Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په احکامو کي حکمت پسې ګرځېدل، اسلام ته د بلنې لاره نه ده
اسلام یکشنبه _31 _دسمبر _2023AH 31-12-2023AD

په احکامو کي حکمت پسې ګرځېدل، اسلام ته د بلنې لاره نه ده

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
په احکامو کې حکمت
لیکوال: ابوجریر

په احکامو کي حکمت پسې ګرځېدل، اسلام ته د بلنې لاره نه ده

سریزه

الحمدلله رب العلمین والعاقبة للمتقین والصلاة والسلام علی سیدنا محمد وعلی آله واصحابه اجمعین وعلی من قام بدعوته الی یوم الدین.
اما بعد: اسلام د هغه دین نوم دی چې د حضرت جبرئیل علیه السلام په واسطه پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ۲۳تو کلونو په موده کي نازل شوی، تر څو د دوو جهانونو د نجات په لور د انسان لارښوونه وکړي.
دا دین د عقایدو او عباداتو له لارې انسان له خپل خالق سره نښلوي. او د اخلاقياتو، مأكولاتو او ملبوساتو له لارې له ځان سره د هغه اړيکې او د نورو خلکو سره د معاملو او عقوباتو له لارې د هغه اړیکه ټینګوي. اسلام د دغو ارتباطاتو د پلي کولو، ساتنې او پرمختګ لپاره یوه ځانګړې طریقه په پام کې نیولې ده. لکه څنګه چې د خپلو احکامو په جوړښت کې د اړیکو ټینګولو لپاره له خلکو اختیار سلب کړۍ او دوی ته اجازه نه ورکوي چې د دوی د خوښې سره سم د اسلامي شریعت څخه پرته بله لاره غوره کړي.
له کفارو سره خواخوږي او یا په اسلام باندې د هغوی تورونه نباید د الله تعالی د فرمان، یعنې د هغه د ځانګړي طریقې د بدلون لامل شي. خو له بده مرغه کله چې مسلمانانو له زوال نه وروسته د فکري او عملي ستونزو له ډېرېدو سره مخ شول او ډېر اسلامي ارشادات يې په تېره بيا د خپل ژوند او نورو په چارو کې د اسلام د پلې کېدا برخه بېګانه شول؛ ځکه چې کله اسلام خپل واقعي مقام له لاسه ورکړ، د مسلمانانو په ژوند باندې یې حاکمیت او نورو ته یې تبلیغ کمزوری او تت شول. له همدې امله ځینو د اسلام حاکمیت د جمهوریت، ډیموکراسي، اشتراکیت (کمونیزم)، سرمایه دارۍ او داسې نورو نظامونو په منلو کې ولیدل. خو یو شمېر نورو بیا د شرعي احکامو د حاکمیت لپاره په غیر شرعي دلیلونو لکه د شرعي احکامو لپاره عقلي او منطقي دلایل وړاندې کول وګڼل. حتی په دې وروستیو کې یې نه یوازې دا چې په شرعي احکامو کې حکمت د شریعت له دلایلو څخه ګڼلی، بلکې دا یې د اسلام د بلنې یوه طریقه هم ګڼلې ده. له همدې امله مي پریکړه وکړه چې په دې مسئله کې له خپل توان سره سم، توضیحات وړاندې کړم.

په احکامو کې حکمت

د حکمت په لغت کې داسې معناوې شته لکه: لنډه وینا، نصیحت او وعظ، عقل او پوهه. او په اصطلاح کې د اعمالو پایله ده چې د شارع هدف، د شریعت تشریع دی. او شارع د شریعت حکمت په دوه ډوله بیان کړي دي: ۱- د شريعت عمومي حکمت؛ شارع، شریعت، عمومي حکمت د ټول عالم لپاره د رحمت په توګه ياد کړی دی. الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت په اړه فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ [أنبياء: 107]
[اې محمده (ص)!] موږ چي ته لېږلی یې، دا په اصل کښي د ټول عالم په باب زموږ رحمت دى. (موږ د ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت لېږلى یې.) همدارنګه د قرآن کریم په اړه فرمايي: وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ» [إسراء: 82]
موږ ددغه قُرآن د نازلولو په لړ کښي هغه څه نازلوو چي د مؤمنانو لپاره شفا او رحمت دى.
نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم رحمت والی او د قرآن شفاء او رحمت والی ښيي چې شریعت د نړۍ لپاره د رحمت او شفا په توګه راغلی دی.
۲- د شرعي احکامو حکمت؛ لکه څنګه چې شريعت خپل هدف د عمومي شرعي احکامو په اړه څرګند کړی دی، په همدې ډول يې د ډېرو احکامو د وضع کولو موخه هم په ځانګړې توګه څرګنده کړې ده. د بېلګې په توګه: د حج په اړه ویلي یې دی چې: له حج څخه موخه دا ده چې خلک د خپلې ګټې وګوري. نو ځکه يې وويل: لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ [حج: ۲۸]
تر څو هغه ګټي وويني چي دلته د هغو لپاره موجودي دي.
همدارنګه د پېریان او انسان په پيدايښت کې د خدای موخه د هغه عبادت کول دي؛ وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ [ذاریات: ۵۶] ما پيريان او انسانان له دې پرته چي زما بندګي وکړي د بل څه كار لپاره ندي پيدا کړي.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: «صُومُوا تَصِحُّوا» [تخريج الإحياء” (3/87) . “تذكرة الموضوعات” (70) . “الموضوعات” للصغاني (72) دا حدیث ډېر ضعیف او موضوع ګڼل شوی دی] (روژه ونیسی روغ به شی.)
البته دا باید له پامه ونه غورځول شي چې که خدای تعالی د یو عمل حکمت څرګندوي، د دې معنی دا نه ده چې هغه حکمت باید ترلاسه شي. بلکې دا د الله تعالی له لوري خبر دی او د هغه د قطعي پوره کېدو خبر نه دی، بلکې کله کله پوره کېږي او کله نه کېږي. د بېلګې په توګه: الله تعالی د حج په اړه فرمايي: لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ [حج: ۲۸]
تر څو هغه ګټي وويني چي دلته د هغو لپاره موجودي دي. حال دا چې په میلیونونو خلکو په حج کې ګډون کوي خو ظاهرا ګټه یې نه ویني! او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: صُومُوا تَصِحُّوا (روژه ونیسی روغ به شی.) خو سره له دې چې ډېرو خلکو روژې ونیولې، خو روغ نه شوې! برعکس، د روژې نیولو په وخت کې ډیری خلک زیانمن شوي. دا دلایل دا په ګوته کوي چې د حکمت تحقق، اړین ندي.
له پورتني وضاحت څخه د دريو ټکو بطلان څرګنديږي:
  1. د حکمت شتون د عقایدو، احکامو او د احکامو د حاکمیت ته د بللو ثبوت نه دی.
  2. دا ممکنه نه ده چې د عقل په وسيله د حکمونو لپاره حکمت رامنځته شي.
  3. د احکامو د حکمت څرګندونه، د اسلام دبللو لاره نه ده.

د دې دریو مواردو تشریح

  1. د حکمت شتون د عقایدو، احکامو او د احکامو حاکمیت ته د بللو ثبوت نه دی؛
عقیده: اسلامي عقیده عبارت دي له: په خدای تعالٰی، ملائکو، آسماني کتابونو، پیغمبرانو او د قیامت په ورځ ایمان.
ایمان: ایمان عبارت دی له: جازم او قطعي تصدیق څخه چې له واقعیت سره سم وي او د دلیل له امله وي؛ نو كه دليل ونه لري، جزم او یقین په کي نشته او يوازې دکوم خبر تصديق ګڼل كيږي.
دلیل په دوه ډوله دی: عقلی او نقلي.
عقلي استدلال يعنې: په محسوس واقعيت باندې استدلال، د داسې موضوع لپاره چې واقعیت يې له درک نه بهر نه وي. د فلسفي او منطقي دلیل پر خلاف، کوم چې د تصوراتو په اړه د فکرونو او غیر محسوس انالوګونو مجموعه ده. او که حقیقت د حواسو له ادراک څخه بهر وي، د ثبوت دلیل یې نقلي دی. او دا په دوه ډوله ده: قرآن او سنت
نو بلنې ته د ثبوت او استدلال له نظره اسلامي عقیده دوه ډوله دي. لومړی: هغه عقیده چې یوازې په عقلي دلیل ثابت وي؛ لکه: د الله تعالی د وجود اثبات، د رسولانو د لېږلو اړتیا، د آسماني کتابونو د نزول اړتیا. ۱.قرآن ۲.حدیث.
د اسلامي عقیدې د دې برخې د منلو بلنه د عقلي استدلال له لارې ده، نه د نقلي، فلسفي یا منطقي دلایلو په وړاندې کولو سره. ځکه چې دا موضوعات د حواسو له لارې درک کیږي؛ له همدې امله، دا اړینه ده چې یو عقلي دلیل وړاندې شي. او که کافران د عقلي دلايل ونه مني، نو موږ له هغوی څخه د اسلام منلو ته اړ نه يو؛ څرنګه چې دوی د اسلام منلو ته اړ نه دي.
دوهم: هغه عقیده چې ثبوت یې یوازې نقلی دلایلو په وړاندې کولو سره ممکن دی. لکه: د ملائکو وجود، جنیات، د تيرو انبياوو رسالت، د تيرو کتابونو ثبوت، د جنت او دوزخ عذاب، د قبر عذاب او نور هغه څيزونه چي د عقل له لاري نشي درک کېدای.
د عقایدو په برخه کې نقلي دلایل د قطعي الثبوت او قطعي الدلالة معنی لري؛ لکه: قرآن او متواتر سنت. له همدې امله هغه عملي احکام چې په دې دلايلو سره ثابت شوي دي له عقایدو څخه دی او د هغو د ثابتولو لپاره له عقلي دلايلو څخه استدلال کول روا نه دي.

شرعي احکام

احکام د حکم جمع دي او شرعي حکم عبارت دی له: هغو دستوراتو چې د بندګانو د اعمالو په اړه د شریعت له خوا صادر شوی وي لکه: اخلاقیات، عبادات، مأکولات، ملبوسات، راکړه ورکړه، مجازات او داسې نور.
شرعي احکام په پنځه ډوله دي: ۱. فرض یا واجب؛ 2. حرام یا محظور؛ 3. مستحب یا سنت؛ 4. مکروه 5. مباح. مګر د ثبوت له مخې په دوه ډوله ویشل شوي دي: لومړی: قطعي احکام؛ کوم چې د قطعي الثبوت او قطعي الدلالة په واسطه ثابت شوي وي؛ نو د مسلمانانو لپاره په دوی کې د اختلاف ځای نشته. لکه د پنځو لمونځونو د رکعتونو شمېر، روژه، جهاد، قصاص او داسې نور .
دوهم: ظني احکام؛ کوم چې د قطعي الثبوت او ظني الدلالة ظني الثبوت او ظني الدلالة دلیلونو په واسطه ثابت شوي وي؛ کوم چې د مجتهدانو اجتهاد د هغه حکم څرګندوي لکه جزیه.
او په احکامو كې د عقل كار يوازې د تمییز (تشخیص او پيژندګلوۍ) دى، نه د هغوى ثبوت. له همدې امله کافران هغو عقایدو او احکامو ته نه بلنه ورکول کیږي چې په نقل سره ثابت وي. ځکه دا احکام په نقلي دلائلو سره ثابتېږي، نه عقلي او کافران نقلي دلايل نه مني.
څرنګه چې اسلام د نورو حاکمیت نه مني؛ هغه کافران چې په اسلامي ټولنو کې ژوند کوي، د اتباعو په توګه، د جزیې په ورکولو او د تابعیت قانون په پلي کولو ملزم دي او په دې اړه هیڅ واک نلري.
حتی که دوی منقاد نه شي، د دوی په وړاندې باید جهاد وشي او د دوی شتمنۍ د غنیمت په توګه ونیول شي او د دوی بچیان او ښځي به د مرییانو او وېنزو په توګه به پاتي ژوند تیروي.
ب) دا ممکنه نه ده چې د عقل په واسطه د حکمونو لپاره حکمت جوړ شي. څرنګه چې انسانان د شريعت د قوانينو په مقصد نه پوهيږي، نو نشي کولاى خپل عقل په کار واچوي چې د قوانينو لپاره حکمت پيدا کړي او خداى ته يې منسوب کړي.
لکه څنګخ چي مخکې مو یادونه وکړه، احکام په څلورو شرعي دلایلو ثابت دي: د الله سبحانه وتعالٰی کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت، د صحابه کرامو اجماع او قیاس او د احکامو حکمت له دوی څخه په هیڅ کې نشته. ځکه حکمت هغه نتیجه ده چې الله (سیحانه وتعالٰی) اراده کړې او د احکامو د تطبیق په نتیجه کې ترلاسه کیږي. نو لازمه ده خپله شارع يې بيان کړي نه بل څوک. نو په دې برخه کي د کوم مجتهد اجتهاد ګټور نه دی، بلکې مجتهد په خپل اجتهاد سره د وخت په تېرېدو سره د تفصيلي دلايلو پر بنسټ حل کوي. خو حکمت له احکامو څخه نه دی، بلکې د عمل پایله ده او له نویو واقعو او پېښو سره هېڅ تړاو نه لري. دا لفظ د شرعي مقاصدو لپاره هغه وخت کارول کیږي چې د شریعت لخوا ثابت شوي وي.
له همدې امله پخوانیو په خپلو فقهي متونو کې د احکامو د حکمت په اړه هیڅ بحث نه دی کړی، برعکس د ننني علماوو چې خپل کتابونه یې د مسائلو له حکمت څخه ډک کړي، حتی کله ناکله په هغو مواردو کې چې حکمت یې څرګند شوی نه وي، په زړورتیا سره د احکامو حکمت بیانوي او اسلام ته یې منسوبوي او خپل کتابونه د عباداتو فلسفه، د اخلاقو فلسفه او داسې نور تر عنوان لاندې تألیف کړي دي. او په هغوی کي داسې مسايل لکه: د لمانځه مقصد، د فحاشۍ او بدو څخه مخنيوی، او د زکات مقصد، د مال زياتېدل، او د روژې مقصد، د بدن صحت، او د حج مقصد، تجارتي ګټې او د انسان او جن د پيدايښت مقصد عبادت او داسې نور! او کله ناکله حتی ناروا حکمتونه یې هم څرګند کړی لکه:
د لمانځه موخه د ټولنې او دوستۍ تمرین، وظیفه شناسي، ظاهري او باطني پاکي او داسې نور. د روژې موخه د روح صیقل او پیاوړتیا، د روزني لپاره د ټولنیز چاپیریال رامنځته کول، د بې وزلانو په حال خبرېدل او داسې نور. له زکات څخه يې موخه د صمیمیت او ورورګلوۍ فضا رامنځته کول، د انحرافاتو او د جرمونو مخنیوۍ او داسې نور. له حج څخه یې موخه مشق او تمرین، د نړيوالې ټولنې جوړول او داسې نور. او د خنزیر د غوښې د حرمت څخه یې موخه په هغه کې د میکروبونو او جراثیمو شتون بیان کړي دي. هغوی د خپلو خبرو د ثابتولو لپاره له هغو آیتونو څخه استدلال کړي دي چې له دې مسلې سره هیڅ تړاو نه لري. د مثال په توګه الله تعالی فرمايي: ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ [نحل: ١٢٥]
[اې پېغمبره (ص)]، د خپل رب د لاري په لوري په حكمت او غوره نصيحت سره بلنه ورکړه…
هیڅ یو مفسر په دې آیت کې ذکر شوی حکمت په دیني او عقلي احکامو کې د حکمت غوښتلو په معنا نه دی ګڼلی. علامه سيد محمد حسين طباطبايي وايي: “حکمت، لکه څنګه چې په (مفرداتو) کې ويل شوي، د حق په نښه کول او د علم او عقل له لارې ورته رسېدل دي.”
[تفسیر المیزان، 12/ 536]
عبدالرئوف مخلص لیکي:
بالحکمة یعنی؛ په ټينګه وينا سره او همدارنګه مراد له حکمت څخه یقین راوړنکي دلیلونه دي.
[تفسیر انوارالقرآن، 3/ 372]
لومړی: لکه څنګه چي مخکې مو چې وویل، حکمونه په څلورو شرعي دلایلو ثابت دي او د حکمت په نوم پنځم دلیل نشته. البته، یو څوک باید دا اعتراض ونه کړي چې قیاس یو عقلي دلیل یا د حکمت لټون دی.
ځکه مقايسه هغه وخت منځ ته راځي چې د مقيس او مقيس عليه تر منځ مشترک علت موجود وي او پر دې ټينګار وشي چې لامل بايد شرعي وي نه عقلي؛ حال داچې علت د حکمت ماسوا شی دی. نو داسې دلايل جوړول اسلامي شريعت باندې یو ډول اتهام دی.
دوهم: که څه هم د شريعت احکام د انساني عقل خلاف نه دي، خو دا چې د عقل پر بنسټ نه دي، نو ډېر يې له عقل سره په ټکر کې ښکاري، چې د نويو مسلمانانو لپاره ستر خطر او ننګونه وي. ځکه هغه اسلام په دې خاطر قبول کړ چې د حکمت او عقل څخه ډک دین دی؛ نو د ټولو حكمونو په منلو كې خپل عقل حَکَم ګرزوي او كله چې په ډېرو حكمونو كې چې حکمت يې نه وي معلوم او ظاهراً له عقل سره په ټکر كې وي، نو اسلام د عقل خلاف دين ګڼي او د هغه حکمونه د یو بل سره په تضاد کې ګڼي او په پایله کې یې اسلام پریږدي. بې له شکه د دوی د دې کار اصلي لامل د فقهې او فکري انحطاط و چې د دې پدیدو په وړاندې ونشول کړای ودرېږي او د دې لپاره دوه لاملونه دي:
۱: د مستشرقینو او د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو انتقامي بریدونه چې په اسلام او د هغه پر احکامو یې د شکونو او تورونو په بڼه برید کړی او په اعتراضونو او توهینونو یې پیل کړی؛ دوی حتی د اسلام په ځینو احکامو هم نیوکه وکړه چې د ژوند ستونزې یې په سمه توګه حل کړي، او هغه یې غندلي او سپکاوی یې کړی دی.
دوهم: د منفعت غوښتنې فضا حاکمېدل؛ کوم چې د انسان جوړ شوي نظامونو دی چي حق یې په ګټه کي او نیکمرغي یې د ډېرو ګټو په لاسته راوړلو کي لیدل.
دې ناوړه پديدې په نويو مسلمانانو دومره اغېز وکړ چې د اسلام تورونه يې ومنل او دفاع يې وکړه. او دا چې د اسلام احکام د عقل پر بنسټ نه وو او کفارو هم نقلي دلايل نه منل، نو دې کار دوی اړ کړل چې په غير مستقيم ډول د کفارو معيارونه پوره کړي یعني په احکامو کي (هر هغه څه چې ګټه ولري حق دی، که نه نو باطل دی)، د دښمنانو د شکونو او غچ اخیستونکو تورونو د ځوابولو لپاره په خپل عقل، فلسفه او حکمت کې د ګټې په لټه کې وو، په داسې حال کې چې د دوی د تورونو مخنیوی له توري پرته ممکن نه و او د دوی دغه عمل یوازې د دښمنانو مخه نه ده نیولې بلکې د احکامو په اړه يې مسلمانان هم شکمن کړل او د اعمالو مقیاس او تله يې بدله کړه چي عبارت دی له حلال او حرام څخه. د مثال په ډول: نن ورځ د منکراتو او بدیو د مخنیوي لپاره لمونځ کیږي او د روغتیا د ترلاسه کولو لپاره روژه نیول کیږي. خو که دا ګټې او حکمتونه متحقق نه شي، نه یوازې عام خلک، بلکې خواص به هم د لمانځه او روژې په سموالي کې شک وکړي او عجیبې فتواګانې به ورکړي.
خو په پخوا زمانو کې مسلمانانو د اودس، لمانځه، وفا، ریښتينولۍ، حجاب، د غله د لاسونو پرې کول، جهاد، قصاص، دروغ، سود او داسې نور د ګټې او ضرر په اړه پوښتنه نه کوله، یوازې دا چې د الله سبحانه وتعالی  اوامر او نواهي دي، په کولو یا نه کولو یي لاس پورې کول. خو د نني مسلمانان، کله چې یو عمل ترسره کوي یا پریږدي، په نُدرت سره پوښتنه کوي چې دا کار حلال دی که حرام؛ بلکې برعکس د هغه حکم او عمل په ګټې او تاوان پسې دی. او کله ناکله، پرته له دې چې څه حلال او څه حرام دی، د ګټې او ضرر له معیار سره سم، اسلامي اعمال ترسره کوي او یا یې نه ترسره کوي؛ چي دا عمل د ډیرو اوامرو د پریښودلو او د ډیرو نواهیوو د ارتکاب سبب شوی دی او د مسلمانانو د اعمالو او د اسلامي عقیدې تر منځ یې اړیکې پرې کړې دي او د هغوی تر منځ یې د نفاق خطر رامنځ ته کړی دی.
ج) د احکامو حکمت څرګندول، اسلام ته د بللو لاره نه ده. حکمت ګرانو خپل ځانونه يوازې د شرعي او غير شرعي حکمت په بيانولو پورې محدود نه کړل او د خپلو عقایدو او احکامو د ثابتولو لپاره يې دلايل وړاندې نه کړل، بلکې دا طریقه یې د اسلام د بلنې په توګه لار غوره کړه. د دوی دا انګېرنه په پوره توګه غلط وو. ځکه به يې په مجلسونو، کنفرانسونو، رسنيو او يا د خبرونو، مجلو او خپرونو له لارې حکمتونه بيانول او يا به يې د مستشرقينو پوښتنو ته ځواب ويل، په داسې حال کې چې ځواب يې يوازې په توره ممکن دی. یا کافرانو ته د اسلامي عقیدې بلنه ورکوي، په داسې حال کې چې د احکامو مقاصد په نقل ثابته ده او د کفارو ته د عقیدې بلنه یوازې د عقلي استدلال له لارې ممکنه ده. تر دې بده دا ده چې کله که د کوم حکم حکمت د شارع له خوا نه وي څرګند شوي، دوی پخپله اختراع کوي یې او الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې نسبت ورکوي په داسې حال کي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تابعیت نعرې هم وهي.
دوی د پیغمبر د بلنې طریقه، هدف او مرحلې په پام کې نه نیسي؛ كه دا مسايل هم ورته بيان شي، نو د خپل دعوت د لارې د خلاصون په خاطر به د حالاتو د غوښتنې له مخې د طريقې بدلون ومني او د رسول الله صلى الله عليه وسلم، د هغه د دعوت مقصد او مرحلې ته پام نه کوي. په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي کول پر مسلمانانو فرض دي او شرایط هیڅکله د احکامو د بدلون لامل نه دي. برعکس اسلام د دې لپاره راغلی چې شرایط بدل کړي او پر هغوی واکمن شي؛ نو پکار ده چې فاسد حالات او فضا په اسلامي ایډیالوژۍ بدله شي نه دا چې اسلامي ایډیالوژۍ د موجوده فضا او شرایطو په واسطه بدله شي.

د بلنې سمه لاره

قرآن کريم د رسول الله (صلى الله عليه و سلم) د بعثت او د كتاب د نزول اصلي هدف د خلكو په مينځ كې د حكم كولو او پر ټولو دينونو برلاسي ګرځولي دي او فرمايي: إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَا كَ اللهُ ۚ» [نساء: 105]
اې پېغمبره! موږ دا كتاب په حقه ستا لوري ته درلېږلی دى، تر څو هغه سمه لاره چي الله در ښودلې ده، له هغې سره سمه د خلكو په منځ کښي فېصله وکړې،
همدارنګه فرمایلی دی: «وَالَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ» [صف: 9]
همغه ذات دى چي خپل پېغمبر یې له هدايت او حق دين سره لېږلى دى، تر څو چي دغه (د حق دین) پر ټولو دينونو برلاسى کړي كه د مشركانو دا هر څومره بد ايسي هم.
که د اسلام ایډیالوژۍ عمومي هدف د انسان پر ژوند واکمني او پر ټولو اديانو برلاسي وي، د هغې لار او طريقه څه ده؟ په نورو چارو کې د اسلام طريقه دا ده چې د يو حکم د پوره کولو لپاره یې بل حکم ورته طريقه ګرځولی او د هغه طريقې پرېښودل يې حرام ګڼلي دي. د مثال په توګه: د لمانځه، زکات، حج، رحم، دره وهل، د غل لاس پرې کول او داسې نور په احکامو کې يې د ترسره کولو طريقه یې بيانه کړې ده، چې سرغړونه يې جواز نه لري. په همدې ډول د اسلام د حاکميت او برلاسۍ لپاره يې د دعوت دنده چې بايد د شرعي طرزالعمل له مخې ترسره شي، بيان کړې ده؛ او همدارنګه یې د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ژوند کې د دعوت د مخته بېولو څرنګوالی وښوده او هغه ته یې لارښوونه وکړه چې په خپل دعوت کې د یوې ځانګړې طریقې سره سم عمل وکړي او د نورو د غوښتنو له تعقیب څخه ډډه وکړي.
فَلِذَٰلِكَ فَادْعُ ۖ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ ۖ  [شوری: 15]
نو [اې پېغمبره (ص)!] همدې توحيد ته بلنه كوه او لكه څنګه چي تا ته حكم شوى دى، پر هغه باندي كلك ثابت اوسه، او د دوى په غوښتنو پسى مه ځه.
همدارنګه کله چې رسول الله صل  الله علیه وسلم ته ابو طالب د مشرکانو د استازو غوښتنه مطرح کړ، چې ګواکې دعوت پرېږدي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې وویل: په خدای قسم که دوی لمر زما په ښي لاس کې او سپوږمۍ زما په چپ لاس کې واچوي ترڅو زه دا دنده پریږدم. زه به یې تر هغه وخته نه پریږدم تر څو چې الله تعالی دا کار بریالی نه کړي او یا په دې کار کې ووژل شم.
له دې خبرو څرګندېږي چې د دعوت د طریقې پرېښودل یا بدلول په اسلام کې روا نه دي. که موږ سیرت ته مراجعه وکړو، نو معلومه به شي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دریو پړاوونو (تثقیف، تفاعمل او نصرت غوښتنه) کې اسلام ته بللی او حاکمیت ته یې راوستی دی. الله جل جلاله موږ ته د اسلام د دعوت د پرمخ بیولو مسئولیت راکړی دی او فرمایي: فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا ۚ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ» [هود: 112]
نو [اې پېغمبره (ص)!] ته او ستا هغه ملګري چي (له كفر او سر غړوني څخه د ايمان او غاړي ايښودلو لوري ته ) راووښتي دي، پر سمه لاره همغسي برابر ثابت قدم اوسئ، لكه څنګه چي درته حكم شويدى. او د بندګۍ له حد څخه تېرى مه كوئ. څه چي تاسي كوئ، هغه ستاسي د رب په نظر کښي دي.
او همدارنګه یې په مسلمانانو باندې په ټولو چارو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي واجبه کړی او فرمایلی یې دی: قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَاللهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ» [آل عمران: 31]
[اې پېغمبره (ص)!] خلكو ته ووايه: ” كه تاسي په رښتيا له الله سره مينه لرئ، نو زما د پيروۍ لاره غوره کړئ؛ الله به ستاسي سره مينه وکړي او ستاسي خطاوي به در وبښي. هغه ډېر ښه بښونكى او د رحمت څښتن دى.
قُلْ أَطِيعُوا اللهَ وَالرَّسُولَ ۖ» [آل عمران: 32]
هغو ته ووايه: د الله او پېغمبر اطاعت ومنئ! سربیره پردې، هغه دا طریقه د غوره طریقې په توګه او پیغمبر یې د غوره لارښود په توګه معرفي کړه: لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللهَ كَثِيرًا» [احزاب: 21]
په یقیني توګه، ستاسي لپاره د الله په پېغمبر کي د نېکۍ يوه خورا غوره نمونه ده، د هر هغه چا لپاره ده چي د الله او د اخرت د ورځي هېله من وي او الله ډېر ډېر ياد کړي.
اسلامي نظريې د فکر د تطبيق، ساتنې او رسولو لپاره يوه ځانګړې طريقه ټاکلې ده او هغه يې يو له هغو احکامو څخه ګرځولې ده چې پرېښودل يې حرام دي. خو که فکر وشي چې اسلام په امت باندې بلنه فرض کړې ده او د دعوت لپاره يې کومه طريقه نه ده ټاکلې، نو پکار ده چې د انسان له لاسه جوړو نظامونو لکه جمهوريت، ډيموکراسي، کمونيزم، سرمايه دارۍ او داسې نورو څخه يوه طريقه پيدا شي؛ او يا يې په خپل عقل سره داسې طريقه پيدا کړه، چې پرته له شکه غلط فکر، تېروتنه او ناسم نظر دی. ځکه چې اسلام یو نظری او تیوریک دین نه دی؛ بلکي د پورتني طريقې سره سم يې ۱۲۵۰ کاله دنيا ته دعوت ورکړی دی. او دغه ناسمه انګېرنه د اسلام بشپړتيا تر پوښتنې لاندې راولي او د قرآن د حکم خلاف ده. الله سبحانه وتعالی فرمايې: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا ۚ [مائده: 3] نن ما ستاسي دين، ستاسي لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مي پر تاسي پوره کړ. او ستاسي لپاره مي اسلام ستاسي د دين په توګه منظور کړ.
همدارنګه دا انګیرنه (له غیر اسلام څخه د دلیل او طریقې غوره کول) د خپل نفس او نورو د غوښتنو پیروي ده، نه د شریعت! په داسې حال کې چې له هوا څخه متابعت په شریعت کې ممنوع او حرام دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: لَا یُؤْمِنُ أَحَدُکُمْ حَتَّى یَکُونَ هَوَاهُ تَبَعًا لِمَا جِئْتُ بِهِ» [ التخريج : أخرجه ابن أبي عاصم في ((السنة)) (15)، والخطيب في ((تاريخ بغداد)) (4/368) واللفظ لهما، والبيهقي في ((المدخل إلى السنن الكبرى)) (209) په كم ختلاف سره. د حدیث حكم صیحیح]  په تاسو کې هیڅوک به تر هغه بشپړ مسلمان نشي تر څو چې د هغه غوښتنې د هغه څه تابع نه وي چې ما [اسلامي احکام] راوړي دي.

پایله

اسلامي نظريه چې يو خاص فکر او طريقه لري، د دې دین په اړه د انسانانو عقلي بډاینې او قلبي ډاډ ګېرنې د ثابتولو لپاره د استدلال طريقه، د خپلو احکامو د ثابتولو لپاره د استدلال له طريقې سره توپير لري. په دې توګه د اسلام پيروان چې کله د عقيدې د ثبوت لپاره استدلال کوي، بايد د عقايدو تر منځ توپير وکړي او د هغو په ډولونو او احکامو پوه شي، نو په خپل استدلال کې د شريعت معيار په پام کې ونيسي. او په انساني ژوند کې د اسلام د حاکمیت او تطبیق لپاره او همدارنګه په ټولو دینونو د برلاسۍ لپاره یې د اسلام د پیغمبر د طریقې سره سم دعوت او بلنه فرض ګڼلی دی.
تر څو چې مسلمانان د فکري او فقهي زوال سره مخ شوي نه و، په همدې اصولو یې عمل کاوه او خپلې ستونزې یې د اسلام له لارې حلولې او د یوه امیر المؤمنین تر مشرۍ لاندې یې اسلام د یوه نړیوال رسالت په توګه تر سره کړ. دعوت او جهاد. او د نويو پېښو په صورت کې به يې په شريعت کې حل او فيصله لټوله. خو د مسلمانانو په استدلال کې د فلسفې او منطق له راپيدا کېدو وروسته د اجتهاد د دروازې تړل، د هندويزم د اندونو داخلېدل او د  تزکیې په پلمه په غارونو کې اوسېدل او بيا د لوېديځ فکري، پوځي او فرهنګي جګړې په ختیځ کې مسلمانانو له دعوت، جهاد او د خپل حکومت له ملاتړه وږه خابي کړه؛ چي په پایلې کي د دوی نظام سقوط وکړ. خو وروسته بيا د دې حالت د مخنيوي لپاره وګړي پیدا شول، خو د خپل نظام د زوال د عواملو په اړه د نه پوهېدنې او د اسلام له اصل سره د نويو ستونزو او قضيو د تړاو د نشتوالي له امله يې له عجيبو دلايلو او لارو چارو په کار اخيستنې چي د کفارو د نظامونو په تقلید او یا د هغوی له ذهنونو څخه یې داسې ایجاد کړی چې نه یوازې دا چې د شاته تګ مخه نه نیسي، بلکې د زوال د اوږدولو او د وروسته پاتې والي لامل هم وګرځېدل. له همدې امله نن ورځ د امت حالت بیرته له اسلامي عقیدې سره په منګولې نه لګولو پورې تړلی دی. نو تر څو چې مسلمانان په دې مبدأ منګولې خښې نکړي، پرمختګ نه شي کولای او بې له شکه چې د اسلامي امت اوسنی حالت بدل نشي مګر په هغه څه چي په لومړي ځل تغییر موندلی و. نو د اوسني حالت د بدلولو او د اسلام په اصل باندې د مسلمانانو د منګولې لګولو لپاره لازمه ده چې مسلمانان خپل يووالی وساتي او هغه اسلامي نظام رامنځته او ساتنه يې وکړي چې د جهاد له لارې ټولې نړۍ ته دعوت او ارشاد ورسوي او د اسلام دښمنانو پر خوله، غاښ ماتونکی ځواب وي.
ومن الله التوفیق
Previous Articleد حلال رزق ګټل او په فردي او ټولنیز ژوند یې اغیزې
Next Article څنګه چې خدای وغواړي یو کس هدایت کوي یا ګمراه کوي؟

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله اته ويشتمه برخه د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه درېیمه برخه د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکي (گورو…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درویشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابو حامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک درویشتمه برخه سریزه: د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.