره معلومیږي چې بعضي اجزاء او برخي چې په پخوانیو صحیفو کې ذکر شوي دي د انسانانو له لاس وهنو ندي پاتي شوي. د بیان ډولونه یې ځیني وخت داسې متفاوت کیږي چې په بعضي ځایونو کې یې پر نورانیت او وحي والي دلالت کوي کله چې انسانان هغه لولي احساس کوي چې دا واقعات د تاریخي اشخاصو له اړخ چې اکثراً په تاریخي بحثونو کې لیدل کیږي مینځ ته نه راځي. فقط د انتخاب شویو وقایعو ځیني برخي چې په هري زمانې کې کولای شي د انسانانو لپاره د هدایت او عبرت سبب وګرځي. لکه څنګه چې په سورت یوسف کې فرمایي: {لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ ۗ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَىٰ وَلَٰكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ} (یوسف: ۱۱۱). «هر وخت یې په داستانونو کې پند او عبرت د عقل د خاوندانو لپاره دی. قرآن هغه کتاب نه دی چې له خپل ځان څخه جوړ او اضافه شوی وي بلکي له ځان څخه د مخکنيو کتابونو تصدیق او هر څه په تفصیل بیانوي او د مؤمنانو په حق کې هدایت او رحمت دی».
د تیرو شویو انبیوو او اُمتونو د پیښو اړوند د اعجاز نکته
د تیرو انبیاؤ او امتونو د وقایعو بیان کې دا نکته په وضوح سره لیدل کیږي چې قرآن مجید د غیر مربوط مطالبو او تاریخي تفصیلاتو ذکر کول نه غواړي او یوازې هغه مطالب بیانوي چې د انسانانو د خلاصون او هدایت لپاره ګټهور وي. فرعون ډېره هڅه وکړه چې موسی (ع) په تاریخي بحثونو کې مصروف کړي خو موسیٰ (ع) په ډیر ښه ډول ددې بحثونه باب بند کړ او خپل اصلي دعوت ته یې دوام ورکړ: {قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُونِ الْأُولَىٰ} (طه: ۵۱) «د پخوانیو ملتونو د حال او وضعیت څخه څه پوهیږی؟». موسیٰ (ع) وفرمایل:
{قَالَ عِلْمُهَا عِندَ رَبِّي فِي كِتَابٍ ۖ لَّا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنسَى} (طه: ۵۲) «په هغوی علم او خبر زما د پروردګار سره په کتاب کې دی زما پروردګار نه تیروتنه او نه هیرول کوي». خو که په تورات د سلاطینو کتاب، تواریخ تکوین مطالعه کړئ وینئ چې تاریخي رنګ په هغه غالب شوی دی. د تعدادو، اشخاصو، قبایلو ذکر او د ودانیو کامل توصیف په کثرت سره لیدل کیږي. البته په بعضي مواقعو کې د وحي انوار احساس کیږي او د انسان زړه باور او یقین کوي چې دا کیدای شي د الهي کلام ژباړه وي.
د حضرت یوسف (ع) واقعه په تورات او قرآن کې
ددې لپاره چې د قرآن او تورات په مینځ کې تفاوت او فرق واضح کړو، د مثال په ډول، د حضرت یوسف (ع) واقعه انتخابَوو، چې په قرآن او تورات کې نسبتاً په تفصیل سره ذکر شوي ده. په تورات کې ډېر مطالب شته چې زیات یې د نومونو او تاریخ اړوند دي. په دریم باب کې یې د یهوده داستان ذکر شوی دی چې په هېڅ ډول د حضرت یعقوب (ع) له کورنۍ سره تړاو نلري او د هغې له لوستلو انسان شرمیږي. بعضي شیان حضرت یوسف (ع) ته نسبت کړل شوي دي چې د هغه د نبوت له مقام سره ضدیت او مخالفت لري (بند ۴۲). خو په قرآن کې مهم مطالب ذکر شوي دي چې اصلاً په تورات کې وجود نه لري. د مثال په ډول د حضرت یوسف (ع) د توحید اړوند زړهراښکونکی موعظه چې د خوب د تعبیر په وخت یې بیان کړي وه د داسي نکتو او حکمتونو درلودونکي وه چې د حضرت یوسف (ع) کمالات او فراست په هغه کې په پوره معنیٰ تجلیٰ موندلي وه. په داسي حال چې دا موعظه په تورات کې اصلاً ذکر شوي نه ده. (سورة یوسف: ۳۶-۴۱) په قرآن کې ذکر شوي دي: کله چې د مصر پاچا خوب ولید او د حضرت یوسف (ع) تعبیر یې د خپل خوب اړوند واورید، هغه قاصد واستوه. خو حضرت یوسف (ع) کوښښ ونکړ او اړین یې وګڼل چې مخکي له خلاصیدو یې په هغه د تور اړوند تحقیق وکړل شي. تر څو هغه ډول چې یې تهمت مشهور شوی وو، پاکلمني او بېګناهي يې هم د خلګو په مینځ مشهوره شي. او ټول پوه شي چې د هغه د زندان څخه خلاصون د پاچا د عفوي او ګذشت په سبب نه وو بلکي برائت او بېګناهي یې ثابت شوي ده. دا ډول برخورد د نبوت د مقام او د کورنۍ له اصالت او شرافت سره یې همغږي درلوده او د پوهي او فراست مقتضاء یې وه خو د واقعې دا برخه یې په تورات کې نه ده ذکر شوي. اوس د تورات لاندې مطالبو ته پاملرنه وکړئ: « دا تأویل د فرعون او خدمتګارانو په نظر کې جالب راغی فرعون هغوی ته وویل: آیا دا فرد چې د خدای روح په هغه کې دی کولای شو چې هغه ومومو؟ او فرعون یوسف ته وویل: دا چې خدای تا ته بصیرت درکړی دی ستا په څیر بل عاقل او پوه وجود نه لري، تاسو زما په منزل کې د اختیار خاوند یاست، امر او دستور مو زما پر ملت اجرا کړئ، البته پر تخت کیناستو زه پر تاسو لوړوالی لرم. (د پیدایښت کتاب: ۳۷-۴۰).
قرآن داسي نقل کوي: {فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَىٰ رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ ۚ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ} (یوسف: ۵۰). «بیا د پاچا استول شوی د هغه څنګ ته راغی ویې ویل: د خپل سرور (څنګ) ته ورشه او له هغه وپوښته، د هغه ښځو شأن چې لاسونه یې غوڅ (پرې) کړل څه وو؟ په رېښتیا چې پروردګار مې د هغوی په مکر پوه دی». کله خپله زلیخا چې د هغې په تهمت حضرت یوسف (ع) زنداني شوی وو په خپله ژبه د هغه برائت اعلان کړ. حضرت یوسف (علیه السلام) دخپلې غوښتنې دلیل داسې بیان کړ: {ذَٰلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ} (یوسف: ۵۲) «یوسف (ع) وویل: ددې تحقیق او تفحص مطالبه په دې جهت ده تر څو د مصر عزیز په یقین سره وپوهیږي چې ما غائبانه هغې ته خیانت نه دی کړی او په دې هم وپوهیږي چې خدای د خیانت کونکو نقشه سر ته نه رسوي». وروسته یې د ادعا شبهه په خپل پیغمبرانه انابت سره داسې دفع کړي ده: {وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي ۚ إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي ۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ} (یوسف: ۵۳). «او زه خپل نفس د هر عیب نه مبرا نه ګڼم. ځکه انساني نفس خپل خاوند بدیو ته سوق کوي مګر هغه چې زما د پروردګار رحمت یې د حال شامل شي. بېشکه چې پروردګار مې بخښونکی او مهربان دی». په رېښتیا چې له دې مطلب، د نبوت کلام ښکاره کیږي، او په هغه کې د حضرت یوسف (ع) د سیرة او کردار وړانګي په وضاحت سره لیدل کیږي. خو دا مهمه برخه له تورات څخه حذف کړل شوي ده. ۳- د حضرت یعقوب (ع) خبري اتري چې په تورات کې منقول شوي دي هغه پیغمبري اخلاص او روښنایي په نظر کې نه راځي چې په قرآن کې لیدل کیږي. محترم لوستونکی کولای شي چې دا مدعا د تورات په پیدایښت کتاب او د قرآن د سورة یوسف په مقایسه کې تشخیص کړي؛ د قرآن له عبارت څخه داسې انګیرل کیږي چې یوسف (ع) پر الله توکل لري، او په هر راتلونکي کې د حق تعالیٰ قدرتي لاس ویني، په هري سختئ کې د الله تعالیٰ نوم په ژبه راوړي او د هغه لویي بیانوي خو په تورات کې هغه یو دردمند، د اولادو خاوند، عمر خوړلی او تجربه لرونکي شخص معرفي کیږي. د بنیامین پاتي کیدل د حضرت یوسف (ع) سره، د ورونو بیرته راتګ د یعقوب څنګ ته او د حضرت یعقوب (ع) دردمني او د توکل ډکو خبرو اترو واقعات اصلاً په تورات کې نه دي ذکر شوي. ۴- په قرآن مجید کې داسې بیان شوي کله چې حضرت یوسف (ع) وروسته له اوږدې جدایي خپل پلار او ورونو سره ملاقات وکړل، د زړه له تله یې د خدای شکر پر ځای کړ، د حکومت او قدرت په اوج کې یې دينداري او نبوت تجلیٰ وکړه، او د عزت او مشرتوب په وخت کې یې تواضع او فروتني نمایش ته وړاندې کړه او د خپل پروردګار داسې ثنا یې وویله او دعا یې وکړه: {رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ ۚ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ} (یوسف: ۱۰۱). «ای زما پروردګاره! تا زه له حکومت او فرمانروایی برخهمند (ګټمن) کړم او د خوب د تعبیر علم دې ما ته عطا کړ! ای د اسمانونو او ځمکې جوړونکی ته یې زما سرپرست په دنیا او آخرت کې! ما په طاعت او بندهګی کې مړ کړه او د نیکوکارانو سره مې ملحق کړه». متأسفاته دا ډېره مؤثره برخه له تورات څخه حذف شوي ده.
د انبیاؤ سیرت د تورات او قرآن په هینداره کې
د قرآن مجید او تورات په مینځ کې چې لوی فرق وجود لري دا دی چې قرآن مجید د انبیاؤ په سیرت کې انبیاء کاملاً پاک او له عیب سپیڅلي معرفي کوي څه ډول چې د نبوت له مقام سره مطابقت لري. قرآن مجید هغه ټول تورونه چې د دښمنانو او یا ناپوهه دوستانو په مینځ کې معروف وو تکذیب کوي خو د عهد عتیق (تورات) په صفحو کې د انبیاؤ اړوند داسې مطالب شته چې انسان د هغې له لوستلو شرمیږي او په تندي یې عرق راځي ځکه په بعضي مواقعو کې یې انبیاء په کفر او فسق متهم کړي دي، د پیدایښت کتاب په ۹ باب کې یې د حضرت نوح (ع) اړوند، او د هغه کتاب په ۱۶ باب کې یې د حضرت لوط (ع) په اړه، او د کتاب خروج په ۳۲ باب کې یې د حضرت هارون (ع) په باره کې، او د سلاطینو کتاب په ۱۱ باب کې یې د حضرت سلیمان اړوند صریحاً د کفر او شرک، فسق او ګناه نسبت ورکړل شوی دی. خو حضرت نوح (ع) د قرآن مجید په “شعراء” سورت کې رسول او امین معرفي کړی، او په سورت “هود” کې یې پر هغه سلام او برکات بیان کړي دي، او د حضرت لوط علیه السلام اړوند یې داسې ویلي دي: {وَلُوطًا آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَت تَّعْمَلُ الْخَبَائِثَ ۗ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَاسِقِينَ} (الأنبیاء: ۷۴). «او حضرت لوط (ع) ته مو حکمت او نبوت او علم ورکړ او هغه مو له هغه سیمې (کَلي) چې خلګو یې بد اعمال ترسره کول راخلاص کړ. هغوي ډېر بدکرداره او نافرمان ملت وو». په تورات کې حضرت هارون (ع) صراحتاً د خوسي په عبادت کولو تورن شوي دی، د تورات عبارت داسې دی «هارون د موسی په غیابت کې د بني اسرائیلو د وړاندیز په بنا د زیورآلاتو پت جوړ کړ او له ټولو بني اسرائیلو یې وغوښتل تر څو د هغه عبادت وکړي او د هغه لپاره قرباني وکړي او هغوی ته یې وویل چې همدا ستاسو معبود دی چې تاسو یې له مصر څخه بهر کړي یاست». خو قرآن کریم د دې خبرې برعکس خبره راوړې ده: {وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هَارُونُ مِن قَبْلُ يَا قَوْمِ إِنَّمَا فُتِنتُم بِهِ ۖ وَإِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمَٰنُ فَاتَّبِعُونِي وَأَطِيعُوا أَمْرِي} (طه: ۹۰) «او هارون (ع) مخکې له دې هغوی ته ویلې وو: ای خلګو! تاسو (په دې خوسې) ازمایښت شوي یاست. پروردګار مو الله دی، زما اطاعت وکړئ او خبره مې ومنئ». د حضرت سلیمان (ع) اړوند په تورات کې لاندې عبارت تر سترګو کیږي: «کله چې سلیمان د بوډاتوب عمر ته ورسېد، د هغه ښځو هغه د نورو معبودانو لور ته متمایل کړ، دا وو چې نور یې زړه الله ته متوجه نه وو. هغه ډول چې یې د پلار (داود) حال وو. په هر حال سلیمان (ع) د عسترون چې د صیدانیانو معبود او ملکوم منفور چې د عمونيانو بت وو اطاعت پیل کړ». له دې عبارت څه لږ مخکې ویل شوي دي. «الله تعالیٰ له سلیمان ناراضه شو، ځکه زړه یې د اسرائیلو له خدای بیرته کرځېدلی وو. خدای دوباره هغه ته امر وکړ چې د نورو معبودانو پیروي ونکړي خو سلیمان هغه څه چې خدای امر کړي وو، و نه منل».
اوس د قرآن لاندې ذکر شوي آیت ته وګورئ چې څه ډول یې د سلیمان (ع) کامل اخلاص او عبودیت په تحسین سره بیان کړی دی: {وَوَهَبْنَا لِدَاوُودَ سُلَيْمَانَ ۚ نِعْمَ الْعَبْدُ ۖ إِنَّهُ أَوَّابٌ} (ص: ۳۰) «او موږ داوود ته سلیمان ورکړ. هغه څومره ښه بنده دی! ځکه تل د خدای لوري ته راستنېدونکی وو (او د هغه په یاد وو)». څه وړاندې یې د هغه د قُرب مقام د حق اړوند داسي بیان کړی دی: {وَإِنَّ لَهُ عِندَنَا لَزُلْفَىٰ وَحُسْنَ مَآبٍ} (ص: ۴۰). «حقا چې هغه موږ ته نژدې او لوړ مقام لري». یهودیانو په حضرت مسیح او مور یې ناروا تورونه پوري کړي دي خو قرآن مجید هغه رد کړي، او حضرت مسیح یې پاک او مبارک پیغمبر معرفي کړی دی (په سورت آل عمران، مائده، مریم او زخرف کې یې وګورئ). ددې اساسي فرق با وجود چې په قرآن او پخوانیو صحیفو کې موجود دی، بیا هم که یو څوک ادعا کوي چې قرآن مجید له پخوانیو کتابونو څخه اخیستل شوي دی د هغې دلیل د ده ناپوهي د خپلو کتابونو په نسبت ده. په رېښتیا چې د قرآن مجید مطالب مستقیاً د الله تعالیٰ له لوري دي، او د هغه سرچینه الهي وحي ده په دې جهت له واقعیت سره پوره مطابقت لري او د هر ډول شک او تیروتني څخه پاک دی، همدا دی چې قرآن مجید د پخوانیو کتابونو محافظ او د هغوی تصدیق کونکی دی، او په عین حال کې د یهودو دروغجن نسبتونه رد کوي.
د قرآن مجید د بیان تګلاره د پخوانیو کتابونو د تحریف، او د پخوانیو مذاهبو د عقایدو توضیح اړوند.
د قرآن مجید یو اعجازي بُعد دا دی چې د نصاراؤ د ډول ډول عقایدو او افکارو فرق په دقت او قاطعیت سره بیانوي او هغه نکات چې خلګ پرې خبرتیا نلري تأکید کوي، د یادولو وړ ده، هغه مطالب چې قرآن مجید د هغوی د عقایدو او اختلافاتو اړوند نقل کړي دي، ډېرو یهودیانو هغه نه منل خو د هغوی دیني منابع چې اوس په کثرت سره خپریږي د قرآن مجید بیانات په پوره معنا تصدیق کوي. او په دې برخه کې حیرانونکي حقایق ثابت شوي دي. او داسي معلومیږي چې قرآن مجید د هغوی اړوند چې هر تعبیر استعمال کړی دی، کره او پرځای دی. قرآن مجید د بعضي اشخاصو او وقایعو اړوند په ځینو ټکو تأکید کوي یا بعضي مسایل نفي کوي ټول په دې علت دي چې یهود او نصاراوو هغه نه قبلول، د قرآن مجید هدف پر هغوی رد دی. په دې برخه کې په دري مثالونو اکتفا کیږي: ۱- قرآن مجید سلیمان (ع) له کفر څخه تبرئه کړی دی او فرمایي:
{وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَٰكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا} (البقرة: ۱۰۲) «او سلیمان هرګز کفر نه ده کړی بلکي شیاطینو کفر ترسره کړی دی». ممکن یو خالي الذهن او سلیم الفطرت فرد په تعجب شي چې څه ضرور وو چې خدای تعالیٰ یو مشهور او جلیل القدر پیغمبر د کفر له تور څخه تبرئه کړي، ځکه د نبوت منصب نه یوازي ایمان ته مستلزم دی، بلکي یو پیغمبر، د ایمانلرونکو وګړو رهبر او پیشوا، او د نورو لپاره د هدایت سرچینه ده. خو که د تورات بیانات د سلیمان (ع) اړوند وګورئ (چې بعضي مثالونه یې وړاندې ذکر شول) وبه وینئ چې یهودانو حضرت سلیمان (ع) په شرک، بت پرستۍ، د سحر زدهکړه او… باندي تورنَولو. د یهودانو نوي منابعو کې لکه دائرةالمعارف الیهودیه (Jewish Encyclopedia) او دائرةالمعارف اخلاق او مذاهب (Encyclopedia of Religions & Ethics) کې د حضرت سلیمان اړوند هغه مطالب راغلي دي چې د هغې له مطالعې وروسته انسان هغه ته متوجه کیږي چې ولې قرآن مجید د هغه په پاک لمنۍ او برائت ګواهي ورکړي ده. د یهودیت او مسیحیت نړۍ (چې د هغې د عقیدي سرچینه د عهد عتیق کُتب دي) بالآخره مجبور شول هغه واقعیتونو ته چې د نالوستي پیغمبر لخوا ۱۴۰۰ کاله وړاندې د عربستان په ریګستاني سیمه او د تمدن د علمي مراکزو څخه لري بیان کړې دي مخه کړي، او د نه غوښتلو سره سره هغه قبول کړي. د بریتانیې په دائرةالمعارف کې د حضرت سلیمان (ع) اړوند صراحتاً راغلي دي: «سلیمان مخلص او د واحد خدای عبادت کونکی شخص وو». په دائرةالمعارف ببلیکا (Encyclopedia Biblica) چې د عهد عتیق علومو د مسېحي متخصصانو او پوهانو د تحقیق او څیړنو پایله ده صراحتاً ویل شوي چې د عهد عتیق هر آیت چې په هغه کې حضرت سلیمان (ع) ته د کفر او شرک نسبت ورکړل شوی دی تحریف شوی او غیر اصلي دی، او دا تورونه صریحاً رد شوي دي چې حضرت سلیمان (ع) د خپلو ښځو په تأثیر د هغوی د معبودانو عبادت کړی وو.
۲- په قرآن مجید کې راغلي دي چې د نړۍ جوړونکي (خالق) د ځمکې او اسمانونو د خلقت وروسته له ستړیا سره مخ نشو: {إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ} (ق: ۳۸). «موږ اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د هغوی په مینځ کې دي په شپږ ورځو کې جوړ کړل او د ستړیا سره مخ نشو». کله چې یو سلیمالفطرت انسان دا آیت لولي د حیرانتیا احساس کوي او له ځان پوښتي چې الله تعالی چې د هغه په وصف کې: {وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا} (البقره: ۲۵۵) «د ځمکې او اسمانونو ساتنه یې نه ستړی کوي». «نه هغه ته خوب راځې او نه چُرت». ویل شوي دي څه ضرورت دی چې له ځان عدم ستړیا نفي کړي. او ووایي چې هغه د اسمانونو او ځمکې له خلقت او جوړولو وروسته ستړی شوی نه دی؟ خو کله چې تورات مطالعه کړئ ګورئ چې هغه کې لیکل شوي دي چې خدای تعالیٰ په شپږو ورځو کې ځمکه او اسمانونه خلق او جوړ کړل او په اومه ورځ یې آرام او استراحت وکړ. په عربي ژباړو کې راغلي دي (فاستراح في یوم السابع). د کنګ جیمس په مستند ژباړه کې لاندې کلمات په سترګو لګیږي: (And He Rseted in Seventh Day From All His Work Which He Had Made). هو وروسته له دې تصریحاتو دي چې انسان د {وَمَا مَسَّنَا مَن لُغُوبِ} لزوم او اهمیت درک کړي او اذعان (اعتراف) کوي چې دا جمله په حقیقت کې د جاهلي او ازالة عقیدې رد کولو په منظور بیان شوي ده، هغه هم د هغه ملت لپاره چې د علم او هدایت مدعي وو، شاید همدا دلیل ده چې هغوی تر نن ورځ پوري د شنبي ورځ قدرمنه ګڼي او په هغه ورځ هیڅ کار سرته نه رسوي. قرآن مجید د نصاراؤ عقېده د حضرت مسیح (ع) اړوند درې ډوله ذکر کړي ده:
۱- {لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ} (المائده: ۱۷) «هغه کسان چې وایي: عیسیٰ بن مریم خدای دی کافران دي».
۲- {وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ} (التوبه: ۳۰). «او مسیحیان وایي وایي چې مسیح د خدای زوی دی».
۳- {وَقَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ} (البقره: ۱۱۶) «او وایي: خدای اولاد (فرزند) لري. هېڅ کله نه؛ هغه د داسي ناروا تورنو څخه پاک او مبرا دی». ۲-۳- {وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَٰنُ وَلَدًا ۸۸ لَّقَدْ جِئْتُمْ شَيْئًا إِدًّا} (مریم: ۸۸-۸۹). «او وایي: خدای فرزند لري. په ريښتیا چې ډېره بده خبره مو په ژبه راوړې ده». ۳-۳-{وَمَا يَنبَغِي لِلرَّحْمَٰنِ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا} (مریم: ۹۲). «او د خدای له شأن سره نه ښایي چې څوک د ځان لپاره فرزند کړي». ۴-۳-
{وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ} (الأسراء: ۱۱۱). «او ووایه: ټول تعریفونه د هغه خدای لپاره دي چې نه فرزند لري او نه په خپلې فرمانروایي کې شریک».
۳-۵- {وَيُنذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا} (الکهف: ۴). «او هغه کسان چې وایي: خدای تعالی څوک د اولاد په حیث نیولی، وویروي». آیا نشو ویلای: دلته یوازې تفاوت، د بیان په ډول کې دی مفهوم او معنای یې یوه ده؟ خیر! که د مسیحي فرقو د تاریخ په رڼا کې د هغوی د عقایدو مطالعې اړوند د قرآن مجید پورته ذکر شوي آیاتونه بررسي کړو متوجه به شو چې په دې آیاتونو کې څه دقیق تفاوتونه موجود دي؛ په ځانګړي ډول کله چې دا مسئله روښانه شوي ده چې د مسیحیانو یو ټولی د (Adoptionist) په نامه معتقد دی چې حضرت مسیح د خدای تعالی صلبي فرزند (اولاد) نه دی بلکي معاذالله د هغه ثوابي زوی (Adopt) دی، هغه وخت انسان د قرآن مجید په اعجاز اعتراف کوي چې امي پیغمبر څه ډول ۱۴۰۰ کاله وړاندې د الهي وحي پر اساس له حقیت څخه پرده پورته کړي ده او د هغه تیارو تفاوت چې خپله مسیحیان پري خبر نه وو به نظر کې نیولي او هغه ته اشاره کړي ده؛ علامه عبدالماجد دیابادي په دې برخه کې لیکي: «د مسیحیانو یوه ډله د اتحادیون (Adoptionist) په نامه تیره شوي ده د هغوی اساسي عقیده (تنبیت یا اتحادیت) [Adoptionism] دی د هغوی د عقیدې نچوړ دا دی چې لمړنۍ اقنوم یعني لوی او لوړ خدای تعالیٰ، مسیح د خپل ثوابي زوی په حیث ټاکلي او په خپل الوهیت کې یې شریک کړی دی اوس هغه د الله تعالی په ټولو صفاتو لکه الوهیت او مالکیت کې شریک او برخهمن دی. په دې عقیده د ۱۸۵ میلادي تاریخ دلیل او اسناد وجود لري، په شپږم قرن کې دویم پاپ دا عقیده الحاد او زندقه وبلله، په قرآن مجید کې د مسیحیت دې ډلې ته صراحتاً اشاره شوي ده». دا باریکي خبري او دا اعجازي بُعد د یو انسان له توان څخه بهر دی، هغه هم، هغه انسان چې د یهودو او نصاراوو د ډېرو افکارو اړوند یې دقیق معلومات نه درلودل. له شک پرته دا کتاب عالمالغیب صحیفه ده چې په هغه کې هیڅ شک او تردید، عیب او نقص وجود نه لري.
{وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ ۴۱ لَّا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ ۖ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ} (فصلت: ۴۱-۴۲). «قرآن هغه کتاب دی ارزښتمند؛ دروغ نه له مخي او نه شا، په هغه به لار ونه موندی: د پوه او توصیف شوي خدای نازل کړل شوی (کتاب) دی».